د افغانستان ملي سرود او دري ژباړه یې

د افغانستان لومړنۍ ملي سرود د خلکو لخوا ویل کیده چې د هغې نظم رجب بیک ترکي لیکلی وو او د اماني سرود په نوم یادیده. هغه سرود چې په دري ژبه وه او لومړۍ برخه یې د عربي ژبې په دعاییه شروع کیده داسې وه:
الهنا فانصرلنا سلطاننا سلطان افغان امان الله خان…

د افغانستان اوسنی ملي سرود چې د ښاغلي عبدالباري جهاني لخوا ویل شویده او د هغې آواز (سندره) د ببرک وسا لخوا چې د آلمان هیواد د سمفوني آرکسترا ډلې مشر هم دی د هغه لخوا کمپوز شویده، د ۲۰۰۶ میلادي کال د می میاشت د برلین په ښار کې ثبت شو، او د عبدالوهاب مددی، صادق فطرت(ناشناس)، پیکر افسانه، حسین ارمان، مشعل ارمان، شهنا او دوه درې تنه نور ځوانان هنرمندان لخوا ویل شوې.

ددې ملي سرود متن په پشتو ژبه او پکې د افغانستان د قومونو نومونه یاد شوي لکه:پښتانه، ازبکان، بلوچها، هزاره، ترکمنان، تاجکان، عربان، ګوجریان، پامیریان، نورستانیان، براهویان، قزلباش، ایماقیان او پشنه يي.

 افغانستان ملي سرود:

دا وطن افغانستان دی
دا عزت د هر افغان دی
کور د سولی کور د توری
هر بچی یی قهرمان دی
دا وطن د تولو کور دی
د بلوچو د ازبکو
د پشتون او هزاره وو
د ترکمنو د تاجکو
ورسره عرب، گوجر دی
پامیریان، نورستانیان
براهوی دی، قزلباش دی
هم ایماق، هم پشه ییان
دا هیواد به تل زلیژی
لکه لمر پرشنه آسمان
په سینه کی د آسیا به
لکه زره وی جاویدان
نوم د حق مودی رهبر
وایو الله اکبر وایو الله اکبر

ترجمه به دری:

این کشور افغانستان است
این عزت هر افغان است
میهن صلح، جایگاه شمشیر
هر فرزندش قهرمان است
این کشور میهن همه است
از بلوچ، از ازبکها
از پشتون، هزاره‌ها
از ترکمن و تاجیکها
هم عرب و گوجرها
پامیری، نورستانیها
براهویی است و قزلباش
هم ایماق و پشه‌ئیان
این کشور همیشه تابان خواهد بود
مثل آفتاب در آسمان کبود
در سینهٔ آسیا
مثل قلب جاویدان
نام حق است ما را رهبر
می‌گوییم الله اکبر، می‌گوییم الله اکبر

 د افغانستان د آزادۍ سرود:

وطن عشق تو افتخارم
وطن در رهت جان نثارم
وطن خاك پاكت بهشتم
وطن گلخنت لاله زارم
وطن عاشقم بر شكوهت
به از دُر بود سنگ كوهت
ومن هركجايي كه باشم
تويي جان فزا، اي ديارم
وطن قلب من هستئ من
بود رگ رگم پر زخونت
بتو همچو گل عشق ورزيم
اگر در خزان يا بهارم

Atomic Habits
د ښوونکي لارښود کتابونه
د ښوونکي لارښود کتابونه

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Atomic Habits
Back to top button
واسع ویب