د خولې د بد بوۍ لاملونه څه دي؟

تازه څیړنې وايي، چې کله هم خوله بوې کوي، نو پوه شئ چې ددغه بوې علت دغاښونو یا د وریو خرابوالی نه بلکې هغه دانسان دبدن دننه دناروغیو له امله دی.

په لندن کښې په یوه ترسره شوی تحقیق کښې معلومه شوې ده، چې د انسان له خولې راوتونکی بوې یا ساه په بدن کښې د موجودو اوو (۷) ناروغیو نښه ده .

که دانسان له خولې راوتونکی ساه سره یوځاې د بورې د چاکلیټ په شان خوشبو یا د امونیا په شان بوې رواځي، دا د شکرې یعنی دشوګر(DIABETES)  د ناروغۍ نښه ده .

که چیرې دانسان له خولې د کافور په شان بوې خیژی نو پوه شئ چې داډول سا د عفونت یعنی اینفیکشن (INFECTION)  سبب دی .

که چیرې دانسان خوله د خوسا شیدو په شان  بوې کوي،  نو پوه شئ چې په بدن کښې دکاربو هایډریټس  (CARBOHYDRETES)کمی دی .

که چیرې دانسان له خولې د بد بوې لرونکی غوښې  (MEAT)په شان بوې خیژی نو پوه شئ چې دغه چاره دانسان په مرې کښې دټانسلز د خرابې نښه ده .

که چیرې دسهار په وخت دمسواک له کولو وروسته هم دخولې بوې ختم نه شي، نو دغه چاره دخولې د وچوالی سبب هم کیدلای شی .

دانسان له خولې د کب  (FISH)په شان دبوې وتل دګردو یا بډورکو دخرابیدا نښه ده .

کله نه کله د انسان د وریو خرابیدل د انسان د ډکو میتیازو په شان بوې هم کولای شی او له دې کبله دسړی یا ښځې له خولې د ډکو میتیازو په شان بوې خیژی .

که چیرې دکوم سړی یا ښځې له خولې بد بوې خیژی نو په اړه یې باید غور وکړئ او له ډاکټر سره ضروری مشوره وکړئ .

ژباړه : شریف شاهین

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب