ادبي لیکنې

خوشال خټك او ملاعبدالسلام اڅكزي فكري تړونونه، شعرونو کې

عبدالروف رفيقي – چمن

ستر خوشال په پښتو ادبياتو كي ځان ته د يو بېل فكري مكتب (School of Thought) موسس دى، هغه مكتب چي پښتو شعر د ژوند د رمز، د وطن د ميني او پښتني وجدان، د ننـګ او ناموس پالني ته راوپاراوه. هغه د ژوند پر لوړو ځوړوخورا ژور نظر درلود، ځكه خو د هغه دغه فكري مكتب د درستې پښتونخوا په فكري بهير كي خورا په بيړه ګړندى پرمختـګ وكړ.
په پښتو ادبياتو كي په عمومي او په جنوبي پښتونخوا كي په خصوصي ډول ملا عبدالسلام اڅكزى خپل ځان د ستر خوشال ددغه ادبي بهير يو تكړه پيرو ثابت كړ او د خوشحال پر موضوعي لارو يې خورا ګړندي ګامونه واخيستل.
دلته به موږ په لنډه توګه ددغو دوو نومياليو پر مشتركو ادبي موضوعګانو څېړنه وكړو، چي د خوشال له فكر څخه ملا عبدالسلام په څومره انداز اغېز منلى دى.
د وطن ننګ، د خوشال بابا د شاعرۍ خورا ارزښتناكه موضوع ده، هغه د مغلو پرضد پښتانه سره رايوځاى كول غواړي او د پښتنو د لوى ملي وحدت خبره كوي.

د افغان په ننـــګ مـې وتړله توره
ننګيالى د زمانې خوشال خټك يم

ملاعبدالسلام بيا د انګرېزي استعمار پرضد خپلي مبارزې ته دوام وركوي او د كوږك له څوكو څخه خپل اذان پورته كوي.
قرآنــي مسلماني لرم پــــه زړه كي
زما اذان پـر ځاى له رسي له كوږكه
پښتانه مي كــړو راويښ و پرنګي تـه
خــوړې ويـني دكابل د انقلاب مـا

كله چي ملاعبدالسلام د خوشالخان خټك د توري تړلو رمز ويني، نو دى هم سور بيرغ رااخلي او د ذوالفقار خبري كوي.
زام په ډول به مي بيده پښتانه ويښ سي
ســـور بـيرغ تـر ساله باسم ذوالفقار هم

خوشحالخان خټك د پښتنو د خلاصون لاره توره بولي:
بله هېڅ ليدله نه شي په دا منځ كې
يا مغل د منځه ورك يا پښتون خوار
پښتانه چې نور څه فكر كا ناپوه دى
بې د تورې خلاصى نه شته په بل كار
تر مغلو پښتانه په توره ښه دي
كه په پوهه پښتانه واى څه هوښيار

ملا عبدالسلام هم د مسئلې حل توره ښيي:
كه موږ وروڼـو توري نن وبرېښولې
پرنګي به وارخطا سي و توپان ته
سور بيرغ غازيان راځي ږغ پرله وكړئ
خداى به تول د بري دركړي و ايمان ته.

بل ځاى بيا داسي وايي:
و دښمن ته مه بېرېږي غيرتمنو!
مخ و مرګ ته توپك ونيسئ هلكو!
اسلامي ملكونه ګرد واخلئ په توره
خپل غلجي و هزاره ويښ كړئ تره كو
!
يو وضاحت ضروري ګڼم، چي د بېځايه اوږدو – اوږدو تمهيدو او د يوې خبري له سره كشولو يا د شعرونو له تشريح كولو څخه ځكه ډډه كوم، چي بېځايه مقاله اوږدول د ننني علمي روش او تنقيدي مزاج د انصاف نخښه نه ده، زه به هڅه وكړم چي د خوشالخان او ملا عبدالسلام د كلام د متن د داخلي شهادتونو په رڼا كي ددوى مشترك فكري ټكي په ګوته كړم.
دغه توري هغه وخت رنـګ راوړي، كه پښتانه د اتفاق او يووالي وسله هم ولري، بيا كامراني د دوى پلوونه مچوي، خوشالخان خټك د پښتني ملت وحدت ضروري بولي، د اتفاق ښېګړي او د نفاق تاوانونه په ګوته كوي:
كه تــوفــيـق د اتـفـاق پـښتانه مومي
زوړ خوشال به دوباره شي په دا ځوان
هره چار د پښتانه تر مغل ښه ده
داتفاق ورڅخه نه شته ډېر ارمان
د بهلول او د شېرشاه خبري اورم
چي په هند كي پښتانه وو بادشاهان
شپږ او اووه پېړۍ يـې هسي بادشاهي وه
چي په دوى پورې درست خلق وو حيران
يا هغه پښتانه نور وو دا څه نور شول
يا د خداى(ج) دى اوس دا هسي شان فرمان

***
چـې مـغــل و تــه مــې وتــړلــه تـوره
درست پښتون مې و عالـم و ته ښكاره كړ
اتفاق په پښتانه كـــې پـــيـدا نـــه شو
ګڼه مـــا بـــه د مــغـل ګرېوان پاره كړ
سره يو تر بل اخته دي په خپل كور كې
په نفاق يـې غـم و مــــا تــه اجاره كړ
د مـغـــل پــه مـنصبونو غره كـېگــږي
يكباره يـې مــخ پــه نـفـس اماره كړ
مــا دولــت ورلــه ګټلى و پــه تــوره
دا زمـــا د تـــوري نفش يـې اواره كړ
په منصب چې غـولول نه كا نور څه كا
مغل خداى  و پښتنو ته بېچاره كــړ

يو بل ځاى ستر خوشال د پښتنو له ژونده د جهل، بدنيتۍ او نفاق د وركولو خواست كوي:
خداى دي ورك د پښتنو كا دا درې توكه
يــو بــد جهل، بـل بد نيت، درېـيم نفاق

ملا عبدالسلام هم د پښتنو د اتفاق ږغ پورته كوي، د وجود وحدت شرط او د دښمن د نېستۍ نخښه بولي:
اتــفــاق غــواړي مـذهب عبدالسلامه!
برى وړو كه ان شا الله توري سوهان كړو

***
كه څوك نه څيري پــښتون خـپـله غړكه
بـيـا دي نــه شـاربي د نورو په خــركـه

***
كـاشكي يو وار ښه خندلي واى سوسن
د كـاهــــښته بـــه وتــلـى و غـمـجـن
كـه خداى پاڼې ددې ګل وغــوړولــې
پـښتني مـځكـه بــه ګرده سـي خـُـتن
زه د عـدل اتـفـاق تــه پـښتون بـولـم
د خبيث په اختلاف كي دى بـــودن

د خوشالخان خټك او ملا عبدالسلام چي څنګه د حريت او ازادۍ طبيعت يو دى، دغه رنګه يې د مخالفينو فطرت هم يو دى، د دوى دواړو مدعيانو د خلكو د رانيولو لپاره د لوړو- لوړو منصبونو، لويو – لويو خطابونو او له زورورو پيسو خرڅولو لار خپله كړې ده، چي دغه ډول د پښتنو له زړونو او ذهنونو څخه د استقلال او حريت فكر وباسي، د خپل واك د خپلولو توان ځني سلب كړي. خوشال دغه شكايت داسي كوي:
پښتون پــه زرو نـيسي پـه فرېب پـه ټگـكالونو
په مايـې اثر نه شي لا په ما دخداى كرم دى
نه مچ يم نه كارګه يم چې په ګوړو مړو ګرځم
باز يم يا شاهين يم په خپل ښكار مــې زړه خرم دى
كه ما غوندي نور هم وي په دا كار به ډېر خوشحال وم
چي ما غوندې نـور نه شته ځكه پروت راباندې غم دى

ملا عبدالسلام وايي:
لا ملت د پښتانه په له اړ باسې
وسوسې وړې د جهالو و كوګل ته
دنيا ډېر فرعونان لاندي كړو در(تر) خاورو
مه نازېږه دا د غيڼو په كوټل ته

خوشالخان خټك وايي:
لېوني شول پښتانه په منصبونو
خدايه ما ژغورې له هسې غضبونو
پښتانه لره لوى عيب دى كه يـې ګورې
چې نازېږي د مغل په لقبونو
شرم، ننـګ، نام وناموس يـې په ياد نه دى
خو ويل كا د منصب د ذهبونو
پښتانه كه جنګ مغل سره په تېغ كا
هر خټك نيسي مغل تر جلبولو
د خټك د ننګ جرګه نه شته خوشاله!
لا وتلى دى له كومو نسبونو.
***
دا منصبونه دا انعامونه
واړه زندۍ دي واړه دامونه
پښتون مغل به سره دوست نه شي
خوشال يـې مه وينه دا انعامونه
.

ملا عبدالسلام وايي:
منصب خوره حرامي صحيح جاسوس دى
نه كمال تعليم لري نه استعداد دى
***
ايمان بايلي سپك ارزان حرض اخيستى
ځي سېوۍ ته يو د بل د مخه ځغلي

خوشال دغه هرڅه بې ننګي بولي او د پښتنو د لوړو اوصافو ضد يـې ګڼي او دغه سوبه پښتانه د ازادۍ پر لوري د لوړ پرواز له توان څخه محروم بولي:
باچهي يـې د مغل په زرو بايله
د مغل د منصبونو په هوس دى

اوښ له باره په خپل كور كي ورغلى
په ولجه د اوښ د غاړې د جرس دى
بې ننګان د بې ننګۍ په كار و بار كي
ننګيالي د ننـګ په كار كي هر نفس دى

ملا عبدالسلام وايي:
په سېوۍ كي سالانه انعام هغه وړي
چي پر دين د محمد  وهي بازي

ملا صاحب وايي چي ځيني بې ننګ پښتانه پرنګيانو ته پر څپړو پراته دي، له هغو څخه انعامونه، القاب او اعزازونه اخلي:
پښتني غيرت انګرېز درڅخه يووئ
د كافر درغورځي لاندي ځې ممنون
مـــا د ده نــمكـخواره په كاڼو ولي
چي بندي د پرنــګيانــو وم هغه يم
***
دا يـــوه خـبـره وكـــه سـتـــا و پـلار تــه
چــي شــپـېته كاله بنده وې د سركـــار ته
كـــوم هـنــر لـرې پرڅه خان بهادر شوې
نــه ګاډۍ تــيـــــارولاى ســې نه تار ته
زام انګليس پــالې كهي د ولس غـــواړي
پــــه رشــتــيـا ويل بابا مه سې ازار تــه
لــكــه شــيــن كــډو د بل پر اوږو خېژې
ډك پـــه جـهــل بــــې كماله و چنار تــه
جـــــي صاحـب و پرنګي مشرك ته وايـې
له كــرسۍ څه دي خداى پورته كه و دار ته
نـها كـــاڼه له خــوبــه زما اذان راويښ كړو
نه غـــازي فرد كـــامـــل د كـنــدهـار ته
زه خـــو خان د پرنګي شابوسي نه خورم
كـــه ځان بـولې كه عبدالسلام ګځار تـــه
.

خوشالخان د مغلو نمكخواري د پښتنو د زوال سبب بولي او له پښتني ملت سره يـې د غدارۍ برابره ګڼـي:
چي ښوروا خوري د مغلو واړه سپي دي
د سګانو په خوله څه اخلم نومونه
پښتانه لكه مګس ورباندي ګرځي
ورته ايښى دى مغل د حلوا تال

***

د بې ننګو پښتنو له غمه ما
لويي پرېښوده ونيوله كمه ما
هغه ملا چې به په لهوډ سر، لوى غر و
په ناكام كړه و مغل ته خمه ما
د هغو د خولې كږې خبرې اورم
چې خبره ورته نه كړه سمه ما

***
شرم دى ننګ دى دار د سر دى
كه مې پرېښووه ځاى مې غر دى
پښتانه واړه د مغل ښوروا خوري
ما ته يـې پاته دا شور و شر دى
ملا عبدالسلام:
دونــي پنډه پـــډه څه كـوې نرى سه
لكه نى پر سينه پوري ووري سـورى سه
كښاته (كښته) ځي هره درنه تنه غرقېږي
ډنــګر والـــوزه مـلـكــه يـا پېرى سـه
در ګيـدړه تـه سـپـيـتانه لــــرې خانه!
دا د بل پسخورده مـــه څټه مزرى سه
يــــــا ورځه د پښتونوالي دعوه پرېږده
ښكاري سپى د پرنګي تازي كوترى سه
يـــــا وبــــل نوي ثاني ميوند ته وځه
بيرغ جګ واخــله غـيرت وكه برى سه.
***
ځني وږي سپـــي د لاټ روغبړ ته ځغـاسـتو
د اســـــلام بــلـــل اكثره غمـازان مــــا
په روپۍ يـې وږي سپي پرځان مـيــن كـړه
نـــه پـــر مــځكـه دا شيطان سته نه بـــالا
د نفاق پن څونـــي خلكـو ځني واخيست
د دې پـــن نـــه كبـسـان سـتـه نـــه دوا
.

خوشال بابا:
د سـړي د لاســه مــړ واى څه به ښه و
لېوني كوټه سپي مړه ګوره شېران كړه

ملا عبدالسلام:
ستا په توره خـو دې يو نه دى وژلى
دښمن وژنې په رشوت يا په چغل كه

خوشالخان خټك:
په دا هسې وخت كې وخت د نام و ننګ دى
دا بــې نـنــګه پــښتــانــه كــه څه رفـتــار
مـــرګ زمــا پــه پوهه ښه تر دا ژوندون دى
د عــزت ســره چــــې نه وي زيست روزګار

ملا عبدالسلام:
پـــرنـګي پښتون د ځان كړي نيمګور ټوله
قـــريــبـان سپي وله غاپي پر كـــور ټولــه
لكه نمر داسي روښان څراغ مــو پـو كـى
لايــقــان يـــو پــښتــانـــه د پېغــور ټوله

خوشال بابا:
ځنــې څه لــويـې دعوې لرم پــه زړه كي
ولې څه كړم چې پښتون ماړه بې نـنـګ دى

ملا عبدالسلام:
اتـفـاق اصل زاړه پښتــانـه نــــه شتـه
نـن خـو مــيــنـه پر دنيا يا پر ګوره ده

خوشال بابا:
څو دي توان توفيق رســېــږي بيرون مه شه
پـــه هــــر دم د پښتانه له نــنـــګ و نامـه

ملا عبدالسلام:
چي تاريخ اته پنځوس درې سـوه زر له
راغى ډېر پـښتــــانــه ورغلو كافر لــــه
پـرنـګيــان په آســمـان والوتو سربــېره
خـلـك ځان رسـوي دغــــــه بختور له
پـــرنــګيانــو جـــاسوسان دي رالېگږلي
وركوي كومك بــاغــــي ګمراه لښكر له
مـقدس اسلام پرنــس د اســـلام ونيو
خــښم نـــه ورغى بېرته يوه نــر لــــه
.

خوشالخان خټك دغه د “نر” كلمه استعمالوي:
چي د نـنـګ په چارو نر نه وي خوشاله
كه يـې نر ويني په سترګو هم ماده دى

خو ملاعبدالسلام ددغه نر د ماده توب ظـــاهـري انځور داسي تمثيلوي:
په نايـــي ږيره خريي عبدالسلامه!
لـغړزنى لكه نجوني بې برېتو سو

په (ډې پټانز) كي د اورنګزېب عالمګير او د خوشالخان د اختلاف په باب يو ځاى ليكل شوي، چي: د خوشالخان حب الوطني نظمونو ته دوو جذبو فيض رسولى دى.
اولني له شهنشاه اورنګزېب سره د هغه نفرت او حقارت او دويم د هغه فخر او غرور چي هغه ورته ننګ وايي، دا د يو پښتون ياافغان عزت دى.
خوشالخان د اورنګزېب په عناد داسي وايي:
زه غلـيـم د اورنــګزېب يم
سر په غــره په بــيـــابــان
زه په ننـګ د پښتانه يــــم
دوى نـيـولـــي مـغـــلان
د منصب په اضـافــــو دي
كُــل پــــه مـا پسې روان
بل ځاى داسي وايي:
چي په نام پښتون غوڅېږي، پرې خوښېږي
اورنـــګزېب هـــسې بادشاه دى د اسلام
***
رامعلوم سو د اورنګ عدل او انصاف
دده ښه مـــسلماني ښه اعـتــــكاف
ســكه وروڼه وار په وار واړه وژلـــي
پـــلار پــه بند كې اچولى په مصاف
مار په تن له پاسه ښه ښايسته روڼ دى
ولـــې نه د اندرون دى لوى ناصاف
مېړنــى په كرده ډېر ويل يـې لږ وي
د نــامــردو لـږ عمل وي ډېر يې لاف
كه دلې د خوشال لاس په ظالـم نېغه
د قيامت په ورځ يې خدايه مه كړې معاف

ملا عبدالسلام د خوشالخان خټك او د اورنګزېب په دغه اختلاف مي رمز پوه دى:
خوشالخان د اورنګزېب سيالي درلوده
سياسـت حكومت غور د خلافـي ولاړ

خو سره له دې ملا عبدالسلام اورنګزېب عالمګير ته د هغه د علمي خدمتونو په رڼا كي يدت د خلا ف پېرزويني وړاندي كوي او د مهدي مقتدي يـې بولي.
اورنـګزېب هم د مـهدي مقتدي اېگسي
قـــرانــــي معانـي وړه په بحر و بر ده
مــسلــمــان مـــلــت له وايسته ارزانه
فـتـاواى د عالمګير پـــه څوني زر ده
هــر دارا پــه كـــي دورا ځا معلومېږي
نــورانـــي هنـداره سكتتي سكندر ده
.

د اورنګزيب ددغو علمي خدمتونو اعتراف د خوشال د ظرف په وړاندي په ډاګه ښكاره شوې ده، خوشال بابا له يوې خوا له اورنګزېب سره سيالداري او بلې خوا ته د هغه د خدمت اعتراف خورا په استادانه توګه كوي.
مغلو ته چې ګورم هغه هسې مغل نه سـته
د تورو وار يې تېر شو او ورپاته يو قلم دى

د ملا عبدالسلام او خوشالخان خټك يو بل مشترك قدر دا دى چي خوشالخان له خپلوانو او زامنو څخه سر ټكوي، چي د بل د كار اله جوړ شوي دي.
زويــــو مــې خوى د خټكو نور كړ
زما په نقش يـې پورې ســور اور كړ
وخــــت د ګټې د نام و نــنــګ و
بـــدو زامــنــو راڅخه خـپــور كړ

ملا عبدالسلام بېخي د خوشالخان په ډول پر خپلي طالع ژاړي، چي له ماسره هم هغو عزيزانو ونه پالله او مدعي ددوى په مرسته زما ګرفتاري ترسره كړه:
خــــوشــالـخان زامنو وركړ و مغل ته
بند له خود بيايي تربرونه عــزيـزان ما
***
اڅكــزـو سپــرو ګوره دربار له بوتم
زما درنــه ابــاتې سوې ده خپلوانو

د ملا عبدالسلام او خوشالخان خټك ځيني ارمانونه هم سره ورته دي، خوشالخان د مغلو په بند كي ناست دى او تر وتلو وروسته خپل ارمان داسي ښيي:

پس له بنده دى دا عزم
د خوشال د خاطر جزم
يـا نـيــولى مخ مكې ته
يـا مــغـلــو ســره رزم

ملا عبدالسلام بيا د نېستۍ او درماندۍ په دروهلي بند كې ناست دى، خو وايي:
توښه نه لرم عبدالسلام په جېو كي
كـنــه مــخ پـــر مـدينه و پرمكه يم

په هنري توګه ملا عبدالسلام د خوشالخان يوازې يو غزل تضمين ليكلى، د خوشال ځيني شعرونه:
په بل غشي په ټوپك ويـــشـتـلى نه يـم
كه ويشتلى يم خو بيا په خپل ټوپــك يم
نن خو ځان راسره ډېره جــــفـــا وكړه
كانده بيا د خداى وحكم ته په شېرك يم
كـــه خټكـو راته شا كړه مخ يـې تور شه
زه يــوازې پــه تكيه د خداى شريك يم
چې نيولى مې دا هوډ د ننګ و نام دى
كــه لـه خپــلـــه هوډه اوړم كنيزك يم
د افـغــان پـه نــنــګ مـي وتـړله توره
نـنـګيالــى د زمـانـې خوشال خټك يم.
د ملا عبدالسلام د غزلي يو څو شعرونه:
عشيزو دركاڼي كلك در ګل نازك يم
مخالف د پرنګي قانون تارك يم
زما ويل د نن مغل دپاره ښه دي
بل و ستري د زمانې خوشال خټك يم
په تاريكه كورنۍ كي شمعې بل شوم
د نامي ماړه فاسق در نظر سپك يم
معرا ځم وروڼه غواړم ننواتي
كه يوسف د بابايي كنعانه ورك يم
عاقبت تربرو د څاه د بنده وځم
زه لېوانــــو! د ســبــا نـسيم چابك يم
سرې لمبې لكه خليل راته ګلزار شوې
دنمرود په اوركي ګل غوندي خُنك يم
هوښ لره په رود نيل مه راګډېږه
په غرور د ځان فرعونه چي ملك يم
ور دې زما و كور ته واچاوه بدنسله
هى ارمان كرياب په توره په ټوپك يــم
دجالان مو خطا باسي جاهلانو!
لېوان وژنم نګهبان د خپل كنډك يم
مذهبي مخالفان شړم دباندي
د “امان” په شان د سره كفر مهلك يم
په ښاخه دره كي مېشت عبدالسلام دى
كوږك مېنه سوسن بوټى د اڅك يم
.

د ملا عبدالسلام په خپل داخلي متن كي موږ د ستر خوشال ياد هم وينو، چي ملا عبدالسلام يـې د مېړاني ستاينه كوي:
خـوشالخان په قبر نــنــووت خټكو!
لو پـاتـا د شاه حسين ده هوتكو

***
توريالي ډيـلــي نـيـو بـېشــكه درونــد و
پر جمله پښتتنو خان خوشــال خــټك يو
****
خوشالخان خټك په تول تر ټوله خټك دروند و
هـــم عبــدالـعـــلي پـــر لوړه كاكـړي بـس

كله د هغه د تدبر، تفكر او هوښيارۍ ستاينه كوي:
اوس لا هــم دده د وير سـندري اورو
مرګ بـېولى فلسفي خوشـال خټك دى
ښو خـوبـانـو كډې وكړې مني پــاتـو
خوشالخان، عبدالرحمن، آدم درخو ولاړ

كله – كله يـې د سترو شرقي ادبي اتلانو په كتار كي دروي، د سعدي، شېرازي، فردوسي طوسي او ميرزا عبدالقادر بېدل تر څنګه:
چې سعدي و خوشالخان و فردوسي ولاړ
كــــــډوګان پاتو يو فكر ســـياسي ولاړ

په سياسي ډګر كي ځان د لوى خوشال د ستري مبارزي پيروان بولي:
د غازي امان الله رباب وهمه
د وستري زمانې نوى خوشال دا دى
***
زما ويل د نن مغل دپاره ښه دي
بل و سترې د زمانې خوشال خټك يم
***
وطن كُل نيسي مغل په دا پوهېږم
د خوشال خټك خو كړى دى پېښې زما

ځان د خوشال په وړاندي ډېر كمزورى ويني او د ستر خوشال د لوړ شخصيت ستاينه په بېخي پراخ زړه، علمي ديانت او ادبي عرف سره داسي كوي:
خوند لري د خوشالخان خوږې شكرې
زمــا حــرفــونــه وربشينه ګګره دي

safi foundation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error: