د الله درګاه | لنډه کیسه

حکایت دی چه وایي یو پادشاه یو  درویش او فقیر، بې ګناه زنداني کړ خو د شپی یې خوب ولید، چې غریب زنداني بی ګناه دی. پادشاه دستور ورکړ او زنداني یې خوشې کړ او هغه یې ځان ته راوغوشت او ډیر یې نوازش کړ . او هغه ته وویل چې زما نه یو حاجت وغواړه، درویش وویل : هغه خدای چې په نیمه شپه کې یې ته د خوبه راویښ کړې، تر څو ما آزاد کړي او تا ته یې د عبرت ټکان درکړ، دا ډیره د نامردۍ خبره ده، چې زه د هغه درګاه پریږدم ، او د بل چا له درباره څخه څه وغواړم .

د فارسی حکایاتو څخه په پشتو ژباړه

ژباړن :سید عبیدالله نادر

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب