ټولنهکورنۍ

د افغانانو کورنۍ ژوند د اسلام او افغاني کلتور له مخې

الله جل جلاله  فرماېې  چې: (خلق لکم  من انفسکم  ازواجا لتسکنوا  اليها و جعل بینکم  مودة و رحمة)[ الروم۲۱.]

الله جل جلاله  پخپله ستاسی  څخه ستاسی  جوړې  جوړې( Pairs  ) پیداکړې  تر څو تاسی د هغوي تر څنګ سکون  و مومئ او همغه ذات  ستاسې تر مينځ   مينه او محبت را ټوکولې دې .

لمړې خبرې:
یو لړ وروستیو څیړنو  او انکشافاتو ډاګیزه کړې  چې افغانانو او په ځانګړی توګه  د پښتنو یو شمير  قبیلو ، ان د اسلام  د پیغمبر ،محمد رسول الله  صلې الله علېه  وسلم  په ژوند کې  اسلام منلې  او د یوه  هېئت  (جرګی)  په  لېږلو سره  ېې  پخپله د پیغمبر ص په  لاسو  بیعت  کړې  او په ډله ایزه توګه د اسلام  تر اغیز  لاندي  راغلي . خو داسلامي  پوهانو د نشتوالي  په اساس هغوي د اسلام د دين د پوهې  او په کورنۍ  ژوند کې د هغې د پلي کولو  څخه  عاجزه  پاته شول ، خو بیا هم د اسلام  دين د افغانانو په کورنۍ ژوند او کلتور باندې   پوره  اغیز  درلودلې  او لري  ېې.

څرنګه  چې افغانان د عقیدي  له مخې او په دوديزه توګه  د اسلام  د مذهب  کلک  پیروان  دي  نو په دې  اساس  تر هغې  چې ورته  ميسره  شوي  په خپل ورځينې  ژوندون   او  روان  کلتور  کې  ېې  اسلام  هم  ورګډ کړې ، خو په ډیرو اموراتو ، راکړې  ورکړې ،  او معاملاتو کې  لا د پخوا  په  څیر  ددين  د په نظر کې د نېولو  پرته  د خپلو پخوانېو مروجه  کلتورونو له لاری  عمل کوي.

ددې تر څنګ  یو شمير  داسې  وګړي او قبیلې  شته  چې  خپل کلتور او تګلارې  ته  د دين په نسبت   د لمړیتوب  حق ورکوي  او دين  یواځي  په عبا دتي لېکو کې  لکه لمونځ ، روژه ، زکاة……… د خپل کلتور نه یو جلا څیز ګڼي( چې یو ه نمونه ېې  په قپا یلو کې د شریعي نظام  او پخواني انګلېسي قانون  د پلي  کولو  ستونزه  وه ، چې د دو لتي  چارواکو له پاره د شتمنېو د را ټولولو  ښه  سر چېنه  ګرزیدلې وه.) خو دا  ستونزه  هره  ورځ ددين د پوهې  د تر لاسه کولو  وروسته  شاته  غورزي ،  هر  څومره  چې د ديني علومو او  عصري  پوهو  څخه  برخمن کېږي   نو په  هماغه اندازه   ېې  په  آند  کې  بدلون  را مخ ته کېږي . خو یوشمير داسې رواجونه  دي  چې د هغې د بديو د احساسولو سره سره ېې بیا هم د شاته دغورزولو  توان  نلري.  چې په دې ډله کې  زیات  شمير  مسایل  د کورنۍ  ژوند ، د ښوونې او روزنې ، ښځو او نجونو  سره د  سلوک ، دکونډو او یتیمانو  په هکله  غیر ی  اصولې  دریځونه ، د قتل او وژنې  یو نه  پاېې ته  رسیدونکې  لړۍ ، قومي  غرور او د کورنۍ  عزت  د خوندي  ساتلو تر نامه  لاندې  د عدل او انصاف نه لر ې   موقفونه او …………….

په دې  لنډه  لېکنه کې  هڅه شوي  چې دافغانانو کورنۍ   ژوند د هغوي دکلتور او په هغې  کې ددين د اغیز  سره یو ځاې  و څیړو ، او دا چې  اسلام  کورنۍ  ژوند  او په عدل او انصاف  سره د هغې د پر مخ  بیولو په  هکله  څه واېې  هم په  لنډه توګه  را مخته کړو .

د زوجیت اساسي مفهوم

په دې هکله تر هر څه  دمخه الله جل جلا له  فرماېې  چې ( و من کل شئ خلقنا زوجین ( [الذاریات ۹].  او مو نږ د هر  څیز څخه  جوړې  پیدا کړي .   په دې  ایت کې د زوجیت  د قانون (Law sex  )د هر اړخیزتوب  په  لور الله جل جلاله  پخپله اشاره کړې او د مخلوقاتو خالق  پخپله ددی  راز  څخه  پرده  پورته کړې او ډاګیزه  کړې  یې ده   چې د مخلوقاتو ټوله مشینري  د زوجیت د قانون  په  بنسټونو  ولاړ  دې .

زوجیت  څه  ته واېې :  د  زوجیت  اصل دادي  چې  په  یوه شي  کې  فعل  وي  او په بل شي کې قبولېت او انفعال  . په  یوه  شی  کې اغیز وي  او په   بل شي کې  اغیز  قبلول ……په همدي تر تیب  ټول  جوړښتونه  منځ ته راغلې او دهمدي جوړښتونو له مخی  د عالم  کار خانې  پر مخ  ځي .  لکه  چې فرماېې : )جعل لکم  من انفسکم   ازواجا یذرءکم فیه ).  الله  جل جلا له  تاسی ته پخپله  له تاسی  څخه  جوړې(Pairs)    پیدا کړې  او په حیواناتو کې  ېې  هم  جوړې (Pairs)  پیدا کړې  تر څو تاسی پر زمکه خپاره کړي .

که لږ څه زیر شو او له  خپله ځانه و پښتو  چې دزوجیت څخه د فطرت غو ښتنه څه د ه ؟  ایا په دې هکله  مونږ بلکل  پټې سترګې  پریښول  شوې  یو او هغه څه چې  زمونږ  مخ ته ر اځي  همغه د فطرت  غوښتنه  و ګڼو؟

لکه  څرنګه چې څرګنده ده  چې د ټولو  حیواناتو په څیر  انسان  هم د زو جینو  یا  دوه صنفونو  په شکل کی پیدا شوې او دهغوي  تر مينځ  د صنفي کشش  د پیدایښت  څخه د فطرت  غو ښتنه  ېوا ځي  همدومره نه ده بلکه ددي  څخه پورته نوري  غو ښتنې هم  لري   چې د  ډیر  لږ ځنډ وروسته  مونږ ته دا ډاګیزه کېږي او هغه دا چې د ټولو  حیواناتو  پر خلاف  د انسان د کو چني  ساتنه او پالنه  ډیر وخت  او ربړ ګاللو ته  اړتیا لري .  که  چېرې  د ا  یواځي د یوه ځانګړې  حیواني وجود په څیر  ووينو  نو بیا به  هم مونږ وينو  چې  هغه د خپلو طبیعي   حیوانې اړتیاو  د پوره کولو یعني د غذا  د تر لاسه کولو او د خپل نفس څخه د مدافعت  ، د توان د پیدا کولو  له پاره ورته ډیر کلونه  اړین دي .  په لمړیو دوه دری کلنو کې خو هغه  دومره بی وسه وي  چې د مور  د پر لپسي  توجه  پرته  ژوندې نه  شی پاته کېداې .

ښکاره ده  چې  انسان  هر څومره  چې د ناپو هۍ  په هغه لمړي   پړاوکې  وي  بیا هم  یواځي حیوان  نه  د ی د هغه  په ژوند کې لږ یا ډیر  د مدنېت  اړخ شته . او د همد ی مدنېت په بنسټ  د اولاد  د پالنې د فطري  غو ښتنې په خاطر  د هغې  په غوښتنې کې ډیر ښت را ځي ، یو  دا چې  د کو چني په پالنې  کې د ټولو  هغو تمدني وسایلو  څخه کار  اخستل کېږي  چې د هغې  پالونکې ته  تر لاسه کېږي. بل دا چې  کوچني  ته داسې  روزنه  ورکوي   چې په کوم  تمدنې  ماحول  کې هغه پیدا   شوي  وي نو دهغې تمدن د کار خانو د پر مخ   بوولو  له پاره  د پخوانېو کارکونکو  د ځاې نېولو توان ولري.

بیا نو  چې  څومره تمدن پر مخ  ځي  نو دغه غو ښتنې هم  درنېږي . له یو ی  لاری  د اولاد  د روزنې  اړین وسایل  ډیرښت مومي  او د بله اړخه  تمدن  د خپل  پایښت او پر مختګ  له پاره   دخپلي مر تبي په مطابق  ښه روزل  شوي کار کونکې  غواړي  یا په بله  ژپه  د هر کو چني پا لونکی هغه د خپله ځانه  څخه د غوره او ښه  جوړولو  هڅه کوي  چې  زیاتې  ځان  ځارنې  ته اړتیا لري .

دا  د انسان  فطري  غو ښتنه  ده  او ددي غو ښتنې لمړنې مخاطب  ښځه  ده .

دا ځکه  چې نارینه د   یوي  ګړۍ  له پاره  د یوه ښځې سره یو ځاې کېږي  او بیا د تل له پاره دهغې  څخه او دهغې  سره د یو ځاې کېدو د مسؤلېت څخه ځان  خلاص ګڼي خو ښځې ته ددي  لېدني  او یو ځاې کېدو  د رنې  زبیښی   کلونه  کلونه  بلکه د ټول  عمر له پاره  په سر با ر وي . د حمل د پیدا کېدو  وروسته لږ تر لږه پنځه کاله  خو  دا زبیښی هغه  په هېڅصورت نه پریږدي  او که  چېرې   د تمدن  ټولې غو ښتنې پوره کول وي نو دهغې  معنې  دا ده  چې  پوره  پنځلس کاله به دا ښځه  ،  چې د یوي ګړۍ  له پاره ېې  د یوه سړي  سره د یو ځاې کېدو خوند اختسی و  دا مسؤلېت  په سر پورته کوي ؟

پو ښتنه داده  چې  د یوه  ګډ فصل  د مسؤلېت د منلو له پاره یواځي  یو لوری  څه ډول تیاریدای  شي؟  تر هغې  چې  ښځي  ددي  ګد عمل  د شریک د  بی وفاېې  د ويری  څخه خلاصون و نه مومي  ، تر څو  چې د هغې  د کوچني  د پالنې  له پاره   پوره ډاډ  نه وي ورته  تر لاسه شوې .  تر هغې چې  د خپل ژوند د اړتیاو  د پوره کولو دکار څخه تر ډیره حده پوری  د هغې اوږي نه وي  سپکې شوي   نو هغه به دداسې  یوه دروندبار د پو رته کولو له پاره  څنګه تیاره کړل شي ؟  کومي ښځي  چې کوم  قوام (protection  provider) ونلري  نو بیا خو هغې ته  حمل  ریښتیا هم یو  مصیبت  او بده پیښه  وي  بلکه یوه  خطرناکه  بلا   ګر ځي  ،  چې دهغې  څخه د ځان د خلاصون  غو ښتنه  په هغې کې  په طبیعي  توګه را پیدا کېږي او ولې به  نه را پیدا کېږي ؟

نو په  څرګنده توګه دې ته اړتیا ده  چې  که  چېرې د انساني  جنس  پایښت او دتمدن  پر مختګ اړین  وي  ،  نوباید همغه نارینه  چې دغه ښځه د ميوي خاونده ګرځوي  نو هماغه ددي  بارپه پورته کولو د هغې  سره شریک  و اوسی خو څه ډول  به هغه ددي بار په  پورته کولو دهغه  سره شریک  شي او څه ډول  به ددي ګډون له پاره تیار کړل شی ؟ هغه خو په طبیعي توګه  خپل غرضی اوسي ؟   ځکه تر هغې  چې د  نوع دپایښت  د طبیعي دندي  پوری اړوند  ده  نو دهغې برخی کار خو هغه  په هماغه  وخت  کې پو ره  کړي   چې دا  ښځه  ېې  د ميوي خاونده  و ګر ځوله . دهغې وروسته دغه  بار یواځي دهغې ښځې  سره پیوند وي او  نارینه تر ی بی غمه .

تر هغې  چې د صنفي  کشش  پورې  اړه لري نو هغه هم هغه نه شي مجپور ولای  چې یوا ځي دهمدي  ښځي سره دي  تړلې وي .  که دا نارینه و غواړي نو کېدای  شی دا  پریږدي  د بلې سره او ان  ددریمي  سره خپل اړیکې  جوړ کړي . اخر کوم  څیز به  دا نارینه  دي  ته  و هڅوي  چې هغه دي  د خپلو  محنتونو   ميوه ددي ښځي په  کو چنې باندي مصرف کړې .؟

ولې هغه  د غوښی او پوستکې  په یوي  ټو ټی  باندي د خپل لاس تڼا کې  مصرف کړې . دهغې په چېغوباندي خپل خوب  حرام کړي …..؟

قدرت  تر ډیره حده پوری ددي ستونزې  د حل  لار پخپله  را په  ګوته کړې  . هغه  ښځي ته د ښایست ، عاطفی او  جاذبی داسې ځواکونه ورکړې  چې دهغې په واسطه  د نارینه دخپل  غرضیو په مقابل  کې بریا تر لاسه کولای  شي. او همدا  راز  ېې د کو چنې  په وجود کې هم د تسخیر ولو اوتر اغیز لاندې  د راوستولو داسې  ځواک ایښی دي  چې هغه  د خپلو ټولو ستونزو پیدا کونکې  صفتونو سره سره بیا دهم د خپل  پلار  محبت  ځانته را  جذبولای  شي .همدا  د مذهب  معجزه ده  چې نارینه او ښځه دواړه د انسانېت  د پایښت  او پر مختګ  له پاره  ځان ځارنې  ته تیاروي . نود دغه صنفي  ميلان  د انارشیزم  او نا برابرتوب  څخه د خوندي ساتلو په خاطر  او دهغې د فطري  غوښتنو د  پوره کولو په خاطر  چې کومه  لاره  پخپله فطرت  غو ښتی  پر انزی  هغه د نارینه او ښځې تر منځ د نکاح په شکل  کې  یو ټړون  دي   چې دهمدي  تړون   له مخی کورنۍ نظام منځته را ځي او د تمدن د کار  خانو د پر مختګ   له پاره  چې د کومو  پرزو اړتیا ده هغه ټوله د کورنۍ  په همدي کو چنې  کار ځاېو کې  برایږي .   په دي کار ځاېو  کې نجونې او هلکان  ځوانې ته د رسیدو سره سم  دهمدي تمدن د کار خانو د پر مخ بیولو په فکر کې لو یږي.  نکاح یواځي د صفنې جذبی د تسکېن او تشفی  په خاطر نه ده راوا شوي بلکه په  حقیقت  کې دا یوه ټولنېزه دنده ده . په نکاح سره د یوې کورنۍ بنسټ  ایښوول کېږې،  دوه کسان په خپلو منځو کې  تعهد  کوي چې د خپل  ژوند په  سفر  کې به  یو د بل  مټ  وې، بل ته  به پرتا غوره والې نه ورکوي،  نه  به له تاسره خیانت کوي  او نه ستا له اولاد  سره .نکاح د ښځي  اونر تر منځ  یوه برابره معامله ده ، په دې  سره ددواړو  یوې طبیعي  او انساني  اړتیا ته ځواب ويل کېږي، خو اسلام نارینه د مهر  په ورکولو  مکلف کړې ، د کور او کورنۍ ټول مصارف ېې  او دخپلي ميرمنې او ماشومانو  نفقه ېې  د نارینه په غاړه  ور اچولې  ده  او ښځه  ېې ددې  بار  څخه معاف کړې،  دا  په داسي  حال کې  چې ښځه  له ميړه څخه مهر اخلې او د خپلي کورنۍ   څخه ميراث تر لاسه کوي . خو دا حق ورکول شوي  چې  خپله دغه  شتمنې  په کار واچوي  او ګټه ېې تر لاسه کړي .

د زوجینو تر مينځ  اړیکې

د کورنۍ د جوړښت  او د صنفي انارکې  نه د مخنېوي  وروسته چې د یوه صالح تمدن   له پاره کوم  څیز  ډیر اړین دي هغه دادي  چې د ښځي او نر تر مينځ  اړیکې په  درست  ډول باند ی   و ټا کل  شي . دهغوي  تر مينځ  مسؤلېتونه  وويشل  شی او په کورنۍ کې  د هغوي  مرا تب او وظایف و ټاکل شي

یو شمير قومونه داسې دي  چې هغوي  ښځي  په نارینه وباندي قوامي او مديری ګر ځولې ،  خو یو شمير بیا داسې  دي  چې نارینه ېې په ښځه   باندي قوام ګرځولې  دي او دي کار نارینه د ظلم او تیری اخری  درجی ته رسولې  ، ښځي  ېې  یواځي د خپلو نفسی  غوښتنو، یا د وينځو او لو بو د الاتو په څیر ګر ځولې دې او  دهغوي ټول  تمدنې  او اقتصادي حقوق ېې تر پښو لاندي کړې .

خو  او سنې غربی تمدن  دریمه  لار خپله کړې او ښځي   او نارینه  ېې   یو ډول  برابر درلوي دي ، ددواړو مسؤلېتونه  یو شان او یو څیر دي ، دواړه خپله  روزی  په خپله بیدا کوي او خپلي اړتیاوي  په خپله  پوره کوي  . خو دا ټولنېز تنظیم   او قاعده  لا تر اوسه پوری  تکلميل  ته نه ده  رسیدلې  . ځکه  چې اوس هم د نارینه  قواميت   او لوړوالي  تر سترګو کېږي ،  د ژوند په هېڅ  څانګه کې ښځه د نارینه   هم پله  نه ده  ګرځيدلې  او ټول  هغه  حقوق   چې مساوات او برابري  یې غواړی  نه دي تر لاسه کړي .

خو دغه  درې    واړه ډولونه د  عدل  ، برابرۍ او  تناسب  څخه خالې دې . ، په دي کې هېڅ  شک نه شته  چې د انسانېت  له لاری  ښځه او نر  دواړه  برابر دي  ، دواړه د انسانې نوعی دوه   برابری  برخی  دي   ، د تمدن  په پرمختګ  کې او د انسانېت  په خدمت کې دواړه په برابره توګه  شریک دي   .  زړه ، دماغ،  جذبا ت ، غو ښتنې او بشري  اړتیاوي   دواړه  لري  . او ….  تر دي  حده ددواړه تر منځ د برابرۍ  دعوه  بلکل  پر ځاې  او صحیح ده  او دا دهر صالح۰ تمدن  دنده  ده چې  ښځو ته هم  د نارینه  و په څیر  د خپل فطر ی  استعداد  او صلاحیت  په مطابق  د پر مختګ  موقع او فرصت  ورکړې  ، دا د انسانېت  نېماېې برخه  ده .

دا  چې  په بیولوژیکې  تو ګه د نر او ښځې د  وجودي  جوړښت کوم توپیر  علماو او ساینس پوهانو  واړاندي  کړې ۱ کولای  شی  چې  په اړوند کتابونو کې  مطالعه کړئ  ځکه دا مقاله ددي  تشی د ډکولو  څخه  عاجزه ده  خو د کورنۍ  او ټولنې  په  جوړښت کې  چې د نر او اښځې   تر منځ کومي  دندي  د فطرت  له اړخه  ټاکل  شوي  نو د هغې  اړین  ارکان باید دا وي  چې :

د کورنې  له پاره روزي  پیدا کول  ، د هغې خوندي  ساتنه  ، او ملاتړ کولو او دتمدن   له پاره شاقه او سخت کارونه د نارینه و کار  دي  او ددوي  ښوونه او روزنه   باید داسې  وشی  چې هغه د همدي خدمتونو د تر سره  کولو له پاره  ګټور  و ګر ځي .

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

۱-د ابوالاعلی مودودي رح کتاب «پرده» چې ما په پښتوژبه  د «حجاب» تر عنوان لاندی  ژباړلې ، به دی هکله مفصل معلومات  لري.

د کو چنېانو پالنه ، د کورنۍ دندي او د کور چاپیریال  د مینې او محبت  نه ډک ساتل  د ښځي  کار دي  او  په دي هکله هغې ته  باید  په  ښه   توګه  ښوونه  او روزنه  ورکړل  شي  تر  څو ددي خدمتونو   د تر سره کولو له پاره  ګټوره  و ګرځي .

د کورنې  د نظم د  جوړښت  د پرځاې  پاته کېدو  او هغه د طوایف  الملوکې  او خپریدو  څخه  د مخنېوي  له پاره باید ددي کورنۍ  یو وګړي  ته د قانونې پولو په منځ کې  حاکمانه واک  ورکړل  شی تر څوکورنۍ  د یوه بی سره لښکر  په څیر و نه ګرځي .  او داسې و ګړي  یواځي نارینه کېدای  شی .  څکه  پرته دهغه ، د هغه چا چې  دماغی ، او قلبي حالت  د مياشتنۍ ناروغۍ په  راتللو سره  ښکته پورته  کېږي  نو هغه په هر حال ددي  واک  د استعمال  له پاره  وړتیا  نه لري .

مګر اسلام  د ښځي او نر  د حقوقو د ټاکلو په هکله د پوره عدل او انصاف  څخه کار اخستی او تر هغه ځاېه  چې  دواړو تر منځ  مساوات او برابری  منځته  را تلای  شی   هغه برابرېې  ېې منځته  را وړی لکه  چې فرماېې «لهن  مثل الذی  علېهن » د انسان په  څیر  چې څومره  حقوق  نارینه ته ورکړل  شوي  په هماغه اندازه  ښځو ته هم ورکړل شوي  دي .

کورنۍ یوه وړوکې  ټولنه ده ، وړه  او لويه  ټولنه   یوه  قیم ، رئیس ، او ناظم  ته  اړتیا لري،  له مدير او قیم نه پرته  ټولنه د  تشتت  او  بد نظمۍ ښکار ګرزي،  الله تعالي  د کورنۍ  د قیمو ميت  دنده  نارینه  ته سپالي   او ددي  له  پاره  ېې  دوه   دلایل  وړاندې کړي :   لمړۍ دا  چې  ددې   دندې دترسره  کولو له پاره نارینه  تر  ښځې  مناسب  دې   ، د  ښځې د عاطفې  اړخ  پوره دروند دې،  ځواکمنه  عاطفه  ورکړل شوې او همدې صفت  ته  د اولاد د روزنې اړتیا وه ، د همدې صفت  په بنسټ داولاد دهوسایې او سو کالۍ له  پاره خپله   هوسایې ځاروي   دا هغه څه دي  چې  نارینه ورڅخه بې برخې دي.   نارینه ددغسې  ځواکمنې عاطفی خاوند  نه  دې  د   هغه د عاطفي او عقل  تر منځ انډول  شته او  هغه د  قیموميت  او مدير یت د غه  انډول   له پاره  اړتیا ده .

د بله اړخه د ښځي او نر تر منځ د اغیز اخستونکې او اغیز ورکونکې  یا په  بل عپا رت  د فاعل او منفعل  په شکل کې [ چې په هېڅ صورت د نارینه د عزت  په معنې  نه  بلکه دتقدم  او مخکې والي  په معنې ] چې کوم  حیثیت  زوج  (نارینه ) ته  ور په برخه   شوي هغه ېې په پوره انصاف  نارینه ته ورکړې .  په کورنۍ  کې  ېې نارینه د قوام او مدير  په حیث  ټاکلې  یعنې هغه د کورنې حاکم ، ساتونکې  ، او نګران  اوسي  او په ښځې او بچېوباندي  ېې پوره  اطاعت   واجب  دي  لکه  چې فرماېې [الرجال  قوامون  علې  النساء]

د کورنۍ نظم جوړښت:

زمونږ د ټولنې کورنې  ژوند داسې  عیار  شوي  چې په  دي  ژوند کی  د کورنۍ  مشر  پخپله نارینه  د یوه مطلق العنان  حاکم  په څیر  ګرزیدلې  وي .  هر  کار ېې چې دخپلې کورنۍ د غړو په هکله چې زړه  و غواړي  سرته  ېې رسوي . که  څه هم ددي واکمنۍ  پریکړې  پخپله د نارینه د ښوونېز او روزنېز  او اقتصادي   حالت پوری  اړوند وي  خو په ډیرو  کورنېو کی  د تعلېمي معیارونو  سره سره  بیا هم کلتوری  او  رواجی معیارونه  حاکم  دي  او په همدي رواجنو کی د  رانغښتو له کبله  هغوي  خپلې  ښځي  یو تر لاسه  شوي   یا اخستل  شوي متاع  ګڼی او د کورنۍ په هېڅ  امورو کی  ورسره  مشوره  نه کوي

حال دا چې  قران کریم  په دې  هکله  څرګندې  لار ښوونې  لري او فرمایي چې:   َوعاَشِروهن بالمَعروفِ فَإِن كَرِهتموهنَّ فَعَسي‌أن تَكرَهو شَـــأًوُيَجعَلَ الله فِيهِ خَِراً كَثِراً (النسا سوره)

اوله هغوې سره په ښه طريقه ژوند تير کړئ ، بيا که هغه ستاسی (په څه وجه ) خوښی نه وي نو کيدای شی چې يو شی ستا خوښ نه وي خو خدای ج په هغه کې (ستاسې) لپاره ډيره    ښيګڼه ايښی وي . همدا   راز  فرمایي چې:

اَكمَلُ المُؤمِنِينَ اِيماَناً اَحسَنُهُم خُلُقاً وَخِياَرُكُم خِياركُم لِنسَآءِهِم (رواه ترمذي )

ستاسو له ډلې څخه   د پوره  ایمان   خاوند هغه څوک دي چه دهغه اخلاق اوخوي ښه وي اوتاسی کې بهترين اوغوره هغه دي چه دخپلي ښځي سره يی سلوک ښه وي .

د ښځو د حقوقو  په ټاکلو کې اسلام  ددي  دری  خبرو ځانګړی خیال  ساتي :

د نارینه واکمنې  یواځي د کورنۍ د نظم  په خاطر ده ، هسی  نه  چې د هغې څخه د ناروا  ګټی  د پورته کولو  په هڅو کې ظلم او تیری  پیل کړي . د  وينځي توب او اقایېت  له پاره   لاره پرانځي .

ښځي ته باید ټولې   هغه لاری  چاری او اسانتیاوې   برابری  کړل  شي  چې د هغې څخه  په  ګټی  پورته کولو سره د َټولنې  د نظم  په داخل کې خپلو  وړتیاو  ته ترقی ورکړې او د تعمير او تمدن په کارونو  کې ممدي  ثابتی شي .

د ښځو  له دپاره د پر مختګ او بریا  د سترو نه ستری  درجی ته د  ورسیدو   اسانتیاوي  برابری  کړل  شي .

او د ښځوسره د کورنۍ  د ټولو اموراتو د اجرا کولو په وخت کی  پوره  پوره مشوره ورکړل شي . لکه  چې فرماېې تاسی هېڅ کار  بی له مشوری  مه کوئ، که بل  څوک  مشوره کونکی په لاس در نشي نو د خپلو ښځو سره  مشوره وکړئ . په قران  کریم کی ډیر  مثالونه  په دي هکله  یاد  کړل شوي دي .  لکه  د شعیب علېه السلام   لور  چې  خپل  پلار ته مشوره  ورکړه  چې موسی علېه السلام  دخپل  ځان  سره نوکر و نېسه ،  او یا ېې  حکم کړې  چې د کوچني د شیدو  څخه  د غوڅولو  په وخت کی دي   دښځي او ميړه تر مينځ  مشوره  و کړل شي . همدا  راز د حديبېې  د سولې د تړون  د لاسلېک  څخه وروسته  کله  چې رسول الله صلې الله علېه وسلم  حکم  وکړ  چې خپل څاروي حلال کړئ  او  سرونه و خرېې.  نو ام المومنېن  ام سلمه رضی الله عنها رسول الله صلې الله علېه  وسلم ته مشوره ورکړه   چې تر هر څه  لمړې  ته خپل ځان حلال کړه تر څو نور  صحابه  همدا ډول  عمل  وکړي .  اميرالمؤ منېن   سیدنا عمر رضی الله عنه  به د ښځو څخه  مشوره اخسته او د سیدي  شفا بنت عبدالله  د مشوری  به ېې ډیر قدر کاوه .

اقتصادي  حقوق

زمونږ په ټولنه کی  کم لېدل کیږی  چې  ښځو ته دي  دهغوي هغه  اقتصادي حقوق  چې اسلام  ورکړې  په صحیح توګه  ورکړل شوي وي .  هغوي د پلار د ميراث  څخه بی برخی کیږی . د ميړه د مړینې وروسته  کوم  حق   چې د ميړه په مال کی ورته ورکړل شوي د هغې څخه بی برخی کیږی ، ان  تر دي  کوم  مهر  چې د ميړه  له اړخه ورته  د نکاح  په وخت کی  ټاکل شوي  د هغې ملکیت  هم نه شی  تر لاسه کولای . زیات  وخت دهغې مهر  یا خو د هغې  د پلار او  ورونو په لاسو کی لويږی او یا دا چې ميړه  ېې ترې د نکاح  وروسته  بیرته  په زور  او حیلې  سره تر لاسه کوي.   خو  اسلام  په دي هکله څرګند او واضح  حکم  لري  : اسلام ښځي  ته د  وراثت ډیر پراخه حقوق  ورکړې   دي .  دپلار څخه ، د ميړه  څخه ، د اولاد  څخه او د نورو  نژدي  خپلوانو  څخه هغوي  ته  ميراث  ور په برخه کیږی، همدا راز ورته  د ميړه څخه  مهر په لاس  ورځي او دټولو نورو  هغه لېارو  څخه  چې مال او شتمنې  ورته  رسیږی  نو په هغې کی  د ملکیت او واکمنۍ  ټول حقوق یوازی او یواز ی  ښخي ته ورکول  شوي دي. د هغې پلار ، ميړه او یا بل څوک  هېڅ ډول   حق د هغې  په دي ملکیت  کی نه لري ، ښځه  چې هر څومره مالدار  وي  خو د هغې ميړه د هغې  د نفقی  څخه بری الذمه  کېدای  نه شي .
دویمه برخه:

د ښځو تمدنې حقوق

ښځي ته د ميړه د انتخاب  پوره پوره  حق  ورکړل  شوي  د هغې د رضا پر خلاف او یا دهغې د خوښی  پرته  هېڅوک د هغی  نکاح نه شی کولای .  که هغه  په خپله  خو ښه د یوه  چا سره نکا ح  کوي  څوک  ېې نه شی منه کولای . خو  که  چېرې دداسې  یو چاسره نکاح  کول  غواړی  چې دهغې کورنۍ  پری  اعتراض  لری  او یا د هغې د کورنۍ   له  انده  مناسب  نه وي  نو په هغه صورت  کې پری  اولېا‌ء  نېوکه   کولای  شي .

رسول الله صلې الله علېه و سلم فرماېې چې [ کونډه ښځه دي تر هغې  په نکاح نه ورکول کېږي تر څو  چې هغه ښځه پخپله  په څرګنده توګه د هغې  اجازه  ورکړې . او  پیغله نجلۍ دي  په نکاح  نه ورکول کېږي  تر څو  چې دهغې  څخه   اجازه  نه وي  اخستل شوي . او دهغې اجازه د هغې  سکوت کول  دي .

یوه  ښځه   چې پلار ېې په نکاح  ورکړې  وه ، په خپله نکاح  خو ښه  نه وه ،  نو رسول الله صلې الله علېه و سلم ته  راغله او شکایت  ېې وکړ .  رسول  الله صلې الله علېه و سلم  دهغې  نکاح  رد  کړه .   همدا  راز  یوه  پیغله  رسول الله  صلې الله علېه و سلم  ته  راغله   او ورته ېې وويل  چې پلار  ېې  په نکاح  ورکړې  خو پری  خو ښه  نه ده .  رسول الله صلې الله علېه و سلم  هغه  خپله اختیاره  و ګرځوله  چې خوښه ېې  چې نکاح  ماتوي او که  پریږدي  ېې .

نکاح د کورنیو تر مينځ  د نژديوالي سبب ګرځي .اسلام د ښځي او نر تر منځ د نکاح موافقه یو اساسي  شرط  ګڼي .  خو د ولې  موافقه د خپلي  لور  دنکاح  په هکله هم  یو اړوند کار ګڼي  او دهغه علت دا څرګندوي  چې مور  او پلار کولای  شی د خپلي  لور  د را تلونکې په هکله د  خپلو تجرپو له مخی  ښه لار ښوونه وکړې ، هسی نه  چې هغه د جذباتو په دریاب کې  لاهو شي او ژوند ېې خراب شي.

د یوه ظالم او ناکاره ميړه  څخه  ښځي  ته د جدا کېدو (خلع) پراخه  واک  او حق  ورکړل  شوي  دي .

نارینه ته  حکم  شوي  چې ښځو سره نېک  سلوک  وکړئ  لکه  چې فرماېې [و عاشروهن  بالمعروف ] او همدا  راز  فرماېې  چې :  د خپلو  ښځو  سره په اړیکو کې فیاضی  مه هېروئ[و لاتنسوالفضل بینکم]

طلاقی  شوي ښځې  چې  د قانون   له مخی  ېې  نکاح  فسخ   شوي  وي  هغوي ته د نکاح  غیر مشروط  حکم  شوي دي .  په  هغوباندي  د پخوانې ميړه ، د ميړه د کورنۍ او یا خپلي کورنۍ  له اړخه   د هېڅ  ډول فشار حق نه شته .

په ديوانې قوانېنو کې  د ښځي او نر  تر منځ  پوره  پوره  برابري  مو جوده  ده  او په  دي هکله هېڅ ډول  امتیاز کومي  لوری  ته  نه دي ورکړل  شوي.

ښوونه او روزنه

زمونږ ټولنه  ښځو ته  د ښوونېزو اوروزنېزو حقوقو  د ورکړې  په هکله  په څو  برخو  ويشل  شوي . لمړې  هغه کورنۍ دي  چې د ښوونې او  روزنې   پراخه اسانتیاوي  ورته  برابری  دي ،  اقتصادي حال  ېې  ښه دي ،  پخپله هم ښه   ښوونه او روزنه  لری. نو دخپلو  کوچنېانو (نجونو او هلکانو )  په  روزلو کی  جدي توجه کوي .

دويمه ډله هغه کورنئ دي  چې  د ښوونې او روزنې د اسانتیاو  څخه  یا خو بی برخی  دي او یا د ښوونځاېو  ستونزه لری  چې نه شی کولای  خپلې نجونې د کوره لری  ښوونځاېو  ته واستوي .

دریمه ډله بیا هغه وګړی دي  چې د روزنېزو  وسایلو د اسانتیاو د نشتوالي او ستونزمنتوب په اساس یا د نجونو  ښوونې او روزنې  ته  دومره اهميت  نه ورکوي  ځکه  هغوي فکر کوي   چې نجونې د ځوانۍ پوړ ته د رسیدو  سره سم د نورو کورونو  ته واده کیږی  او دوي ته د هغوي د  ښوونې او روزنې  څه  څرګنده  ګټه  نه په ستر ګو کیږی. نو په دي اساس په نجونوباندي  د ښوونېز او روزنېز  مصرف  پر ځاې ، دهغوي څخه دکور د خدمه و  په څیر کار اخلې

څلرمه  ډله  بیا داسې کورنۍ  دي  چې  هغوي د ټولو اسانتیاو  څخه  برخمنې  دي  خو په  رواجی کړېو کی  داسې را ګیر شوي  چې ښځنېزه  طبقه  تری  د ښوونې او روزنې د ځاېو   مخ  نه شی کتلای : حال  دا چې اسلام  په دي هکله حکم کوي او واېې  چې :

د ښځو ديني او دنېوي  تعلېم ته  نه یواځي   دا چې  اجازه  ورکړل  شوي  بلکه همدومره ېې اړین ګڼلې  لکه څومره  ېې  چې د نارینه و.   رسول الله  صلې  الله علېه وسلم  فرماېې  چې :[څومره  ديني او اخلاقی  روزنه  چې نارینه و   ته اړینه  ده  په هماغه اندازه  ښځو ته هم  اړینه ده . ]  پخپله د رسول  الله  (ص) ماندينه  بی بی عایشه صديقه  رضی الله عنها  نه یواځي د ښځو معلمه او ښوونکې  وه  بلکه نارینه و  ته ېې  هم  درس  وکاوه .   رسول  الله  صلې الله علېه وسلم  فرماېې  چې [چاسره  چې کومه  وينځه وي  او هغه ورته په ښه  توګه  ښوونه او روزنه ورکړې  او د ښه تهذیب  او زده کړې  وروسته  ېې ازاده کړې  هغه ته د الله  جل جلا له  په وړاندي  دوه  هومره  اجر دي . ] همدا  راز  فرماېې  چې  [  څوک   چې ددوه نجونو ښه  پالنه  او روزنه  وکړې ، ان تر دي  چې هغوي  بلوغ ته  ورسیږی  نو د قیامت  په ورڅ  به  هغه  زما سره داسې  دریږی   لکه  دا دوه ګوتی .] او ورپسی  فرماېې  چې [ چا کره   چې نجلۍ  پیدا  شي او دهغې ښه پالنه  وکړې نو همدا نجلۍ به هغه  ته د اور څخه  دپه  څنګ  کېدو سبب  و ګرځي ]

د ميړه  حقوق پر ښځې  باندې:

په دي هکله زمونږ ټولنه تر ډیره  حده  پوری  هم  له مذهبی اړخه او هم له کلتوری  اړخه دا اصل  خپلوي  لکه چې

په اسلام  کې د ميړه  د حقوقو  په  هکله را غلي دي  چې ،  ښځه دکورنۍ دنظم  و نسق، د اولاد د پالنې او د ميړه په غیاب کی د هغې د امانتونو او عزت  ساتونکی ده ،باید  خپل پنځه وخته  لمونځ  وکړي، د روژی مياشتي  روژه  و نېسي ،  د زنا څخه  ځان و ژغوري ،  کله ېې  چې خاوند  بستر ته  وغواړي  بی له عذره  ېې ممانعت  و نکړي  او دخپل ميړه  په  بستر  بل  چاته  د ورتګ  اجازه  ورنکړي .

الله جل جلاله  فرماېې  چې: (خلق لکم  من انفسکم  ازواجا لتسکنوا  اليها و جعل بینکم  مودة و رحمة)[ الروم۲۱.]

الله جل جلاله  پخپله ستاسی  څخه ستاسی  جوړی  جوړې  کړې  تر څو تاسی د هغوي تر څنګ سکون  و مومئ او همغه  ستاس  تر مينځ   مينه او محبت را ټوکولې دې .

په دي ایت کې د «لتسکنوا اليها»  څخه  په اشاره کې ويل شوي دي  چې د ښځې  په ذات کې د سړی  له پاره  دسکون  او ډاډ  شتمنې  شته . او د ښځي فطری  خدمت  دادي  چې هغه  د هنګامو او نااراميو په دي نړۍ کې د سکون او راحت  یوه څنډه  تیاره کړې.

د مور او پلار حقوق

زمونږ  په ټولنه  کی د مور او پلار حقوقو ته ډیر  زیات  درناوي  کیږی  اودا   اصل  له  هره اړخه  ډیره  عملې  جنبه لری . که  کوچنۍ  کورنۍ دي او که ستری ،  په ټولو کی  دا هستوي  جوړښت   شته  چې هلته د مشرانو زیات  عزت کیږی ، د هغوي  خبره  په پوره توګه  اوریدل کیږی ،  په ټولو اموراتو او کارونو کی کشران د خپلو مشرانو او په ځانګړی توګه د خپلو والدينو څخه  مشوره اخلې . هلته په ټولنه کی  معمر او سپین ږیری  ټول په خپلو  کورنېوباندي  وياړی ، او لکه د غربی  ټولنو په څیر  د ځان  ځانۍ  یا  (Isolation) څخه  په امن دي . د اسلام دين  په دي هکله ډیر ې کلکې او څرګند ی لارښوونې لری  چې په هغې  لار ښوونو کی  ېې  د الله  د عپا دت  نه وروسته  د مور او  پلار د حقوقو  یادونه کړې .   لکه چې فرماېې [و قضی ربک الا تعبدوا  الا ایاه  وبالوالدين  احسانا ط ] او  الله  حکم کړې  چې د هغې  پرته د بل چا عپا د ت و نه کړې او د خپلو والدينو سره احسان وکړئ. همدا   راز  فرماېې:

قاالله تعالي : وَوَصَّيناَ الاِنسَانَ بِوالِدَيهِ حَمَلَتهُ اُمُّه وَهناً عَلې وَهن ٍ وَفَصلُه فِی عَامَينِ اَنِ اشكُرلِی وَلِدَيَكَ

مونږ انسان ته دموراوپلار(سره دښه چلن کولو) حکم ورکړې دي  دده مور ده لره تکليف دپاسه تکليف په ګيډه کې وګرځولو ،دوه کاله يی شيدي اورودلې (داښه سلوک ځکه دي  چه ) زما شکرګزاره شی اودموراوپلار شکر هم اداکړې .لکه  چې  رسول الله صلې الله علېه وسلم  هم په دي هکله  په مختلفو ځاېو  کې  حکم  او توصیه کړې.

اَیُّ العَمَلِ اَحَبُّ الي الله ِ تعالي ؟ قَال اَلصَّلو’ة عَلې وَقتِهاَ قُلتُ : ثمَّ اَ یَّ ؟ قَال بِرُّ الوَالدِينِ  قُلتُ ثمَّ اَی ُّ ُ : قَل الجَهاَدُ فِی سَبِيلَ الله (متفق عليه )

الله تعالي ته کوم يوعمل ډيرخوښ دي ؟ نو ويی فرمايل ،لمونځ په خپل وخت کول ، ماعرض وکړ ددي پس کوم يوعمل دي ؟ ويی فرمايل دموراوپلار سره ښه سلوک ماعرض وکړ ددي نه پس کوم يوعمل دي ؟ ويی فرمايل دالله تعالي په لار کې جهاد کول .

یوه سړي د رسول الله صلې الله علېه و سلم  څخه  پو ښتنه   و کړه  چې  زما د ښیګڼی  ډیر  وړ  څوک  دي ؟  رسول الله صلې الله علېه و سلم  ورته  وفرمایل  : ستا مور ، بیا ېې خپله خبره تکرار  کړه  او رسو ل  الله صلې الله علېه و سلم ورته  دری ځلې  په پرلپسی  توګه وويل  ستا مور.  او په څلرم ځل ېې وويل  ستا پلار.

د مور سره د ښیګڼړی کول  رسول الله صلې الله علېه و سلم  ځکه  بیا بیا تکرار کړې  چې  مور د انسان د پیدایښت تر مخه د حمل ، او بیا د پیدا یښت  وروسته د هغې  دټولو کړاونو زغم کړې  او د ښه  روزنې وروسته ېې ټولنې ته وړاندي کړې دي.

یو سړی  د رسول  الله صلې الله علېه و سلم  څخه و پو ښتل  چې زه د مور او پلار  له پاره  څه  ښیګڼه و کړم .  هغه صلې الله علېه و سلم  ورته  وويل  چې د هغوي  له  پاره دعا او مغفرت  و غواړه . رسول الله صلې الله علېه و سلم  و فرمایل  چې د الله  خوښی  د مور او پلار  په خوښۍ  کې  ده  او د الله  غضب  د مور او بلار  په ناخوښۍ  کې نغښتی دي .  فرماېې  چې دهغه  انسان  پوزه دي  په خاورو ککړه  شی  چې مور او پلار  ېې ژوندي  وي او دي دهغوي د خدمت  له مخی جنت  ته ولاړ نشي. ان تر دي  چې رسول الله صلې الله علېه و سلم  د یوي مور څخه د هغې  د زوي  د ساه  ورکولو د سخت  حال  په  وخت کې  پو ښتنه  وکړه  چې دي څنګه  انسان و . مور ېې ورته وويل  چې لمونځونه ېې کول ، زکاتونه او صدقات  ېې ورکول  ، روژه  ېې نېوله ، او …. خو رسول  الله صلې الله علېه و سلم   تری  و پو ښتل  چې له تاسره ېې  سلوک  څه ډول  و؟  هغې  په خواشینې  سره ورته  وويل  چې خپلي مانديني ته ېې په ما غوره والي ورکاوه  او ماته  ېې تو جه  نه کوله او زه تری  ناخو ښه  یم .  رسول الله صلې الله علېه و سلم   صحاپه و  ته حکم و کړ  چې لرګی  راوړۍ تر څو دا  ځوان  و سیځو ، هغې ښځې  غږ کړ  چې زما زوي  به  زما په موجوديت کې نه سو ځوئ، نورسول الله   صلې الله علېه و سلم   ورته  وويل  چې که ته  خو ښیږی  چې الله ورته بښنه وکړې   نو بیا ته  ورڅخه   راضی  شه .  زما دي په  الله   باندي سو ګند وي  چې هغه  له لمانځه او صدقی  څخه هېڅ  ګټه نشي  پورته کولای تر څو  ته تری  راضی او خوشحاله نه شي . نو هغي  ښځي  سمدستی لاسونه  دعا  ته پورته کړل او د هغې  له پاره ېې د بښنې  دعا وکړه او الله  جل جلاله دهغې  د زنکندن  ستونزی  اسانه کړې

ان تر دي  چې رسول الله صلې الله علېه و سلم  یوه سړی  ته د جهاد  د تللو پر ځاې  د خپلي  مور خدمت کول  مهم ښوولې دې . او د یوه بل سړی  د پوښتنې  په  ځواب  کې ېې  وويل  چې ستا مور او پلار دواړه  ستا  جنت او دوزخ دي  .  نوته  د هغوي  حق  ادأ  کړه . یوه  سړی ورته  وويل  چې ما خپله مور  په سرو شګو  کې ، دومره سوځنده چې که د غوښی  یوه ټوټه  په کې کښیښول  شي نو  پښخه به شي  ، خپله مور  په شا ګر ځولې  ایا ما دهغې  حق  ادا‌  ‌ء‌   کړې ؟  رسول الله صلې الله علېه و سلم  ور ته  وفرمایل  چې ، ستا د زیږیدو  د یوه  درد په اندازه .  یو بل سړی  وويل  چې ای  د الله  پیغمبره   زه د مال او شتمنۍ  خاوند یم   او زما پلار  مال او شتمنېو ته اړدي  . نورسول  الله صلې الله علېه و سلم  ورته  وفرمایل  چې ته او ستا شتمني  ټوله ستا د پلار ملکېت دي. او بیا ېې  و فرمایل  چې  خپلو اولادونو ته  ښه کسب  ورزده کړۍ  او دهغوي د کسب  څخه  ېې و خورئ

د مشرانو حقوق:

په دي هکله  هم زمونږ  ټولنه  دکلتور ، رواج  او مذهب ، هر اړخ  څخه غني  ده .  او اسلام  هم په څرګنده توګه  حکم کوي  لکه  چې  فرماېې: چې  چا د کوم  معمر او سپین ږیری عزت  وکړ ، نو الله  به دهغې  د عزت  له پاره  دهغې په سپین ږیرتوب  کې څوک  مقرر  کړې .

د کشرانو او  اولاد حقوق:

د اسلام  ستر استاذی ،فرمایلې  دي  چې :  پلار  چې اولاد (نجونو او هلکانو ) ته څه  ورکول  غواړی  نو تر ټولو غوره  ورکړه  ېې [ښه ښوونه او روزنه  ده . ]

رسول الله صلې الله علېه و سلم فرمایلې دې  چې  ، هغه څوک  له مونږه  څخه نه دي  چې هغه  زمونږ په صغیرانو او کوچنېانو باندي رحم و نکړي  او زمونږ د لوي  او مشر  احترام او تعظیم و نکړي. [ لېس منا من لم یرحم صغیرنا ، و یعرف  شرف کبیرنا ]

هغه څه   چې  په پورتني حدیث کی یاد کړل شوي  هغه  دخپلو کوچنیانوتر مینځ  د کوم امتیاز  پرته د هغوي  ښوونې او روزنې  ته  توجه کول دي .  کوچنیان  د والدینو  شفقت او د استاذانو  مینی او محبت  ته اړتیا لري  هر څومره چی شفقت  ډیرښت  مومي  په هماغه اندازه   هغوي  دتمدن او ټولنی  نیک او صالح وګړي ګرځي.

خو هغه  څه  چی د کوچنیانو په هکله  ډیر اړین  دی هغه دادی  چی نه خو پر هغوی  تر دی حده  کنترول  او سختي و شي  چی هغوي  په  خپل  لاس  په غلطیو  لاس   پورې کړي   او دخپل  هر بد عمل  د پټولو  له پاره درواغ  ووایي .  او نه  دومره ازادي   ورکړل شي  چی دهغې نه په ګټی  اخستلو سره  هغوي د فساد  په ډنډ  کی ور ډوب   شي .   پیغمبر  صلی الله علیه وسلم  فرمایی  چی  دخپل اولاد  څخه د  ادب  امصا  مه   پورته کوئ.

هغه  ستونزی  چی زمونږ د ټولنی غړي  ورسره  غربي ټولنو ته د هجرت او لیږد  وروسته  مخامخ  دي  هغه همدا  دي  چی په  لمړیو خپل کو چنیان د حد نه زیات   و نازوي ، د هغوی  هره  غوښتنه د سر په سترګو  و مني د هغوی د هرې  خوښئ  له پاره   د  هو کړې    غږ  و کړی  . خو کله   چی هغه  کوچنې  په خپلو  پښخو   ودریږی  نو بیا د هغی  کنترولول  دانسان  په وس کی نه وي .  کوچنیان  د کمپیوټر د پردې  په څیر  پاک  ذهن خاوندان دي ، او هر هغه څه  چی د مور او پلار او کورنۍ  له اړخه او یا د سکول  او ټولنې  له اړخه  ورته  په  ذهن  کی  کښینول کیږی  همغه بیرته  منعکس کوي.  دهغوي  ډیر وخت  د خپلو استادانو  سره  تیرتیږي  . نو د هغې وروسته  یی د خپلی خاصلی پاملرنې  لاندی  نیول  اړین دی . د هسی  اخوا دیخوا  ملګرو سره د ګرځیدو څخه یی مخنیوی  اړین دې

په دی  اساس  وایو  چی خپل کوچنیان و نازوئ ، خو هغوی ته د خپل ځان څخه  جلا د هغوې  په خپلو خوب ځایو کې د  تلویزون او انټرنیټ اسانتیاوی  مه ورکوئ. دهغوې د لباس خیال وساتئ  او په ځآنګړې توګه  د نجونو په  هکله  مخکی  له دی  چی  اوبه  له ورښه تیرې شي  جدي توجه وکړئ.  په دی هکله د مور  دنده  ډیره  اړینه ده .  چی هغوی باید  خپل بچیان  د خپل مذهب ، کلتور او عنعناتو  څخه  وخت  په وخت  خبرکړی او دهغوی  په ټول  چاپیریال  باندی  ژور  نظر  اچوي .  لږ  تساهل  هم د کورنۍ نظام او د اولاد   روزنه   زیانمنه  کوي . او دی  متوجه اوسئ چی دا  کوچنیان  پخپله دی هیواد و  ته نه دی  راغلي بلکه  ددوی مور او پلار  هغوی دلته  را وړي  نو د قیامت  په ورځ  به د الله په دربار  کی  ددی  ځواب همدا  مور او پلار  ورکوي .

خپلوي او صله رحمي کوي :

قاالله تعالي : وَتَّقُوااللهَ الَّذِي تسآءَلُونَ بِه وَالاَرحاَمَ     دهغه الله (ج) څخه وويږی دچا په نوم چه سوال کوي  اودخپلولې خيال اولحاظ ساتی .

قَاالله تعاَلي : وَالَّذِنَ يَصلُونَ ماَ أَمَرَ الله بِه أَن يُوصَلَ (الرعد ۲۱)

(الله تعالي نيکان بندګان ) هغه څوک دي دکوم څيز دساتلو ورته الله تعالي حکم کړې دي (چه خپلولې ده) نو دوي  هغه څيز ساتی (خپلوي پالي )

ددي آيت شريف څخه څرګنده شوه  چه دمؤمن يوسترصفت خپلولې ساتل دي .

لَيسَ الوَاصِلُ بِاالمُكاَفِي ءِ وَلكِن َّ الواَصِلَ الَّذِي اِذاَ قطِعَت رَحِمُه وَصَلهاَ (بخاري ).

هغه درحم (خپلوي ) وصلونکې ندي چه دښيګڼی په مقابل کې ښيګڼه کوي  بلکه درحم وصلونکې هغه څوک دي چه دبدي په وخت کې ښيګڼه کوي اودخپلوي علاقه ساتی .

لاَيَرُدُ القَدَرَ اِلاّ َ الدّ ُعآءُ وَلاَيَزِيدُ فِي العُمُرِ اِلاّ َ البِيرُ (ابن ماجه ) .

قدر پرته له دوعا پربل څه نه بدليږی اوعمر پرته له ښيګڼی پربل څه نه اوږديږی .

ښه اخلاق اونرم خويی  :
قاالله تعالي : خُذِالعَفوَا وَامُربِاالعُرفِ وَاَعرِض عَنِ الجاَهِلِينَ       دعفواوبښنې (صفت) خپل کړې ،دنيکې حکم کوي اودناپوهه خلکونه ځان يو طرف ته کړې .

وَلَمَن صَبَرَ وَغَفَرَ اِنَّ ذ’لِكَ لِمَنَ غَزمِ الاُمُور (الشوري’ ۴۳ ايه) .

څوک چه صبرکوي اودګزشت معافی نه کاراخلې يقينا چه دادلويی ځوانمردي اوهمت کار دي .

نبوي ارشادات :

اِنَّ المُؤمِنَ لَيُدرِكُ  بِحُسنِ خُلُقِه دَرَجَةَ الصَّآءِمِ القَآءِمِ  (اپوداود)

مومن بنده دخپلو ښواخلاقو په ذريعه دپرله پسی هميشه روژه نيونکې عپا دت کونکې نه زياته درجه حاصلولې شی .

مَامِن شَيءٍ اَثَقَلُ فِي مِيزاَنِ العَبدِالمُؤمِنِ يَومَ القَياَمَةِ مِن حُسنِ الخُلُقِ وَاِنَّ اللهَ يُبغِضُ الفَاحِشَ البَذِی (ترمذی).

دقيامت په ورځ په دمؤمن بنده دپاره بل هيڅ  يوعمل بغير له  ښواخلاقو نه زيات وزمين نه وي ، الله تعالي بيهوده خبری کونکې اوبی حياء خبری کونکې بد ګڼی .

مَن يُحرِمُ الرِّفقَ يُحرَمِ الخَيرَ كُلَّه  (رواه مسلم ) .  چاكښی چه نرم خويی نه وه هغه دهر قسمه خيراونيکې نه محروم اوبی برخی دي .

لَيسَ الشَّدِيدُ بِالصُّرَعَةِ اِنَّماَ الشَّدِيدُ الَّذِي يَملِكُ نَفسَه عِندَالغَضَبِ  (بخاري اومسلم ).

پهلوان خوهغه نه دي چې خلک راپرزوي پهلوان هغه دي  چه دغصی په وخت کې خپل ځان قابوکړي.

د قوم پرستی او تربګينت  نه ځان  وساتی

د قوم پالنه، ژبنې عصبیت ، د نورو څخه  ځان  پورته  ګڼل ،  د نورو تو هېن او سپکاوي ……..دغه  ټولې هغه ناروغئ دي  چې د کورنېو ، قومونو او ملېتونو تر منځ د  خپل منځي شخړو د را پیدا کیدو  سبب  ګرځي او د سترو ستر و تپا هېود راتګ زیری  ورکوي .  د همدي ناروغتیاو په  اساس  پوره  پوره  قومونه او ملېتونه  له منځه  ځي ، یا د نورو  دغلامۍ ځنځيرونه  به  غاړه  کی اچوي  او یا د ناپودۍ    کندي  کی  د تل  له پاره  و ر  غورزي.  بدبختانه  چې  زمونږ په ولس کی دا ناروغی   چې  په تیرو دوه  لسیزو کی ېې ساری نه لېدل کیږی  ورځ  په ورځ  مخ  به ډیرښت  ده .  یو  لوری  هڅه او هاند کوي  چې په واکمنې کی د بلې  لوری  په قیمت باندي  پاته  شي . او دا  هغه څه  دي  چې دټولو لوریو د هلاکت  سبب  ګرځي .

ددي ناروغۍ  لمړې  مؤسس  شیطان و  چې  د الله  حکم ته ېې غاړه  کښینښوده او  ووېې  ويل  چې  ادم علېه السلام دي د خټی  پیدا کړې او زه  ده  د اوره . نو زه پر هغې غوره  او بهتر  یم .

ددغه بد عمل بل مؤسس اپوجهل دي  اپوجهل سره لدي چې ښه پوهيده حضرت محمد (ص) حق پيغمبر دي خوپدي وجه چې ترپورمي دي ولې يی تصديق وکړم ځان يی لويی تپا هې ته لاهو کړ

پدي اړه نبوي ارشادات :

لَيسَ مِنّاَ مَن دَعاَ اِلي عَصَبِيَّةِ وَلَيسَ مِنّاَ مَن قاَتَلَ عَصَبِيَّةً وَلَس َ مِنّاَ مَن ماَتَ عَلي عَصَبَيَّةِ (اپوداود)

هغه څوک له مونږ څخه ندي چه خلک قوميت ته راپولې اوهغه څوک له مونږ څخه نه دي چه پدغه منظورجګړه کوي اوهغه څوک له مونږ څخه ندي چه په همدي مفکوره مړ شی .

مَن نَصَرَ قَومَه عَلي غَيرِالحَقِّ فَهُوَ كاَبَعِيرِالّذِي رَد’ي فَهُوَ يُنزَعُ بِذَنبِه (اپوداود)

څوک چه له خپل قوم سره په غيرمشروع کار کې مرسته کوي دهغه اوښ په شان دي چې په کنده کې لويدلې وي اودلکې په رانيولو سره دکندي نه راکښل کيږی  ( نتجه داچه داسې نامشروع عمل داسې بد هلاکونکې انجام لری چه بيا څوک نجات نشی ورکولای ).

ظلم او غصب څخه ځان وساتی :

د ظلم اوغصب  ناروغی  زمونږ  په ټولنه کی  که څه هم د پخوا  څخه موجوده  وه  خو اوس  خپل اخري  پړاو ته رسیدلې . یو دبل مال او شتمنې  لاندي  کول ، د دو لتي او ملې شتمنېو چور او چپاول ،  په  دو لتي مځکو باندي غصب ، د یتیمانو د مال باندي  خیټه  اچول ، رشوت  او اداری  فساد ، د عام ولس   زورونه ،  د مال او شتمنې  د غصب  په خاطر  د مظلومو  خلکو  عام  وژنه  او ………….. ټول هغه څه دي  چې همدا  اوس  ورسره   زمونږ  بی  وزله ولس   مخ دي .  هغوي  چې  په دين باندي د پو هې  دعوه کوي  ، د ټولو تر مخه  په ملې شتمنېوباندي  غاصب  شوي دي .  حال دا  چې  اسلام  په دي هکله  په بربنډه توګه  حکم کوي  او واېې  چې :

مَن أَخَذَ مِن الاَرضِ شَياءً بِغَيرِ حَقِّه خُسِفَ بِه يَوم القِيامَةِ اِلي سَبعِ    أَرضِينَ (بخاري  )

څوک چه په ناحقه څه مځکه لاس ته راوړی دقيامت په ورځ په تر اومي طبقی پوری په دغه مځکه کې ډوب شی .

مَن أَخَذَ شِبراً مِّنَ الارَضِ ظُلماً فَاءِ نَّه يُطَوِّقُه يَومَ القِياَمَةِ مِن سَبِع أَرضِينَ (بخاري ومسلم ) .

څوک چې يوه لويشت پردي ځمکه په ظلم واخلې دقيامت په ورځ دغه مځکه تر اومي طبقی پوری دده تر غاړه راتاوکړشی .

اَلظُلمُ ظُلُماتُُُُُ ُ يَّومَ القِياَمَةِ      ظلم دقيامت په ورځ دتيارو سبب کرځي .(بخاری ومسلم )

مَن مَسي مَعَ ‌ظَالمٍ لِيُقَوِّبَه  وَهَوَ يَعلَمُ اَنَّه ظاَلِمُ ُ فَقَد خَرَجَ مِن الِءسلامِ (بيهقي )

څوک چه دظالم په ظلم پوهيږی اوسره لدي دهغه دتقويی لپاره کوښښ کوي  نو دکامل اسلاميت له دايری څخه وتلای دي .

اِيّاَكَ وَدَعَوةَ المَظلُومِ فَاءِ نَّماَ يَسأَلُ اللهَ تعاَلي حَقَّه وَاءِنّ َ الله َ لاَ يَمنع ذاَ حَقّ ٍ حَقَّه (بيهقي )

دمظلموم له ښيرانه ليری ګرځي ځکه مظلوم دښيراپه کولو خپل حق له خدای (ج) څخه غواړی اوپاک خدای (ج) دهيچا دحق له ورکولوڅخه منعه نه کوي .

نور ته ضرر نه رسول :

المُسلِمُ مَن سَلِمَ المُسلِمُونَ مِن لِساَنِه وَ يَدِه (متفق عليه )

مسلمان خوهغه دي چه دژبی اولاس له ضرر څخه يی نور مسلمانان په امن وي

اَيَدٌخُلُ الٌجَنَّةُ مَن لاَّ يّأمَنُ جَارُه بَواَءقَة (مسلم )

هغه سړی په جنت ته داخل نه شی چه دده  همسايګان دده له شر او ضرر نه په امن نه شی.

په اخستلو او خرچولو کې ښه سلوک :

رَحِمَ اللهُ رَجُلاً سَمحاً اِذا اشتر’ی وَاِذاَ اقتَضی ( بخاری )

کوم سړی چه په اخستلوخرچولوکې اودقرض په وصلولوکې دآسانې خيال ساتی الله تعالي په په هغهباندي رحم وکړې .

مَن اَنظَرَ مُعسِراً اَووَضَعَ لَه اَظَلَّه ُ الله ُ يَومَ القَيامَةِ تَحتَ ظِلِّ عَرشِه يَومَ لاَظِلِّ الاّ َ ظِلَّه (رواه ترمذي )

څوک چه لاس تنګی مقروق ته مهلت ورکړې ياقرض ورمعاف کړې نوالله تعالي په په هغه ورځ چه په کومه ورځ په دعرش دسيوری نه علاوه بل سيوری نه وي  دعرش په سيوری کې ځاې ورکړې .

آمران او حکمرانان په له خپل رعيت سره ښه سلوک کوي :

مَن وُلې مِن أمرِالناَسِ شَيأ ً ثُمَّ أغلَقَ بَابَه دُونَ المُسلِمِينَ اَوِالمَظلُومِ اَوذِی الحَاجَةِ اَعَلَقَ الله ُ دُونَه اَبَوابَ رَحمَتِه عِندَ حاَجَتِه وَفَقرِه ماَيَكُونُ عَليه (بيهقي )

څوک چه دخلکو په کوم کارمقرر شی اوخپله دروازه دمظلومواوحاجت لرونکوپرمخ وتړی پاک خدای (ج) په هم په داسې حال چه ترهروخت نه ذيات اړ وي دخپل رحمت دروازه دده پرمخ وتړی .

يَسِرُو اوَلاَتُعَسِرُو وَسَكِنُووَلاَتُنَفِرُوا (بخاري ومسلم )

آسانې وکړې اوسختی مکوي خلکوته آرامي اوسکون ورکړې اوپه کرکه يی مه راولې .

اِنَّ اَفضَلً عِپا دِاللهِ عِندَالله ِ مَنزِلَةً يَّومَ القَياَمَةِ امَامُ ُ عاَدِلُ ُ رَقِيق ُ ُ وَاِنَّ شَرَّ النّآَسِ عِندَاللهِ مَنزِلةً يَّومَ القَياَمَةِ امَامُ ُ جآءِرُُُُ ُ خَريقُ ُ (بيهقي) .

دخدای (ج) په بندګانوکې ښه سړی دخدای(ج) په حضورکې دمقام له حيثه عادل اونيک خويه واکمن  دي اوبدسړی دپاک خدای (ج) په حضورکې دمقام له حيثه ظالم اوبدخويه واکمن دي .

لاَطاَعَةِ المَخلُوقٍ فِی مَعصِيَةِ الخاَلِقَ  ( رواه اپوداود ابن ماجه )

دهيچا امر چې دپاک خدای (ج) دحکم په خلاف وي دمنلو وړ ندي .

لَعَنَ رَسُولُ اللهِ صَلې َّ اللهُ عَلَيه وَسَلَّم اَلرََّاشِیَ وَالمُرتَشِی َ ( رواه اپوداود ابن ماجه )

حضرت محمد صلې الله عليه وسلم درشوت په اخستونکې او ورکونکې لغنت ويلای دي .

ددي لنډی  څیړني  په  لېکلو کې  ددي لاندي  لېکنو او څیړنو  څخه  ګټه اخستل شوي

۱-«پرده» د مولانا اپو الاعلې  مودودي رحمه الله  لېکنه

۲- «دقران پلوشي » داسلامي حزب د امير، انجنېر ګلب الدين حکمتیار  لېکنه

۳-«حقوق د احاديثو  په رڼا کې» د  مولوي محمد ګلاب  بشار  لېکنه

۴-« ټولنېز ژوند» د انجنېر حمدالله شاکری  لېکنه

۵-د«د رسول اکرم انقلاب»  د ډاکټر سید اسعد ګیلاني لېکنه

safi foundation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error: