دامیراطاعت درسول الله صلی الله علیه وسلم اطاعت دی

عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ، أَنَّ رَسُولَ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ: ” مَنْ أَطَاعَنِي فَقَدْ أَطَاعَ اللهَ، وَمَنْ عَصَانِي فَقَدْ عَصَى اللهَ، وَمَنْ أَطَاعَ الْأَمِيرَ فَقَدْ أَطَاعَنِي، وَمَنْ عَصَى الْأَمِيرَ فَقَدْ عَصَانِي، الحدیث :متفق علیه

له ابوهریرة رضی الله تعالی عنه څخه روایت دی چې پیغمبرصلی الله علیه وسلم وفرمایل : څوک چې زما اطاعت وکړي نو هغه دالله تعالی اطاعت وکړ ، اوڅوک چې زمانافرماني وکړي نوهغه دالله تعالی نافرماني وکړه ، اوڅوک چې دامیر اطاعت وکړي ، هغه زما اطاعت وکړ، اوڅوک چې دامیرنافرماني وکړه هغه زمانافرماني وکړه .

تشریح : په اسلام کې دامام اوامیر اطاعت خوراله مهمو وجیبو څخه ده ، تردي چې دالله تعالی رسول صلی الله علیه وسلم فرمایې : څوک چې زما اطاعت وکړي یعني زماخبره ومني ، اوماچې په کومو څیزونو امر کړي هغه سرته رسوي ، اوله کومو څیزونو څخه چې مو منعه کړي ، له هغوئ څخه ځان ساتي ،نو دي سړي دالله تعالی اطاعت وکړ ،

همداراز چې په مسلمانانو کوم امیریا امام مقرر کړل شې نودهغه اطاعت کول هم اړین اوضروري ده ، اوڅوک چې دخپل امیر اطاعت وکړي داسې ده لکه دپیغمبرصلی الله علیه وسلم اطاعت چې و کړي ،

یعني څوک چې دامیر اطاعت وکړي دهغه خبرو ته غوږ نیسې اوکه په یوه شي یې امر کړي نوهغه کار سرته رسوي ، اوکه یې له کوم کار څخه منعه کړي ،نوله هغه څخه ډډه کوي ، البته دا ترهغه مهاله چې امیر یې په ګناه باندي امر نه کړي یایې دیوي فریضي له سرته رسولوڅخه منعه   نه کړي ،اوکه چېرته امیر یومجاهد یامامور په ګناه امر کړي ، یایې دیوي فریضي له اداء کولو څخه راګرزوي نو بیابه یې اطاعت نه کوي .

your ads

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب