جغرافیه

د انرژي منابع – انرژي د څه نه لاس ته راځي

د انرژي منابع

د انرژي منابع يا چې انرژي د څه نه لاس ته راځي داسې څيړو.
انرژي دكاركولو وړتيا ته وايي او انرژي د فسيلي منابعو نه لكه ذغال د ډبرو وي كه دلرګيو او تيل . دې دواړوته فسيلي منابع وايي فسيلي منابع غير محدودې نه دي يعنې ذخيرې يې تر اوسه معلومې او تر يو وخته دوام كولاى شي د علماو د اټكل له مخې د يوويشتمې پيړۍ تر اخيره اوسنۍ فسيلي منابع ختميږي نو انسانان بايد د بلې منبع په فكر كې شي چې د فسيلي منبع ځاى ونيسي.

بله مهمه موضوع داده چې دفسيلي موادو سوزول كاربن داى اكسايد توليدوي او كاربن داى اكسايد د محيط دګرموالي سبب ګرځي چې دايو لوى پرابلم دى دا كاربن داى اكسايد د ځمكې په شا او خوا د ګرين هوز تاثير جوړوي چې د ځمكې د ګرموالي سبب ګرځي او په دې ارتباط ډيرې خبرې روانې دي چې څرنګه د كاربن داى اكسايد اندازه هوا كې كمه كړي نو د دې دواړو دلايلو په نظر كې نيولو سره فسيلي انرژي د انرژي دمسلې حل نه دى او بايد بله منبع ولټول شي .

 د باد انرژي :

باد هم دانرژي يوه منبع ده . په هغو ځايونو كې چې باد لګيږي هلته دا امكان شته چې د باد انرژي په برقي انرژي بدله شي او په برق باندې بترۍ ډكې شي او بيا دا بترۍ په ډول ډول كارونو ولګول شي او ګورو چې د باد انرژي هم د انسانانو ټولې اړتياوې نه شي پوره كولاى نو ديو الترناتيو په حيث به ډير مهم او ښه وي اما دانرژي ټول ضرورت ته جواب نه شي ويلى خو بهتره ده چې دباد دانرژي نه كار واخيستل شي نو دوه مهم كارونه به شوي وي يو دا چې يوه پاكه انرژي به كارول شوي وي چې محيط او چاپيريال ته يې ضرر نه شته او بل داچى يوه اندازه بار په به يې د فسيلي انرژي كم كړى وي او لږ څه كم كاربن داى اکسايد به فضا ته خوشې كيږي او د اقليم په ښه والي كې مهم رول لوبولى شي .

 د اوبو انرژي :

داوبو انرژي هم پاكه ده او چاپيريال ته تاوان نه رسوي خو دا هم محدوديت لري ځكه چې اول دبرق د بندونو دپاره مناسب سيندونه بايد موجود وي او كه په ډير لرې ځاى كې جوړ شي نو انتقال يې هم څه اسانه خبره نه ده . ډير لګښت غواړي او انرژي په لاركې ضايع كيږي . كوشش بايد وشي څومره چې امكان ولري داوبو د انرژي نه بايد ګټه واخيستل شي ځكه دا هم پاكه د انرژي منبع ده چې چاپيريال ته تاوان نه رسوي او په خاصه توګه په افغانستان بايد داوبو د انرژي نه اعظمي ګټه واخيستل شي ځكه سيندونه په افغانستان كې شته او د بند جوړولو مناسب ځايونه هم شته ددې نه بايد ګټه واخيستل شي . د مثال په ډول په غور كې د بندونو دجوړولو ځايونه ډير دي او يا د كنړ په سيند هم داسې امكانات شته چې بندونه پرې جوړ شي د امو سيند هم داسې ځايونه لري چې بندونه پرې جوړ شي او همدارنګه هلمند او هريرود سيندونه هم مناسب ځايونه لري چې بندونه پرې جوړ شي .لكه څنګه چې وويل شو د اوبو انرژي هم د ټولې نړۍ د انرژي مسلې نه شي حل كولى .

 هستوي انرژي :

هستوي انرژي داسې په لاس راځي : كله چې ديورانيوم ۲۳۵هسته په حرارتي نيوترونو بمبارد شي نو په نتيجه كې د يورانيوم ۲۳۵ هسته په څو برخو جلا كيږي او په نتيجه كې په منځني ډول د دوو نه تر دريو پورې نيوترونه او ۲۰۰ميګا الكترون ولته انرژي په لاس راځي د نور تفصيل نه په دې ځاى كې صرفنظر كوم ځكه زه غواړم چې ډير خلك يې ولولي او پرې پوه شي نو ځكه د ډير متماتيك او محاسبونه تيريږم . دا انرژي چې د يورانيوم دسون نه په لاس راځي اوبه په بخار بدلوي او بخار جنريتور ګرځوي او جنريتور بريښنا توليدوي . او دې فابريكې ته ريكتور وايي .

ريكتورونه ډول ډول دي لکه د سپكو اوبو ريكتور او د جوش اوبو ريكتور او ډير نور . تجارتي ريكتورونه چې په نړۍ كې جوړيږي زر ميګا واټه بريښنا توليدوي او محاسبې داسې ښيي چې ددې نه په لږ ظرفيت اقتصادي نه بلل كيږي دا ډول ډير برق جوړيداى شي او دفابريكوضرورت پوره كولاى شي دريكتورونه راديو اكتيو فاضله مواد پاتې كيږي چې پايد وساتل شي او چاپيريال ته يې د خوشې كولو امكان نه شته ځكه چې دهغې نه ډول ډول وړانګې خارجيږي او په خاصو ځايونو كې بايد وساتل شي . د عامو خلكونظر په دې ارتباط مساعد نه دى اوپه اتريش كې ريفرندم وشو او خلكو وويل چې مونږ يې نه غواړواو همدارنګه اتاليه كې هم خلكو دهستوي انرژي په ضد رايه وركړه او جرمني كې هم خلك مخالف دي او دنوي ريكتورو كار يې منع كړ او زاړه به وروسته دكار دعمر نه وتړل شي او نوې به نه جوړيږي .

خو اوس چې د دنيا حالاتو ته په دقت وګورو ډير امكان شته چې هستوي ريكتورو چوړول بيرته شروع شي ځكه بله دانرژي منبع چې په پراخه پيمانه انرژي ترې په لاس راشي تر اوسه تكنولوژي په دې حال كې نه ده چې دنورو منابعو نه په پراخه پيمانه انرژي لاس ته راشي .

 دلمر انرژي :

د لمر انرژي تر اوسه په قسمي صورت استفاده كيږي لكه داوبو ګرمول چې به اسانه سره كارول كيږي . د بريښنا توليد د لمر دانرژي نه تر اوسه پورې د بريښنا توليد دومره پراخه نه دى چې دانرژي نورو منابعو ته ضرورت نه وي او د انسانانو ټول ضرورت تامين كړي .

اول داچې دلمر موجوديت شرط دى او په هغو ځايونو كې چې په هفتو هفتو لمر نه وي دا يو غټ مشكل دى .
بله داچې د لمر دانرژي تكنالوژي لا تر اوسه ارزانه نه ده . په افغانستان کې چې د۳۰۰نه زياتې ورځې لمر وي د لمر انرژي يو ښه الترناتيو دى بايد زيار وويستل شي چې په ارزانه ډول په لاس راشي يو شمير هندوستاني كمپنۍ تر نورو ډيرارزانه نرخونه وركوي او داوبو ګرمول چې په اسانه كيږي او همدارنګه د لمر د انرژي ديګونه د خوړو دپخولو دپاره كومه مغلقه تكنالوژي نه غواړي يوازې د خلكو بلدول او تشويقول په كاردي .

د كورونو ګرمول هم كومه مغلقه تكنالوژي نه غواړي خو خلكو ته پايد وښودل شي او نور لوى او واړه د استعمال ډولونه چې په اسانه كيږي په افغانستان كې رواج شي او دا كار دكليو دپراختيا و ظيفه ده چې په رواجولو کې يې زيار وباسي .

 جيو ترمل انرژي :

په هغو ځايونو كې چې ډيرې ګرمې اوبه د ځمكې راوځي په اسانۍ سره دكورونو په ګرمولو کې كارول كيداى شي او د انرژي د مصرف لوى ځاى نيسي . تر اوسه چې ماته معلومې دي داسې چينې په هرات كې شته او د دی نه بايد كارواخيستل شي د بدخشان په غرونو كې هم داسې چينې شته . ما دا د بدخشان نه دي ليدلي يوازې اوريدلي مې دي .

 بيو ماس :

د حيواني سرې او زراعتي وښو او اضافي پاڼو نه د ميتان غاز جوړل او سوزول . ددې دپاره خاص ساختمانونه چې ډير ساده دي جوړيږي او د ميتان غاز پكې تو ليديږي . څرنګه چې د ميتان غاز د كاربن او هايدروجن نه جوړ شوى دى د سرې په كيفيت كې هم كوم تغير نه راځي بلكې ښه كيږي دا طريقه په ګرمو ځايونو كې ښه نتيجه وركوي . او په اسانۍ سره كيداى شي چې بزګرانو ته وښودل شي . يوه هفته تريننګ په كافي وي . د مثال په ډول هغه څوك چې ۶سره غوايان ولري دهغوى سره كافي ده چې د يو كور د غاز مصرف تهيه كړي چې رڼا، پخول پكې شامل دي په يخو ځايونو كې دا ساختمان يو څه تغير لري چې ګرم وي او په يخو ځايو كې به ډير مصرف او تريننګ ته ضرورت وي .

د بحر انرژي :

د بحر نه انرژي حاصلول د چپو نه او د بدسر او دپيخ اوپه سره په حرارت كې فرق لري او پاس اوبه ګرمې او لاندې يخې وي او دا جريان دوام لري . ډير غټ ماشينونه په كار دي چې دا انرژي په لاس راشي . په افغانستان كې بحر نه شته نو زه هم يوازې همدومره خلاصه يادوم .

 هستوي فيوژن :

هستوي فيوژن هغه عمليه ده چې په لمر كې واقع كيږي او دومره انرژي جوړوي چې په ځمكه كې يې ژوند ممكن كړى دى او په لمر د ۱۰تر ۱۵ مليونه د سانتي ګراد درجې حرارت توليديږي او په لمر كې هايدروجن په هليوم بدليږي او دا دانرژي د حصول لويه منبع ده .

په ځمكه هم كوشش شوى دى چې دهستوي فيوژن په واسطه انرژي په لاس راشي دا طريقه تر اوسه د انرژي دلاس ته راوړلو دپاره نه استعماليږي ځكه هغه تكنالوژي چې دا كار ممكن وګرزوي تر اوسه ندی كشف شوی . يوازې تيوري او په لابراتوار كې يې صحت تصديق شوى دى . هغه كوششونه چې ځمكه كې كيږي هغه د تريتيوم او دوتيريوم د هستو يو ځاى كول دي او دا خام مواد ډير په وفرت پيدا كيږي دوتيريوم داوبو نه په لاس راځي او تريتوم دليتيوم نه چې يو سپك او ارزانه عنصر دى جوړيږي د مثال په ډول كه دټولې نړۍ بريښنا د هستوي فيوژن په واسطه توليد شي نو يو ه ذخيره يې د ۱۰۰۰كلو د پاره كافي ده .
د مثال په ډول ۱۰ ګرامه دوتيريوم د ۵۰۰ليتره اوبو په لاس راځي او ۱۵ګرامه تريتوم د ۳۰ ګرامو ليتوم نه په لاس راځي او د ۱۰ ګرامه دوتيريوم او ۱۵ګرامه تريتيوم د يو سړي د انرژي ضرورت په ټول عمركې پوره كوي .

پوهاند دوكتور عبدالحى نظيفي

donate

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error: