د ایوریست غر

د ایوریست غر د 8848 متره (29028 فټ) ارتفاع په درلودو د بحر له سطحی څخه د نړی تر ټولو جګ غر دی. د ایوریست غر نسبتاً ځوان غر دی او ۶۰ ملیونه کاله په خوا یی شکل اخیستی، دا اوس هم  هر کال یو څو ملی متره قد اخلی او جګیږی.

د ایوریست غر د هیمالیا د غرونو په سلسله کی پروت دی. د ایوریست غر نیپال او تبت سره بیلوی. په دی دواړو ملکونو کی ایوریست خپل نومونه لری، نیپالیان هغه ته د ساګارماتا نوم ورکړی چی د آسمان د الهی یا رب النوعی په معنی ده. تبتی نوم یی کومولونګما دی، چی د جنت د رب النوعی په معنی دی. د ایوریست غره انګریزی نوم د سر جورج ایوریست چی لمړی تن وو چی د غره موقعیت او جګ والی یی معلوم کړ، پری ایښودل شوی.

د قلی څوکی ته د پورته کیدو اقدام په 1922 کال کی د جورج ملوری له خوا وشو، د هغه دلیل ایوریست ته د پورته کیدو له پاره دا وو چی (ځکه چی هغه هلته دی)، هغه د اندریو آروین په ملګریتوب په کال 1924 کی د دویم ځل لپاره د غره څوکی ته د ختو اقدام وکړ، خو په دی سفر کی دواړه غره ختونکی لادرکه شول.

د لمړی ځل لپاره ایوریست ته کامیابه جګیدل او بیرته ښکته کیدل د سر ایدموند هیلاری او ټینزینګ نورګای له خوا د 1953 کال د می په 29 مه تر سره شو. لمړینی ښځینه غره ختونکی جاپانی میرمن جنکو تبای وه چی د 1975 کال د می د میاشتی په شپاړسمه ایوریست غره ته جګه شوه.

د 1921 او 2007 کلونو تر مینځ څه باندی دوه زره خلک ایوریست غره څوکی ته جګ شول، بعضی یی څو ځله. د لمړی ځل ختلو نه وروسته چی په 1953 کال کی تر سره شو، له 600 تنو زیات کسان له 20 بیلابیلو ممالکو د غره څوکی ته ځانونه ورسول، که څه هم له دوه سوه څخه زیات کسان ایوریست غره ته د جګیدو په لاره کی مړه شول، زیادتره یی د واوری د ښوییدلو له امله او ځینی یی هم په کندو کی د غورځیدو، یخ وهلو او د زیاتی ارتفاع د نارغیو له کبله مړه شوی.

1458258 mount everest facts final 5b995a17c9e77c005024534e

Wasiclinic YouTube Channel


Subscribe to Our YouTube Channel

Subscribe

پوهنتون تعلیمي یوتیوب چینل


چینل سبسکرایب او شریک کړئ

Subscribe

Editorial

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
واسع ویب