حشره څه ته وایي؟
حشره څه ته وایي؟
حشره د یوی لاتینی کلمې یا insectum څخه اخستل شوی چی بند
بند یا د سکشن لرونکی، معنی ورکوی. د حشراتو بدن د دریو برخو یعنی سر، سینی او خیټی څخه تشکیل
شوی دی. په نړۍ که دا مهال ۱ میلیون حشری شرح شوی دی او په مجموعی ډول سره د ۶ څخه تر ۱۰ میلیونو انواع د
حشراتو شتون لری چی د څمکی پر مخ د حیواناتو د عالم ۹۰ سلنه
برخه تشکیلوی. حشرات کابو په هر ډول چاپیریال کی پیدا کیږی. د ټولو حشراتو له ډلی
څخه کیدای شی یوازی ۵۰۰۰ نوعی یی د نباتاتو لپاره مضری وی ( وان لن ترن، ۲۰۰۶).
د حشراتو په هکله ځینی حقایق:
- حشرات خارجی اسکلیت یاexoskeleton لری.
حشرات یوازنی وزر لرونکی غیر فقاریه دی. - حشرات د یخی وینی سیستم ( cold blood system) لری.
- حشرات د فصلی تغیراتو سره د توافق په موخه د میتامورفوس عملیه ترسره کوی.
- حشرات سریع تولید د مثل کوی او ډیر نفوس لری.
- د حشراتو تنقسی سیستم د تراخیایی تیوبونو څخه جوړ شوی چی د هوا، فضایی فشار، تششع په مقابل کی مقاومت لری.
- حشرات د نورو حیواناتو په ځیر د والدینو توجه او پاملرنی ته اړتیا نلری ( دیلانګ، ۱۹۶۰).