د زمری ښکار – ټوکې ټکالې ۵
ړوند به شم :
یو مجرم چی لوی جرم يی کړی وو ، محکمی ته يی حاضر کړ . قاضی فیصله وکړه چی غوږونه یی ور پری کړی . مجرم په ژړا شو او قاضی ته يی وویل : غوږونه می مه را پری کوه که نه زه به بیا ړوند شم. قاضی پوښتنه تری وکړه چی غوږونه د سترګو سره څه ارتباط لری؟ مجرم وویل : چی که غوږونه را پری کړی بيا به عینکی څنګه ايږدم .
لاس زما او ږیره ستا :
یوه ملنګ و یوه پاچا ته وویل ،خیرات راکړه. پاچا ورته وویل چی زه به پر ږیره لاس تیر کړم ، هر څومره ويښتان چی یی و ختل هغومره پیسی به در کړم . کله چی پاچا پر ږیره لاس تیر کړ يو ویښته هم ونه ختی ، نو يی ملنګ ته وویل چی هيڅ بخت نه لری . ملنګ و خندل او پاچا ته يی وویل : چی لاس زما وای او ږیره ستا ، نو بیا به دی زما بخت لید لی وای .
د زمری ښکار :
یوه ورځ سهار وختی يو سړی ولاړ شو او توپک يی پر اوږه واخست . میرمنی يی پوښتنه تری وکړه چی چيری ځی؟
ده پر بریتو لاس تير کړ او ويی ویل : ځم د زمریانو په ښکار پسی . میرمنه يی خوشحاله سوه چی میړه می څومره زړه ور دی . څو د قیقی وروسته سړی بیرته کورته راغی او ریږدیدۍ . میرمنی يی پوښتنه تری وکړه چی خیر دی ولی بیرته راغلی ؟ میړه يی وویل : د کوڅی په سر کی يو لوی سپی پروت دی او ماته بدبد ګوری.