د زمزم اوبو په اړه حیرانوونکې معلومات

د زمزم اوبه ډېر جالب او پټ رازونه لري. د زمزم د اوبو د څاه (کوهي) ژوروالی یوازې 10.6 فوټه دی، خو په یوه ثانیه کې 8,000 ليټره اوبه پمپ کوي، چې په یوه دقیقه کې 480،000 ليټره اوبه پمپ کوي او په یوه ساعت کې 28،8 میلیونه لېټره اوبه پمپ کوي، چې په 24 ساعته کې 691.2 میلیونه لېټره کیږي. خو جالبه داده چې د زم زم څاه (کوهی) یوازې په 11 دقیقو کې د 24 ساعتونو 691،2 میلیونه لېټره اوبه پوره کوي.

د زمزم اوبه له دې سره نور ډير حیرانووکې رازونه هم لري.
مشهور جاپاني څېړونکي (Masaru Emoto) د زمزم پر اوبو پراخې څېړني کړي، نوموړي ثابته کړه چې د زمزم د اوبو کیفیفت په هیڅ نورو اوبو کې نشئ پیداکولای، او نه کومې اوبه دومره لوړ کیفیت لري.
همدارنګه جاپاني څېړونکي په یوه نوې ټېکنالوجیکي آلې (NANo) څېړنه وکړه چې ورورسته یې ثابته کړه، کچېري په 1،000 لېټره اوبو کې یو څاڅکی د زمزم اوبه ګډې کړل شي، نو ټولې اوبه د زمزم د اوبو کیفیت خپلوي. همدارنګه نوموړي ثابته کړه چې د زمزم یو څاڅکی اوبه داسې خاص “مـنرال” لري چې په نړۍ کې بېساري ده.
همدارنګه د زمزم اوبه په هر حالت کې شفافې وي، خوند “ذائقه” یې هیڅکله نه بدلیږي، هغه داسې چې کله تاسو (په یو ډبه او یا لوښي کې یو څه اوبه واچوی، نو له څو وروځو وروسته یو رنګه بوی کوي او خوند ډېر خرابیږي، چې هیڅوک یې بیا څښلو ته زړه نه ښه کوي)، خو د زمزم اوبه چې په کلونو په یو سر پټي لوښي کې واچوئ، نو هیڅکله به یې خوند او بوی خراب نشي،
یوازې ټولې زمزم نه، بلکې که په یو لوښي کې عامي اوبه واچوئ، نو لږ زمزم اوبه ورسره ګډي کړئ، هم نه خرابیږي. دا چې ولي نه خرابیږي، دې چاري ته د نړۍ ټول ساینس‌ پوهان ګوته په غاښ او بې ځوابه دي.

د زمزم د اوبو څاه (کوهی) د ابراهیم “ع” په زمانه کې فعاله شوی دی، له هماغه راهیسې همداسې په جوش فعاله دی، دوه معجزې یې ډېري حیرانووکې دي، لومړی دا چې په دومره کوچنی څاه په 24 ساعته کې 691،2 میلیونه اوبه په 11 دقیقو کې څنګه پوره کوي، او بل دا چې د زمزم اوبه ولي هیڅکله نه ضایع (بېځایه) کیږي.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب