د حج فرضيت او بې ځايه بهانې

ځنې خلك سره له دې چې دحج وس لري په ادا كولو كې يي سستي كوي او ډيرې بې ځايه بهانې كوي چې يو څو مونږ دلته راخلو .

(1) بايد  نور فرضونه ترسره شي : ځينې خلك وايي چې تر اوسه مو لمونځ په خپل وخت نه دى كړى دخپلوانو حقوق راباندې پاتې دي ځامن مولا واړه دي چې دا كارونه وشي بيا به گورو بيا به حج وكړو سره له دې چې پيغمبرصلى الله عليه وسلمفرمائي دحج په ادا كولو كې چا لاكي وكړئ ځكه چې دا معلومه نه ده چې مرگ به څه وخت پيښيږي ([1]) .

(2) ځينې خلك حج ته ددې لپاره نه ځي چې تر اوسه خو لاځواني ده كچيرته حج وكړو كيدلى شي گناه را نه وشي ددلپاره به اخير عمر كې حج وكړو داهم دنفس اوشيطان يوه تيروتنه ده او له گناه وو څخه دساتنې  توفيق به له الله(څخه غواړو

(3) دځامنو واده :  خلك ددلپاره حج ته نه ځي پلمه كوي چې ما تر اوسه ځامنو ته ودونه نه دي كړي اوحال داده چې دحج دفرضيت خبر دځامنو تر ودونو پورې تړلې نه ده بايد سمدستي حج ته لاړشي

(4) مور اوپلار او مشرانو مولاحج نه دى كړى په ځينو كورونو كې خلك دا پلمه كوي او ځينى كورنئ يي لاعيب هم بولي سره له دې چې حج هم يو عبادت ده په شان دنورو عبادتونو لكه لمونځ يا روژه چې كولوكې يي سستي نه ده پكار د اولاد په مال كې په خپل پلار او مور باندې حج كول ضروري نه دي كچيرته پر اولاد حج فرض شوى وي هغه دخپل حج وكړي او كچيرته يي ډير وس وؤ بيا دمور او پلار باندې هم حج وكړي

(5) ځينې خلك دا پلمه هم كوي مثلاً دنفقې دپاره يي يو دوكان يا يو موټر يا داسې يوه بله ذريعه وي چې په هغه يي گذران كيږي نوبل موټر دا دى دې بل موټر واخلي يا بل دوكان واخلي په قرض باندې بيا وايي چې زه قرضداره يم په دې پلمه حج پريږدي نو اى  زما مسلمانو وروڼو نه به تل مالداري وي نه به تل روغ صورت او وجود وي بيا به ارمان  كوې كوشش وكړئ دحج فريضه ادا كړئ .

[1] – ترغيب ترهيب.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب