اسلامي خوځښتاسلامي سیاست او دولت

د تنظيمي مفکورې وروسته پاته والى

په اوسنى زمانه کې د اسلامي عمل له سترو او خطرناکو مشکلاتو څخه يو هم د تنظيمي مفکورې وروسته پاته والى او له هغه اندازې څخه راټيټوالى دى چې شريعت او زمانه یې غوښتنه کوي…. او ډېر هغه کسان چې په دې وژونکي ناروغۍ اخته شويدي، زيار باسي په خپلې دې تنظيمي خطا او سهوي باندې د پټۍ ايښولو لپاره شرعي لارې چارې ولټوي.
د تنظيمي مفکورې وروسته پاته والى دا مانا لرې چې نوموړې مفکوزه د ټولو تنظيمي اصولو او قواعدو نه درلودونکي، او له دې اصولي چوکاټ څخه د باندې وتلې وي… او همدا راز د تنظيمي مفکورې وروسته پاته والي څخه مو هدف دا دى چې په مناسبو کارونو کې دا هم بيا پسې مهم منطق له نظره واچول شي، او بيا داسې شکلې کارونه تر سره شي چې د تنظيم له ډېرو عادي مباديو سره ټکر خوري.

او بله مانا یې دا ده چې نوموړي مفکوره د دې توان ونه لري چې تحريکي فعاليتونه او فکري طرحې هره يوه په خپل ځاى کې کيږي، او هره يوه په خپل فکري او عملي چوکاټ کې د ننه کړي، او بالاخره مفکوره لړزيدونکي، پټه او غير واضحه وي.
د تنظيمي مفکورې له وروسته پاته والي بل هدف دا دى چې نوموړي مفکوره کم له کيف څخه نه شي بيلولاى، په عمل او قول دواړو کې د کم او کيف تر منځ توافق نه شي راوستلى، او په دې له لوى خطر او تاوان سره مخامخ کيږي…. او بل دا چې له دې څخه مو مراد دا دى چې هغه نه شي کولاى د وخت قدر وپيژني، او لازمه ګټه ورڅخه واخلي، بلکې وخت داسې تيروي چې هيڅ د اسلام په ګټه نه وي بلکې د دښمنانو په لاس کې وي، ځکه دښمنان يوه شيبه هم غفلت نه کوي، او د اسلام او مسلمانانو د له منځه وړلو لپاره هيڅ يو فرصت هم نه ضايع کوي….
دا ټول په دې شاهدي وايي چې د تنظيمي مفکورې وروسته پاته والى په حقيقت کې د اسلامي عمل او اسلامي تحريک وروسته پاته والى دى…. ځکه اسلامي عمل تر هغې پورې خپل اصلي هدف ته نه شي رسيداى تر څو چې په تربيوي، تحريکي، سياسي، جهادي او نورو ټولو ډګرونو کې په ټينګو تنظيمي سنتو نه وي ولاړ.
او داسې منظمي ذهني طرحې یې تر شا نه وي ولاړې چې هر شي ته خپل مناسب ځاى ورکوي او له دې څخه مخکې په الله (جل جلاله) او الهي هدايت باندې متکي او ولاړ وي…د رسول الله صلى الله عليه وسلم د پاک سيرت لوستونکي ته دا په ډاګه کيږي چې د هغه صلى الله عليه وسلم د ژوند هر ګام او هر عمل تنظيم په صحيح او واقعي شکل سره تصويروي،

د هجرت بیلګه

د مثال په توګه له ابوبکر رضى الله عنه سره د رسول الله صلى الله عليه وسلم هجرت د داسې تنظيمي درسونو درلودوکى دى، چې بايد هر يو یې د ځان لپاره قدوه او لارښود وګرځو… او د دې درسونو ځېنې په لاندې ډول دي:
1.    على رضى الله عنه په دې مامورول چې د ده ( عليه السلام) په کټ پريوزي، تر څو مشرکين وغولوي او په دې پوه نه شي چې هغه عليه السلام له کلي څخه وتلى او د ثور غار ته رسيدلى دى…
2.    د تم کيدو لپاره د ثور غار چې د مدينې په لاره کې نه و پروت غوره کول، هم د دې په خاطر و چې مشرکان نور هم غلطۍ کې واچوي، ځکه هغوى پوهېدل چې رسول الله صلى الله عليه وسلم به حتما مدينې ته هجرت کړى وي…
3.     عبدالله بن ابوبکر رضى الله عنها په دې مکلفول چې د کلي احوال او خبرونه دوى ته راوړي…
4.    اسماء بنت ابوبکر رضى الله عنهما ته د خوړو تيارولو او راوړلو وظيفه سپارل …
5.    عامر بن فهيره په دې مکلفول چې خپهل رمه د ورحې و څروي او ماښام یې د دوى د غار له خولې تېره کړي تر څو هغوى د خپل اړتيا وړ شيدي ورڅخه واخلي، او هم د غار خولې ته د راغلي کسانو قدمونه ړنګ کړي…
6.    يو مشرک سړى په مزدورى نيول، تر څو دوى دواړو ته د مدينې لاره وښيي…
رسول الله صلى الله عليه وسلم سره له دې چې وحې ورته راتله، او د عليم او خبير الله (جل جلاله) مرسته او لارښوونه ورسره وه په يوه پيښه کې دومره ترتيبات نيسي، او دا ټول کارونه اجرا کوي…. نو نن ورځ چې وحي نوره نه راځي، مشکلات څو چنده زيات شوي ، او د دښمنانو د فريب جالونه هر ځاى کې غوړيدلي، د اسلام لپاره کار کوونکي ولي د رسول الله صلى الله عليه وسلم په قدم پل نه ږدي، او د مبارکو سنتو پيروي یې نه کوي… تر څو د ليدونکو سترګو، او اوريدونکو غوږونو درلودونکي شي!! او دا وايم چې دوى ولي له خپلو دښمنانو څخه نه زده کوي!!

اسلام له موږ څخه دا غواړي….

اسلام خو له موږ څخه دا غواړي چې موږ بايد په هر څه کې له ټول څخه په لوړ قدم کې و، په دنيوي او اخروي کارونو کې تر نورو مخکې او وړاندې وو… او دا چې موږ په خپلو دنيوي کارونو نه پوهيږو، نو دا د اسلام قصور نه دى… دنيا د اخرت توښه ده، که موږ ونه شواى کولاى هغه د اسلامي ګټو په خاطر تسخير کړو، نو دښمنان به ورڅخه زموږ په خلاف کار اخلي، لکه دا نن یې چې وينو.
د قوت له حسى اسبابو څخه چې تنظيم د دې ډول اسبابو څخه يو ډېر مهم سبب دى، ګټه اخيستل يو شرعي فريضه ده، او هيڅ راز تفريط پکې جواز نه لري الله (جل جلاله) فرمايي:
و اعدوا الهم ما استطعتم من قوة….
او تاسې تر خپلې وسې وسې ډېر زيات طاقت… د هغوى د مقابلې لپاره برابر کړئ تر څو چې په دې وسيله د الله (جل جلاله) پر دښمنانو، پر خپل دښمنانو او پر هغو نورو دښمنانو هيبت راولي چې تاسې یې نه پيژنئ خو الله یې پيژني.
او د رسول الله صلى الله عليه وسلم د دې قول په اساس چې فرمايي:
ان الله يحب من احدکم اذا عمل العمل ان يتقنه
الله (جل جلاله) دا خوښوي چې له تاسې کوم څوک خپل کار په ښه توګه سره تر سره کړي.
او حقيقت دا دى چې کار هغه وخت ښه سرته رسيداى شي چې نظم پکې وي، او بل دا چې کيف له کم نه غوره دى، اون تنظيم خو د کيف روح او جوهر دى. مسلمانان په دې مکلف دي چې د خپل ايماني او فکري قدرت زياتولو تر څنګ څنګ خپل تنظيمي قدرت هم زيات کړي… او د تنظيم له ټولو هغو اصولو او فنونو لکه پروګرام، اداره، ارشيف، اداره او…. چې بشري عقل را منځته کړي دي، ګټه واخلي او د رسول الله صلى الله عليه وسلم دا قول په عمل کې پلى کړي چې فرمايي:
الحکمة ضالة المؤمن انى وجدها فهو احق بها
پوهه د مؤمن ورکه شوې متاع ده، هر چيرته یې چې و مونده نو تر ټولو مستحق یې همدى دى: خذوا الحکمة من اعى وعاء خرجت.
پوهه خپله کړئ که له هر لوښي څخه راوځي.


سرچينه:
د كتاب نوم: د اسلامي مبارزي الفبا
ليكنه: فتحي يكن
ژباړه: سلطان محمود صلاح
چاپ: انتشارات اصلاح افكا

صافی بنسټ خبرتیا Safi Foundation Ads Donation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
وسیع ویب
error: