خواړهروغتیا

د روغ صحت لپاره ډېره لنډه لارښوونه!

۱- هره ورځ تر اتو ګیلاسونو پورې اوبه وڅښئ.

۲- سهار ناری (سبا ناری) مه قضا کو او ښه او صحي خواړه په کې وخورئ. او د ورځې په اوږدو کې هغه خواړه وخورئ چې ښه غذايي مواد لري، لکه رومیان، لیمو، مڼه چارمغز (غوزان)، مکروني او داسې نور…

۳- لږ تر لږه په اوونۍ کې پنځه ورځې د ۲۰ نه تر ۳۰ مینټو یا دقیقو لپاره تمرین او ورزش وکړئ.

۴- پوره او بشپړه خوب وکړئ. له اتو تر نهو ساعتونو خوب د لویانو لپاره مهم دی.

۵- نه چاغوونکي پروټین لرونکي شیان، سبزیجات او تازه میوه وخورئ، همداراز له لبنیاتو لکه شېدو، کوچو او مستو او تر څنګ یې له نورو غلو دانو نه د خوړو لپاره استفاده وکړئ.

را لېږونکی: ډاکټر میرویس مایار

safi foundation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
وسیع ویب
error: