
د افغانستان، نړۍ، اسلام او… په زړه پورې معلومات ۵
۸۱ـ لومړی ویډيویي کيمره روسي ویلادیمیر کوزما په ۱۹۲۳ کال کې جوړه کړه.
۸۲ـ لومړی کوکاکولا په ۱۸۸۶ کال کې شارل هوډبیر جوړه کړه.
۸۳ـ د کالیو اوتو په کال ۱۸۸۲ کې هنري اوسلي جوړ کړ.
۸۴ـ د کالیو پریوللو ماشین په ۱۸۵۵ کال کې جولي جوړ کړ.
۸۵ـ لومړی ټلیفون په ۱۸۷۶ کال کې ګرام هامبل جوړ کړ.
۸۶ـ لومړی موټر جرمنیانو جوړ کړ.
۸۷ـ ابرهه د نبي کریم ﷺ د زېږېدو په کال پر مکه شریفه هغه وخت حمله وکړه چې د ده په لاس د جوړې شوې عبادتخانې په منځ کې یو کس د الکناني په نوم صحراګښت کړی وه، خو الله ﷻ يې لښکريان د مرغانو په واسطه مړه کړل.
۸۸ـ لومړی اذان حضرت بلال حبشي رضي الله عنه وکړ.
۸۹ـ سپوږمۍ ته لومړی انسان د روس یوري ګاګارین په نوم یو کس وخوت چې په ۱۹۸۸ کښې بیا یو افغان عبدالاحد مومند هم د ده دسټېشن له لارې سپوږمۍ ته سفر وکړ.
۹۰ـ مکه شریفه په لومړي ځل د لسو زرو مسلمانانو په لاس فتح شوه.
۹۱ـ د سویس کانال چې په مصر کې موقعيت لري د ۱۶۱ کیلومټرو په اندازه اوږدوالی لري د دوو سمندرنو د ګډېدو په موخه وکیندل شو.
۹۲ـ آدم عليه السلام د اسیا په لویه وچه کې ژوند کاوه او تاریخونه ښیي چې له جنت څخه د سریلانکا په سراندیب کې راکوز شو.
۹۳ـ په نړیوالو جګړو کې ۱۵ میلیونه فوځیان ووژل شول.
۹۴ـ عربي ژبه لومړی اسماعیل عليه سلام وویله.
۹۵ـ د اصحابو رضي الله عنهم په وخت کې لومړی د بصرې ښار جوړ شو.
۹۶ـ په نړۍ کې تر ټولو ښایسته قبر په هند کې د تاج محل دی.
۹۷ـ په بابل کې چې د بغداد په ۸۸ کیلومترۍ کې موقعيت لري، د بخت نصر باچا تخت ۱۸ کیلومتره اوږد وو.
۹۸ـ د لمر رڼا تر ځمکې په ۸ دقیقو او ۱۱ ثانیو کې رارسېږي.
۹۹ـ د سپوږمي او ځمکې ترمنځ فاصله ۳۸۴۰۰۰ کیلومتره ده.
۱۰۰ـ د لمر او ځمکې ترمنځ فاصله ۱۴۹۰۰۰۰۰ کیلومتره اټکل شوېده، پاتې دې نه وي چې د لمر حرارت تر ۶۰۰۰ سانتي ګرادو زیات دی، سل سانتي ګراده د جوش نقطه ده.
پښتو ژباړه: ډاكټر مجتبی (عزیزیار)