دګرمو اوبو دڅښلو ګټي

دګرمو اوبو دڅښلو ګټي

د اوبو توری په قرآنکریم کي ۶۳ ځلي ذکر شوی دی چي یو ځل یادونه يې هم پدې ایت کريمه کي شوي ده:
وجعلنا من الماء کل شيء حي أفلا یؤمنون .

او مونږ هرڅه د اوبو په ذریعه ژوندی ګرزولی دی آیا دوی پدې باور نلري؟

په بل ايت کريمه کي د اوبو داسي یادونه شوي ده:

ويُنزّل عليكم من السماء ماءً ليُطهركم به ويُذهب عنكم رجز الشيطان وليربط على قلوبكم ويثبت به الأقدام (سورة الأنفال)

او پرتاسې له اسمانه اوبه راتويوې چې ورباندې پاك مو كړي، د شيطان پليتي درنه يوسي، زړونه مو پرې قوي او پښې مو ورباندې ټينګې كړي .

په بل آیت کريمه کي راغلي

أفرأيتم الماء الذي تشربون.

آیا تاسو هغه اوبه کتلي دي چي تاسو يې څښئ؟

له دې سره سره چي اوبه نه رنګ لري اونه بوی او نه کوم ځانګړی خوند خو بیا هم الله تعالی له مونږ څخه دهغې په هکله پوښتنه کوي ځکه چي اوبه دانسان دګټي لپاره له سترو پټو رازونو څخه برخمني دي په څومره اندازه چي انسان د اوبو په ګټو خبرېږي او دهغې په هکله يې معلومات او پوهنه زیاتېږي په هماغه کچه يې داوبو په هماغو معجزانه اسرارو ایمان او باور پخېږي کومي چي الله تعالی پخپل بېساري قدرت پکي خوندي کړي دي

د اوبو روغتیايي ګټي هغه وخت نوري هم زیاتېږي کله چي حرارت ور زیات کړل شي تر څو تودې اوبه ځېني جوړي شي او تودې اوبه یوازينی هغه عنصر دی چي زمونږ په اجسامو کي تاواني بکټېریاوي له منځه وړي زهرجن مواد وژني او وازګې وېلي کوي پدې سربېره تودې اوبه هغه طبېعي ماده ده چي تاوان يې هېڅ نشته او روغتیايي ګټي يې نوري هم ډېري زیاتي دي.

کله چي د یوچا روغتیا د تودو اوبو په برکت پیاوړي شي او له روغ بدن څخه برخمن شي بیا دهغه دبدن غړي زیات فعال او خپلي دندي په بشپړه توګه سمي سرته رسولای شي چي په نتېجه کي دهغه دجسمي روغتیا په برکت دهغه فکر او ذهن هم په غښتلي بڼه ګټوري دندي تر سره کولای شي.

په علمي ژبه H2O يعني د هایډروجن او اوکسیجن فورمول “اوبه” دي او مونږ دساه اخیستلو او ژوند کولو لپاره اکسیجن ته هروخت اړتیا لرو.

اوبه = ژوند

لمر حرارت تولیدوي چي دهماغه حرارت په وسيله ټولي بکټېریاوي له منځه ځي وازګي، غوړزګن او زهرجن مواد ویلي کوي.

حرارت = ښه روغتیا

اوبه + تودوخي = صحتمن ژوند چي په نتيجه کي تودې اوبه = له معجزانه روغتیا څخه سرشاره ژوند.

حرارت د زهرجنو موادو، وازګو او تاواني بکټېریاو چي زمونږ په بدنونو کي بېلابېلو ناروغیو ته لاره هواروي دله منځه وړلو بنیادي وسیله او ورڅخه د خلاصون یواځېنۍ سرچینه ده.

یو امریکايي ایراني الأصل ډاکټر أف.باتمانګليډي په یو څېړنېز مقال کي ليکي:

هغه عضلات چي بدن خوځوي ۷۵٪ اوبه لري

هغه وینه چي خوراکي مواد لېږدوي ۸۲٪ اوبه لري

سږي چي اوکسیجن تولېدوي ۹۰٪ اوبه لري

مازغه ۷۶٪ اوبه لري

هډوکي ۲۵٪ اوبه لري

اډمونډ او وبلونټ دواړو ساینس پوهانو په ۱۸۷۷ کي دا کشف کړه چي لمر داسي حرارتي وړانګي تولېدوي چي په فضا کي ټولي زهرجني بکټېریاوي وژني که دیوه ساعت لپاره دغه وړانګي پټي شي دبکټېریاوو د یرغل له امله هېڅ ساه لرونکی ژوندی نشي پاته کېدلای.

دتودو اوبو د څښلو ګټي:

1- دګڼو هغو ناروغیو مخنېوی کوي د کومو په وجه چي په نړۍ کي هر کال په ملیونونو انسانان ژوند له لاسه ورکوي.

2- دګڼو رنځونو، ساري ناروغیو ، دولادت د ناروغیو، دبوډاتوب دناروغیو، لکه داعصابو ناروغيوي، د پوستکي دناروغیو او دبندونو او هډوکو د دردونو (وجع المفاصل) همدا راز دملا د درد مخنیوی کوي.

3- دانساني جسم چربي، وازګي او هغه فضله مواد ختموي کومي چي ګڼ رنځونه زېږوي لکه ساه لنډي، دشوګر ناروغي، دویني پشار او کولسټرول او داسي نور.

هغه ناروغيوي چي د تودو اوبو په وسیله يې درملنه شوي او له منځه وړلي شوي دي.

1- ساه لنډي

2- دویني لوړ پشار

3- شوګر (د خوږې ناروغي)

4- سر خوږی او نېم سر خوږی

5- دویني کمښت

6- دملا همېشنی درد

7- د پښتورګو ډبري او درد

8- دمثانې التهاب

9- دویني دپشار لوړوالی او کولیسټرول

10- دمتیاځو دنالۍ ځور

11- دبندونو او هډوکو دردونه

12- شل توب

13- سستي او ستوماني

14- دستوني ناروغیوي

15- غذايي تسمم

16- دخوب نشتوالی یا د خوب ناکراري

17- دیخ زکام او تبه

18- دمعدې سوځېدل

19- همېشنی قبض

20- داعصابو ناروغي

21- پکوالی یا دوېښتانو لوېدل

22- دپوستکي ناروغیوي

23- دزهایمر (دمازغو ګډوډي) ناروغي

24- دزړه ناروغیوي

25- دسرطان ناروغیوي

د ذکر شویو نارغیو لرونکي ناروغان د ګرمو اوبو له دائمي څښلو سره کاملا روغ شوي او ناروغیوي يې د الله تعالی په فضل له منځه تللي دځېنو څرګندوني ما پخپله هم ليدلي او آورېدلي دي.

څه ډول تودې اوبه:

اوبه باید په دومره اندازه تودې وي چي ستونی يې تودوخه احساس کړي او بدون يې څښل ومني او چي څومره زياتي تودې وي په هماغه کچه يې ګټه زیاته ده او د تودوخي درجه يې باید د ۳۵ او ۵۰ تر منځ وي او تودوالی يې اقلاً دبدن تر داخلي تودوالي کم نه وي او د اوبو دڅښلو دکوپ حجم ۲۴۰ تر ۳۰۰ مللټره پوري وي او د تودو اوبو د څښلو طریقه په لاندي ډول ده :

1- یو یا دوه کوپه اوبه له خوب څخه سمدلاسه د پاڅېدلو په وخت کي سهار وختي او په ولاړو باندي څښل.

2- دوه کوپه اوبه دسهار له لمانځه وروسته او تر ناشته مخکي.

3- درې کوپه اوبه له ناشتې دوه ساعته وروسته دغرمې تر ډوډۍ پوري.

4- یو کوپ اوبه تر ډوډۍ مخکي.

5- د غرمې له خوراک څخه دوه ساعته وروسته له دوو تر څلورو کوپه اوبو پوري تر ماښامه پوري څښل.

6- یو کوپ ماخوستن تر وېده کېدلو مخکي څښل.

پټه دي نوي چي تودې اوبه په بدن کي د ويني جریان دبدن ټولو برخو ته پراخوي چي په نتېجه کي دوېښتانو ريښې یا عصبونه تقویه کوي، وېښتانو ته ښکلا وربښي او د وېښتانو دلوېدلو مخنيوی او په وده ورکولو کي يې مرسته کوي.

د تودو اوبو دڅښلو بله ګټه داده چي انسان دمعدې او کولمو له دردونو ساتي دکولمو وچوالی کېدای شي دقبض تر څنګ انسان ته نوري ستونزي هم ور پېښي کړي مونږ کولای شو دتودو اوبو په وسیله په خېټه کي خوړل شوي خواړه په اساني سره هوار کړو ترڅو بدن مو روغ او خېټه مو فعاله وساتي.

او به باید معدني د چينو وي او یا دبوتلونو صافي اوبه وي په ذکر شوي اندازه تودې وي هغه څوک چي دبدن چربي او وزن يې زیات وي باید په سهار وختي اوبو کي یو دانه لېمو او دوه چمچې دبېري شات هم واچوي همدا راز ماخوستن تر وېده کېدلو دمخه په یو کوپ تودو اوبو کي دبېري دوه چمچې شات اچول دخوراک په هضمولو کي مرسته کوي اعصابو ته سکون وربښي او دخوب ناکراري له منځه وړي .

دیخو اوبو دڅښلو تاوان:

څېړنو او تجربو جوته کړي چي دخوراک په منځ کي او له خوراکه وروسته د یخو اوبو څښل کېدای شي د خوراک استهلاکي مواد کرل کړي کوم چي د خوراک د عبور او مرور په لارو کي او د کولمو او معدې په داخلي دېوالونو باندي د غوړزګنو او وازګېنو موادو یوه طبقه یا استر جوړوي کوم چي کېدای شي په نتېجه کي يې انسان دکولمو او یا هم معدې په سرطان اخته شي خو که دیخو اوبو په ځای تودې اوبه وڅښلي شي هغه وازګېن استر ويلي کوي چي د سرطان په مخنيوي کي ښه رول لوبولای او ستونزه ختمولای شي

په عربي کي متل دی : إذا لم يسرك لا يضرك (كه يې خوشاله نکړې ځوروي دي هم نه) دا نسخه هم پخپله عملي کړئ او هم یې ستاسو په خواوشا کي ناروغانو ته ورسوئ

له مختلفو ويب پاڼو او نشراتي ادارو څخه هيله من يم چي دا لیکنه دعامي استفادې او د اجر او ثواب په نيت او دالهي رضا دحصول په موخه نشر کړي

2015

Atomic Habits
د ښوونکي لارښود کتابونه
واسع ویب wasiweb wasiweb.com

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Atomic Habits
Back to top button
واسع ویب