انسانان ژبه څه ډول زده کوي؟

۴. د ژبې زده کړه:

انسانان ژبه څه ډول زده کوي؟
ژبه یوه فطري پدیده ده او که اکتسابي؟
خبره دا ده چې کله یو ماشوم په یوې ټولنې کې رالوی شي، د هماغې ټولنې ژبه زده کوي، مطلب دا چې ژبه اکتسابي ده. یعنې له نورو زده کېږي نو چې ژبه له نورو زده کېږي ژوي یې ولې زده کولای نه شي. نوام چامسکي دې پوښتنې ته یو ډېر په زړه پوری ځواب لري چامسکي په دې باور دی چې د ماشومانو په ذهن کې د ژبې په اړه یو کلي تصور وي او همدا علت دی چې د ژبې زده کړه یې دومره اسانه کړې ده، او وایي چې د نړۍ د ټولو ژبو تر منځ ورته والی نسبت بېلوالي ته ډېر دی او همدا ورته والی د ټولو ژبو لپاره کلي اصول ( language universals ) ګڼل کېږي. همدا کلي اصول له پېدایښت سره د انسان په ذهن کې وي. دې ټکي ته مو باید پام وي چې چامسکي ژبه ارثي نه ګڼي بلکې کلي اصول یې فطري ګڼي.

۴-۱: د ژبو کلي اصول:

ژبپوهان د دې تر څنګ چې د ژبو بېلوالی پلټي دا هڅه هم کوي چې ګډې ځانګړنې یې هم ومومي دا ګډې ځانګړنې د ژبې کلي اصول بولي.
چې ځینې یې دا دي: ماشومان هره ژبه زده کولای شي، ټولې ژبې قراردادي نښې کاروي، هره ژبه فعلي او نومیزې برخې لري چې په یوه سیستم کې پېچلي مفاهیم وړاندې کولای شي.
تر اوسه د انسان د ژبې یو څو کلي برخې په ډاګه شوي. لکه که کومه ژبه کې موښلي اوازونه وي نو تم اوازونه هم لري. په کومه ژبه کې چې مفعول له فعل نه وروسته راځي په هغې ژبه کې د اضافت وییکي هم کارول کېږي.

۴-۲: په ژبه کې فردي توپیرونه:

هر وګړی له بل وګړي سره د مورنۍ ژبې په کارولو کې توپیر لري. د ویيزېرمې، د وییونو د رایادولو یا د مفاهیمو لپاره د مناسبې اصطلاح موندلو، لوستلو، لیکلو، اورېدلو، د ژبنیو اطلاعاتو څېړلو او نورو ذهني فعالیتونو له اړخه سره توپیر لري.
د ژبې وړتیا او ځیرکتیا اړیکه هم همدلته مطرح کېږي. ارواپوهان دې پایلې ته رسېدلي چې هوښیاري ځانته پدیده نه ده، بلکې له بېلابېلو وړتیاو نه جوړه شوې ده. ارواپوه ترستون ژبنۍ وړتیا د هوښیارتیا اړونده پدیده ګڼي چې تقریباً ټول منلې تیوري ګنل کېږي. ځکه خو د هوښیارتیا په زیاترو ازمېښتونو کې داسې پوښتنې کېږي چې ژبنۍ وړتیا پکې وتلل شي.

۴-۳: پر خبرو پوهېدل او اهمیت یې:

ماشومان له کومې ژبې سره نه زېږي خو ورو- ورو ژبه زده کوي. دوی خبرې څنګه زده کوي؟
د دې لپاره چې ماشومان یوه ژبه زده کړي باید د هماغې ژبې په چاپېریال کې ژوند وکړي. دغه راز هغه خبرې چې اوري باید خپلې تجربې او د ژوند پېښې هم ورسره ملې وي. که ماشومان یوازې خبرې واوري خبرې زده کولای نه شي. ان که یو ویی لکه « سپی» زر ځلې هم واوري پر معنا یې نه پوهېږي تر څو چاپېریال کې یې نښې نښانې حس نه کړي.
هغه وخت به ماشوم د « سپي» د ویي په معنا پوه شي چې یا یې انځور وویني او یا هم خپله سپی وویني.
هغه وییونه چې ذهني دي په مادي نړۍ کې یې مدلول نه وي هم همداسې زده کېږي.
که ماشوم سپی وویني یا یې غپل اوري او د « سپي» ویی ورته وکاروي نو پر پوهېدو یې دلالت کوي.
خو که یوازې یې تلفظ کوي او داسې کومه نښه ترینه نه ښکاري چې د ده پر پوهېدو دې دلالت وکړي. نو په زده‌کړه کې یې کوم ځانګړی اهمیت نه لري. لکه که څوک د جاپاني ژبې « inu» چې سپي ته وایي غږ وویلای شي خو پر معنا یې پوه نه شي. پر زده کړه یې دلالت نه کوي. طوطي د وییونو او جملو غږونه ویلای شي، خو پر معنا یې نه پوهېږي نو د غږونو ویل د ژبې واقعي مفهوم نه دی. بلکې د اهمیت وړ خبره دا ده. ماشوم چې څه وایي پر معنا یې پوه شي.
ماشوم که وییونه یوازې تقلید کړای شي. تر هغې چې نور په یو ډول پرې پوه نه کړي چې د دې وییونو معناوې یې زده کړې. زده کړه یې ګڼلای نه شوو. د ویيونو پر ځای کارونه، نغوتې یا کتلو ته مو سم عکس العمل کول یې زده کړه څرګندوي.
د یو ویي د ویلو لپاره باید ماشوم هغه ویی له نورو واوري ( ماشوم مخکې له مخکې نه پوهېږي چې د یو څیز نوم « مور» او د بل « سپی» دی.)
او هماغه وخت چې دا خبره له چا اوري باید په چاپېریال کې یې د هغې اړوند څه تجربه کړي. د ژبې د زده کړې لپاره د داسې شرایطو رامنځته کول اړین دي. ښکاره خبره ده چې ماشوم له خبرو وړاندې باید پر خبرو پوه شي.
له پورتنیو خبرو سره سره تجربې هم ثابته کړې ده چې پر خبرو پوهېدل له خبرو وړاندې دي.
مېندې او پلرونه تل دا خبره کوي چې ماشومان یې له خبرو کولو مخکې پر خبرو پوهېدلي دي.
څېړنې هم دا تاییدوي چې پر خبرو پوهېدل له خبرو کولو وړاندې زده کېږي.
هاتن چز په څلورو ماشومانو همداسې یوه څېړنه وکړه، پایلې یې تایید کړه، چې پر خبرو پوهېدل له خبرو کولو مخکې زده کېږي. دې ماشومانو ته به چې د کوم کار وویل شول نو د غوښتنې سره سم به یې کاوه ان هغو جملو ته چې خپله یې ویلای نه شوې دقیق عکس العمل ښوده، لکه کله چې له یوه ماشوم نه پوښتنه وشوه، چې دا بطرۍ ستا ده که د ني ني ده؟
په اشاره یې ځواب ورکړ چې د ني ني ده. خپله وړه خور یې ني ني بلله. داسې بېلګې هم شته، چې ماشومان د خبرو له لومړنیو پړاونو په چوپه خوله تېر شوي دي او په نورو پړاونو کې یې بیا خبرې کړې دي.
انګلیس فزیکپوه انیشټین او انګلیس لیکوال کارلیل د معمول خلاف ناوخته خبرې پیل کړې دي، خو کله یې چې خبرې پیل کړې، نو د یو ویي پر ځای یې پوره  جملې کارولی شوې. نو پر ژبې پوهېدل د دې لامل کېږي چې خبرې زده کړو، یعنې دا ځنډ د ژبې په پوهېدو کې د خنډ له امله نه وه، بلکې په خبرو کولو کې خنډ یې لامل ګڼلای شو خو که دوی پر خبرو نه پوهېدل هېڅکله به یې خبرې نه وې زده کړې.( ۱: ۲۱- ۲۳)

۴-۴:د ژبې د ودې پړاونه:

۴-۴-۱: ژړا:

د اړیکو جوړولو لپاره لومړنۍ وسیله ده، ژړا په پیل کې د غږیزو غړو د غښتلتیا لپاره وي ورو – ورو بیا د بېلا بېلو حالتونو لکه درد، ولږې، تندې او نورو اړتیاو په ډاګه کولو ته کارول کېږي. څېړنې په ډاګه کوي چې د ماشوم د ژړا فرکانسونه  په بېلابېلو حالتونو کې سره توپیر لري.

‏۴-۴-۲: Babbling:

له دوه میاشتنۍ تر شپږ میاشتنۍ پورې ماشومان لکه ا، او، ای غږونه کولای شي، چې ډېری وختونه د نورو د سترګو یا لمسولو اړیکو ته ځوابونه وي.

‏۴-۴-۳: Lulling:

له شپږ میاشتنۍ وروسته د ماشوم غږونه اهنګ لري، همغږي وي او هجاوې رامنځته کوي لکه بابا، ما چې وروسته بیا ترکیبي بڼه خپلوي دا پړاو په کڼو ماشومانو کې نشته، ځکه lulling د Babbling پر عکس یوازې غږېدل نه دي بلکې د اورېدلو او غږېدلو پړاو دی.

۴-۴-۴: لومړني معنا لرونکي وییونه:

ماشومان په یو کلنۍ کې ورو – ورو لومړني معنا لرونکي یا د پوهېدو وړ وییونه کاروي. ډېری وخت دا وییونه دوې هجاوې وي. لکه مو، لالا دا وییونه ځینې معانیزې ځانګړنې هم لري، یو ویي د ډېرو معناو ( over extension ) لرونکی وي. لکه هر کلوله توکي ته توپ وایي. دا وییونه یوه بله ځانګړنه هم لري چې رول یې دی. ماشومان دا وییونه د نورو قرینو په شتون کې بېلابېلو معناو ته کاروي. لکه: کله یې چې مور او پلار ډوډۍ خوري نو ماشوم ورته وایي: « زه» یعنې زه یې هم خورم، یا یې چې مور ډوډۍ ورکوي وایي « زه»  یعنې زه یې خپله خورم، ومولیدل چې ماشوم د دوو بېلابېلو جملو پر ځای یوازې « زه» وکاروه.

۴-۴-۵: په وییزېرمې کې بدلون:

ماشومان په ۱۸ میاشتنۍ کې تر پنځوسو وییونو پورې وييونه په خبرو کې ویلای شي. تر ۱۰۰و، ۱۵۰و پورې وییونو باندې پوهېدلای شي. په دې پړاو کې د ماشوم په ویيزېرمه کې ناڅاپي بدلون پېښېږي او د خپل چاپېریال څیزونه نوموي. ښایي د دې بدلون لامل د څیزونو د توپیرونو پېژندل وي. تر شپږ کلنۍ پورې یې د وییزېرمې کچه تر لسو زرو پورې رسېږي. په دې پړاو کې ماشومان دوه ییزې جملې وایي. تلګرافي خبرې ( په دې خبرو کې د اضافت وییکی، ربط او نورې نحوي ځانګړنې نه وي، تر ډېره نوم، ستاینوم او فعل پکې کارېږي.)  هم تر ډېره په همدې پړاو کې کوي.

۴-۵: مور او پلار وایي او ماشومانه خبرې:

۴-۵-۱: مور او پلار وایي:

ژبه زده کول
مور او پلار وایي هغه ډول خبرې دي، چې ماشومانو سره په وړوکوالي کې کېږي، ځانګړې ځانګړنې لري لکه مور او پلار ډېری وخت له خپلو ماشومانو سره د هغو څیزونو په اړه چې په چاپېریال کې یې وي غږېږي او د ذهني څیزونو په اړه ورسره نه غږېږي.
یو کلنو یا دوه کلنو ماشومانو سره په خبرو کې ډېری وخت کېدای شي « سپی اوبه غواړي.» غوندې جملې وکارول شي. او « ښایي سبا ته د ارواپوهنې پلانکی کتاب ولولم.» په څېر جملې ورسره ډېرې نه کارول کېږي.
سربېره پر دې د جملو جوړښت هم ساده او لنډ وي.
« هغه سپی چې له ډېر لرې ځای څخه راغلی تګی دی.» په پرتله « سپی تګی دی.» جمله ډېره کارول کېږي. له ماشومانو سره په خبرو کې وییونه هم ساده کارول کېږي.
لکه د لیدلو فعل د ننداره کولو په پرتله او د سخت ستاینوم د پېچلي په پرتله ډېر کارول کېږي.
له ماشومانو سره خبرې چټکې نه وي او غږ جګ وي.
بې له شکه داسې خبرې د جملو جوړښت ته د ماشوم د پام اړولو په پار وي.
مور او پلار د خپلو ماشومانو سره د خبرو پر وخت ګرامري خبرې کوي، د نیو پورټ لیاو او نورو څېړنې په ډاګه کوي چې له ماشومانو سره د مور او پلار وایي په خبرو کې ډېرې کمې بې ګرامره جملې کارول کېږي. داسې خبرې له ماشومانو سره ځکه ګټورې وي چې ماشومان د جملو د جوړښتونو په لټه کې وي.د دې څېړنو پایلې د چامسکي له ادعاو سره په ټکر کې دي.
په زړه پورې خبره خو دا ده چې یوازې مشران دا کار نه کوي بلکې کله چې ماشومان له ځان نه کشرانو ماشومانو سره خبرې کوي، د مور او پلار وایي خبرې کاروي.
په یوې څېړنې کې کله چې څلور کلنو ماشومانو له دوو کلنو سره خبرې کولې نو نسبت مشرانو سره په خبرو کې یې ساده والی و.( ځینو یې له ځان نه کشران وروڼه او خوېندې هم نه لرل.)
د پلار او مور وایي خبرو ځانګړنې د ژبې زده کوونکو ته خبرې کول او پر خبرو پوهېدل اسانوي.
یعنې د ژبې زده کولو کې اسانتیا رامنځته کوي.( ۱: ۲۷-۲۸)

۴-۵-۲: ماوشومانه خبرې:

ماشومانه خبرې او مور او پلار وایي له یو- بل سره توپیر لري. په مور او پلار وایي کې وییونه په اره بڼه کارول کېږي خو په ماشومانه خبرو کې وییونه او جوړښتونه لنډ او ساده وي، د ارواپوهنېزې ژبپوهنې له انده د دې خبرو سرچینه د ماشومانو لومړنۍ خبرې ګڼل کېږي.
مېندې او پلرونه په دې اند دي چې ماشوم ته د هغه د خبرو ځانګړنې بېرته کارول د اړیکې ټینګېدلو او ودې لامل کېږي.
په ماشومانه خبرو کې ډېری وییونه بدلېږي، لکه: «سپي» ته « توـ تو» « پیشو» ته « میوـ میو» وایي. د دې وییونو ځانګړنې دا دي چې هجاوې پکې تکرارېږي او همدا شان خپله د څیز غږ د هغه لپاره کارول کېږي.

۴-۶: تقلید او تصحیح:

۴-۶-۱: تقلید:

پخوا داسې فکر کېده چې ژبه په تقلید زده کېږي، دا ښکاره خبره ده چې ماشومان څه چې اوري له هغو نه تقلید کوي. ماشومان د ژبې اهنګ او غږونه د تقلید له لارې زده کوي او په دې هڅه کې وي چې په جملو کې د وییونو ترتیب د مشرانو د جملو غوندې کړي.
که څه هم تقلید د ژبې په زده کړه کې برخه لري، خو د ژبې بنسټیز اصول او قواعد چې د ژبې د زده کړې بنسټ جوړوي کې ونډه لرلای نه شي.
ځکه چې تقلید د جملو بیا ځلې تکرار دی او د خبرو په پوهېدلو کې ونډه اخیستلای نه شي.
دغه راز د وییونو په حالتونو کې برخه نه اخلي.( ۱: ۳۱)
لکه:(زرمینه راغله.) ماشومان یې همداسې تقلیدوي خو کله چې مغیره حالت ( زرمینې وویل….) ته راشي هلته بیا وایي ( زرمینه وویل….) یعنې مغیره حالتونه او همداشان د جملې جوړښتونه ذهني مسایل دي نو ځکه یې تقلیدولای نه شي.
۴-۶-۲: تصحیح: ماشومانو ته د خبرو سمو بڼو ښودو ته وایي. خو څېړنو دا په ډاګه کړې چې تصحیح د ژبې په زده کړه کې مهم رول نه لري، ځکه چې مېندې او پلرونه د دې پر ځای چې د خپلو ماشومانو ګرامر سم کړي د هغوی ریښتیا او ټولنیزو معیارونو ته ډېر پام کوي لکه: که ماشوم کوم خراب کار کړی وي او ووایي: « ما نه» مېندې او پلرونه یې دې ته نه ګوري چې د جملې جوړښت یې غلط کړی دی، بلکې ریښتیا او دروغ یې پرې سموي یا که خپلې ترور ته و وایي: « ته مې پلار خوښ نه.» دلته هم د جملې د سموالي پر ځای ټولنیز معیارونو ته ډېر پام کوي او ماشوم له دې جملې له کارولو منع کوي.( ۱: ۳۲)

۴-۷: ژبه او حافظه:

ارواپوهنیز ژبپوهان غواړي چې په حافظه کې د ژبې د قواعدو او د وییونو د ساتل کېدو پر څرنګوالي پوه شي. د وییونو د املا، تلفظ او معنا ترمنځ چې کوم تړښتونه دي او یو د بل په را یادولو کې ونډه لري څنګه په حافظه کې ساتل کېږي.
همدا شان د وییونو د غږونو او معناو ترمنځ اړیکې په حافظه کې څنګه ساتل کېږي او ځینې وختونه یې ترمنځ ولې ګډوډي پېښېږي. لکه ځینې وختونه به د یو ویي تلفظ را په زړه کېږي خو معنا به یې را نه هېره وي. د ژبې تصویري او صوتي اړیکې هم د ژبې او حافظې د بحث بله موضوع ده. یعنې لوستل او لیکل چې پکې نښې کارېږي له یوه اړخه او غږونه چې د اورېدو اړوندېږي له بل اړخه څنګه په حافظه کې ساتل کېږي. په یوه وخت کې ترینه څنګه ګټه اخیستل کېږي. زموږ په حافظه کې ډېری اطلاعات ژبني دي او کارول یې د ژبې اړوندېږي، نو حافظه ځکه د ژبې رغنده برخه ګڼل کېږي.

۴-۷-۱: حافظه او د ژبې زده کړه:

حافظه د ژبې په زده کړه کې ډېر مهم ارواپوهنیز لامل دی. ماشوم د ژبې زده کولو پر  مهال د وییونو پېژندل د جملو جوړښت او پر ځای کارونه کې د حافظې نه پرېمانه ګته اخلي. که ماشومان هغه وییونه، جملې او اصطلاحات چې مخکې یې اورېدلي رایادې نه کړي. د ذهني معناو او د ژبې جوړښت لپاره به یې بنسټ کمزوری وي.
ماشومان سره له دې کومې کېسې چې ورته کېږي ویی پر ویی په حافظه کې خوندي کوي. ډېرې زیاتې ګړنې (اصطلاحات) هم د جملو په قالب کې زده کوي، نو ښکاره خبره ده، ماشومان ډېر زیات وییونه او ګړنې (اصطلاحات) په ذهن کې ساتي چې په راتلونکي کې ترینه په تحلیولو کې ګټه واخلي.
د ماشوم د حافظې اوچتوالی یوازې د ژبې په برخه کې نه دی. د ژوند په نورو برخو لکه: د خلکو، څیزونو، موسیقۍ او تېرو وختونو په رایادولو کې هم ډېر مهم رول لري.( ۱: ۲۶-۲۷)

۴-۷-۲: خبرې کول او پر خبرو پوهېدل:

د ژبې ماهیت ذهني دی او را سربېره کول یې خبرې دي. پر خبرو د پوهېدو پر وخت موږ په خپلې حافظې کې د زېرمه کړو قواعدو او وییونو څخه کار اخلو، همدا شان کله چې خبرې کوو بیا هم همدا قواعد کاروو. موږ پر یوې خبرې د پوهېدو لپاره نسبت اورېدو ته خپل لاشعور ډېر کاروو. په ورځنیو اړیکو کې ډېر کم له ستونزو سره مخ کېږو. ځکه چې په خبرو کې له شته قرینو نه پر دې پوهېږو چې د ویونکي مطلب څه شی دی. یعنې پر خبرو د پوهېدو لپاره موږ نسبت اوازونو ته له ذهن څخه ډېر کار اخلو.

۴-۷-۳: د ذهني وییونو زده کړه:

ماشومان پر وییونو د پوهېدو لپاره ډېر ژر ذهني وییونو ویلو او پرې پوهېدو باندې پیل کوي. هغه وییونه چې احساسات (ولږه، درد، غم) او له دې نه هم پېچلي وییونه (دروغ،ریښتیا او اټکل) لپاره کارول کېږي هم ماشومان زده کوي.
خو دا وییونه څنګه زده کېږي؟
احساسات او نور مفاهیم د ماشوم په چاپېریال کې نشته چې هغه یې وویني ذهني تجربیات جلا ماهیت لري.
د دې لپاره چې ماشوم ذهني وییونه زده کړي باید دا څو کارونه په یوه وخت کې وشي. کله چې یو ذهني ویی اوري همدا وخت باید په داسې موقعیت کې وي چې د همدې ویي اړونده کار وشي او بیا یې له خپلو ذهني تجربو سره اړیکه جوړه کړي.
لکه: د « ولږې» او « درد» وییونه څنګه زده کېږي؟
کله چې ماشوم له نورو داسې ویی اوري او په کوم وخت کې چې دا ویی اوري هغه باید په حافظه کې وساتي.
کېدای شي ماشوم وژاړي او مور یې ورته و وایي: ( وږی یې؟ ) یا کېلې ته اشاره وکړي، مور یې ورته و وایي ( کېله غواړې؟ وږی یې؟ ) مور یې پوهېږي چې خواړه یې نه دي خوړلې نو وږی به وي بیا د ولږی ویی ورته کاروي.
ښایي ماشوم ولوېږي، زنګون یې ژوبل شي او پلار یې ورته و وایي: « زنګون دې درد کوي؟ » ماشوم باید د « ولږې» او « درد» وییونه او په ذهن کې یې چې کوم احساسات « د ولږې او درد » حس کړي ترمنځ اړیکه جوړه کړي او په حافظه کې یې خوندي کړي. ماشوم چې څو ځلې د ځانګړي ویي کارېدل د ځانګړي احساس لپاره ولېدل بیا پوهېږي چې کوم ویی د کوم احساس لپاره کارول کېږي.
چاپېریالي او ذهني وییونه لکه د « دروغ» د ویي زده کول نسبت د احساسي وییونو نه ستونزمن دي. ځکه چې دا وییونه (نا احساسي) دي. د دې مفاهیمو د زده کولو لپاره ماشوم باید له پېچلیو موقعیتونو سره مخ شي. لکه: کله چې خپلې مور ته د ریښتیا خلاف څه و وایي ( ما نه دی وهلی.) کېدای شي مور یې غوسه شي او و وایي ( دروغ مه وایه.) د دې لپاره چې ماشوم د « دروغ» ویي پر معنا پوه شي، باید دا ور په یاد کړي چې دروغ مې ویلي ( یعنې څه یې چې ویلي او څه چې ریښتیا دي.) د دې موضوع په یاد ساتلو به د « دروغ» د ویي پر معنا پوه شي.( ۱: ۲۴-۲۶ )
۴-۸: د ژبې زده کولو حساس پړاو:
تر اوسه دا مسله لا دقیقه معلومه نه ده چې د ژبې د زده کړې حساس پړاو ( critical period ) دې ریښتیا هم د ژبې پر زده کړې اغېز وکړي. دا یوه داسې فرضیه ده چې د ژبې زده کولو لپاره له دوه کلنۍ – دولس کلنۍ پورې عمر اړین ګڼي که ماشوم په دې پړاو کې ژبه زده نه کړي وروسته یې زده کولای نه شي.
د همدې پدېدې په شان پدیدې د ځینو ژوو په زده‌کړه کې هم شته چې ( imprinting period ) یې بولي. ځیني ژوي د ځینو کړنو د زده کولو لپاره یو ځانګړي پړاو ته اړتیا لري، که یې په دې پړاو کې زده نه کړای شول نو بیا یې په ټول عمر زده کولای نه شي. لکه د چوړګوړو دانه ټولولو زده کړه همداسې یو پړاو لري، چوړګوړي له پېدایښت سره سم هر روښانه ټکي ته ټونګه وروړي همدا کار یې په ټول ژوند کې دانه ټولول ورښیي.
په یوې څېړنې کې یې چوړ ګوړو ته په تیاره کې دوې اونۍ په ماشین دانه ورکوله، خو چې روښنایي ته یې راوېستل که له ولږې مړه کېدل دانه یې نه ټولوله.
په ماشومانو کې د ژبې زده‌کړه د همداسې یو پړاو لرونکې ګڼلای شو، د نورو ژوو د حساس پړاو سره یې توپیر د وخت ډېروالی دی.
لنه برګ د خپل کتاب ( د ژبې د جوړښتونو پېژندنه ) په څلورم څپرکي کې پرېمانه دلیلونه راخیستي، چې د ژبې د زده کړې حساس پړاو له دوه کلنۍ – دولس کلنۍ محدودوي، ماشومان له دوه کلنۍ مخکې او تر دولس کلنۍ وروسته ژبه زده کولای نه شي.
داسې ښکاري چې د دې محدودیت او د مغز د جوړښت او ودې ترمنځ به نېغه اړیکه وي. د ماشوم د مغز جوړښت په پیل کې پوره نه وي. له پیداېښت وروسته په دوو کالو کې په ډېرې چټکۍ وده کوي. یعنې ماشوم کله چې د ژبې زده کړه پیلوي هغه وخت یې د مغزو جوړښت نېږدې شپېته سلنه پوره شوی وي او چې د ژبې زده کولو پړاو یې بشپړ شي نو د مغزو جوړښت یې هم پوره کېږي.
د ژبې زده کولو د پړاو محدودیت ښایي نور لاملونه هم ولري. انسان د تیي لرونکو ژوو په ډله کې یوازینی ژوی دی، چې د مغز د دوو نیمو کرو تر منځ یې کارونه ویشل کېږي. د ځینو کارونو د هدایت مرکز په یوې خوا او د ځینو نورو په بله خوا کې وي. د ژبې د هدایت مرکز د ماشوم له پیداېښت سره سم په کیڼه خوا کې نه وي. بلکې راوروسته او ورو – ورو کیڼې خوا ته سپارل کېږي. په اصل کې د ماشوم د مغز عصبي تارونه زیات انعطاف کوونکې وي، نو که کیڼه خوا زیانمنه شي کارونه یې ښي خواته او که ښي خوا زیانمنه شي کارونه یې کیڼې خواته ورسپارل کېږي. دا انعطاف ورو – ورو له منځه ځي یعنې له بلوغ ورسته بیا دا کار نه کېږي.
که مغز بې له کوم زیان څخه وده وکړي هغه وخت یې بیا د ژبې اړوند ټول کارونه کیڼې خواته سپارل کېږي.
د لنه برګ او ځینو نورو څېړونکو په نظر د مغز د انعطاف له منځه تلل او د ژبې ټول کارونه کیڼې خوا ته سپارل یې بل لامل دی چې د ژبې زده کول تر بلوغ پورې محدودوي.
دلته پوښتنه دا کېږي چې تر اوسه داسې څوک لیدل شوي چې د ژبې زده کړې پړاو یې ترینه تېر شوی وي؟
ښکاره خبره ده چې داسې څېړنې لاسي پر انسانانو باندې کېدای نه شي. نو د دې څېړنو لپاره هغو خلکو ته اړتیا ده، چې د بېلابېلو لاملونو له امله یې له انسانانو څخه جلا ژوند کړی وي.
په ۱۹۷۰ کال کې ټولنیزو مرستندویانو په لاس انجلس ښار کې یوه نجلۍ وموندله چې اوس یې « جیني » بولي هغه مهال دا انجلی دیارلس کلنه وه. مور او پلار یې تر همدې وخته له انسانانو څخه لرې په یوې تیارې خونې کې ساتلې وه، دومره خواړه او اوبه به یې ورکولې چې پرې ژوندۍ پاتې شي. که له خولې به یې کوم غږ وواته، نو وهله یې، له همدې امله جیني په دیارلس کلنۍ کې خبرې کولای نه شوې.
ارواپوهانو او ژبپوهانو په لیوالتیا ترینه ساتنه کوله او روزله یې، د ژبې ودې ته یې هم ورته پام کاوه. جیني په پیل کې ژبه په ډېرې چټکۍ زده کوله او له هغو پړاونو تېره شوه چې عادي ماشومان د ژبې په زده کړې کې ترینه تېرېږي. او داسې ګڼل کېده چې ګوندې د ژبې د زده کړې حساس پړاو فرضیه دې باطله شي، خو ډېر ژر وضعیت بدل شو او د جیني زده کړه نېږدې ودرېده په وروستیو راپورونو کې داسې ښکاري چې که څه هم حافظه یې د وییونو په حفظولو کې ښه وه، خو د ژبې په جوړښت کې چې په واقعیت کې د نوښت سرچینه ده نېږدې هېڅ وه. یوازې ساده ترکیبونه یې جوړولای شول، خو جملې یې جوړولای نه شوې.
د حساس پړاو طرفدارانو په اند همدا د جیني پېښه د دې فرضیې د ثبوت لپاره بې له کوم شک نه ښه دلیل دی. د دوی په اند جیني ځکه سره د دومره جدي مراقبت نه ژبه بشپړه زده نه کړای شوه چې د ژبې د زده کړې حساس پړاو کې یې ژبه زده کړې نه وه.
 لیکنه: مسلم داوودزی‎
Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب