ژوند راز

د سبا فکر

هر څوک د خپل راتلونکي په فکر کی دی. زیار باسی کړاونه زغمي، هڅه کوي او په دې هیله وي چې سبا یې تر نن غوره شي. خوارن په دی هیله ژوند کوي چې بډیان شي. زده کوونکي په دې هیله وي چې زده کړې یې سرته ورسېږی.د هېواد او ټولنې خدمت ته تیار شي، مسافر په دې تکل کې وي چې خپل کور، کلی او ټاټوبي ته ستون شی. رنځوران په دې ارمان وي چې له رنځ څخه خلاص شي.
همدغه د سبا د ښه والي هیلې او هڅې دي چې د نړۍ په هر څه کې پرله پسی بدلونونه، پرمختګ، او سمون راولي. له چا سره چې د خپلې سبا ورځې فکر نه وي خپلې ښې راتلونکې ته امیداوار نه وي او د خپلو ښو هیلو د پوره کېدو لپاره زیار او زحمت نه ګالی، هغه په ژوند کی نېکمرغه کېدلی نه شي انسان د امید او عمل په رڼا کې پرمختګ کوي. پوهان وایي: چې چلند د انسان احساسات رهبري کوي او احساسات د انسان چلند. نو ددغې وینا له اخزه موږ ته داسې شی راښيئ چې تل د سبا لپاره ښه احساس ولرو، ځکه چې دغه ښه احساس تا رهبري کوي اود یو ښه سبا څښتنوي دي. د سبا فکر که مثبت وي؛ نو د ښه راتلوونکي څښتن به شې او که منفي وي، نو کندې ته به دې و غورزوي، نو لازمه ده چې تل راتلونکي ته هلیه مند واوسو او د ښو او مثبتو افکارو په درلودلو سره مخ پر وړاندی مزل وکړو.
یوه کیسه رایاده شوه: یو نږدی ملګری مې وه تل به یې له ژونده ګیله کوله او ناراضه به وه، تل یې منفي فکر ملګری وه، یوه ورځ به یې ویل پیسې نشته کله چی به یې پیدا کړی، نو څه موده به یې څه نه ویل، خو کله چې به یې پیسې خلاصی شوې بیا به تندر پرې راولوېده او ویل به یې څه وکړم پیسې نشته له ژونده مې زړه تور دی نن مې بیا زوی ناروغ دی، نن بیا د برق بیل راغلی، نن بیا د اوبو بیل راغی همداشان نورې منفې جملې به یې راته هره ورځ ویلې. زه په دې هڅه کې وم چې خبرې پرې او ډاډ ورکړم، خو دی په خپلو منفي افکارو برلاسی وه او خپلو خبرو ته به یې پرله پسې دوام ورکړ، خو ما تل ورسره مخالفت کاوه او دده خبره به می په مثبت ډول تعبیره وله دی مې نه پرېښود چې منفي خبره وکړي او خپل مثبت فکر مې دده له فکره اغېزمن شي؛ خو تراوسه هغه ته دغه خبره په بیا بیا ځل تکرار وم او ورته وایم چې ژوند ښکلی دی او هر څه چې ستا فکر یې تصویروي هغه به ستا په ژوند کی راتلوونکی وی، نو لازمه ده چې راتلوونکی ته خوش بین واوسو او تل د یو ښه سبا لپاره د مثبتو پانګو په جوړولو سره خپلو هڅو ته دوام ورکړو.
نن ورځ زیات خلک د سبا لپاره اندېښمن دي که سوداګر دی د سوداګرۍ په اندېښنه کې دی که کارګردی د سبا لپاره د کار د پیداکولو په لَټه کی دی، که زده کوونکی دی د سبا لپاره د درس په اندېښنه کې دی، که استاد دی د سبا لپاره د ښه لکچر ورکولو لپاره زیار باسي او که بزګر دی کوښښ کوي چې د سبا لپاره حاصل خېزه ځمکه وروزی. ټول خلک د سبا له حوادثو نا خبر دي چې څه به کېږی، خو خوش بین خلک تل د ښو پېښو انتظار باسي او خپل ژوند د ښو هیندارو په لیدلو کې ګوري. په پای کې وایم چې که ځان ناکام بولئ له دي ناکامۍ سره به مخ کېږئ او که د بریالیتوب ادعا کوئ، نو بریالیتوب به دې په برخه شي او همداشان لوړ خیالونه لوړو الوتلو ته لار هواروي، نو ویلی شو چې د هر چا سبا د هغه په واسطه تنظیمېږی.
اېمل همدرد

donate

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error: