تابلو | کیسه | سید عبید الله نادر

د یو کلیوالي ښوونځي چې ودانۍ یې ډیره زَړه وه . د ودانی چار چاپیره دیوالونه ځینی ځایونه یي سوری وو . د ښوونځي به انګړ کې ماشو مان لوبیدل او خپله د تفریح موده یي تیروله. د ښوونځي ددیواله څخه بهر څو تنه ماشو مانو چې د تعلیم څخه محروم وو . خپل د خځلو بو جۍ ګانې یې پر ځمکه ایښې وي . او د دیواله د سوري څخه یي دننه د ښوونځي زده کونکو بچیانو ته په ډیر حسرت او آرمان سره کتل ،چې کاشکې دوی هم په ښوونځي کې وای او ددي ماشو مانو سره یي یو ځای زده کړه کړی وای او یو ځای لوبیدلای ، او روښانه راتلونکی یي درلودلای. ددي دیواله د سوری نه څو تنه ما شومانو خپل سرونه داسې وردننه کړي وو چې د یو انځور ګر یا نقاش دپاره یي ډیره په زړه پوری او د معنی نه ډکه تابلو جوړه کړي وه .

 

Atomic Habits
د نصاب کتابونه

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
Atomic Habits
Back to top button
واسع ویب