بیلابیل اسلامي لیکنېڅیړنیز بحثونه

امانت تعریف، ډولونه د قرآن او حدیث رڼا کې

امانت یوه عامه کلمه ده چې اسرارو، اموالو، دندو، دین، اعتماد، اونوروډیرو شیانوته شامیلیدای سي، مونږویلای سوچې: مال،  کور، شتمني،  منصب  او دانسان  اقوال  ټول امانت  دي،  تردې چې  دانسان  ټول  ژوند امانت دی،  نو په دې  اساس د  ژوندهره  برخه، هره ګړۍ،  هره  کړنه  امانت ده،  باید  انسان  په کې  ځان  امين وساتي،  او دده  ترټولو لويه  وظیفه همدا ده.

امانت په ټولیزه کې په دوه ډوله دی:

لومړی: دالله پاک په امورو، اوحقوقوکې امانت دی.

دویم: دبندګانوپه حقوقو، اومعاملاتوکې امانت دی.

په دواړه ډولونو کې انسان مکلف دی چې د امانت ساتنه په سمه، اوصفا توګه سره وکړي، اوځان دخیانت کولو څخه وژغوري.

لومړی: قرآن کریم، دین، اواسلام ټول وموږته امانت دي، ځکه چې الله جل جلاله په خپل کلام کې فرمايي:‌﴿ إِنَّا عَرَضْنَا الْأَمَانَةَ عَلَى السَّمَوَاتِ وَالْأَرْضِ وَالْجِبَالِ فَأَبَيْنَ أَنْ يَحْمِلْنَهَا وَأَشْفَقْنَ مِنْهَا وَحَمَلَهَا الْإِنْسَانُ إِنَّهُ كَانَ ظَلُومًا جَهُولًا (72) لِيُعَذِّبَ اللَّهُ الْمُنَافِقِينَ وَالْمُنَافِقَاتِ وَالْمُشْرِكِينَ وَالْمُشْرِكَاتِ وَيَتُوبَ اللَّهُ عَلَى الْمُؤْمِنِينَ وَالْمُؤْمِنَاتِ وَكَانَ اللَّهُ غَفُورًا رَحِيمًا﴾ سورة الأحزاب/73

ژباړه- یقیناً مونږ وړاندې کړه ذمه واري په اسمانونو،په ځمکه ، او په غرونوباندې، نو هغوی ځان وژغورولو دخیانت کولونه او ویریدل دخیانت دهغې نه اودپورته کولو دهغې نه(خیانت کولونه په هغې کې)  او پورته کړه دغه ذمه واري انسان، یقیناً چې نفس انسان ډیرظالم او جاهل دی(۷۲) دپاره د دې چې عذاب ورکړي الله تعالی منافقانو سړو او منافقانوښځو ته او توفیق دتوبې ورکوي الله تعالی مؤمنانو سړو او مؤمنو ښځو ته او دی الله تعالی بښنه کوونکی رحم کوونکی)  (۷۳)

نودلته دين چې عبارت د مکمل اسلام څخه دی ، دانسان پرذمه باندې امانت دی اودا امانت به په پوره حفاظت سره هم خپله اداکوېاوهم به داامانت سلسله پرسلسله باندې نورونسلونوته رسوي،چون دین امانت سوالله پاک ددغه امانت دبشپړولو  اوخپرولو لپارهيومصؤنه کتاب راوليږی داکتاب قران کریم دی چې دقیامت ترورځې څوک لاس وهنه نسي پکښي کولای،الله پاک فرمايې:﴿وإِنَّا نَحْنُ نَزَّلْنَا الذِّكْرَ وَإِنَّا لَهُ لَحَافِظُونَ﴾  الحجر(۹)

ژباړه: یقیناً مونږ نازل کړېده وحي(قرآن کریم) او یقیناً مونږ به دهغې حفاظت کوو.

الله پاک خپل دغه لوی کتاب دیوډيرامین استازي(ملائکې) په واوسطه خپل اخري رسول محمدصلی الله علیه وسلم ته راواستاوه ، اللهپاک فرمایې: ﴿وَإِنَّهُ لَتَنزِيلُ رَبِّ الْعَالَمِينَ (192) نَزَلَ بِهِ الرُّوحُ الْأَمِينُ (193) عَلَى قَلْبِكَ لِتَكُونَ مِنَ الْمُنذِرِينَ (194) بِلِسَانٍ عَرَبِيٍّ مُّبِينٍ (195) ﴾ الشعراء

ژباړه: او یقیناً دا قرآن خامخا نازل کړی شوی دی درب دمخلوقات څخه، راکوز کړی دی په ده سره روح امانتدار، ستا په زړه باندې ددې لپاره چې ته سې د ویره ورکوونکوڅخه، په ښکاره عربي ژبه سره.

دا امانت(قرآن کریم) دالله پاک لخوا وډيرامین انسان ته ددعوت اوتبليغ درسولو لپاره وسپارل سوچې هغه محمد صلی الله علیه وسلم دی،الله پاک دنورو رسولانو حکايت دخپل قوم لپاره داسې فرمايې: ﴿إِنِّي لَكُمْ رَسُولٌ أَمِينٌ﴾ (107) الشعراء

ژباړه: یقیناً زه تاسولره رسول امانتداریم.

په ټولیزه کې دا دهرپیغمبرشعار و.. البته په قرآن کریم دا ایات کریمه په شپږځایونوکې دشپږو پیغمبرانو په حق کې راغلی چې  پنځه  ځایه  په  سورت  شعراء  کې د نوح،  هود، صالح،  لوط،  او شعیب  علیهم السلام  په حق کې راغلې،  او یو ځای په سورتالدخان کې دموسی علیه السلام په حق کې راغلې .

اما محمد صلی الله علیه وسلم په خپله ټولنه کې دنبوت نه مخکي او وروسته په امانتدارۍ  مشهور و دمکې ډیروخلکوبه چېمسلمانان هم نه وه خپل مالونه اوقيمتي شیان دده مبارک سره دامانت په توګه ایښودل، اوپوره باوربه یی ورباندې کاوه ، له دې کبلهدا الهي دین اوډیربیشانه لوی امانت دده مبارک سره امانت سو، اوپه امينولاسونوباندې یې داامانت اخرې امت  ته ورساوه چې نننسل په نسل دا دین دالله پاک په مرسته انتقالیږي ، که موږ دسلف صالحينو ومناقبو اوتواریخو ته وګورو نویقیناً هغوی دامانتدارۍ غورهبیلګې بللی سو، په ډيره سعی اوپوره امانتدارۍ سره يې د دې دين په ساتلواو خپرولو کې بیساری زیار ویستلی دی.

دادین ددې امت سره ترټولوستراولوی امانت دی اوپه امانتدارۍ سره ئی نورو ته رسول ددې امت دهرفرد دنده او وظیفه ده، دلته ددیندوه امانتونه دي، لومړی په دې دین سره پوره عمل کول لکه څنګه چې الله پاک فرمايې: ﴿ يَاأَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا ادْخُلُوا فِي السِّلْمِ كَافَّةً وَلَا تَتَّبِعُوا خُطُوَاتِ الشَّيْطَانِ إِنَّهُ لَكُمْ عَدُوٌّ مُبِينٌ(208)﴾ سورت البقرة.

ژباړه: ای ایمان والو داخل سی په اسلام کې پوره، او مه ځۍ په قدمونو دشیطان په سې، یقیناً شیطان ستاسولپاره ښکاره دښمن دی.

که یومسلمان ددین یوه برخه مني اوبله برخه نه مني لکه بني اسرائیل چې وه، هغوی به چې څه زړه غوښتل هغه به يې منل، اوچېڅه به یی زړه نه غوښتل هغه ته به یې نورتحویلات اوتوجیهات پیداکول، الله پاک دهغوی په حق داسې فرمايې: ﴿أَفَتُؤْمِنُونَ بِبَعْضِ الْكِتَابِ وَتَكْفُرُونَ بِبَعْضٍ ۚ فَمَا جَزَاءُ مَنْ يَفْعَلُ ذَٰلِكَ مِنْكُمْ إِلَّا خِزْيٌ فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا ۖ وَيَوْمَ الْقِيَامَةِ يُرَدُّونَ إِلَىٰ أَشَدِّ الْعَذَابِ ۗ وَمَا اللَّهُ بِغَافِلٍ عَمَّا تَعْمَلُونَ﴾(۸۵) البقرة.

ژباړه: آیا پس تاسو ایمان راوړی په بعض حصه دکتاب باندې، او کفرکوي په بعض حصه دکتاب، پس نسته بدله دهغه چا(لپاره)چې کوي داکار ستاسوڅخه مګر شرمیدل دي په دنیاوي ژوند کې او په ورځ دقیامت به وګرځول سي(دوی) ډيرسخت عذاب ته، او نه دی الله تعالی بې خبره دهغه عملونو څخه چې تاسوئي کوی .

دلته علماکرام وايي چې اسلام ترټولوستر اولوی امانت دی چې انسان دهغه دساتلومسؤليت لري په دغه لوی امانت کې ټول الهياوامر او نواهي شاملیږي.

اوس چونکه دبندګانو ترمنځ هره ورځ معاملات، راکړې ورکړي وي، له دې علاوه دیوبل مرستي اوکومک ته اړتیالرينوترټولوضروري داده چې خپلمنځي اعتماد په یوبل باندې ولري، که دااعتمادله منځه ولاړسې نوهرڅه به له منځه ځي.

لومړی:امانت یوانسان له بل انسان سره [وديعه] ږدي چې موږ اوتاسې ورته امانت وایو دایوفزیکي جنس دی، دا انسان به دهغه په دغهوديعه کې تصرف نه کوي، اونه به یي ضايع کوي، بلکه ترخپل مال به ئي هم ډیره ساتنه کوي، ځکه دخپل مال په ضايع کولوسره بهتاوان یوازې دته رسيږي، اودپردي مال په ضايع کولوسره به تاوان هم مال والاته رسیږي اوهم به دده اعتماد ته، چې په معنوي ډولدااعتماد ترمال هم مهم دی.

دویم: امانت دیوه انسان داسرارو او رازونو دی، که یوانسان په  بل انسان باندې اعتماد وکړي، اودخپل زړه پټه خبره ورسره شریکهکړي، او نه غواړي چې داخبره دې ونوروخلکو ته ښکاره سي، نودا امانت سوحتی علماء کرام وايي که دوه یاڅوکسان په عاديخبروکې هم وي اودجلاکيدو پرمهال یوبل ته ووايې چې دامجلس امانت دی نودا امانت سوپه دې هکله رسول الله صلی الله علیهوسلم فرمايي: (عَنْ جَابِرِ بْنِ عَبْدِ اللَّهِ عَنْ النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ:” إِذَا حَدَّثَ الرَّجُلُ الْحَدِيثَ ثُمَّ الْتَفَتَ فَهِيَ أَمَانَةٌ” )قَالَ أَبُو عِيسَى هَذَا حَدِيثٌ حَسَنٌ،هذا الحديث في صحيح الترمذي برقم : 1959 والسلسلة برقم : 1090 .

ژباړه:جابر رضی الله عنه فرمایی چې پیغمبرصلی الله علیه وسلم وفرمایل: کله چې یو انسان دچا په وړاندې یوه خبره (په ورو) وکړه، بیا ئی (احتیاطاً راسته اوچپه لورته) وکتل، نودغه خبره (داوریدونکي سره )امانت سوه (باید ساتنه ئي وکړي).

دریم امانت دښځي اوخاوندپه منځ کې هغه اسراردي چې هیڅکله دوی نه غواړي چې نوروته افشا کړل سي، لهذا دواړه مکلفدي چې دیوبل اسرار به خامخاساتي .

په دې اړه رسول اکرم صلی الله علیه وسلم فرمايې:(عن أَبی سَعِيدٍ الْخُدْرِيَّ قَالَ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ :إِنَّ مِنْ أَشَرِّ النَّاسِ عِنْدَ اللَّهِ مَنْزِلَةً يَوْمَ الْقِيَامَةِ الرَّجُلَ يُفْضِي إِلَى امْرَأَتِهِ وَتُفْضِي إِلَيْهِ ثُمَّ يَنْشُرُ سِرَّهَا) أخرجه مسلم فی کتاب النکاح باب تحریم إفشاء سر المرأة.

ژباړه: ابوسعید الخدري رضی الله عنه وایی پیغمبرصلی الله علیه وسلم وفرمایل: یقیناً دقیامت په ورځ به دالله په وړاندې ترټولو بد سړی هغه څوک وي چې خپلې کورواله ته نژدی سي او ترمنځ ئی څه پيښ سي اودغه حال بیا نورو خلکو ته وایي.

څلورم: امانت دولايت یاواک دی، که څوک واکمن سي نوهغه مسؤل سو هغه به ترخپل واک لاندې خلکودمال، ناموس، اوسرحفاظت پهحقه سره کوې، دالله شريعت به په خلکوکې نافذوي،دخلکوپه منځ کې به عدالت قائموي، امرباالمعروف اونهي عن المنکر به عمليکوي، لکه رسول الله صلی الله علیه وسلم چې دیوسائل دسوال په ځواب کې وويل:عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ قَالَ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ إِذَا ضُيِّعَتْ الْأَمَانَةُ فَانْتَظِرْ السَّاعَةَ قَالَ كَيْفَ إِضَاعَتُهَا يَا رَسُولَ اللَّهِ قَالَ إِذَا أُسْنِدَ الْأَمْرُ إِلَى غَيْرِ أَهْلِهِ فَانْتَظِرْ السَّاعَةَ) صحیح البخاري                  رقم الحدیث،(۶۴۹۶)

ژباړه: ابوهریرة رضی الله عنه وایی چې پیغمبرصلی الله علیه وسلم وفرمائل: کله چې امانت ضایع سو نوتاسو دقیامت دراتلو انتظار وکړي، (یوصحابي پوښتنه وکړه) ای دالله رسول-صلی الله علیه وسلم- امانت ضایع کیدل څرنګه وي؟ پيغمبرصلی الله علیه وسلم وفرمائل: چې کله کارونه (مسؤولیتونه) نا اهلو خلکو ته وسپارل سي، نوتاسو بیا دقیامت دورځې انتظاروباسی.

په رشتياسره چې امروخپل اهل ته ونه سپارل سي معلومه سوه چې هم دخلکومال سراونور حقوق څه ضایع کیږي

په بل حديث کې رسول الله فرمايې: (عَنْ عَبْدِ اللَّهِ بْنِ عُمَرَ ، عَنِ النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ أَنَّهُ قَالَ : ” أَلا كُلُّكُمْ رَاعٍ ، وَكُلُّكُمْ مَسْئُولٌ عَنْ رَعِيَّتِهِ ، فَالأَمِيرُ الَّذِي عَلَى النَّاسِ رَاعٍ وَهُوَ مَسْئُولٌ عَنْ رَعِيَّتِهِ ، وَالرَّجُلُ رَاعٍ عَلَى أَهْلِ بَيْتِهِ وَهُوَ مَسْئُولٌ عَنْهُمْ ، وَامْرَأَةُ الرَّجُلِ رَاعِيَةٌ عَلَى بَيْتِ بَعْلِهَا وَوَلَدِهِ وَهِيَ مَسْئُولَةٌ عَنْهُمْ ، وَالْعَبْدُ مَسْئُولٌ عَلَى مَالِ سَيِّدِهِ وَهُوَ مَسْئُولٌ عَنْهُ ، أَلا وَكُلُّكُمْ رَاعٍ وَكُلُّكُمْ مَسْئُولٌ عَنْ رَعِيَّتِهِ) متفق علیه، صحیح البخاري الحدیث رقم:(۶۶۳۲)، صحیح مسلم الحدیث رقم:(۳۴۱۴).

ژباړه: خبردارتاسوټول شپانه یاست، دخپل ماتحت خلکو په اړه مسؤل یاست (پوښتنه به درنه کیږي) پاچا به دټولو خلکو په اړه مسؤل وي، دکورمشر به دخپل کوراو بچیانو مسؤل وي، دکور میرمن به دخپل خاوند دمال او بچو مسؤله وي، غلام(خادم) به دخپل بادار(مشر) دمال دساتنې مسؤل وي، خبردار چې تاسو ټول (په خپل خپل ځای کې) مسؤل یاست اوله تاسونه به دخپل رعیت په اړه پوښتنه کیږي.

ددې مبارک حديث په اسنادسره هرانسان ته په خپله اندازه دولایت اودواک امانت ورسپارل سوی دی اودهغه په اندازه مسؤلیت لري.

پنځم: امانت دانسان وظیفه یادنده ده، که چاته یوه دنده وسپارل سي داسړی هغه په سمه توګه سره سرته نه رسوي نوده امانت ضائعکړ، دمثال په توګه که یوانسان دچا سره دیوڅوپيسوپه بدل کې په وظیفه باندې وګمارل سوچې دورځي به دهغه سره لس ساعتهکارکوي، نوداسړی به حتماً داوخت دهغه سره په کارکې تيروي، خپل یادبل چاکاربه په دغه دوران کې نسي کولای، نه بهغیرحاضرکيږي، که داانسان خپل تړون پوره نکړي ده امانت ضائع کړ، ځکه چې ده ته معاش یااجوره په دې شرط ورکول کيږيچې پوره وخت به کارکوې، البته که یوکارپه ټيکه ورکول سوی وي نودا بیا جداحکم لري، په قرآن کریم الله پا ک فرمايي: ﴿ يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آَمَنُوا أَوْفُوا بِالْعُقُودِ﴾ المائدة (۱)

ژباړه:ای ایمان والو: پوره کړی(خپل) لوظونه(که دمسلمان سره وي اویادکافر سره میثاق وي).

په دې ایات کریمه کې صیغه دامرراغلی او امر افاده دوجوب کوي، معنا دا چې په تاسو واجب دی چې خپل لوظونه ژمني پورهکړی .

په دې اړه درسول الله صلی الله علیه وسلم څخه یومرفوع حدیث دی فرمائی:( والْمُسْلِمُونَ عِنْدَ شُرُوطِهِمْ ) وَزَادَ كَثِيرِ بْنِ عَبْدِ اللَّهِ : ” إِلَّا شَرْطًا حَرَّمَ حَلَالًا أَوْ أَحَلَّ حَرَامًا ” ) په مجموع کې امام ترم‍ذی رحمه الله دې حدیث ته حسن صحیح ویلی.

ژباړه: او مسلمانان به خپلومنځو کې منل شو شرطونوته ژمن وي(وفابه پرې کوي) مګریوازې هغه شرطونوته به نه وي ژمن چې حلال حرام ګرځوي، او یاحرام حلال ګرځوي.

شپږم: امانت مال، دولت،اوشتمني ده، ځکه دټولو موجوداتو حقيقي مالک الله پاک دی، اوچاته چې یې مال اودولت ورکړ نو دادهغهسره امانت سو، په دې مال کې به دغریبانواوبيچارګانوحق ورکوې، دخدای مال( زکات) به ورکوې، په حرامو ،قماراواسراف سرهبه یی نه مصرفوي، په دې هکله الله پاک فرمايي: ﴿ وَكُلُوا وَاشْرَبُوا وَلا تُسْرِفُوا إِنَّهُ لا يُحِبُّ الْمُسْرِفِينَ﴾الأعراف (۳۱)

ژباړه:او وخورۍ وڅکۍ او اسراف(له حد نه زیاتوالی) مه کوی، یقیناً الله پاک نه خوښه وي هغه خلک چې اسراف کوي.

په بل ايت کریمه کې راځي : ﴿وَالَّذِينَ إِذَا أَنفَقُوا لَمْ يُسْرِفُوا وَلَمْ يَقْتُرُوا وَكَانَ بَيْنَ ذَلِكَ قَوَاماً ﴾ الفرقان۶۷.

ژباړه: او دا(مؤمنان)هغه کسان دي چې کله دوی خرچ کوي نو اسراف نه کوي، او نه دوی شومتیا(بخل) کوي، (بلکه) دوی(په خرڅ کولوکې) میانه روي کوي.

اووم: امانت دانسان صحت او وجود دی، انسان به خپله ژبه، خپل بدن، اودبدن ټول اندامونه په نواهی اومنکراتو کې نه استعمالوي،اونه به تمبلی اوسستي کوي، د دې لپاره ډيردلايل سته الله پاک فرمايي: ﴿قدْ أَفْلَحَ الْمُؤْمِنُونَ {1} الَّذِينَ هُمْ فِي صَلَاتِهِمْ خَاشِعُونَ {2} وَالَّذِينَ هُمْ عَنِ اللَّغْوِ مُعْرِضُونَ {3} وَالَّذِينَ هُمْ لِلزَّكَاةِ فَاعِلُونَ {4} وَالَّذِينَ هُمْ لِفُرُوجِهِمْ حَافِظُونَ….. أُوْلَئِكَ هُمُ الْوَارِثُونَ {10} الَّذِينَ يَرِثُونَ الْفِرْدَوْسَ هُمْ فِيهَا خَالِدُونَ ﴾  سورت المؤمنون

ژباړه: یقیناً کامیاب دې مؤمنان، هغه کسان چې په خپلو لمنځونو کې عاجزي کوي، او هغه کسان چې بېهوده او بې ګټې شیانوته مخ نه اړوي (ځان ترې نه ساتي)، او هغه کسان چې (دخپلومالونو) زکات ورکوي، او هغه کسان چې دخپلو عورتونه (شرمګاو) ساتنه کوي……..دغه کسانان دي حقداران(میراث وړونکي)، کوم کسانان چې به دجنت الفردوس میراث وړونکي وي او دوی به هغې کې دتل لپاره وي.

الله دي موږدهغوی دټولی څخه وګرځوي

داټول هغه امانتونه دي که یې یوڅوک په ځای نه کړي نوهغه به خاين بلل کيږي، ځکه چې هغه امانت چې ده ته ورکول سوی و ههغه دضايع کړ اودامانت عکس خیانت دی، اودخاینانوپه حق کې الله پاک فرمايي: ﴿ يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آَمَنُوا لَا تَخُونُوا اللَّهَ وَالرَّسُولَ وَتَخُونُوا أَمَانَاتِكُمْ وَأَنْتُمْ تَعْلَمُونَ ﴾ سورت الأنفال(۲۷)

ژباړه:ای ایمان والو خیانت مه کوی تاسو دالله تعالی او د(هغه) درسول سره، او خیانت مه کوی په امانتونو خپلو کې په داسې حالکې چې تاسو پوهیږی چې(داخیانت دی).

خاین انسان کله هم دالله دوست نسي کيدلای ځکه چې الله پاک په خپل کلام کې فرمايي: ﴿إِنَّ اللَّهَ لَا يُحِبُّ الْخَائِنِينَ﴾ الأنفال(۵۸)

ژباړه: یقیناً الله پاک نه خوښوي خیانتګرخلک.

نوهرمؤمن ته لازمه ده چې دده په ذمه سپارل شوي الهي اودانسانوامانتونه په ښه توګه سره اداکړي، اوکه یوانسان دهغه پهاداکولوکې پاته راځي په ځانګړي توګه دبندګانو په اماناتوکې ښه به داوي چې  هغه مسؤليت چې امانت دی له خپلي ذمي واړهوي، اوکه په نه پوره کولو، ياپه بې باکۍ، چل اوفريب سره هغه ته دوام ورکوي نودا انسان دالله په وړاندې خائن دي اوالله تعالیدخائنانوسره دوستي اومحبت نه کوي والسلام.

safi foundation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error: