جمهوريت او د بشر حقوق

ژوند دالله ج یو ستر نعمت دی او ددي نعمت نه باید د انسان دعقل په قدرت سره په صحیح مانا کې ګټه پورته شي. موږ انسانان یو او انساني حقوق لرو دا حقوق د ټولو لپاره یو دي او دا ځکه یو دي ځکه چې انسانان یو.

زموږ حقوق ددي لپاره یو ندي چې موږ په ځانګړي ځایونو کې ژوند کوو، او یا هم موږ د یو خاص مذهب یا هم د یو خاص نسل سره اړیکه لرو او دهمدي لپاره موږ وایو چې انساني حقوق یو ډول دي. انساني حقوق په لمړي سر کې دیو فرد او دریاست ( دولت ) ترمینځ په اړیکو بحث کوي.

ملګرو ملتونو په کال ۱۹۴۸ کې یو نړیوال منشور منظوره کړي چې په بنیاد ېې د نړۍ دانسانانو حقوق یو ډول دي او باید اوسي.

په کال ۱۹۴۸ کې په لاندي مسایلو باندي هوکړه شوي.

• ټول انسان ازاد او دحقوقو او اعتبار له رویه برابر پیدا شوي.

• د ټولو انسانانو لپاره بغیر دمذهبي، نسلي،جنسي،سیاسي سوچ ، قومیت په پام کې نیولو سره ټول انساني حقوق يو ډول دي.

• ټول انسان ازاد دي او د زاتي ژوند حق لري.

• په انسان هر دول تشدد منع دی

• ټول انسان قانوني تحفظ یا ساتنه باید ولري.

• ټولو انسانانو ته حق شته چې دخپل هیواد په سیاسي مسایلو کې آزادنه او په پټه توګه خپل نظر څرګند کړي او هم ېې دانتخاب یا پریکړې دپلې کیدلو حق ولري.

مساوات:

ټول انسان په راویتي توګه دخپل انتخاب حق لري سیاسي قاعده ښۍ چې دانسانانو ترمنیځ باید یو انډول موجود وي ترڅو په ټولنه کې هر فرد ځان مسول وګڼي، د پریکړو قدر ېې باید وشي او هم باید عدل وي ترڅو په ټولنه کې هیڅ فرد د بل فرد نه ځان زیات او کم ونه ګڼي، په سیاسي کشمکشونو کې مساوات نشتون همیشه دجګړو او ستونزو لامل ګرځي، په جمهوریت کې په خصوص دریات دنده ده چې ترڅو فرد یا وګړۍ تر امکان حده پوري دمساوات په رعایتولو سره قانع کړي.

د روایت مطابق جنسي مساوات مطلب د ښځو او نارینو ترمنیځ دحقوقو تقیسم دی مګر نن دي روایت ډير مختلفو آندونه او فکرونه زیږولې چې په سیاسي اصطلاحاتو کې ټول انسان دعمر، نسل ،قابلیت، جنس ، مذهب، نه علاوه مساوي حقوقو درلودنکې دي.

دمنصفانه تقیسم په اړه دانسان د تفکر او تفکیک اندازه چې له امله ېې ویش په مناسب ډول وشي عبارت دی له مساوات نه ازاد ریاستونه همیشه دمساوات په پام کې نیولو سره ځانونه دبغاوت دچغي نه ساتي په جموریت کې دمساوات پیمانه ستره او وسیع ده چې له امله ېې جمهوریت بقا او جمهوریت پایه چلیدل شونې دي مګر دمساوات نه راعایت نه یوازي جمهوریت بلکې دانساني حقوقو خلاف کار هم ګڼل کیدۍ شي.

ولسواکي او د رایه انتخاب:

په جمهوریت کې د ریاستونو ترټولو ستر مکلفیت ازادي او درایه انتخاب دی په جمهوري نظامونو کې درایه ، قضاوت او فکر اظهار ازاد دی هرڅوک کولۍ شي هر څه ووايي خو دا پدي مانا نده چې اصول او مقرره دي درایه په اظهار کې له پامه وغورځول شي. انسان کولۍ شي چې په ریاست کې خپل رایه ووایي ولیکي او هم ېې بل ته واوري مګر مشروط په ځينو مقرارتو چې له پامه ونه غورځول شي.

لیکنه: عبدالقدير مطفي

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب