ایډز ناروغي AIDS

 

ایډز د نړۍ په کچه یوه ډيره خطرناکه ویروسي . مزمنه ناروغي ده چې د انسان د بدن معافیت او دفاعي سیستم له منځه وړي .

په ایدز د اخته ناروغ  بدن بلآخره دومره کمزوری کیږي چې د یوې ساده ناروغۍ په وړاندې هم د مقاومت توان له لاسه ورکوي او له منځه ځي .

دا ویروس د بدن سپين کرویات چې دناروغیو او میکروبونو په وړاندې د مقابلې دنده پر غاړه لري له منځه وړي .

چې په دې توګه بدن د هرې وړې او غټې ناروغۍ په وړاندې د مقاومت د توان نه لرلو له امله له مرګ سره مخامخیږي .

د ایډز د انتقال لارې :

ایډز ناروغي ۷۰ سلنه د جنسي مقاربت ، شل سلنه د وینې له لارې او۱۰ سلنه هم له مور نه ماشوم ته انتقالیږي .

د ایډز ناروغي کومې ځانګړې نښې نه لري بلکې د ویروس له اخیستلو دوې اوونۍ ،یوه میاشت حتې ۶ میاشتې یا دوه کاله وروسته یو عادي ریزش یا زکام ته ورته علایم را منځته کیږي خو کله چې د ایډز ناروغي را منځته کیږي د ډيرې ستړیا ، د شپې خولې کیدو ، د مرغړیو پړسوب ،پرله پسې اسهال ،وچ او دوام لرونکئ ټوخئ ،د خولې زخمونه ، د ساه بندیدل ، او د پوستکي سرطان همداراز  د هسپرزوسټر په څير د پوستکي ناروغۍ  ناروغۍ ورته پيښیږي .

د ایچ ای وي تيسټ هم د ویروس له اخیستو ۱۲ اوونۍ وروسته په وینه کې مثبت کیږي .

د انتقال لارې :

له وینې یا مخاطي غشا ء سره  د منتن شخص د وینې ، جنسي افرازاتو ، مني او د تي د شیدو د لګیدو یا ګډیدو د ایډز ناروغي انتقالیږي .

سره له دې که متن شخص د ناروغۍ نښې نښاني هم ونه لري .

د ناروغۍ انتقال د انتقال شویو ویروسونو له شمیر ، د شخص له دفاعي سیستم او د درملنې له  زر یا وروسته پیل کیدو سره تړاو لري .

د مثال په ډول د حشراتو له چیچلو چې لومړی ېې منتن شخص چیچلی او بیا سالم شخص چیچلی وی د ناروغۍ د انتقال امکان ډير لږ حتې د نه شتون په حساب دئ .

ډاکتران وايي په دې ډول ناروغي ځکه نه انتقالیږي چې ډير کم شمیر ویروسونه انتقالیږي او د سالم شخص بدن د هغه د له منځه وړلو توان لري .

د خولې په لاړو کې هم د ویروسونو اندازه کمه ده او په مچې کولو ، ستړي مشې کولو ،یو ځای کیناستلو ، پرنجي ،په یوه حوض کې لمبیدلو، اوښکو ،خولو ،لاړو، غایطه موادو او ادارار له لارې نه خپریږي .

د وینې د انتقال پر وخت باید ډير احتیاط وشي او تر څو وینه ډا‌ډمنه نه وي باید ناروغ ته تطبیق نه شي .

له دې امله چې وینه د ناروغیو د انتقال مور ده باید په انتقال کې ېې هم پوره پام لرنه ولرو .

همداراز په ایچ آی وي د ککړو میندو سالم ولادت ماشوم ته له مور نه د ایچ آي وي د انتقال کچه کموي .

د ایچ ای وي تشخیص :

له نیکه مرغه په افغانستان کې هم د ایچ ای وي د تشخیص لپاره آسانتیاوې شته چې په لومړي سر کې یو ډول سټریفونه دي چې په هغه لومړنئ تشخیص تر سره کیږي او بیا د تائید لپاره نور ډول ډول ټستونه هم موجود دي .او حتې د ولسوالۍ په کچه په ټولو روغتونونو او همداراز په هغه کلینیکونو کې چې د وینې د انتقال شرایط په کې موجود دي دا ټسټونه شتون لري .

د آيډز علامې:

نړیوال روغتیايي سازمان د ایډز ناروغۍ لپاره دری لویې او ۷ وړې علامې ټاکلې چې سترې علامې ېې په لاندې ډول دي

۱:د بدن له لس سلنې د زیات وزن کمیدل

۲:له یوې میاشتې زیات اسهال یا نس ناسته

۳: او له یوې میاشتې زیاته پرله پسې تبه

وړې علامې په لاندې ډول دي

۱:د لمفاوي غدو غټيدل

۲:تر یوې میاشتې زیات ټوخئ

۳:د خولې دوامداره خوړینیدل یا کانډيدیاز

۴:د بدن په بیلابیلو برخو کې خارښت لرونکئ سوروالئ

د هرپس زوسټر تکراري حملې

۶:د پوستکي مزمن او شدید ټپونه

او د حافظې له لاسه ورکول او د محیطي اعصابو تخریب چې وروستۍ نښه ده.

الیزا ټيست:

دا ټيسټ یو دقیق ټیسټ دئ چې ۹۵ په سلو کې د ناروغۍ له سرایت ۶ اوونۍ وروسته مثبت کیږي له دې سره په څنګ کې د ایډز د دقیق تشخیص لپاره وایرل لوډ ټست د وینې د حجراتو دقیقه شمیرنه ، د سي ډي ۴ لمفوسایټونو شمیرنه او داسې نور تشخیصونه هم شته.

درملنه :

له بده مرغه ایډز مطلقه درملنه نه لري خو د فرصت طلبه انتاناتو درملنه او وقایه همداراز د وینې د جوړیدو تنبیه کوونکي فکتورونه او یو شمیر درمل د ناروغ عمر تر یوه حده اوږولای شي .

کله چې د ایډز دناروغۍ علایم راښکاره شي ناروغ بلعموم د یوه کال په موده کې خپل ژوند له لاسه ورکوي .

ژباړه: ډاکټر مجتبی «عزیزیار»

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب