د سیاسي‌ نظامونو ډولونه کوم دي؟‌ سیاسي نظام

بېلابېل سياسي نظامونه:

زموږ بله موضوع پردې خبرو راڅرخي چې د سياست د پورتنيو فلسفوي نظرونو قطع نظر، په نړۍ کې کوم ډول نظامونه  په عملي بڼه منځ ته راغلي؟ او حکومت بايد شخصي وي او که ټولنيز؟ ددې له پاره کوم ډول ځانګړنې اړيني دي؟  همدا ځانګړنې څنګه منځ ته راتلای شي؟ په دي اړه څه ډول تګلاره بايد وکارول شي؟ د دغو بنسټيزو پوښتنو په اړه چې په کوم نظام کې څېړني کيږي هغه ته سياسي نظام “Political System” وايي.

تر ننه چې په نړۍ کې کوم نظامونه پلي شوي دي هغه پر درې لويو برخو وېشل کيږي:

۱ شاهي

۲ اشراف واکي

۳ جمهوريت (ولسواکي)

دا درې لوی نظامونه بياپه بېلابيلو څانګو وېشل شوي دي ، چې دلته يې څه ناڅه پېژندنه اړينه ده.

۱ـ شاهي نظام

دتاريخ له پاڼو څرګنديږي چې د نړۍ په سياسي نظامونو کې ټولواکي (شاهي نظام) د نورو په پرتله زيات نافذ شوی دی چې له پېل نه تر اوسه پورې د نړۍ پر مخ په يوه يا بله بڼه راروان دی ،او د تاريخ په ډېرو پېښو کې ځانګړی ځای لري.

په ظاهري بڼه “ټولواکي” يو ويوکی دی چې د دولت مشر ټول واک (پاچا) ته کارول کيږي ،دی شخصي واکمن وي او په خپل سر د حکومت چارې پرمخ بيايي؛ خو د دې نظام شکلونه په بېلابېلو زمانو او هيوادونو کې يو تر بله توپير لري ، مانا دا چې  دا نظام پرټوله نړۍ يو ډول نه دی راغلی، په هر پېر کې په مختلفو بڼو رامنځ ته شوی دی چې دلته يې موږ په لنډه توګه را اخلو:

[irp][irp][irp]

(۱) مطلق العنان ټولواکي :

ددې واکمني بنسټيزې ځانګړنې دادي چې په داسې نظام کې پاچا د قانون يادستور په منلو مکلف نه وي ،بلکې د ده ژبه قانون وي ، دی چې څه وايي هغه به دقانون يوه برخه ګرځي او د چارو په پلي کولو کې به هم  له چاسره په مشوره کولو پابند نه وي ، او که دی په خپله خوښه له چاسره مشوره کوي هغه به د ده يوه لورينه وي اوکه مشوره نه کوي ؛ نو څوک ترې پوښتنه نشې کولای ، هغه به پخپله دچارو واګي پرمخ بيايي ، قانون به پخپله جوړوي او دجګړو پرېکړې به هم دی کوي ، دقضا پرېکړه به هم بالاخره ترده پورې رسيږي او د ده پرېکړه به وروستۍ او منونکې پرېکړه وي، که هغه په قضايي چاروکې وي اوکه پوځي چارو کې، لکه نن چې دپوځ په قانون کې کوم قوانين پلي کيږي چې د پلاني جرم به څنګه او څومره جزاوي؟ د دواړو ترمنځ يوازې دومره تو پېردی چې مطلق العنان پاچا په هيڅ قانون منلو مکلف نه وي ، که له چا يې بد راشي او پرېکړه وکړي چې پلانی دې د خره څرمن وخوري يا دې په دېوال کې ووډل شي ؛ نو ددې شخص په اړه همداقانون ګرځي ، دېته مطلق العنان پاچاهي وايي او همداسې نظام دفرعون او نمرود په څېر انسانان وزېږول  چې آن دخدايي دعوې يې هم وکړې .

(۲) پاچايي شورا:

د شاهي نظام دوهم ډول “پاچايي شورا” ده چې په انګريزي ژبه کې ورته ” Counseling  monarchy” وايي ، ددې لنډه پېژندنه داسې ده چې په دې نظام کې به پاچا قانون په خپله جوړوي او دچارو پرېکړي به هم دی کوي؛ خوله دې سره سره به له ځان سره يوه شورا هم ساتي او دقوانينو او احکامو په پلي کولو او اجرائيه چارو پرمخ بېولو کې به ورسره مشورې کوي ، بيا همدا شورا هم بېلابېل ډولونه لرې: ځيني يې دکونسل “council” ځينې د سنا مجلس او ځينې يې بياپه نورو نومونو ياديږي ، دغه راز مشورې هم يوله بل سره توپېرلري ، په ځينو ځايونو کې داسې شوي وي چې پاچا له شوراسره مشوره شرېکه  کړې ؛ خو دهغوی په مشورو منلو مکلف نه وي ، که د مشورې پر خلاف عمل وکړي بيا يې هم څوک له خپلې پرېکړي نشې په شا کولای، او کله داسې هم شوي دي چې پاچا اړ  وي چې دشورا پرېکړه به مني ، شورا چې کومه پرېکړه وکړي ياکوم قانون تصويب کړي پاچا به دهغو په منلو مکلف وي .

په تېر تاريخ کې ديونان رياستونه ترټولو مهذب او منظم رياستونه شمېرل کيږي ، هغه مهال هلته دښاري رياستونو “city states ” نظام و ، په هرښار کې به يوه ځانګړې واکمني وه او هغه به يو مستقل هيواد و ، او په هره کلا کې هستوګن خلک به ديوه رياست افراد يادېدل ، د يونان هرښار به ځانګړی واکمن او ځانګړی نظام درلود، دښاري رياستونو همدانظام ترډېرې مودې روان و ، ټول يونان په يو شمېر واکمنيو وېشل شوی و ، دهمدې رياستونو پاچايان په لو مړي سرکې مطلق العنان پاچايان ول؛ خو وروسته دوی دپاچاهي شورا نظام غوره کړ او ځينو يې دځان له پاره ځانګړي شوراګانې جوړي کړې چې په بېلابېلو معاملاتو کې به يې پاچاته مشورې ورکولې، په زياتره رياستونوکې به پاچايان د مشورو منلو پابند ول؛ خو په ځينو رياستونو کې به  پاچايان په دې مکلف نه ول چې دشورا مشورې ومني او په ځينو نورو کې بيا پاچايانو ته خپل حدود ټاکل شوي وو چې په ځينو معاملاتو کې به دشورا د پرېکړو په منلو مکلف وو، او په ځينو نوروکې بيادوی خپل واکه ول.  همدا واکمنۍ په يونان کې دعيسی عليه السلام نه ۳۰۰/۴۰۰ کاله دمخه وې .

[irp][irp][irp]

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب