ټولنهروژهروغتیايي ګټېطب

د روژې په اړه اسلامي، طبي او ټولنيز معلومات

د روژې فرضيت:

الله تعالی فرمايي: ﴿ يا أيُّها الذِينَ آمَنُوا كُتِبَ عليكمْ الصّيامُ كَما كُتِبَ علَى الذين مِنْ قَبْلِكُمْ لَعَلّكم تتقونْ ﴾ [البقرة: ۱۸۳].

ژباړه : اې مؤمنانو! په تاسې باندې روژه فرض کړی شوې ده، لکه څرنګه چې تر تاسو ړومبنيو خلکو باندې فرض شوې وه، د دې لپاره چې تاسو کې تقوا پيدا شي.

د رمضان مياشتې فضليت:

الله تعالی فرمايي: ﴿ شَهْرُ رَمَضَانَ الَّذِي أُنزِلَ فِيهِ الْقُرْآنُ هُدًى لِّلنَّاسِ وَبَيِّنَاتٍ مِّنَ الْهُدَىٰ وَالْفُرْقَانِ ۚ فَمَن شَهِدَ مِنكُمُ الشَّهْرَ فَلْيَصُمْهُ ﴾ [البقرة: ۱۸۵].

ژباړه: «رمضان مياشت هغه ده چې قران مجيد پکې نازل شوی، د خلکو لارښوونه او د هدايت او حق پېژندنې ښکاره نښانې، نو څوک چې له تاسې نه دا مياشت وويني روژه دې ونيسي».

بل ځای کې الله تعالی فرمايي:﴿ إِنَّا أَنْزَلْنَاهُ فِي لَيْلَةِ الْقَدْرِ ﴾ [القدر: ۱] يقيناً موږ ( دا قرآن کريم) نازل کړی دی د قدر په شپه.

څرنګه چې د قدر له فضليتونو ډکه شپه هم په همدغه مياشت کې داخله ده نو په دې توګه د رمضان المبارک لپاره يو بل برکت هم ثابت شو چې د قرآن کريم نزول په دې مياشت کې شوی له بره اسمانونو څخه د دنيا اسمان ته او بيا په دروېشتو کلو کې د جبرائيل علیه السلام په واسطه په پېغمبر صلي الله عليه وسلم نازل شو.

د روژې نيولو فضليت:

له حضرت ابو هريرة رضي الله عنه څخه روايت دی چې رسول الله صلي الله عليه وسلم وفرمايل: روژه (له دوزخه د ځان ساتلو) سپر دی، نو روژه دار دې نه خرابه خبرې کوي او نه دې د ناپوهانو کارونه کوي او که بل چا ورسره جګړه کوله يا يې ښکنځلې ورته کولې نو دوه ځله دې ورته ووايي چې زه روژه يم، قسم دې په هغه ذات وي چې زما روح يې په لاس کې دی؛ د روژه دار د خولې بوی الله تعالی ته د مشکو له بويه هم خوښ دی، (د الله تعالی حديث قدسي دی) روژه دار زما د رضا لپاره خوراک څښاک او خپل خواهش پرېږدي، دا روژه يې زما لپاره ده او بدله به يې هم زه ورکوم او هره نېکۍ په لس چنده ده. رواه البخاري – ۱۸۹۴.

په دغه مبارک حديث کې الله تعالی جل جلاله روژه د ځان لپاره ګڼلې او ويلي يې دي چې ثواب يې زه ورکوم، حال دا چې عبادات خو ټول د الله تعالی لپاره دي. د دې په وضاحت کې د علماؤ څو اقوال را اخلو:

لومړی: روژه کې ريا نه وي حال دا چې نورو اعمالو کې ريا هم شونې ده، ځکه کېدای شي ځينې خلک نورو ته د ځان ښودلو لپاره ځينې عبادات تر سره کړي، خو روژه يو داسې عبادت دی چې ظاهراً د ځان ښودنې هيڅ اثر پکې نه ليدل کيږي.

دوهم: د نورو عباداتو د اجرونو په هکله هم ځينې روايات راغلی چې د روژې په هکله الله تعالی فرمايي: «كُلُّ عَمَلِ ابْنِ آدَمَ لَهُ إِلاَّ الصِّيَامَ فَإِنَّهُ لِي وَأَنَا أَجْزِي بِهِ» (رواه البخاري عن ابي هريرة).

ژباړه: انسان چې هر عمل کوي د خپل ځان لپاره يې دی، خو روژه يې زما لپاره ده او زه يې بدله ورکوم. يعنې د روژې د اجر اندازه الله تعالی نه ده ښودلې بلکې ويلي يې دې چې اجر يې زه ورکوم، چې دا هم د روژې په زيات اجر دلالت کوي.

دريم: د دې مطلب دا دی چې دا زما لپاره ډېر غوره عبادت دی.

څلورم: د روژې نسبت ځان ته کول د ډېر فضليت، تشريف او تعظيم لپاره دی، لکه: بيت الله.

پنځم: له خوراک، څښاک او شهوتونو ځان ساتل له الهي صفاتو څخه دي، روژه دار په دغو الهي صفاتو سره خپل رب ته تقرب حاصلولای شي نو ځکه الله تعالی هم د روژې نسبت ځان ته وکړ.

د روژې نيولو په هکله نور هم ډېر فضايل روايت شوي، چې يو له هغو څخه د روژه دار لپاره د ريان زېری هم دي.

له حضرت سهل رضي الله عنه څخه روايت دی چې نبي عليه کريم عليه السلام وفرمايل: په جنت کې يوه دروازه ده چې ريان ورته وايي، د قيامت په ورځ به روژه داران له دغې دروازې جنت ته ننوځي، له دوی پرته بل هيڅوک به له دغې روازې داخل نه شي، وبه ويل شي: روژه داران چېرته دي؟ نو هغوی به راپاڅي، له دوی پرته بل هيڅوک به له دې دروازې داخل نه شي، کله چې دوی ننوځي دروازه به بنده شي او هيڅوک به له دې دروازې داخل نه شي.

ريان دروازه د روژه دارو د اکرام او اعزاز لپاره ده، ځکه هغوی په دنيا کې د الله تعالی رضا لپاره لوږې تندې تېرې کړي دي او د ريان معنی سېرابه کول دي، يعنې دوی چې کله جنت ته داخل شي داسې څښاک به وکړي چې بيا به هيڅکله تنده ونه ويني.

د روژې ځينې طبي ګټې:

قال النبي صلي الله عليه وسلم: ((صوموا تصحوا)) يعنې روژه ونيسئ چې روغتيا ومومئ!

که څه هم دغه حديث علماؤ د سند په لحاظ ضعيف ګڼلی، خو اسلام د ژوند داسې منلی نظام دی چې هر حکم کې يې په سلګونو او زرګونو حکمتونه دي. څرنګه چې الله تعالی د روژې حکم کړی، تأکيد يې پرې کړی او د نورو عباداتو په پرتله يې اوچت مقام وربښلی، نو حتماً روژه کې د ډېر اجر تر څنګ په سلګونو او زرګونو طبي او ټولنيزې ګټې هم خوندي دي. نو په دې اساس که احياناً دا حديث د نبي کريم صلي الله عليه وسلم د خولې مبارکې نه وي، بيا هم الفاظ، معنی او مفهوم يې بالکل صحيح دي.

څرنګه چې نن سبا زموږ اکثره خوراک څښاک غير صحي دی، نو ځکه خو مو بدنونه هم له بې شمېره مؤذي او ناکاره مکروبونو هم ډک دي، معده مو د هر قسم ګډوډ، ناکاره، خيرن او ضرري خوراک له امله په يوه چټل ګن لوښي بدله شوې، د کال يوولس مياشتې په دغه معده کې هر ډول خوراکونه غورځيږي؛ مهمات او ځواکمن توکي يې د بدن نورو برخو د توانمندۍ لامل ګرځي خو ناوړه توکي يې د بدن په شحمياتو کې ځای نيسي چې بالآخره انسان له لویو لويو امراضو سره مخ کوي. نو روژه هغه الهي تحفه ده چې زموږ د يوولسو مياشتو ستړې، ستومانه او کارېدلې معدې ته يو ځل بيا قوت او ځواکمنتيا وربښي او د هاضمي ټول سيستم کې يوه تازه ساه پو کوي. په روژه کې معده په بشپړه توګه صفا کيږي، له يوولسو مياشتو وروسته يو ځل بيا د ارام ساه اخلي او نوی ځواک مومي.

د روژې بله ګټه دا ده چې د ځيګر يوه خاصه ناروغي چې زيړی يې بولي د روژې نيولو سره له منځه ځي، ځکه چې دا ډول ناروغي زياتره د ينې د ستړتيا له کبله پيدا کيږي او د ينې زيات کار کولو په وخت کې له وينې څخه د صفرا مواد نه جلا کيږي.

همدا راز روژه له ټول بدن څخه د مضرو مالیکولونو د تخليې لامل ګرځي او د بدن عمومي التهاب کموي. د روژې دغه اغېز د ګڼو ناروغیو د مخنيوي باعث کېږي. د روژې پر مهال کله چې انسان د انرژۍ لپاره د بدن له غوړيو (کلسترول) کار اخلي، ګڼ نور مواد هم چې د بدن په غوړيو کې ذخیره شوي او د ناروغيو لامل کېږي، له بدن څخه خارجيږي. په دغو موادو کې د ښارونو د ککړې هوا مضرې ذرې هم شاملې دي چې د انسان په شحمي موادو کې يې ځای نیولی. د وازدې د لرې کولو پر مهال د بدن د وینې کلسټرول هم کميږي او دا بدلون روغتيا ته ډېر ګټور دی. د روژې پر مهال په بدن کې د شحمي موادو (وازدې) استقلاب (سوخت ساز) د روغتيا لپاره ګڼ ګټور بدلونونه لري. د وازدې استقلاب د کيتون په نوم داسې يوه ماده په وينه کې خوشې کوي چې د انسان مغز له هغې څخه د انرژۍ د توليد لپاره کار اخلي او د مغز ګټور خواړه دي.

بل دا چې د زياترو امراضو لامل ډېر وزن ښودل شوی، چې د دغه رنځ درمل هم په روژه کې موجود دي.

د روژې روغتيايي ګټې نورې هم ډېرې دي، چې د فشار او شکر په شمول ډېر تکاليف په مناسبه کچه ساتي.

د روژې په اړه د طبيبانو نظرونه :

رئيس الاطباء ابن سينا بلخی د مريضانو لپاره يوه ځانګړې نسخه درلوده او هغه دا چې د مرضونو په زياترو حالاتو کې به يې ناروغانو ته د درې هفتې روژه نيولو توصيه کوله .

يو مشهور امريکايي ډاکټر اډوارؤبوای (Edwar boy) ويلي : هيڅ داسې ناروغي نشته چې د روژې په وړاندې مقاومت وکولای شي .

ټولنيز ژوند کې د روژې ګټې:

روژه د ډېرو لويو اجرونو او د بدن د روحي او جسمي پياوړتيا تر څنګ ډېرې ټولنيزې ګټې هم لري چې يو څو يې دلته را اخلو:

۱ــ د غريبانو او مسکينانو له حاله خبرېدل – کله چې يو شخص تل په مړه ګېډه خوراک څښاک کړی وي؛ هغه به د نورو بې وزلو او مسکينانو له حاله څه خبر شي، څنګه به يې زړه درد پرې وکړي او پر خپل رزق به څه ډول قناعت تر لاسه کړي او څنګه به د الله تعالی يو شاکر بنده جوړ شي؟

نو ځکه خو روژه د نورو مسکينانو له حاله د خبرېدو ډېره ښه موقع او ذريعه ده. کله چې د روژې نيولو اوولس اتلس ساعته لوږه تنده هر سړي ته خپله معلومه شي، نو د هغو بې وزلو حال به ورته څرګند شي چې ټول عمر يې د ده د همدغې روژې په څېر تيريږي او د هغو مريضانو حال به هم ورته څرګند شي چې د ده په شان مخې ته ورته څه خوراک ايښی وي خو نه يې شي خوړلی، نو بالاخره به په دې توګه د الله تعالی شاکر او قانع بنده جوړ شي.

۲- له نفس سره مقابله – د روژې په نيولو سره له خوراک، څښاک او شهوت سره جدي مبارزه کېدلای شي چې تل پر خپلو نفسي غوښتنو او د شيطان پر دامونو غلبه ومومي او د ژوند په هره برخه کې پر خپلو ناوړه نفسي او شهوتي غوښتنو بريالی و اوسي

۳– ځان پېژندل او له حيواناتو سره تميز – کله چې انسان تر ډېرې مودې د نفس غوښتنو ته لبيک ووايي نو بالاخره دې کس کې د حيواناتو خصلتونه پيدا کيږي، ځکه حيوانات هم يوازې خوراک، څښاک او شهوت پالي، نه ورسره د ژوند غم شته او نه پرې مکلف دي. خو انسان الله تعالی د نورو حيواناتو په شان نه دی پيدا کړی چې يوازې وخوري وڅښي او ومري، بلکې انسان ته الله تعالی دغه دنيا د اخروي ژوند لپاره يوه مزرعه او يوه موقع ګرځولې، انسان سره به د ژوند د هرې شېبې حساب کيږي او د هرې نېکي او بدي بدله به ورکول کيږي. نو ځکه خو انسان بايد هيڅکله د نفس او شيطان په غوښتنو سره له حيواناتو سره ځان برابر نه کړي، بايد ځان وپېژني، خپل خالق وپېژني او د خپل ژوند حدود وپېژني. روژه نيول هم انسان ته همدا ټکی په ګوته کوي چې ته بايد د حيواناتو په شان بې حسابه خوراک څښاک ونه کړې، د هغوی په څېر هر وخت دې چې زړه وغواړي شهوت پوره نه کړې او نه د هغوی په څېر ژوند وکړې چې د سبا ورځې غم ورسره نه وي. نبي کريم صلي الله عليه وسلم هم هغه څوک چې د واده وس نه لري، روژې ته رابللي او روژه نيول يې د دوی درمل بللي.

۴– همداراز د روژې يوه بله مهمه ګټه د هغو معتادانو لپاره ده چې په مضرو نشيي توکو روږدي وي، دوی کولای شي د روژې په اوږدو کې ورو ورو په تدريجي توګه له خپل ناوړه نشيي عادت څخه لاس واخلي او بالآخره د روژې په تېرېدو يې د تل لپاره پرېږدي. په همدې توګه روژه د ټولو مسلمانانو لپاره هم يوه ښه موقع ده چې په دې مبارکه مياشت کې له خپلو ځينو عادتي ګناهونو ورو ورو لاس واخلي او د خپل سپيڅلي رب په لور رجوع وکړي.

الله تعالی دې وکړي چې دغه مبارکه مياشت زموږ د ګناهونو رژېدلو لپاره خزان وګرځي او د جبرائيل عليه السلام په هغو ښېراؤ کې رانشو چې رسول الله صلي الله عليه وسلم منبر ته د ختلو پر وخت درې ځله پرې آمين وويل، چې په دوی کې يو هغه روژه دار ؤ چې رمضان پرې تېر شي خو بښنه ورته ونه شي!

ليکوال: ګل محمد سلام خېل

صافی بنسټ خبرتیا Safi Foundation Ads Donation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
وسیع ویب
error: