ادیبان، لیکوالان، شاعران

دهيواد ستر عالم او اديب ابوالفېض شهيد مولوي عبدالغفار بريالى


له بده مرغه چې افغانستان هم يو له هغو هيوادونو څخه دى چې، علم او عالم پوهه اوپوهان تخصص او متخصصين فن او هنر په کې ارزښت او عالم ، پوه اوهنرمندپه کې په ژوندون قدر نه لري، نه ورته څوک دکار اوخدمت زمينه برابروي،نه دتحقيق او څېړنې ،نه کوم مجهز کتابتون لري او نه کوم منظم پوهنتون ٠نه حکومت، پوهانو ،علماؤ ،متخصصينو او منورينو ته اهميت ورکوي او نه مو د ولس علمي کچه دومره لوړه ده چې دا ډول علماء او منورين ونازوي ، قدر يې وکړي ،دهغوى دعلمي رشد او ذکاوت دلاغوړېدولپاره کار وکړي، دحکومت دزيرې او احسان پرته ورته دکار اوخدمت زمينه برابره کړي ٠که نه افغانستان دډېرو سترو سترو علمي او ادبي هستيو ځاله ده٠ که ددې هيوادعلمي اوفرهنګي تاريخ ته وګورو نووينو چې ،په دې خاوره کې ډېر ډېر نوميالي او په نړېواله کچه پوهان اواديبان زيږيدلي دي چې، په انډوليزه توګه يې، سباوون دډيرو لږو ،دعلم او پوهې خوږې وږمې دنړېوالو پوزو ته رسولي اوداچانس ورته پېدا شوىدىچې ، نړيوال شهرت ترلاسه کړي خو په سلګونو داسې علماءاوپه ديني اوعصري علوموپوه اشخاص لرو چې، دللمي ګل په څېر په خپله راوټوکېدل، هېچا يې له وږمو اوښکلا څخه ګټه وانه خېسته او دخزان سېلۍ زمونږ بې غورۍ او ناشکرۍ ته په کتلو ، له ځانه سره د ابد لور ته بوتلل ٠
ډېر داسې نوابغ لروچې، بايد دلمر په څېر يې درڼا وزرې په ټوله نړۍ خپرې شوې واى٠ خو له بده مرغه زمونږ ټولنيز او سياسي چاپېريال تر ې شمع جوړه کړې ده او رڼا يې يوازې تر يوې خونې محدوده شوه، چې دهمدې امېل( هار ) يوه ملغلره شهيد ابوالفېض الحاج مولوي عبدالغفار بريالى دىچې په لنډ ډول يې درنولوستونکو ته ورپېژنم :

شهيد ابوالفېض الحاج مولوي عبدالغفار بريالى داخترمحمد زوىدى چې ، له نن څخه درې اويا کاله وړاندې يې د زمريو پر ټاټوبي، کندهارښار ته څېرمه دسرپوزې په ګېلان کلي کې په يوه عالمه او متدينه کورنۍ کې دې نړۍ ته سترګې پرانستې٠ 

دارواښاد بريالي همزولي وايي چې، دى په کوچنيتوب کې هم ډېر ذهين ،ډېر با ادبه ډېر زيارکښه هلک وو چې له علم اوپوهې سره يې ډېره مينه وه٠
نوموړي ارواښاد خپلې لومړنۍ زده کړې له خپل پلار څخه پېل کړې ،وروسته يې په ښکار پور بازارکې له ملا جانان څخه زده کړې و کړې، بيا يې د پشين په سيمزۍ سيمه کې معقول اومنقول علوم ولو ستل، بيا يې په زده کړې پسې پېښور ته کډه وتړله او هلته يې د اکوړي په مدرسه((اسلاميه )) کې علوم او فنون لکه احاديث ،تفاسير ،فقه ،اصول،نحوه ،صرف ،علم التحرير ،عروض،حکمت،منطق،معاني،بلاغت ،ميراث ،تجويد،عقايداو فارسي نظم پوره ولوستل ٠ديادونې وړ ده چې نوموړى ارواښاد به تل په خپل ټولګي کې اول نومره وو٠ارواښاد ابوالفېض په پښتو، دري ، اردو اوعربي ژ بوپوهېده اوشعرونه يې هم پرې ويلي دي ٠

شهيدابوالفېض ته دراولپنډۍمشهور عالم مولوي عبدالرحمن دفضيلت پګړۍ وتړله٠ وروسته په کندهار کې په تدريس بوخت شو ٠دتدريس حلقه يې په ډېر لږ وخت کې دومره مشهوره شوه چې نه يوازې دکندهار طالبان بلکه، دهرات ،کابل ،ترکستان او نورو سيموډلې ډلې طالبانوبه يې دتدريس په حلقوکې ګډون کاوه ٠شهيد ارواښاد به هر کال طالبانو ته داحاديثو ټوله دوره کوله٠
نوموړى نه يوازې دا چې دخپل وخت يو ستر او جيد عالم وو بلکې تکړه ليکوال ،خوږ ژبى او اورژبى شاعر هم وو چې،هم په ديني علم او هم په ادب کې ترې ډېر ارزښتمن او قيمتي اثا پاتې دي٠ داحاديثو په تر ټولو باوري کتاب بخاري همداراز په ترمذي ،رسالي ، جغمني اودصرف په مراح الارواح يې شرحې ليکلې دي٠

مرحوم شهيد ابولفېض دخپل وخت تکړه طبيب هم وواو دنبض په کتلو به يې دناروغ ناروغي تشخيصوله٠
نوموړى ډېر حساس،زړور او موشګافه شاعر هم وو دحقايقو په وېلو کې يې دهيچا پروا نه ده کړې ٠نه يې دحاکم په نارواسترګې پټې کړي دي او نه يې دخان او ملک په ظلم٠ دشعر په هرډول کلاسيک او نوي فورم (صنعت)کې يې شعرونه وېلي دي ٠ډېر شعرونه يې دسند غاړو له خوا دموسيقۍ په پردو کې نغښتي او په راډيوګانوکې خپاره شوي هم دي٠ ګڼ شمېر يې دهيواد په خپرونواو په ځانگړي ډول په طلوع افغان ورځپانه کې خپاره شوي دي٠ خو په کتابي بڼه يې دشعرونو کليا ت د آهاړ په نوم په دې وروستېو کلونو کې دمينه والو په مالي مرسته دوه ځله چاپ شو٠
ارواښاد شيخ القران په ١٣٥٧ هجري لمريز کال دحج دمبارکې فريضې دادا کولو لپاره حرمېنو ته تشريف وېووړ ، کله چې له دې مبارک سفر څخه بېرته راستون شو نو، لا کور ته تللى نه وواو د کورنۍ غړي يې دديدن په خوږو ماړه شوي نه وو چې، دليندۍ دمېاشتې په شلمه نېټه، ګوډاګېو اودپردېوډول ته نڅېدونکو کمونستانو چې، لا دمخه يې ورته کمين نيولى وو ونيوه٠ او د اسارت له ورځې څخه ترڅلورومياشتو يې له کور سره خطي( ليکنۍ ) رابطه وه خو له هغې وروسته يې له کورنۍ او دوستانو سره تر دا نن ورځې پورې اړيکې غوڅې شوې دي ٠ داسې ښکاري چې بې رحمه کمونېستانودى هم دنورو زرګونوبااحساسه مسلمانوپوهانو، او علماءوپه څېرپه شهادت رسولى دى او په کوم ټولنيز قبريا په کوم پولېګون کې يې ژوندى تر خاورو لاندې کړى او په بلدوزرونو يې پرې خاورې اړولې دي ٠دا هم د ارواښادشهيد مولوي بريالي دشعر څو نمونې:

غزل
چې پر سد سړى سرمسته دېوانه کې
دا تاثير دى دساقي په پېما نه کې
تور کاکل يې هتکړۍ دي درندانو
مناسب دي سرکښان په زولانه کې
لنډې زلفې تورې شپې ، مخ يې بهار دى
شپې وي لنډې دبهار په زمانه کې
چې قسمت يې دشرابو وي کم سوى
بدبختي ورولي خوب په مېخانه کې
حبشي زلفې يې شپول په لالو شونډو
افي مار وهي کلچه په خزانه کې
ښاپېريوبازار پرېښوده له شرمه
چې شروع کړ ګل سينګار په پس خانه کې
بريا ليه په هجران کې وصل غواړه
پيدا کېږي مدام ګنج په وېرانه کې

ما وليدئ رشتيا
په توره نيمه شپه کې به چا لمر لېدلى نه وي ما وليد برملا
دزاغ به پر ډيوه هيچا ګذر ليدلى نه وي ماوليد برملا
*****************
هندو به چا ليدلى معتکف وي په محراب کې سکروټې په درياب کې
يا ستورى له آسمانه رالوېدلى په سراب کې سپوږمۍ په ګل ګلاب کې
دسروې څه به چا دسېب ثمر ليدلى نه وي ماوليد برملا
******************
په منځ کې دروژې دى کوم سړى اختر ليدلى پر مخ داو بو کلى
دسپو به پر زمريانو چا برى وي اوريدلى اسمان رانړېدلى
پر غاړه دنغري به چا سفر ليدلى نه وي ما وليد برملا
****************
په کسر کې دنيمې شپې څه مراد سياه کاکل دى روښانه لمر چارګل دى
زاغان يې تور ې زلفې ډيوه سترګې يې مشعل دى هندو خال يې کجل دى
محراب يې دواړه وروځې شونډ ې سوراورمدلل دى درياب دخولې منزل دى
دخولې په شان به چا هسې کوثر ليدلى نه وي ما وليدئ رشتيا
******************
ملغلري لکه ستوري په اميل سراب ګرېوان دى سپوږمۍ يې ژېړ پيزوان دى
دهن يې ګل ګلاب، سروه قد سېب زنخدان دى روژه عېن هجران دى
اختر ساعت دوصل اوبه زېرى دخزان دى دزړه کلى هجران دى
ژوندون يې اضطراب دى کې چا شر ليدلى نه وي ما وليدئ رشتيا
****************
رقيب دى عېن سپى سره له بخته دى راغلى غالب رارسېدلى
عاشق لکه زمرى اسمان يې بخت دى ګرځېدلى نغرى دغمو کلى
داوښکوپه مزلو کې همېشه په سفر تللى تر کور نه دى وتلى
صحيح دغه مجاز کې چا دفتر ليدلى نه وي ما وليدئ رشتيا
***************
مراد له تورې شپې څه اسمانونه زنګبار دى لمر پاک نبي سردار دى
په شپه کې دمعراج ختلى پاس نورالانوار دى ثابت مو دا اقرار دى
له زاغه څه شيطان ،ډيوه ادم دټولو پلار دى قائل عبدالغفار دى
قياس که حقيقت کې تا اثر ليدلى نه وي ما وليد ئ رشتيا

ول ول زلفې
چې پر مخ کړې راايله زلفې ول ول  – دچشمانو مفصل دې شي مجمل
ستا دهجر مسلې دي هسې ګرانې – نه حل کېږي په صدرا او مطول
چې وصال دې په نظرکې را حضور شي – بديهي سي بې برهانه مدلل
چې راياد دې تلخګۍ دجدايۍ کړم  -دکوثر عسل مې سي تر خوله حنظل
چې مې جسم انفعال دسترګو واخست  -جواهر مې په عرض سوه ماول
که دعشق په مدرسه کې بريالى شوم – ر اته واړه مشکلات به سي منحل

دچادى
پردماغ مې خطرناک اثر دچادى – دا جحيم بولهبي شرر دچادى
پوه سوم پوه سوم دا له تانه دى حبيبه  -که نه بل دا زبردست ګذر دچا دى
که مې زړه تا په حکمت وېستلى نه دى – وايه نور دا لقماني هنر دچادى
که آسمان دې په ابرو وهلى نه وي  – په کې پروت دا هلالي خنجر دچادى
که ځيګر مې کنعاني کوهي لا نه وي – په کې پروت دايوسفي بشردچادى
وايه تا چې بريالى وژلى نه دى
دا په غېږ کې دې پرې کړى سر دچادى

دوه بيته
دلمر مخ او دعشق اور لره يو خس يم
که مې وسوځي ورتېر له خپل نفس يم
ما معذور ګڼه زاهده په توبه کې
ستا په زهد مې قسم که په خپل وس يم

غزل
دادې خط سو رازرغون پر زنخدان
که شپه وختل په غېږ کې داسمان
ادم خورې سترګې پټې کړه په زلفو
په ځنګله کې مناسب دي شنه زمريان
شنه خالونه دې دمخ په صفايۍ کې
لکه بند سي په ښيښه کې لړمان
خط دزنې دې دزلفو ترجمې دي
دغه متن دغه شرحه دابيان
بريالى اوستا رخسار سره پوهيږي
دا کاغذ او دا قلم دي شاهدان

قاضي محمد حسن حقيار

safi foundation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error: