حجروي وېش (Cell division) 

حجروي وېش (Cell division) 

حجروي وېش یوه بیولوژیکي عملیه ده، چې په واسطه يې حجرې د ځان په څېر نورې حجرې جوړوي. د یوه ژوندي موجود د نسل د بقا لپاره حجروي وېش ډېر مهم دی. په کثیر الحجروي ژوندیو کې سربیره د نسل په ډېرښت انساج ترمیمېږي او ودې ته ادامه ورکوي. حجروي وېش په دوه ډوله دی.

  1. مستقیم حجروي وېش
  2. غیر مستقیم حجروي وېش

 

  1. مستقیم حجروي وېش

مستقیم حجروي وېش عموما په واحدالحجروي ژوندیو او د کثیرالحجروي ژوندیو په کرپندوکو کې صورت نیسي. په مستقیم حجروي وېش کې یوه حجره اول اوږدېږي، وروسته د حجرې په منځ کې ژوروالی راځي، چې په نتیجه کې حجره په دوه برخو وېشل کېږي. دا ډول وېش په بکتریاوو کې لیدل کېږي. لاندې انځور په بکتریا کې مستقیم حجروي وېش څرګندوي:

  1. غیر مستقیم حجروي وېش

غیر مستقیم حجروي وېش چې عموما په کثیرالحجروي ژوندیو کې صورت نیسي په دوه ډوله دی:

الف  – میتوسس

ب   – میوسس

الف: میتوسس

میتوسس حجروي وېش د کثیر الحجروي ژوندیو په بدني حجرو کې صورت نیسي. د مورنۍ حجرې په هسته کې کروموزومونه دوه چنده کېږي، په دوه مساوي سیټونو وېشل کېږي. په پای کې دوه ورته حجرې منځ ته راځي، چې دا نوې حجرې یا لورنۍ حجرې کټ مټ د مورنۍ حجرې خواص لري او د کروموزومونو  شمېر هم په کې ثابت پاتې کېږي. د میتوسس عملیه لاندې پړاونه لري:

  • انترفیز
  1. پروفیز
  2. میتافیز
  • انافیز
  1. تیلوفیز او سایتوکنیسیس

د انترفیز پړاو: د پړاو د حجرې د وېش منځنی پړاو دی. په دې پړاو کې په هسته کې هستوي مواد د تاو شوو روښانه تارونو په شان ښکاره کېږي. هستوي غشا او هسته ګۍ وجود لري. حجره لوړ حد ته رسیدلې وي او وېش ته جوړه وي. د حجرې له دې حالت څخه وروسته د حجرې وېش پیلیږي چې لاندې پړاوونه لري:

پروفیز: د میتوسس د عمليې لومړی پړاو دی. هغه حجرې چې ارام حالت یې درلود، نوي تغیرات پکې منځ ته راځي. د حجرې غلظت زیاتېږي، کروماتین د اوږدو تاوو شوو تارونو بڼه نیسي، چې د کروموزومونو په نوم یادیږي. د کروموزمونو پنډوالی زیاتیږي او لنډیږي. دا حالت د کرومومیر په نامه یادیږي. په دې وخت کې د حیواني او ابتدایي نباتاتو په حجرو کې سنتروزم ښکاره کېږي. سنتروزوم په دوو سنتریولونو وېشل کېږي او د حجرې قطبونو ته حرکت کوي. لنډې سایتوپلازمي رشتې منځ ته راوړي، چې استري شعاع یا د شعاعي خطونو په نامه یادیږي. سنتریولونه په قطبیونو کې د ستورو بڼه نیسي. کروموزومونه دو چنده کېږي، هر کروموزوم دوه رشتوي جوړښتونه منځته راوړي، چې هر یوه ته یې کروماتید وايي. کروماتیدونه په خپلو اوږدو کې سره نښتي وي، چې د اتصال ټکي ته یې سنترومیر وايي. په دې وخت کې هسته ګۍ او هستوي غشا له منځه ځي، نیوکلوپلازم (هستوي ماده) ماکو ته ورته رشتې جوړوي.

میتا فیز: په دې پړاو کې کروموزومونه ښکاره بڼه نیسي او د کروموزوم هر تار د سنترومیر په برخه کې د سپینډل یعنې ماکو له یو ټکي سره تماس پیدا کوي.

انافیز: په دې پړاو کې د سنترومیر په برخه کې هر کروموزوم په دوه برخو جلا کېږي او د ماکو د انقباض په واسطه مخالفو قطبونو ته حرکت کوي، کروموزوم د V بڼه نیسي چې کږه برخه یي د حجرې د قطب په طرف وي.


  1. ټیلوفیز:
    دا یو اوږد پړاو دی، چې کروموزومونه په هر قطب کې د خپل سنتریول په څنګ کې ځای نیسي. استوانه يي جوړښتونه هم ورکېږي. هستوي غشا او هسته ګۍ د دوم ځل لپاره منځ ته راځي. له دې وروسته د حجرې سایتوپلازم وېش یعنې سایتوکنیسیس پړاو شروع کېږي.

د میتوسس اهمیت

د ژوندیو موجوداتو وده، د ټپ جوړیدا، د نوو حجرو منځته راوړل، په نوو حجرو کې د کروموزومونو برابر والی له والدینو څخه اولاد ته د ارثي خواصو لیږدونه او نور. دا ټول د میتوسس له کبله شوني دي.

ب: میوسس عملیه

میوسس حجروي وېش په جنسي حجرو کې صورت نیسي. دی وېش ته د کروموزومونو لږوالي وېش هم وایي. دا وېش په هغه ژوندیو کې رامنځته کېږي چې په زوجې ډول مثل تولد کوي. په حیواناتو کې دا عملیه په جنسي غړو (ګونادونو) کې سرته رسیږي. د دې عملیي په واسطه جنسي جنسي حجرې (ګمیتونه) منځته راځي او په نباتاتو کې سپورونه تولیدیږي. په دې عملیه کې یو مورنۍ حجره څخه څلور لورنۍ حجرې منځته راځي. دا نوې حجرې د مورنۍ حجرې پ پرتله نیمایي کروموزومونه لري. د میوسس عملیه په لاندې دوه پړاونو کې بشپړیږي:

میوسس I

میوسس II

میوسسMeiosis I)  I)

  1. پروفیز (Prophase I) I

په دې پړاو کې کروموزمونه یو له بل سره کړۍ کېږي. یو شان کروموزمونه سر جوړه کېږي. له دې وروسته په یو شان کروموزمونو کې یو پر بل تیریدنه منځ ته راځي یعنې کروماتیدونه خپلې ځیني برخې یو له بله سره تبادله کوي.

  1. میتافیز (Metaphase I) I

په دې پړاو کې هستوي غشا له منځه ځي. د سپینډل په نوم تارونه منځ ته راځي. د کروموزمونو جوړې د استوا لوري ته کږیږي. د سنترومیر په برخه کې د سپینډل په نریو  تارونو پورې نښلي.

  1. انافیز (Anaphase I) I

په دې پړاو کې د سپینډل تارونه نري کېږي. جوړه کروموزمونه جلا کېږي او له استوا  څخه قطبونو ته حرکت کوي.

  1. تیلوفیز (Telophase I) I

دې پړاو کې کروموزمونه قطبونو ته رسیدلي وي او جال بڼه نیسي او هستوي غشا ورڅخه چاپیره کېږي. هسته ګۍ له دویم ځل لپاره راښکاره کېږي استر او سپینډل ورکېږي. د دوه لورنیو حجرو هستې منځته راځي. په حجروي غشا کې ژوروالی رامنځته کېږي. دا ژوروالی ورو ورو زیاتیږي. حجره په دوو نوو هستو وېشل کېږي. یادې شوې هستې حقیقي هستې نه وي، سم لاسي ورپسې د دویم میوسس عملیه پیل کېږي.

  1. میوسس (Meiosis II) II

دویم میوسس کټ مټ د میتوسس په شان دی. خو د دې په اخر کې څلور لورنۍ حجرې منځته راځي او د مورنۍ حجرې په پرتله نیمایي کروموزوم لري.

د میوسس اهمیت

میوسس عملیه ډیره مهمه ده. ځکه چې دا عملیه په جنسي حجرو کې صورت نیسي. او په جنسي حجرو کې د کروموزوم شمېر نیمایي کوي او کله کې چې د پلار او مور جنسي حجري سره یوځاې شي د شمېر بیرته پوره کېږي او هم مثله ژوندي اولاد منځته راځي.

که چیري د میوسس په وسیله دا شمېر په لورنۍ حجرو کي نیماي نه شي نو وروسته کله چې د مور او پلار جنسي حجرې سره یوځاي شي نو دا شمېر به دو چنده شي، چې نوی زیږیدونکي ژوندي که چیرې وزیږیږي نو د دوی هم مثله به نه وي.

تمرین 

لاندي خالي ځایونه ډک کړۍ.

  1. د ملاتیر لرونکي حیوانات دوه ډوله حجرې لري، چې عبارت دي له ……………..
  2. حجروي مستقیم وېش عبارت دی له …………………..
  3. په حجروي وېش کې د انترفیز پړاو عبارت دی له ……………………..
  4. میوسس د ……………………په معنا دی.
  5. میتوسس په …………………….حجرو کې صورت نیسي

صحیح او غلط

  1. میوسس حجروي وېش په جسمي حجرو کې صورت نیسي. ( )
  2. جنسي لورنۍ حجرې د کروموزوم نیمايي شمېر لري. ( )
  3. هغه لورنۍ حجرې چې په میتوسس کې منځته راځي د کروموزوم پوره شمېر لري. ( )
  4. انترفیز ته د حجرې د استراحت مرحله هم وايي. ( )

حل تمرین

  1. جسمي او جنسي حجرو څخه
  2. امیتوسس
  3. د حجرې منځنی پړاو
  4. لږوالي
  5. جسمي

صحیح او غلط

  1. غلط
  2. صحیح
  3. صحیح
  4. صحیح

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Atomic Habits
Back to top button
واسع ویب