د ریښو تولید هورمون (Rooting Hormone)

د ولې(Willow) څخه د نباتاتو قلمو لپاره د ریښو تولید هورمون لاسته راوړلو طریقه:
لکه څرنګه چې مخکې مو یادونه کړې وه چې د ولې څخه د نباتاتو قلمو لپاره د ریښو تولید هورومون لاسته راځي. د ریښو تولید هورمون لاسته راوړل په څو مراحلو کې صورت نیسي چې په لاندې ډول ترې یادونه کیږي.

۱- د ولې شاخونه یا څانګې د ونې څخه پرې کوو. شاخونه باید ډیر زاړه نه وي یعنې کوشش باید وشي چې تازه (یوکلن یا دوه کلن) شاخونه انتخاب شي.
۲- د شاخونو څخه پاڼې لرې کوو چې خالص لښتې (شاخونه) پاتې شي.
۳- نوموړې لښتې کوچنی ټوټې کوو تقریباً د یوه انچ (2.5cm) په اوږدوالي باندې.
۴- په دې مرحله کې ټوټې شوې برخې په اوبو کې اچوو، چې دا په دوه ډوله کیدای شي. کومه طریقه چې تاسې ته اسانه وي هغه انتخاب کړی.
الف: ټوټې شوی برخې په یوه لوښی کې اچوو او وربانې جوش اوبه اچوو لکه چای چې اماده کوې، اوبه تر هغې اندازې چې نوموړې ټوټې پکې پټې شي، بیایې سر پټوو او د یوې شپې لپاره یې په محفوظ ځای کې ږدو.
ب: دوهمه طریقه یې داده چې همدا ټوټې په یوه لوښي کې په عادي اوبو کې ږدو، د لوښي سر پټوو او د څو ورځو لپاره یې ږدو.
۵- وروسته نوموړې مایع د ټوټو څخه جلا کوو یایې د جالی په واسطه فلتر کوو، وروسته یې په یوه بوتل کې یې اچوو. دا مایع مونږ کولی شو چې تر دوو میاشتو پورې استعمال کړو. ښه طریقه داده چې په مایع بوتل باندې نوم او تاریخ ولیکل سي، تر څو چې تیر وتنه ونه سي او د ختم موده یې راته معلومه وي.

۶- استعمال یې: کله چې وغواړو نو موړې مایع هورمون څخه استفاده وکړو، نو د خوښې وړ نبات قلمې را آخلو په یوه بوتل یا لوښي کې یې په همدې هورمون مایع کې په داسې ډول ږدو لکه چې ګلان په اوبو کې ږدو. وروسته له یوې او یا دوو ورځو قلمي اصلي ځای ته انتقالوو.

همدارنګه د نوموړي مایع څخه په هغه ځای (Medium) کې هم استفاده کولی شو په کوم ځای کې چې قلمې نهالوو.
نوموړې قلمې د نورو قلمو څخه ژر ریښې تولیده وي او د ریښوتولید چانس یې زیات وي.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب