د احکامو له مخې د طلاق ډولونه: رجعي، بائن او مغلظ طلاق

د طلاق ډولونه کوم دي؟

د احکامو له پلوه د طلاق درې ډولونه دي:
رجعي ، بائن ، مغلظ.

۱- طلاق رجعي:

دېته وايي چې خاوند خپلې مېرمنې ته یو یا دوه ځله په سوچه تورو کې طلاق ورکړي دساري په ډول ته په ما طلاقه يې اوداسې نور چې دطلاق په تورو صراحت پکې شوی وي.

د طلاق رجعي حکم:
دا دی چې د عدت دپوره کيدو تر مهاله پورې ښځه دسړي په نکاح کې وي او سړی کولای شي د عدت په منځ کې کله چې يې هم زړه وغواړي رجوع کولای شي ( رجوع دې یا په تورو سره وکړي یعنې مېرمن ته دې ووايي چې ما خپل طلاق اخیستی او يا دې هم مېرمنې ته په عملي ډول رجوع وکړي لاس وروړل ښکلول اومستي کول هم رجوع بلل کيږي ) په طلاق رجعي کې په دوهم ځل د نکاح تړلو اړتیا نه ليدل کيږي .

لیکن که عدت تېر شو او سړي مېرمنې ته په وېنا یا څه کړنې سره رجوع ونکړه نو بیا د دوی دواړو تر منځ نکاح شکیږي او مېرمنه دوهم ځای نکاح تړلای شي ، همداراز که له عدت نه وروسته د خاوند او مېرمنې تر منځ روغه جوړه وشوه نو بیا هم میړه له مېرمنې سره نکاح کولای شي.

۲- طلاق بائن:

دېته وایي چې یاخو سړی مېرمنې ته په کنايي تورو سره طلاق ورکړي یا هم له طلاق سره کوم داسې صفت ذکر کړي چې په هغه صفت کې د سختې اظهار وي د ساري په توګه خاوند مېرمنې ته ووايي (تاته مې سخت طلاق در کړی ، ) یا (تاته مې اوږد طلاق در کړی) او داسې نور.
د طلاق بائن حکم: دا دی چې د طلاق له ور اچولو سره سم د ميړه او مېرمنې تر منځ بیلوالی راځي ښځه د سړي له نکاح نه وځي ميړه ته د رجوع کولو حق حاصل نه وي ، البته په عدت کې دننه يا له عدت نه وروسته میړه له همدې مېرمنې سره نکاح کولای شي.

۳- طلاق مغلظ:

دېته وایي چې سړی مېرمن ته درې طلاقونه ورکړي، پدې صورت کې ښځه په میړه باندې حراميږي او له شرعي حلالې پرته نکاح نشي ور سره کولای.

یوه مهمه یادونه:
دلته دا خبره هم په یاد ساتل پکاردي چې کوم طلاقونه چې ميړه مېرمنې ته وراچولي له رجوع یا نکاح وروسته به میړه دباقي پاتې طلاقونو د وراچولو ځواک لري معنا دا چې که سړي یو طلاق ور اچولی وو او بیا يې همدې مېرمن ته رجوع یاله عدته وروسته نکاح ورسره وکړه نو په راتلونکي کې به دا سړی مېرمنې ته د دوو نورو طلاقونو د وراچولو ځواک لري که يې بیا دوه طلاقونه ښځې ته ور واچول نو هغه مغلظه ګرځي او ورباندې حراميږي ،اوله شرعي حلالې (چې څېړنه يې مخکې را روانه ده) پرته لومړي ميړه ته نه حلالیږي.

او که يې دوه طلاقونه ور اچولي وو او بیا يې له همدې مېرمن سره نکاح يايې رجوع وکړه نو په راتلونکي موده کې به دا ميړه د یوه طلاق د ور اچولو ځواک لري نو که يې مېرمنې ته یو طلاق ور واچاوه نو ښځه ور باندې مغلظه ګرځي، او له شرعي حلالې پرته نه ورته روا کيږي.

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب