اقتصادجغرافیه

د اوبو اقتصادي ارزښت

اوبه  د ژوند له  مهمو اړتياوو څخه  ګڼل  کيږي، په  نړۍ کې انسان  پرته  له  اوبو ژوند نشي تيرولی،اوبه  د انسان  په  ژوند کې  په  مخامخ  او نا مخامخ   ډول  ځانګړی اهميت  لري، په  نړۍ کې هيڅ  يو ژوندی موجود  خپل  ژوند پرته  له  اوبو مخ  ته  نشي وړلی ، اوبه  د ځمکې  پر  سر د سيندونو،ويالو،سمندرنو،بخار او کنګل  په  ډول شتون لري . د امریکايي  ساینس  پوهانو  په  اند  په  مریخ  کې  هم  د اوبو د شتون  اغیزې  لیدل  شوي  دي  چې  له  دې څخه  معلوميږي   کله  چې  هلته  اوبه  وې  نو  ژوند  به  هم  و ، خو کله  چې اوبه  له  منځه  تللي نو ژوند هم پای ته رسیدلی دی  . اوسمهال ساینس پوهان وايي که موږ له اوبو سره احتیاط ونه کړو نو زموږ ژوند به هم د مریخ په څير شي . او دا یې هم ویلي چې اوبه له تیلو هم   ارزښتناکه  ماده  ده ، ځکه انسان کولی شي چې د تیلو بدیل  پيدا کړي خو د اوبو  بديل    شتون نه لري .

په همدې ډول د قرغیزستان،قزاقستان،ازبکستان او تاجکستان تر منځ هم د امو سیند،ارل سیند او سری سیند پر سر  جنجال جوړ او لوړيږي  . د دې ترڅنګه په منځني ختیځ کې د ایران،فلسطین، ایراق او اسرا یلو ترمنځ شاتل الرعرب اوبو او ترکې د ډيمونو جنجال دی،  دې ته ورته یو شمیر نورې سیمې لکه د سوريې او عراق تر منځ د تاجرس سیند ،د امریکا او مکسیکو ، ارجنټاین او یورګای، په افریقا کې د زمبابو،موزنبیک،بوتوانیا،چوبا،زیمبیا ،د سینګال او ناجیر او د نړۍ په نورو برخو کې د اوبو پر سره  شخړې شتون لري .اوبه د نړۍ په ډیرو قوانیونو کې د یوې ارزښتناکې مادې په توګه تثبیت شوي دي. اوبه د دې تر څنګ چې د انسانانو او  ځناورو په ورځني ژوند کې د څښاک له لارې اهميت لري د انسانانو په اقتصادي ژوند کې هم خورا  اهميت لري .  د اوبو  اقتصادي  اهمیت 1999 زکال کې  دوبلين په نړۍ وال کانفرانس کې په نړيواله کچه مطرح شو او دا سکالو(موضوع)  يې د يووشتمې پېړۍ  په اجنډا کې شامله کړه د کانفرانس ګډون والو د رايو په  يو والي دا پريکړه وکړه چې اوبه يوه اقتصادي ماده  ده.د طبيعي سرچينو لکه ځمکه ، ځنګل ،کان او ژويو پر خلاف   د اوبو  اغيزې  دهيوادونو له سياسي پولو بهر هم موجودې  وي لکه د سيندونو جريان په څو هيوادنو کې . په تيرو زمانو کې به جګړې د خاورو او ښارونو د نيولو پر سر  وې، خو اوس کارپوهان اټکل کوي چې د راتلونکو جګړو يوه لويه برخه به د اوبو د سرچينو د کنټرول په سر  وي يوازې په تيره پیړۍ کې اوه جنګونه د اوبو پر سر ترسره  شوي دي  . د اوبو مسله  په نړۍ کې نن سبا ډیره مهمه او سیاستوال یې انديښمن کړي دي . د اوبو پر سر شخړې په ټوله نړۍ کې شتون لري ځکه  په ټوله نړۍ کې 250  شاه خوا داسې سیندونه شتون لري چې له څو هيوادونو څخه تیريږي . افغانستان چې د منځنۍ او سویلي  اسیا ترمنځ موقعیت لري ، دلته هم د اوبو پر سر  ډير ستونزې شتون لري او د اوبو د کمښت  ستونزه  ډيره مهمه ده همدا اوس  د پاکستان او هندوستان  ترمنځ د اندس په سیند ، چین ، نيپال،هندوستان، بنګلادیش  تر منځ په هغو سیندونو چې د همالیا د غرونو له څوکو څخه سرچينې اخلي  او په یادو هيوادونو کې جریان لري ستونزې شتون لري ، دا سیندونه 500 میلونو خلکو لپاره اوبه تهیه کوي .

 له بلې خوا  د 1921 زکال باراسلونا  د کنونېشن  د اصولو له مخې هيڅ یو هيواد نشي کولی چې اوبه ودروي او یا یې لار ور بدله کړي چې د یو هيواد له سیاسي پولې څخه اوړي او بل هيواد ته ځي. په نړۍ کې 40 سلنه خلک د ګاونډیو هيوادونو له اوبو څخه ګټه پورته کوي . باراسلونا کنونېشن پر  بنسټ  هغه هيواد د اوبو د کارونې اجازه نلري تر هغې چې د ګاونډي هيواد ځمکه نه وي خړوبه شوې .

د اوبو د پورتني ارزښت په پام کې نیولو سره  په کال 1992 د مارچ د میاشتې په 22 نېټه د ملګرو ملتونو جنرال اسمبلي مقرره شوه اود مارچ دمیاشتې  22  نيټه یې داوبو نړيواله   ورځ  وټاکله  او په  کال 1993 د مارچ د میاشتې 22 نيټه په لومړي ځل د اوبو  نړیواله ورځ   ونمانځل شوه .  چې په همدې ورځ په ټوله نړۍ کې د اوبو د اهمیت او افادیت په اړه باید اړین لیکلي لیکچرونه،رسنۍ ،فلمونه ،ګردي مېزونه او سیمنارونه ورکړل شي . په ټوله نړۍ کې  کابو (1،360،000،000) متره معکب اوبه شتون لري چې 97 سلنه يې د بحرونو ، خلیجونو او سیندونو په بڼه ،2 سلنه په قطبونو کې د یخ په ډول او یو سلنه د ځمکې لاندې شتون لري . یو ازې کوچنۍ برخې څخه  يې د خوږو اوبو په بڼه  ګټه  اخیستل کيږي  چې ورځ تر بلې د کمښت سره مخ دي .
افغانستان د نړۍ هغه هېواد دی چې سيندونه يې له خپلې خاورې سرچينه اخلي، خو اوبه يې تر ډيره بريده نورو  هيوادونو ته ځي. لکه څنګه چې کشمير د خپلو اوبو د سرچينو په موخه د جګړې او کشمکش ميدان دی،همداسې د افغانستان د دېرش کلونو کشمکشونو يو سبب همدا اوبه دي. افغانستان د اوبو له کبله يو غني هيواد دی  چې د اوبو کلنۍ جريان يې 75 ميليارد متره مکعبو ته رسيږي .  د هيواد په کرنیز سکتور کې هره ثانيه  1100 متره معکب اوبه لګول کيږي ، په هيواد کې د هر نفره لپاره  د اوبوکلنې لګښت د  1 څخه تر دوه زره متره معکب   په نظر کې نیول شوی دی .که  په هيوادونو کې د یو نفر ته زر متره معکب چې 2740 لیتره کيږي په نظر کې ونیول شي نو هغه هيواد ته د کمو اوبو هيواد وايي ،چې په ټوله نړۍ کې 26 هيوادونه او 232 میلونه خلک دي  . افغانستان  خپلو ټولو اوبو څخه یوازې دیرش سلنه ګټه اخلي،  دا په داسې حال کې ده چې زموږ د هيواد 5.3 میلیون هکتاره ځمکه د کښت وړ ده ، خوا اوسمهال یوازې 1.6 میلیون هکتار څخه ګټه اخلو  . په هيواد کې له سیندونو څخه  دبريښنا د توليد،په کرنه  ، د باغونو او ځنګلونو د سمسور تیا او د حیواناتو د روزنې لپاره  ګټه اخیستل کيږي  .

څيړنې ښيي  چې په افغانستان کې نظر د اوبو نورو سرچينو ته له سيندونو او کانالونو ډيره ګټه پورته  کيږي،په ټول هيواد کې  130 لوی او واړه سیندونه شتون لري چې له دې جملې 43 یې لوی دي ، د هيواد ټول ولایتونه  سیندونه لري  د افغانستان ټول سیندونه په پينځو برخو ویشل شوي دي .  د ارقامو له مخې داوبو د لګولو د سيستم  84سلمه سيندنو او کانالونه،8سلمه چينې 7سلمه کاريزونو او 1سلمه څاګانې جوړوي .د افغانستان د اوبو زيرمې سيندونه (امو سیند،کوکچې سیند،واخان سیند،بدخشان سیند،کندوز سیند،تاشقرغان سیند،بلخ اب سیند ،اندخوی سیند،قیصار سیند، کابل سیند،کنړ سیند،الینګار سیند، اليشنګ سیند،پنجشیر سیند،لوګر سیند، مرغاب سیند،هریرود ،هلمند سیند،ارغنداب سیند، خاشرود ، ادرسکن سیند، غزني سیند، سنګلاخ سیند، سراخ اب سیند،غوربند سیند،کرم سیند،څمکنیو سیند،ترنک سیند،ګومل سیند،لورا سیند،هاورت سیند، خاشرود،کشک سیند،ارغستان، موسی قلعه سیند،شیرین تګاب سیند، میمنې سیند، چپجلکه سیند، کشن سیند، المار سیند، فراه رود، سرپل سیند ، بامیانو سیند،جنوبي سالنګ سیند، خان اباد سیند ، ترنګ سیند،شکردرې سیند، سره رود سیند، پنج سیند، فرخار سیند)  او  ولاړې اوبه يا جهيلونه ( زرقول ،چقمقتین، شیوا، سیستان ، کود زری ، ناور  ، غزني )  جوړ وي .د افغانستان ولاړې اوبه ډيری په مرکزي او يا غرنيو سيمو او په  لوديزو  دښتو کی شتون  لري. دافغانستان داوبو سرچنې  او اوبه اخستونکې حوزې دهندوکش لړۍ او دهغه لوړې څوکې جوړوي په تيره بيا هغه  تلپاتې واورې چې دواخان ،پامير ،ختيز او لويديز هندوکش او د بابا په غره باندې کلونه کلونه  پرتې وي .د  پسرلي او اوړي  په موسم کې  ويلي کيږي  او بیلا بیلو برخو کې بهيږي .  په ټول هيواد کې د سیندنو د اوبو جریان تیز دی چې هر کال ګڼ شمیر زیانونه هم هيوادوالو ته اړه وي . د هيواد له اوبو څخه د بريښنا د تولید په برخه کې په لومړي ځل د امیر حبیب الله خان په وخت کې ګټه واخیستل شوه

او د جبل السراج د بريښنا د بند د جوړه ولو ډبره  1912  کې کيښودل شوه  .تر دې دمه د هيواد له اوبو څخه تر نورو برخو په کرنه او بريښنا کې  ډیره ګټه اخیستل شوې ده او په ټول هيواد کې یو شمیر بندونه (  جبل السراج بند، چیک وردګ بند،کجکي بند،سروبي بند، نغلو بند، ماهي پر بند،درونټې بند،سلطان بند،سروبي بند، دنادعلي پروژه مارجه ،شمالان ، درويشانه نهر سراج پروژه،کامې بند،پلخمري بند،اباد فراه،فراه رود بريښنا بند،کمال خان بند،دا مو پر سیند پرختیايي پروژې، اجمیر بند،ګمبیري بند،ګلبهار بند، سلما بند،مچلغو بند،خوشتپه بند، کندهار دهلی بند)  جوړ او  یو شمیر نور کوچني بندونه په دودیز ډوله د هيواد په کلیو او بانډو کې شتون لري  . یاد بندونه ځینې پخواني ځینې نوي جوړ او ځینې بیا جوړ شوي  دي او ځينې لا تر اوسه نه دي جوړ  . اوسمهال افغان حکومت اعلان کړی چې 21 نورو بندونو سروې مکمله شوی او ډير ژر به يې چارې پیل شي .

دافغانستان د روانو اوبو له جملې څخه 11سلمه دپاکستان خاورې ته، 10سلمه د ازبکستان او ترکمنستان خاورې ته او 79 سلمه دهيواد پولو په دننه کي ولاړو اوبو دښتو او جهيلونو ته لويږي  افغانستان د شپږو ګاونډيو څخه پينځوګاونډیو سره  د اوبه پر پوله هم نښلول شوی دی له تاجکستان سره د امو پر سیند ،له ترکمنستان او ایران سره د هریرود-مرغاب  پر سیندونو، له ایران سره د هلمند پر سیند  او له پاکستان سره د کابل پر سیند نښتی دی  .

افغانستان  د اوبو په ګرداب کې ګیر هيواد دی تر اوسه یې  خپلو ګاونډیو هيوادونو سره د اوبه پر سر   ستونزې  نه ده حل شوی یوازې  د هلمند د سیند پر سر له ایران سره یو تړون لاسلیک شوی دی چې  له مخې ، ایران په هره ثانیه کې د 176 متره مکعبه اوبو څخه یوازې د 26 متره مکعبه اوبو د کارولو حق لري  چې  د ایران حق په یوه کال کې شاوخوا 820 میلیون متره مکعبه ته رسیږي . خو له بده مرغه ایران  له خپل حق څخه ډير اوبه اخلي . د شوي تړون  پرخلاف چې په كې درې سيمې د اوبو د اخستلو لپاره ټاكل شوی وې، له 30 تر40سيمو څخه اوبه اخلي. بلکې پر دې سربېره په فراه او نیمروز کې د بخش اباد او کمال خان بندونو د جوړېدو مخه هم نیسي. همداراز په هرات ولايت کې د سلما بند د جوړيدو  مخنيوی يې په ځلونو کړی خو له نیکه مرغه په دې بریالی نه شو او نن رسما د هيواد  د ولسمشر لخوا پرانیستل شو.  ایران هڅه کوي تر څو له هيواد څخه ډیرې اوبه تر لاسه کړي ځکه داسې اټکل شوی چې ایران به  تر 2025 کال پورې  د اوبو له کمښت سره مخ شي په همدې حال کې په کال 1393 کې واشنګټن پوسټ هم راپور ورکړو او وویل چې  ایران د اوبو د کمښت له خطرناک حالت سره مخ دی . په ایران کې د اوبو د کمښت عوامل د نفوسو وده، نا ګټوره کرنه او د اوبو د ښه مدیریت نشتون  دی .

له بلې خوا د پاکستان د اوبو د څیړنې مرکز هم ویلي چې پاکستان به تر کال 2025 پورې د اوبو له قلت سره مخ شي داسیا پراختیايي بانک د راپور پر بنسټ  پاکستان په نړۍ کې د اوبو له کمښت څخه ډير اغیزمن دی او په نژدې وخت کې به د هغه هيوادونو په قطار کې ودریږي چې د اوبو له کمښت سره مخ دي . نو ځکه پاکستان هم هڅه کوي چې د کنړ د سیند پر سر د بند جوړولو مخه ونیسي او پاکستان  اقتصاد پوهان په دې نظر دي چې پاکستان اوبو ته پام ونکړي نو دا به دې ځان وژنې په مانا وي . له بلې خوا بیا زموږ  د شمال ګاونډي هيوادونه  د اوبو د سرچینو له کبله غني دي .تاجکستان  د انرژي  د تولید له کبله په نړۍ کې اتم  ځای لري  527 میليارده کیلو واټه کلنې ظرفیت لري د دې تر څنګ ازبکستان هم د  انرژۍ پوره  زیرمې لري او کلنی ظرفیت یې 12400 ميګا واټه دی  په همدې ډول ترکمنستان هم د انرژې دتولید په برخه کې غني هيواد دی .

له بده مرغه افغانستان تراوسه  له خپلو اوبو سرچینو څخه  ډيره لږه ګټه اخیستی دا په داسې حال کې ده چې افغانستان 23000 میګا واټو بريښنا د تولید ظرفیت لري . د اقتصاد د علم له نظره په موږ په میلیارډنو ډالر فرصتي مصارف ورکړي که موږ د اوبو او بريښنا بندونو ته پاملرنه کړی وای نن به پاکستان له موږ څخه بريښنا پیرله کاسا به له افغانستانه سرچینه اخیستله ،ټوټاپ په نامه به سوداګري نه کیدله ، په همدې ډول د سهیلي اسیا د انرژې د کمښت تشه به موږ پوره کوله ،افغانستان به په میلونونو ډالر ترلاسه کول ، د سیمې هيوادونه به زموږ تر اقتصادي اغیز لاندې ول ، بې وزلي به نه وه ، بیکاري به نه وه ، د خلکو ژوند به مو په لوړه سطحه و ، صنعت او کرنې به مو پرمختګ کړای وای ، مصرفي هيواد به نه و دا دې ورته نورې ګټې به مو ترلاسه کړی وای . خو له بده مرغه دا هر څه تر دې دمه ونه شول .

اوس نو افغان حکومت ته پکار ده  چې له ګاونډیو هيوادونو سره د اوبو د ویش تړنونه وکړي، هغه ګاونډيان چې د ویش څخه ډيرو اوبو ته اړتیا لري باید پیسې ترې واخیستل شي ، د اوبو د بندونو د جوړونې لپاره لاس په کار شي ، هرکال افغانستان د 200 میلونو ډالرو په اندازه د بريښنا  په مقابل کې ګاونډيو هيوادونو ته ورکوي دا راوګرځوي . هیڅ چاته په وړیا توګه اوبه ورنکړي ځکه  داوبو ارزښت ورځ تر بلې ډیريږي  ،هيواد مو باید د اوبو پر سرچينو اباد شي   او په راتلونکی کې  د نړۍ په کچه د انرژۍ صادرونکی شي  په دې هیله چې يوه  ورځ  د هيواد له بريښنا څخه د  سیمې په کچه ګټه واخیستل شي . په  پای کې دسلما بند پرانستلو  مبارکي ټولو هيوادوالو ته وایم  څښتن تعالی  دی  دا لړۍ اوږده کړي . د اباد، سوکاله لوی افغانستان په هیله .

محمد داود نیازی

صافی بنسټ خبرتیا Safi Foundation Ads Donation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
وسیع ویب
error: