قرآن اړوندلمونځ‌

د سجده تلاوت متعلق ضروري مسئلې

الجواب

حامداً و مصلیاً و باالله التوفیق
اول: ځینی وروڼه لیدل کیږي چې د قران شریف د تلاوت په وخت کې چې کله آیت سجده ته راورسي نو دا آیت د سجدې نه د بچ کیدلو په نیت همداسی پریږدي د شریعت له مخې داسی کار مناسب نه دی باید چې له داسی کړنې احتراز وکړای شي، د آیت تلاوت وکړي او بیا سجده هم اداء کړي.

دویم ځینی محصلین وروڼه چې د آیت سجدې تلاوت نه کوي بلکې فارسی پښتو یا کومه بله ژبه کې د آیت سجدې معنی لولي نو دوی ته یادونه په کار ده چې فقط د معنی په لوستلو هم سجده تلاوت لازمېږي باید چې سجده اداء کړل شي ځکه قرآن شریف د لفظونو او معنی دواړو نوم دی البته که څوک آیت د سجدې یا معنی صرف ولیکي او تلفظ پری ونه کړي نو صرف په لیکلو باندې بې غیر د تلفظه سجده تلاوت نه لازمېږي.
والدلیل علی ذلک :
۱) یکره للرجل ترک آیة السجدة من سورة یقرأها ( بدائع الصنائع ټوک ۱ مخ ۱۹۲ )
۲) و لو تلی بالفارسیة تجب علیه وعلی من سمعها السجدة (فتاوی قاضی خان علی هامش هندیه ټوک ۱مخ ۱۵۶ )
۳) قال ابن عابدین : احترز عما لو کتبها او تهاجاها فلاسجود علیه ( شامي ټوک ۲ مخ ۱۰۳ )
والله اعلم

د محصلین دار الافتاء

صافی بنسټ خبرتیا Safi Foundation Ads Donation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
وسیع ویب
error: