د برات پنځلسمه شپه او فضایل یې

پوښتنه: موږ د برات په پنځلسمه ورځ باندي روژه نیسو، ځیني علماء وايي چې دا روژه نیول بدعت دی، که برات د پنځلسمې شپې او ورځې په هکله مکمل معلومات راکړئ مهرباني به مو وي.

ځواب: د برات پنځلسمې شپې ته (لیلة براءة) وايي، د (براءة) معنا ده صفا کول او پاکول، دا چي په دغه شپه خدای جل جلاله د خپلو بندګانو ګناهونه بخښي او پاکوي نو ځکه ورته د (براءة شپه) وايي، په احادیثو کي داهم راځي چي په دغه شپه کلنۍ فیصلې تجدید کیږي چي په قرآنکریم کي هم راغلي دي په سورة دخان کي (فیها یُفرق کل امر حکیم).

ددې شپې په فضلیت کي د لسو صحابه کرامو څخه روایت نقل سویدي،  ام المؤمنین حضرت عائشه صدیقه رضی الله عنها وايي چي د برات د پنځلسم په شپه رسول الله (ص) پر خپل ځای نه وو ما چي کله تلاش وکړ دی صلی الله علیه وسلم د جنة البقیع په قبرستان کي وو، او بیا یې ماته و فرمایل چي  نن شپه د قبیله بی کلب د وزو (بزو) د وېښتیانو په اندازه ګناهکاران خدای پاک بخښي ( ان الله تعالی ینزل لیلة النصف من شعبان الی السماء الدنیا فیغفر لاکثر من عدد شعر غنم کلب . رواه ترمذی، محمد بن ماجه) ، په بل روایت کي راځي چي په دغه شپه ستاسو اعمال پورته کیږي او ستاسو رزق را کښته کیږي، په بل روایت کي راځي چي   ټول انسانان بخښل کیږي البته دغه (۷) ډلي نه بخښل کیږي لکه  مشرک، و والدینو نا فرمان، کینه کونکی، شرابی، قاتل، چغلخور او هغه کس چي پايڅې یې تر بجلکو کښته وي (البته نارینه).

برات پنځلسمه دغه اعمال وکړئ:

۱: په دغه وخت کي و قبرستان ته ولاړ شي او خپلو مړو ته دعاء وکړېئ، چي رسول الله صلی الله علیه وسلم یو ځل دا کار کړیدی. نور شمع لګول یا د شریعت  خلاف کار کول دا ټول حرام دي.

۲: په دې شپه نفل، اذکار، تلاوت کولای شی، خو داسي به نه کوئ چې سره یوځای شئ او نفل په جماعت وکړئ بلکي هر یو دي پخپل کور کي اداء کړي. نفل په جماعت نه دي جائز.

۳: په دې ورځ روژه نیول مستحب ده دا ځکه چي یو خو د حضرت علی کرم الله وجهه روایت دی ( اذا کانت لیلة النصف من شعبان فقوموا لیلها و صوموا نهارها …..ابن ماجه والبیهقی فی شعب الایمان)  او بل رسول الله صلی الله علیه وسلم د هرې میاشتی  ایام البیض روژې نیولې.

يادونه : موږ هم پخپلو دعاوو کي مه هېروٸ .

عبدالغفار جُبیر

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب