تور چای هډوکي پیاوړي کوي

څېړنو ثابته کړې، هغه کسان چې تور چای څښي د هغو په پرتله چې هېڅ چای نه څښي، پياوړي هډوکي لري او د هډوکو د وروستوالي پر ناروغۍ نه اخته کيږي. چینایي څېړونکو تر ۱۵ کلنو څېړنو او پلټنو وروسته ثابته کړې چې په ورځ کې د درې یا څلور ګيلاسه چای څښل، ۳۷ سلنه د هغو عواملو مخنیوی کوي، چې د هډوکو د وروستوالي سبب کيږي. دغه راز ويل شوي، چې ټول څښاک ورته خاصیت یا ځانګړنه نه لري.
د بېلګې په ډول، قهوه چې ډېر کاله د چايو پر ځای کارول کيږي د هډوکو له پياوړي کولو سره مرسته نه کوي.

څېړونکي لا نه دي بريالي شوي چې ثابته کړي، چای ولې د هډوکو له پياوړتيا سره مرسته کوي. ډاکټران وایي، فلوراید، کلیسم او نور معدني مواد هډوکي قوي ساتي.

دغه راز تور چای د انټي اکسیدانو تر ټولو ښه سرچینه ده چې د بدن دفاعي سيسټم پیاوړی کوي او د وینې د لوړ فشار مخه هم نيسي. څېړونکي وایي، د تور چای ښېګڼې یوازې دا نه دي، بلکې د شکرې ناروغۍ د کنټرول لپاره هم ګټور تماميږي.

 

 

your ads

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب