بریا او ناکامي

د برياليتوب لس لارې

په دې کې هېڅ شک نشته چې کامیابي د انسان په ورځني ژوند کې له ډېرو مهمو او سترو اهدافو څخه ګڼل کېږي او دا په خپله ددې معنی ورکوي چې په فعاليت کار او دنده کې برياليتوب په حقيقت کې د فعال شخصيت او د خلکو په زړونو کې د ځای لرلو نښه ده ، ددې لپاره چې انسان په ژوندانه کې کامیاب او بریالي اوسي نو باید دا لاندې څو نکاتو ته توجه وکړي:

۱- د نفس پېژندنه :

په دې معنی چې انسان باید خپل نفس ښه مطالعه او ويې پېژني تر څو د ضعف نقطې تشخیص ، په ضعيفولو او ځان ژغورلو کې يې کوښښ وکړي او د قدرت نقطې نورې هم تقويه کړي او له هغو ستونزو سره چې دی مخامخ کېږي ښه يې و پېژني او نور د هغو په ایجادولو کې متهم نه کړي دا صحیح ده چې دښمن دا کوښښ کوي چې زمونږ په لارو کې خنډونه را ولاړ کړي خو په دغه پیمانه هم نه دی کوم يې چې ځينې خلک په يهودو او يا … نور باندې ور اړوی.

دغه شان نفس باید د خپل وسع او طاقت څخه پورته مکلف نکړای شي.


۲- منظم فکر :

منظم فکر هغه وسله ده چې انسان د هغه په واسطه د ژوندانه له مختلفو دريځونو سره مقاومت کوي ، يو کار يا يوه نظريه او يو تحريک هلته کامیابېږي چې منظم منهح (پروګرام) ولري هغه ته کار وشي که چېرې منهج (پروګرام) ولري خو هغه ته کار ونشي او يا کار کېږي خو منهج ونلري نو په دې دواړو صورتونو کې له ناکامۍ سره مخامخ کېږي.

۳- د خلکو سره ګډون :

انسان باید د ټولنې د افرادو په مشاعرو کې برخه واخلي ، په دې معنی چې په خوشحالۍ يې خوشحال ، په غم يې غمجن او د هغوی له ستونزو څخه ځان خبر او تر وسې پورې يې حل کړي او همېشه بايد په دې فکر وی  چې دې له خلکو او خلک له ده سره دي.

۴- له کبر او غرور څخه لرېوالی :

ځينې خلک او خاصتاً بعضې ځوانان کله چې د ژوندانه په يوه اړخ کې د برياليتوب درشل ته ورسېږي نو دا فکر کوي ېچ هر څه يې لاس ته راوړي دي او د نورو له رهنمايي او لارښوونې څخه يې سترګې پټې او د نصیحت له اورېدو څخه يې ګوتې په غوږو کې ږدي.

بل دا چې عادتاً خلک متکبر شخص بد ګڼی او دوستان يې لږ وي اما متواضع انسان د خلکو په وړاندې محبوب او دوستان يې زيات وي.

۵- له کامامۍ څخه نه نا امیده کېدل :

انسان بايد له ناکامې څخه نا اميده نه شي بلکې د ناکامۍ اسباب مطالعه او له هغو څخه درسونه او عبرتونه واخلي ، تر څو په آينده کې بيا تکرار نه شي او کامیابي دا نده چې انسان باید همېشه کامیاب وي ، صحیح  ده  دا د هر انسان رغبت ده چې بايد همېشه بريالی وي خو اصلی کامیابی هغه ده چې انسان يو ځل ولوېږي او بيا اوچت شي او لاره خپله کړي.

کله چې د انګرېزانو ټغر له نړۍ څخه ټول شو نو سمدلاسه يې غونډه جوړه کړه تر څو د خپل ضعف او ناکامۍ اسباب و پېژني ، فيصله يې وکړله چې مونږ د خپل ټغر د بيا اوارولو لپاره باید له هغې نقطې څخه پيل وکړو له کومې چې مونږ ماتې خوړلې او هغه نقطه افغانستان ده.

۶ـ راتلونکی په نیک پال ونيسو:

ښه زېری او نېک پالي انسان پرمختګ ته هڅوي او له هغه څخه ستړیا پورته کوي ، ژوند ته بايد د سعادت او نېکمرغۍ په سترګه وګوري  له خپل کار څخه د خير توقع ولري ، که انسان د نېک فالۍ په سترګه وګوري نو د ژوند په ستونزو باندې برلاسي ور په برخه کېږي.

۷ – د ژوند څخه زده کړه :

له ژوند څخه تعليم او زده کړه تر ټولو زده کړو  سخته ده  ځکه د ژوندانه زده کړه د صنف له زده کړې څخه بېخي مختلف او جلا ده دا معلومه ده چې د انسان علم او پوهنه دمطالعې په واسطه زیاتېږي اما تجربه هغه وخت انسان ته حاصلېږي چې د ژوند له مکشلاتو او ستونزو سره مقابله او مقاومت وشي ، هر څومره چې د ژوند له موقفونو او عکس العملونو سره مخامخ کېږي ، په هماغه اندازه يې تجربه هم زیاتېږي.

۸- د ژبې پاکوالی او خبرو کموالی :

انسان باید دپاکې ژبې خاوند او له ناروا او نا مشروعو خبرو څخه يې وژغوري ، ښخه خبره ښه اثر لري او په خلکو موثره تمامېږي ، همدا راز انسان بايد د قلم عفت هم وساتی ، خبرې يې بايد لږ او عمل يې زيات وي.

۹- د عاجلې بدلې نه غوښتل :

ځيني خلک تر هغه پورې فعاليت او کار نه پيل کوي تر څو چې د بدلې ، بوديجې او مال وعده ورسره نه وي شوي ، انسان بايد د بدلې او بودیجې تمنا ونه لري ، بلکې صالح عمل ، له خلکو سره مرسته او د هغوی کارونه آسانه کړي ، خپل فعاليت ته دې ادامه ورکړي.

۱۰ ـ خلک مختلف دي :

د دوی په منځ کې فردي توپيرونه دي ، څنګه چې انسانان په رنګونو، شکلونو ، غوښتنو او شخصيتونو کې جلا جلا او مختلف دي ، دغه شان په طبعيتونو کې هم مختلف دي ، نو د دوی هر يوه سره باید د هغه د طبعيت ، شخصيت ، علميت او عقل په اندازه تعامل وشي ځکه هر شخص ځانګړتياوې ، ښېګڼې ، عیبونه او کمزورۍ لري نو د دوی پېژندل په دعوت او تعامل کې مهم رول لري ، څنګه تعامل چې له خلکو سره کوي هماغه شان معامله به تاسره هم کېږي.

عبدالله

safi foundation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error: