د جنسي اړیکې پړاوونه

د جنسي اړیکې څلور پړاوونه

1: شوق راتلل arousal

پدې مرحله کې د شوق فکر مغز ته راځي. دلته مهمه داده چې په فکري لحاظ دواړه خوشحاله او آرامه محیط کې وي ( د ماشوم ژړا، د غږ آوریدو ویره…نه وي )

. د ویرې او مزاحمت تشویش نه وي. همدرانګه د خولې او بدن بد بویې هم نه وي .

دغه وقت کې د سینو څوکو او جنسي غړو ته د وینې جریان ور ډیر شي. هلته د یوه ځانګړي میکانیزم له کبله ډیر وینه ورځي خو ترې وځي نه. همدا د شخوالي او پړسیدو سبب شي. غدوات په کار پیل کوي چې ډیر ښوی مواد افرازوي. د زړه ضربان زیاد او ډیر اکسیجن ته اړتیا وي. دا مرحله چې دوام وکړي دویمې مرحلې ته خبر رسیږي.

2: Plateau

دلته نو ټول مراحل خپل عوج ته رسیږي. د خیټې، تناسلي غړو او حتا شونډو عضلات شدید تقلصات پیل کیږي. په همدې مرحله کې ښځینه ، نارینه چلنچ کوي او غواړي چې نارینه خپل اعظمي هڅه وکړي او دوی خلاصې کړې. خو اکثریت نارینه لا د وقته چادر په اوږه کړی وي روان وي.

دا مرحله په ښځو کې نظر نارینه ته اوږده وي.

3: Orgasm

دا د خلاصیدو مرحله ده. دلته نو ښځینه د لیونتوب مرحلې ته رسیدلې وي.د زیات اکسینجن اخیستو لپاره ترې ځینې غږونه په غیر ارادي توګه خیژي. د وجینا ( داخلي برخه چې د رحم سره تړلې ) شدید تقلصات کوي چې د نارینه سپرمونه داخل د رحم ته ور کش کړي.

د جنسي غړو شاوخوا د خوند اعظمي مرحله وي او هره صفر اعشاریه اتمه ثانیه کې یو تقلص صورت نیسې. د پوستکي خواته د وینې جریان زیاتیږي ځکه پوست یو څه رنګ بدل کړي.

له دې ورسته څلورمه مرحله ده

4: Resoultion

دلته نو هغه آخري تقصلات صورت نیسي. کوم اور چې بل شوی وو د هغه د خاموشولو مرحله ده. دلته کلیټورس( د ښځينه تناسلي غړي پورته زيږه برخه ) او د سینو څوکې چې ډیرې حساسې شوې وې ورو، ورور هڅه کوي چې حساسیت کم کړي. که چیرې پدې مرحله کې جنسي اړیکه ( نارینه تناسلې آلې یا ګوتې پوسیله) کراره، کراره صورت ونیسې نو ډیر امکان لري نوي څو دانې نور ارګازمونه هم صورت ونیسې (خلاصیدل). دا مرحله کیدی شې تر شل دقیقو دوام وکړي. ډنډه شوې وینه بیرته خوشي شي او پړسوب کم شي.

کله چې هغه اول مرحله کې د پلاتو مرحلې ته خبره ورسي نو جنسي غړو کې ډیره وینه ډنډه شوې وي. که چیرې نارینه ونه شي کولی تر دغه نورو مراحلو پورې له ښځینه سره ملګرتیا وکړي نو هغه وینه چې هلته ډنډه پاتې شوې او بیرته نه ده وتلې دغه یو سخت ناراحت کونکی احساس را مینځ ته کوي. مطلب وینه یې پرې ډنډه کړه خو اوس يې همداسې ډنډه پرې ښوده.

دا ټول مراحل له نیم تر یو ساعت وقت نیسې. دا چې افغان ټولنه کې اکثریت زنانه له یوې خوا پدې هکله نه پوهیږې ، بله بلې خوا نارینه فکر کوي چې ښځې هیڅ دا مراحل د خلاصیدو نه لري، همرانګه سټریس پرې ډیر وي نو دوی همداسې پاتې وي. اکثریت نارینه تر پینځو دقیقو نیولې تر لسو له ښځو سره همکاري کولی شي .

که چیرې ښځو ته پوره پوهاوی ورکړل شي نو ډیر نارینه به د خپلې ښځې په خوشحاله ساتلو کې پاتې راشي.

دا چې نارینه تر آخره ملګري نه شي کولی نو پکار ده لومړیو مرحلو کې د ښځینه په سینو موښلو، لب چوشي، د ښځې تناسلي برخه کې لاس وهلو… تیر کړي. کله چې نارینه هم مست شي نو زنانه ارګازم مرحله کې په عملي جنسي فعالیت پیل وکړي تر څو یو لس دقیقې مقاومت وکړی شي.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب