د حيواناتو او نباتاتو د ژوند چاپیریال

۱- د نباتاتو د ژوند چاپيريال:

ټول حيوانات او نباتات په هر ځاى کې ژوند نشي کولى ځينې نباتات کولى شي چې په ګرمو سيمو کې وده وکړي او د ځينو لپاره ساړې سيمې مناسبې وي چې د ځينو نباتاتو اوبه ډېرې خوښې وي او په اوبو کې ژوند تېروي او نور يې په اوبو کې ژوند نشي کولى او د اوبو له وجهې زياته وده نشي کولى چې د ځينو يې پاڼې رژيږي او بل ډول يې د کال په ټولو فصلونو کې شنې وي او پاڼې يې نه توييږي ځينې نباتات دا وړتيا لري چې د اوبو کموالى وزغمي او ددې په خلاف نوره يې نشي زغملى نباتات د ژوند چاپيريال له لحاظه په دوو ډلو ويشل کيږي د اوبو نباتات او د وچې نباتات .

الف- د اوبو يا اوبيز نباتات:

کوم نباتات چې په اوبو کې ژوند تېروي ډېر ډولونه لري  چې جامنک بقه او خمبيره پرته له اوبو هېڅ ژوند نشي کولى په همدې وجهه ورته د اوبو نباتات ويل کيږي.

ب- د وچې نباتات:

هغه نباتات چې په وچه کې وده کوي د ژوند مختلف شرايط په سر تېروي ځينې يې په لوړو غرنيو سيمو، ساړه او په زياته مرطوبه هوا کې ښه وده کوي ټول ځنګلات په جکو غرنيو سيمو کې وده کوي او د کال په جريان کې شنه وي دې ډول نباتاتو ته هميشه شنه (هميشه بهار) ويل کيږي دا ډول ونې په هوارو سيمو کې ښه وده نشي کولى.

ځينې نباتات لکه سمارق،نى او د ربړ ونې اوبو او رطوبت ته ډېره اړتيا لري او ځينې يې اوبه خوښوونکى وي اود ويالو په غاړه ښه نمو کوي لکه توت ،انځر او وله او ځينې نورې لکه مڼه د اوبو په غاړه  وده نشي کولى د شولو ځمکې ټولې د اوبو څخه ډکيږي او که په همدې ځمکه رومي بنجان وکرل شي نه شنه کيږي.

ټولې غلې دانې ، سبزيجات، ګلونه او ميوه لرونکي ونې په هغه ځايونو کې ښه وده کوي چې خاوره يې حاصلخيزه، اوبه او هوا يې معتدله او کافي اوبه ولري او خاوره يې د سبزيو، حبوباتو، ميوو لپاره تياره وي او په هغې کې کيمياوي او طبيعي سره (کود) په کافي اندازه واچول شي.

ستاسو مخکې هم ولوستل چې اوبه د حيواناتو او نباتاتو دواړو لپاره د ژوندي پاتې کيدو ارزښت لري په نباتاتو باندې د اوبو زياتوالى او کموالى د هغوى شکل، حجم او سټې  باندې اغيز لري ځينې يې کولى چې په وچ اقليم کې وده وکړي او د اوبو د کموالي په صورت  کې مقاومت کولى شي هغه بوټي او ونې چې په ګرمو او وچو ځايونو کې وده کولى شي هغې ته د دښتې نباتات ويل کيږي دغه ډول نباتات خپل ځان ته زياتې اوبه جذبوي هغه ونې چې پدې ډول سيمو کې ژوند کوي هغې ته غاز (ګز) ونې ويل کيږي ددې ډول ونو پوستکى ډېر پنډ او کلک وي او پاڼې يې ډېرې سختې وي او د تنفس د عمليې پر مهال ډېرې کمې اوبه له لاسه ورکوي .

اغزن بوټې چې په دښتو کې وده کوي پاڼې يې د اغزو نه ډکې وي سربېره پردې د دښتو ونې او بوټي د اوږدو او ژورو ريښو لرونکي وي د همدې ريښو په وسيله خپل ځان ته رطوبت ورکوي او اوبه د ډېرو ژورو نقطو څخه را کش کوي.

که چېرې مونږ نباتات د تنې(ساقې) له پلوه ډلبندي کړو نو ټول نباتات په دريو ډلو ويشل شويدي چې عبارت دي له ( ونې،  بوټي او واښه ).څخه .

هغه نباتات چې شين رنګ لري توانيدلى شي چې پخپله غذا پيدا کړي او هغه نباتات چې شين رنګ نلري لکه پيچک، سمارق او چنياسي نشي کولى چې په خپله غذا پيدا کړي دا ډول نباتات خپله غذا د شنو نباتاتو څخه ترلاسه کوي هغه نباتات چې پر نورو ژونديو نباتاتو متکي دي هغې ته طفيلي ويل کيږي چنياسي، پيچک او سمارق يې ښه مثالونه دي.

نباتات د ډېرښت (تکثر) له پلوه په دوو ډلو ويشل کيږي

لمړى هغه نباتات دي چې ګل کيږي، ميوه نيسي او تخم توليدوي چې دې ډول نباتاتو ته ګل لرونکي هم وايې لکه  لمر ګلى، غنم، جوار، مڼه، نارنج او داسې نور.

دوهم ډول نباتات  ميوه او تخم نه ورکوي لکه سرخس، دم اسپ، او همدا رنګه سمارق او چنياسي ګل او د تخم توليد نه ترسره کوي .

٢- دحيواناتو د ژوند چاپيريال :

هغه طبيعي ځاى چې په هغې کې حيوانات او نباتات ژوند کوي او غذا لاسته راوړي هغې ته د حيواناتو او نباتاتو د ژوند چاپيريال ويل کيږي. حيوانات او نباتات د شکل، حجم او حواصو له مخې يو تر بله توپير لري په عمومي ډول حيوانات د ژوندځاى له پلوه په دوو ډلو ويشل کيږي ١- هغه حيوانات چې په اوبو کې ژوند کوي يا اوبيز حيوانات ٢- هغه چې په وچه کې ژوند کوي يا  د وچې حيوانات .zoo animals وحشي حیوانات

الف- اوبيز يا داوبو حيوانات:

هغه حيوانات چې په بحرونو، بحيرو، سيندونو، جهيلونو، او تلابونو کې ژوند تېروي هغې ته د اوبو يا اوبيز حيوانات ويل کيږي هغه حيوانات چې په بحرونو او بحيرو کې ژوند کوي د هغې اوبو سره ځان بلدوي او هغه حيوانات چې سيندونو، د خوږو اوبو جهيلونو او تلابونو کې ژوند تېروي د خوږو اوبو سره ځان بلدوي لدې سربېره ځينې حيوانات چې په ګرمو او سړو اوبو کې ژوند تېروي د اوبو ګرموالى  او سوړوالى هغه نور عوامل دي چې داوبيزو حيواناتو په وده او لوييدلو باندې اغيز لري .

د اوبيزو حيواناتو ځينې ډولونه خپل ټول عمر په اوبو کې تېروي او د برانشو په وسيله اکسيجن منحلوي او تنفس ترسره کوي لکه کبان، ډولفين، او نهنګ لکه څه ډول چې وويل شول دغه د اوبو حيوانات خپل تنفس په اوبوکې  د موجود اکسيجن څخه اخلي او ځينې  حيوانات لکه څونګښه، شمشتۍ چې په اوبو کې نسل توليدوي د کبانو په شان په اوبو کې د برانشو څخه ګټه اخلي او دغه حيوانات چې کله د اړتيا په وخت کې وچې راووځي نو د نورو د وچې حيواناتو غوندي د سږو له لارې هوا اخلي دا ډول حيوانات چې په اوبو او وچه دواړو ژوند تېروي هغې ته دوه ځايه ژوند کوونکي ( ذو حياتين)  ويل کيږي.

ب- د وچې حيوانات:

و مو  ويل چې اوبه د حيواناتو او نباتاتو دواړو لپاره ډېرې اړينې دي د اوبو ډېرښت او کمښت د حيواناتو او نباتاتو د ژوند په چاپيريال باندې ډېر اغيز لري.

د وچې حيوانات  په دوه ډوله دي يو ډول يې الوتونکي او دوهم ډول يې حيوانات دي.

١- الوتونکي:

په عام ډول الوتونکي په دوو ډولونو ويشل کيږي. ١-  اهلي يا کورني الوتونکي ٢- صحرايي الوتونکي.

الف- اهلي يا کورني الوتونکي:

کورني الوتونکي لکه چرګه، پتکه، فيلمرغ او نور چې په کورونو او فارمونو کې ساتل کيږي او د هغې د هګيو او غوښو څخه مونږ ګټه اخلو غوښه او هګۍ د پروټينو مهمه سرچينه بلل کيږي چې د انسان وجود ته وده او د کار کولو توان ورکوي.

 

ب- صحرايي الوتونکي:

ځينې صحرايي  الوتونکي  لکه کوټيوله( چرچڼه) خارو، کوکو کوتره او نور  په کورونو او کرنيزو سيمو کې د يوې ونې نه بلې ته او د يوځاى څخه بل ځاى ته الوزې خړې کوترې ،سيسنډې (سيسى) او زرکان چې د غرونو په لمنو کې د اوبو او خوراک په لټه کې وي د صحرايي الوتونکو په نوم ياديږدي.

ج- ښکاري الوتونکي:

د ښکاري الوتونکو ځينې يې لکه ټاپوسان ( جسد خواړونکي) باښې، بازان او نور په چمنونو، کورونو، کرنيزو سيمو او د غرونو په لمنو کې د ښکار په لټه کې وي واړې مرغۍ او حتى کبان هم ښکار کوي.

د- موسمي الوتونکي:

ځينې د الوتونکو نه په ځانګړي موسم کې يو ځاى ته ځي او بيا نورو ځايونو ته لکه ډينګان، مرغاوى، صحرايي کوترې او د الوتونکو ځينې نور ډولونه په ځنګلونو کې ژوند کوي او په هغه کې د موجودو حشراتو او ميوو څخه د خوراک په توګه کار اخلي لکه طاووس مرغان، صحرايي مرغان او کونګان.

٢- حيوانات:

حيوانات هم په مختلفو محيطونوکې  ژوند تېروي چې ځينې يې په کورونو کې ساتل کيږي او ځينې يې وحشي دي چې ځينې يې په درو، ميدانونو، غرونو او ځنګلونو کې ژوند کوي خو ځينې نور بيا په دښتو کې خپل ژوند تېروي.

الف- کورني يا اهلي حيوانات:

کورني حيوانات لکه غواګانې، مېښې، مېږې، وزې، کچر، آسونه او اوښان دي د غواګانو،مېږو او وزو د شيدو څخه مستې، تروې ( پۍ) چاکه غواړي او پنير په لاس راځي همدارنګه د حيوانات څخه غوښه، پوستکى، څرمن، پشم او ويښتان په لاس راځي. حيوانات که له يوې خوا غذايي مواد برابروي او بلې خوا د موادو په انتقال کې هم ترې ګټه اخيستل کيږي. غواګانې،مېږې، آسونه، او کچر په هوارو ميدانونو کې روزل او ساتل کيږي لدې سربېره اوښ کولى شي چې په دښتو کې هم ژوند تېر کړي.

ب- وحشي حيوانات:

وحشي حيوانات لکه سويه او  سيګه په دښتو کې ژوند تېروي اما بېزو، ليوه، خنزير، پړانګ او زمرى په غرونو او ځنګلونو کې اوسيږي پردې سربېره مار، سمساره، موږک او داسې نور دا هغه حيوانات دي چې په مختلفو  ځايونو کې ژوند کولي شي .

هغه حيوانات چې د ملا تير( ستون فقرات) لري هغې ته فقاريه حيوانات ويل کيږي لکه کب، څونګښه، شمشتۍ، سمساره، مار، چرګه، کوتره، زرک، اوښ، آس، غوا، زمرى، ليوه، بېزو، خنزير او داسې نور حيوانات.

هغه حيوانات چې د ملاتير( ستون فقرات) نلري لکه پتنګ، د وريښمو چنجۍ، ملخى، غڼي ( عنکبوت)، مچ، ماشۍ، سرې مچۍ،د شاتو مچۍ او غوا بوړى ( غوا مچ).

بلل کيږي.

هغه حيوانات چې واښه، پاڼې، ګلان، ميوې،غلې دانې او نور حبوبات خوري هغه ته واښه خوړونکي حيوانات ويل کيږي، آس، غواګانې، سيګې، مېږې، وزې او سويې هم پدې ډله کې شامل دي او هغه حيوانات چې غوښه خوري لکه زمرى، پړانګ، پشه، نهنګ، او داسې نور هغې ته غوښه خوړونکي حيوانات نومول شويدي.

هغه حيوانات چې په طفيلي ډول ژوند کوي په دوو ډلو ويشل کيږي.

– هغه حيوانات چې په پرازيټي ډول ژوندتېروي او خپله غذا د نورو حيوانات د وينې څخه لاسته راوړي لکه سپږه، ورګه، وراسکه او ماشى.

-هغه حيوانات چې د نورو حيواناتو په خيټو کې اوسيږي او خپله غذا لاسته راوړي لکه د چنجيو ډولونه چې په خيټو کې په طفيلي ډول ژوندتېروي چې ديته طفيلي حيوانات (پرازيت) ويل کيږي.

د وينې له پلوه ټول حيوانات په دوو ډولونو ويشل کيږي. د١. ساړې وينې لرونکي ٢. د ګرمې وينې لرونکي.

د ګرمي وينې لرونکي حيوانات هغې حيواناتو ته ويل کيږي چې د حرارت درجې په تغير سره د دوى په کړنو (فعاليتونو) باندې کوم اغيز نلري ټول الوتونکي او تۍ لرونکي حيوانات چې د هغې زړونه څلور جوفه لري پدې ډله کې شامل دي.

او هغه حيوانات چې د تودوحي درجې په تغير سره خپل چاپيريال ته بدلون ورکوي هغې ته د ساړې وينې لرونکي حيوانات ويل کيږي لکه کبان، په سينه ښوييدونکي( خزنده) حشرات او دوه ژوند لرونکي ( ذو معشيتين)  پدې ډله کې شامل دي

دا ډول حيوانات په ژمي کې د نام لرونکي او مرطوبې خاورې په لټه کې وي او ټول ژمى په خوب تېروي چې هغې ته ځينې وګړي ژمنى خوب هم وايې ياد حيوانات پدې موده کې خوراک نه کوي او زړونه يې هم څلور جوفه نه لري.

 

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب