افغانستان مشران او مشاهیرښځه په اسلام کېویاړونه او کارنامې

افغان مېرمنې په تاریخ او ټولنیز ژوندانه کې

د اوسپنیز میړه، ترقی خوښونکی، پر هیواد مین او د وطن اصلی بچی غازی امان الله خان په مټ د افغانستان د ویاړلی خپلواکی او آزادی د استرداد وروسته، د ویاړونو څخه ډک پښتون قوم په بعضو مواردو باندی تورن شوی دی چی په اصل کی د دوی د ذاتی فطرت سره سازګار ندی. د هغه جملی څخه یو هم د ښځو د ټولنیز مقام او حقوقو نه پیژندل دی.

ومی غوښتل څو کرښی ولیکم ترڅو وکولای سی هغه دسایس چی د دښمنانو لخوا په لاره اچول شوی دی، بربنډه کړی.

دغه دسایس د کوم وخته شروع شوی دی او لاملونه یی څه دی؟

پښتانه خپل د ویاړلی تاریخ په اوږدو کی، د دی په څنګ کی چی هیڅ یو اشغالګراستعماری قدرت ته یی سر ندی ټیټ کړی او هیڅکله یی هم د ذلت ژوند یی ندی منلی، د ښځو لپاره د ټولنی د نه بیلیدونکی برخی په توګه د پیړیوو راهیسی چی په نړی کی د بشر او د ښځو د حقونو هیڅ خبره هم نه وه،ښځو ته خپل په ټولنه کی ډیر ښه مقام قایل شوی دی. پښتانه خپل د تولنیز او سیاسی ژواندانه د تاریخ په بهیر کی، په ټولو تولنیزو، سیاسی، اقتصادی، دولتی اداره او حتی په نظامی چارو کی پتمنی ښځی او نارینه بیله کوم تعصبه اوږه په اوږه کار او په ګډه هلی ځلی کړی دی. ښځی په مختلفو دورو کی په ټولو ټولنیزو برخو کی فعالی وی، په مختلفو ادارو کی په افغانی لویو سلطنتونو کی د ښځو لپاره د ښوونی او روزنی آسانتیاوی برابریدلی او هیڅ ډول تعصب موجود نه وو. ښځی د پښتنو د ټولو سلاطینو او وحکمرانانو په سیاست او اداره کی حیاتی او فعاله رول لوبولی دی. د غوریانو د حکومت څخه کولای شو د سلطان راضیه چی په ۶۳۴ ه کی په ټول هندوستان کی حاکمه شوه او د څوکلونو لپاره حکم چلوله او په دهلی کی یی په خپل نوم سکه هم ووهله، په دغه دوره کی شاید په ټوله نړی کی کومه ښځه د یو غټ ملک حاکمه شوی نه وی. د امریکی د متحده ایالاتو په معاصر تاریخ کی چی ځان د دیموکراسی او بشری حقونو او په ځانګړی توګه د ښځو د حقونو ټیکه دار او حامی بولی، هیڅ یوه ښځه نده توانیدلی چی په هغه ملک کی حاکمه شی.

۲۰۰ کاله مخکی په کلیو او بانډو کی ښځی د کورڅخه بهرد نارینه وو سره اوږه په اوږه کار کولی، او خپل د کار په مقابل کی مزد ترلاسه کولی، “استوارت الفنستون” په دی هکله داسی لیکی: د پښتنوپه لیری پرتو قبایلو کی ښځی د کور څخه بهر د نارینه و سره اوږه په اوږه کار کولی، مګر د دغی سیمی [ افغانستان] په هیڅ یو علاقه کی د ښځو مزد لکه چی په هندوستان کی رواج دی، نه کمیدل. په هندوستان کی چی ښځی در نارینه و په برابر کار وکړی، نیمه دستمزد ورکول کیږی. (افغانان- احوال زنان- ص ۱۸۳)

په پښتنو کی د ښځو ترټل شرم بلل کیدل، او هغه نارینه چی په دی کار لاس پوری کول، اعتبار په ټولنه او معاشره کی بایلل، بیاهم ؛استوارت الفنستون؛ په دی هکله داسی وایی” که څه هم اسلامی شرعیت نارینه ته اجازه ورکوی چی ښځی تنبه کړی، خو په پښتنو کی د دغه اختیار څخه کار اخیستل د نارینه د بی اعتباری لامل بلل کیږی.”

“الفنستون” بیا د پښتنی میرمنی د آزادی په هکله داسی څرګندونه کوی ” پښتنی ښځی د پوړنو سره په ښارونو کی ګرځی، په باغونو کی سره را غونډیږی، که څه هم په حجاب کی دی خو لکه د هندوستان د ښځو په شان محصوری ندی، په عمومی صورت کی د پښتنی ښځی وضعیت د ګاونډیو هیوادونود ښځو په پرتله بد ندی” ( افغانان-احوال زنان-ص۱۸۴)

؛الفنستون؛ د پښتنو د وزیر قبیلی چی ښځی د میړه د ټاکلو اختیار لرلی، متعجبه کړی دی، او په دی هکله داسی څرګندونه کوی ” د دغی قبیلی فوق العاده خصوصیت دا دی چی ښځی د میړه د ټاکلو اختیار لری، که د کومی ښځی کوم نارینه پسند شی، د ښخی د کورنی څخه ډولچی د نارینه کورته استول کیږی ترڅو د ځوان پر خولی باندی یو دستمال سنجاق کړی، او دغه سنجاق ګیر د دغی پیغلی د ويښتانو د تارنو څخه جوړ شوی دی، ډول وهل په مناسب وخت کی اجرا کیږی او د ښځی نوم اخلی او ځوان که د مهر ولور د ورکولو توان ولری، اړ باسی چی د دغی پیغلی سره واده وکړی” (افغانان-زنان وزیری-ص۳۵۰)

د هوتکیانو دوره او د درانیانو د امپراتوری په دورو کی، ښځی د سیاست او اداری اصلی محور جوړولی. موږ کولای سو چی هوتکیانو او ابدالیانو د دوری څخه نامتو ښځی لکه نازو انا، میرمن زینب، زرغونه انا، لوی ادی، میرمن عینو، غازی ادی او نور د بیلګی په ډول یاد کړو. دا هریوپه خپل وار سره د ملت د برخلیک په ټاکلو او د دولت په اداری چارو کی پریکنډه نقشونه یی لوبولی دی.

په دی هکله څیړونکی «معصومه عصمتی وردک» په خپل کتاب کی «نقش و موقف زنان افغانستان» لیکی «احمدشاه بابا کارپوه ښځو ته په هیواد کی په حکومتی چارو کی د لاسوهنی اجازه ورکول، دوی ته یی لقبونه وټاکل، په ځانګـــړی توګه د ښځو په اړوند او د ښځو د حقونو لپاره یی د فرمانونو د صادرولو حق ښځو ته تفویض کړل. چی کومه ښځه یی د یو کار لپاره ګمارله، مهرونه یی هم ورته جوړول ترڅو هغه فرامین چی دغی ښځي صادرولی نور هم وزن او اعتبار پیداکړی. دغه نیک رسم د احمدشاه درانی د کورنی او تر هغه وروسته د سدوزایی او محمد زایی په سلطنتونو کی هم دوام وکړ».

د افغانستان د تاریخ په اوږدو کی ښځی په سیاست، اداره او د ظلم او یرغل په مقابل کی مبارزی او د خپلواکی په جګړو کی د نارینه وو په څنګ کی په ونډه اخیستلو سره ډیر مهم نقش لوبولی دی.

زه غواړم د زرهاوو نوم ورکی ( ګمنامی) اتلی ښځی د جملی څخه د څو تنو نامتو ښځو څخه یادونه وکړم چی هر یوه خپل په وار سره وکولای شول د خپلواکی او آزادی په مقدسو جګړوکی په مستقیمه توګه ونډه واخلی، د خپل پت او عزت په دفاع کی کلک ودریږی، او کله هم د غټو سلطنتونو او امپراتوریو د جوړولو عامل وګرځی. د دوی کارنامی د افغانستان په ویاړلی تاریخ که په زرینو کرښو ثبت شوی دی.

نازو انـــــــــا:

د «سلطان ملخی توخی» لور چی د کلات ( زابل) د خانانو څخه وو او ویل کیږی چی «سلطان ملخی توخی» د دښمنانو سره په یوه جګــــــړه کی په شهادت رسیږی او زوی یی «حاجی عادل خان)‎» یا د نازو ورور د دښمن مقابلی ته وځی او خپل خور( نازو) د پلار د کلا د حفاظت لپاره ګماری، نازو د نوروساتونکو په څنګ کی جنګی ( نظامی) کالی اغوندی او ځان په جنګی وسایلو تجهیزه کوی، او په میړانه د کلا څخه دفاع کوی. نازو انا بیا وروسته د «شاه علم خان هوتک» سره واده کوی۱. د نازو انا په شعری دیوان کی نږدی دوه زره شعرونه درج دی. نازو انا په خپل وار سره خپل زامن د روزنی او ښوونی لاندی نیسی، خپل زوی میرخان( میرویس نیکه) ته تر اووه کلنی پوری ټول دینی علوم او اخلاقیات زده کوی او ورته دا خبره کوی چی زویه! « ته خدای ج د دی دپاره پیدا کړی یی چی ستر کارونه سر ته ورسوی» همدغه وو چی میرخان هوتک به ۱۱۱۹ هجری کال کی افغان ملت او وطن یی د پارس چپاولګرانو، یرغلګرو او اشغالګرانو د لاسه خلاص کړ، او د یو افغانی مستقل او خپلواک حکومت بنسټ یی کښیښودل.

زرغونه انــــــــــــا:

د افغان امپراتوری بنسټ ایښودنکی لوی احمدشاه بابا مور، یوه مصممه، مدبره، پوهه او غیرتمنه ښځه وه. زرغونی خپل شجاعت او درایت خپل زوی ( احمدخان) ته انتقال کړله، چی بیا وروسته دغه ځوان احمدخان په آسیا کی د نړی یوه ستره امپراتوری یی را منځ کړه.

په ۱۱۷۴ هجریلمریز کال کی کله چی احمدخان په یوه جرګه کی چی ټول قومی مشران یی را غونډ کړی وه، فیصله پردی وکړه چی یو لوی خندق او محافظتی دیوال د کندهار په چاپیره کی ودان کړی. کله چی دغی زړوری ښځی په کیسه خبریږی دغی جرګی ته روانیږی، ناڅاپه جرګی ته ننوځی، احمدخان حیرانه کیږی او مورته وایی، خیرت خو به وی؟ زرغونه انا د جرګی ګډون کونکو ته وایی « افغانان باید هیڅګله د دیوالونو او خندوقو شاته پټ نشی، بلکه باید مخامخ مبارزه وکړی او د هیواد حفاظت وکړی»۲ د دغی ښځی مشوره چی د احمدخان د ژوند سرمشق او د ټولو بریاوو راز وو، خپل د مور دغه مشوره یی هم ومنله او د دغه پلان څخه لاس په سر شو.

په یوه بله واقعه کی، کله چی احمدشاه بابا د پانی پټ جګړه ګټی او د دهلی تخت فتح کوی، په کندهار کی په غلطه آوازه خپریږی ګواکی افغانی لښکر په پانی پت کی ماته خوړلی دی او احمدشاه بابا د جګړی څخه شاتګ کړی دی. په دی وخت کی زرغونه انا د کندهار خلک را غونډوی او خپله تاریخی وینا ورته کوی، هغی بری او ناکامی د خدای ج له طرفه بولی او وایی « ماته او بری د الله ج له طرفه دی، مګر که خبره د جګړی څخه د احمدخان شاتګ( عقب نشینی) وی، ما خپل زوی خپله روزلی دی، او دهرچا څخه یی ښه پیږنم، هغه [ احمد] د جګړی څخه هیڅکله هم نه شاته کیږی، او باید موږ او تاسی په ګډه سره د خپلو زامنو د شهادت سوګ پرځای کړو». (محقق عبدالرحیم بختانی، نقش زنان در امور مملکت).

د تیمورشاه د مور د حکمرانی او اداری په هکله استاد عزیزالدین وکیلی پوپلزایی د (تیمورشاه درانی) په کتاب کی په یوه برخه کی داسی لیکی، « معظمه ملکه د احمدشاه بابا میرمنه خپل په عهد کی د عالیه سلطنتی صفاتو درلودونکی وه، او دشاهی کورنی د حسن اداری خاونده وه، کله چی تیمورشاه د احمدشاه بابا په امر د هرات حاکم وګمارل شو، د احمدشاهی معظمه ملکه د خپل کشر زوی پرځآی د هرات ټولی اداری چاری پر مخ بیولی، ملکه معظمه د مستشار او متصدی په صفت د دولت د چارو وارسی کولی.

لـــــــویه ادې:

د پاینده خان بارکزایی مشره لور او د منصور خان خور اود وزیر فتح خان مور وه، دا ښځه سربیره پردی چی زړور او غیرتمن زامن یی روزلی وه، خپله هم یوه مدبره او سیاستدانه ښځه وه. په سخاوت اوبیوزلو ته په مدد کی مشهوره وه، خلک ورته خاصه عقیده درلوده، او خلکود زړنو محبوبه وه، نو ځکه لکه چی احمدخان ته «بابا»، زرغونی ته « انا» لقب ورکړی وه، دی مدبری ښځی ته هم خلکود « لویه ادی» لقب ورکړی وو. د لویه ادی د کار روایی له مخی نه یواځی هغی ته د محمدزایی د حاکمیت موسسه وه بلکه خپل میړه ته یوه ښه سلاکاره او خپلو زامنو ته ښهلارښوده وه.

میرمـــن عینو:

غښتلی، غیرتمنه، مدبره او وطندوسته ښځه وه، کله چی د احمدشاه بابا لښکر د هندوستان څخه بیرته د راستنیدلو په حال کی وه، د کابل او کندهار پر لاره لښکرو ته تم کیدلو او استراحت هدایت ورکړل، نو یو سرباز چی کور یی دغه اردوګاه ته نږدی واقع شوی وو، په تلوار سره کور خواته روانیږی ترڅو خپل میرمنه( میرمن عینو) ووینی، میرمن یی د میړه ناڅاپه لیدلو چی وروسته له ډیره موده د هندوستان څخه راستانه شوی وو، ډیر خوشحاله شوه، عینو د میړه څخه پوښتنه کوی چی بابا ( احمدشاه بابا) چیری دی؟ میړه ورته ځواب ورکوی «هغه دلته نږدی د لښکرو سره دی». عیڼـــــو پر میړه باندی ډیر په غصه کیږی او ورته وایی « څو میاشتی ورسره وی، اوس دی دو ساعته نور انتظار نشو کولای او کور ته راغلی په داسی حال کی چی بابا تراوسه لا په لښکر کی دی » تر لاس یی نیسی او بیرته یی لښکر ته بیایی، کله چی احمدشاه بابا د دغی ښځی د رشادت او شهامت څخه خبریږی، د هغی ډیر قدردانی کوی، یو دولتی کاریز ورته هدیه کوی. دا کاریز تر اوسه هم د « عینو کاریز» په نامه سره یادیږی اود کابل او کندهار په لویه لاره پر عمومی سړک باندی واقع شوی دی. ترجمه (خلاصه داستان عینو توسط پوهاند رشاد).

غــــازي ادې:

اصلی نوم یی «الماس» دی، میړه یی حبیب اکا د کټواز او په قوم سلیمان خیل وو، د بعضی روایاتو پر بنسټ غازی ادی د لوګر اصلی اوسیدونکی وه چی بیا وروسته په کابل کی میشته شوه. غازی ادی د چهارآسیاب، قلعه قاضی، قروغ غر، او سنګ نوشته جګړو کی برخه درلوده، هغی د آسمایی په غره کی د ۴۰۰ نور ښځو سره د انګریزانو په مقابل کی جګړه کوله، د سنګ نوشته په جګړه کی د جګړی قومانده یی په لاس کی وه. غازی ادی د آسامایی د غره په لمنو کی د ۸۰ تنه نورو مجاهدو ښځو او انجونوسره د انګریزانو لخوا په شهادت رسیږی، او په کارته پروان سیمه کی دفنه کیږی، مقبره یی د امیر امان الله خان په امر په مرمرو فرش کیږی. زیارت یی تراوسه د کارته پروان او بهارستان ترمیڼځ پر عمومی سړک باندی موجود دی.

ملالۍ میـــــــــوندۍ:

د افغانستان د تاریخ مشهوره اتله انجلی، کله چی سخته جګړه د انګریزانو او افغانانو تر مینځ د غازی ایوب تر مشری لاندی په میوند ولسوالی کی واقع کیږی، مجاهدین روحیه بایلی او د تندی او لوږی دلاسه ډیر ستړی معلومیږی، ملالی چی په هغه وخت کی صرف د ۱۷ کالو پیغله وه او د دغه سیمی ( میوند) اوسیدونکی وه، د خپلو همزولو انجونو د یو ګروپ رهبری یی په لاسی اخلی اوپه ګډه سره د جګړی میدان ته ورننوځی. دوی مجاهیدینو ته اوبه او ډودی رسولی او د ټپیانو پرستاری یی کولی. کله چی ملالی د افغان بیرقچی ته پام کیږی چی ټپی شوی دی او نږدی دی چی بیرق یی دلاسه پریوځی، نو سمدلاسه منډه کوی او بیرق بیرته پورته کوی او رپه وی یی او د خپل په حماسی شعرونوپه ویلوی سره د مجاهیدینو احساسات را پاروی اود مجاهیدینو صفوفو ته فوق العاده قوت وربخښی، په پایله کی دغه نابرابره جګړه د افغانانو په بری سره پای ته رسیږی او د انګریز ټول قوت چی ۱۶۰۰۰ عسکر مجهز په تانکونو او توپونو وه له منځه ځی. او په نتیجه کی انګریز تصمیم نیسی چی ټول افغانستان تخلیه کړی. د بعضی روایاتو پر بنسټ دغه غښټلی پیغله په دغه ورځ په شهادت هم رسیږی.

میرمن خجو:

د وزیر اکبر خان مور او اصلی نوم یی «خدیجه» وو، د انګریزانو پر ضد جنګیدله. کله چی وزیر اکبر خان بخارا ته پناه یوړل، د مور(بی بی خجو) لخوا ورته یو پیغام ورسیدل ترڅو ملت د انګریزانو د منګلو څخه خلاص کړی. د میرمن خجو په دستور په هیواد کی پلونه، مدرسی ودان شول، هغی د خپل میړه امیر دوست محمد خان د دولت په اداری چارو کی مرسته کوله. دغی منوری او پوهی ملکی د ده افغانان رنګه مسجد هم ودان کړی دی او د دی یوه را پاتی یادګاری ده.

مـــــــــادر مدد خان:

د «امیر دوست محمد خان» خور، د «عبدالرحیم خان» ښځه چی د «مادرمدد خان» په نامه سره مشهوره وه. د انګریزانو د یرغل پروخت، قرآن شریف یی پر ځیګر نیولی او کور په کور د کابل، کوهستان، او پروان د ولایاتونو قومی با رسوخو رییسانو ته یی قسم ورکوله چی د انګریزانو مقابلی ته راووځی او یرغلګر د هیواد څخه وباسی۴

میرمن سپینه:

د نور محمد خان الکوزی لور، کله چی وزیر یارمحمد خان الکوزی په دوره کی یعنی د ۱۹ می پیړی په نیمایی کی، او کله چی په ۱۸۳۷م کال کی پارسانو پر هرات باندی یرغل کوی او محاصره کوی، دغی با احساسه ښخه د افغانانو د هلی ځلی یی چی د هرات په دفاع کی کړی وی، خپل په حماسی اشعارو که انځور کړی دی.۵

د شاه بوری ( په دری ژبه کی ښاه پری) جـــــــــګړه د بابر د لښکر سره:

ډاکټر «حبیب الله تږی» خپل د «پښتانه» په نوم کتاب کی لیکی « دتاریخ د روایاتو پر بنست، کله چی د بابر لښکریان په یوکلی باندی حمله کوی، شاه بوری خپل میړه ته وویله: موږ باید د دغه لښکر مخه ونیسو، مګر میړه یی چی دغه شجاعت نه لرله چی دبابر د لښکر په مخ ودریږی، او د شاه بوری خبری ته یی اهمیت ورنکــــــړ. شاه بوری په یواځی د میړه پر ځای سنګر ونیوله او دکور د ننی څخه د بابر د عسکرو سره یی جګړه پیله کړه. د بابر هریو عسکر چی غوښتله چی د شاه بوری د کور د مخی تیر شی، د شاه بوری د تیر هدف ګرځیدل او پرمځکه به پیروتل. د شاه بوری تیر هیڅکله هم نه خطا کیدل او پدی ډول شاه بوری یو ډیر شمیر د بابر عسکرو ته مرګ ژوبله واړوله او د جګړی له کرښی یی وایستله. باالاخر عسکرو د مخته تللو جراات دلاسه ورکړی وه او لښکر تم شو. پس له دی عسکرو د هریخوا د شـــــــاه بوری پر کور باندی برید پیل کړ او د تیرونه په وارولو سره یی د شاه بوری نازکه بدن سوری سوری کړل، وروسته عسکرو د شاه بوری کورته ورننه وتل چی وګوری چی دا څوک وو چی داسی تینګ مقاومت یی کوله، ولیدله چی په کور کی د یوی ښځی پرته بل څوک نشته، او ښځه هم خپلی آخری سلګی وهی. تول حیران شول او خبره یی بابر ته ورسول، بابر ډیر ژر یو کس یی واستول چی ویی نه وژنی، مګر تر هغه چی خبره عسکرو ته ورسیدل، شاه بوری سا ورکړی وه. کله چی بابر د دغی غښتلی او دلاوری ښځی د میړانی څخه خبر شو، ډیر سخت متاثره شو او خپل عسکر یی ملامت کړل چی داسی ښځی هیڅ څوک هم نه وژنی او باید مو یواری ماته راستلی وای. عسکرو ویله چی هغی داسی تیر ویشتله چی زموږ زرهی کالی هم ورته تنګیدای نشوای او موږ داسی سوچ کوله چی دا باید یو نارینه وی، دغه وو چی ووژله شوه. پادشاه او ټول عسکرود دغی ښځی د شجاعت څخه حیران او تعجب باندی ډوب شوی ول او هریو هغی ته آفرین ویل. تر هغه وروسته چی د عمرخیلو د قبیلی څخه هریو بابر حضور ته ورتلل، بابر د هغو څخه تعریف کوله او په ځانګړی توګه د شاه بوری د کیسی توصیف به یی کول.

د شاه میرمن سلطان ابراهیم لودی د شجاعت کیسه:

مرحو استاد رشاد وایی« کله چی بابر په ۹۳۳ه کال کی د هند د لودیانو پښتنو حکومت یی ړنګ کړ او دهلی او آګره یی فتح کړه او پر شمالی هندوستان باندی خپل تسلط یی ټینګ کړ، د سلطان ابراهیم لودی د قتل وروسته، د هغه وړوکی زوی او مور یی افغانستان ته تعبید کړل تر هغه خپل باقی عمر د بدخشان په مظفر کلا کی په بند تیر کړی. میرمن ابراهیم لودی چی د اوښ په کجاوره کی سپاره وه، او د عسکرو تر نظارت لاندی د افغانستان پر لور روان ول، کله چی قافله د اټک د کلا محلی ته ورسیدل، تم شو، او د یوی لنډی دمی وروسته بیا په تګ پیل وکړ، کله چی قافله د سینده د روډ د پله څخه په تیریدلو وه، میرمــــــــن ابراهیم لودی ناڅاپه د اوښ د کجاوی څخه را پورته شوه، او لکه خشمګین باز وزری وغوړولی او ځان یی د رود په مینځ کی وغورځوله، ساتونکی په حیرت سره دا منظره په سترګو ولیدل چی څرنګه دغی افغانه زړوره ښځه د اوبو په څپاندو څپو کی ډوبه شوه او مرګ ته یی د اسارت تر ژواندانه ترجیح ورکړه».

د دغی پیښی ۲۶ یا ۲۸ کاله وروسته، کله چی هیبت خان نیازی کشمیر ته پناه یوړل، او د هغه ځای حــــــــکمران ورباندی یرغل وکړ. هغه ځان دفاع لپاره تیار کړ، او د هغه سره یوځای د هیبت خان مور او ښځه هم د نورو افغان عسکرو سره مقابلی ته تیاري شولی او د خپل عزت او ناموس د دفاع په خاطر د ژوند تر آخری سلګی پوری د دښمن په مقابل کی وجنګیدله، تر هغو چی ټول د جګړی په میدان کی شهدیان شول. دا افغانی ښځی د زړورتوب بله کیسه ده چی مرحوم رشاد، عبدالقادر بدایوانی په منتخب التواریخ کی د دغی کیسی ذکر یی کړی دی، سربیره پردی په « کمبریج هستری آف اندیا» کی هم د دغی حماسی کیسه یاده شوی ده.

پښتنی میرمنی او پیغلی د هندوستان په بهوپال کی نږدی دو سوه کاله حکمرویی کړی دی:

په اتلسمه پیړی کی کله چی په برتانوی هند کی نوابانو حکمروایی کوله، «دوست محمدخان» په قوم اورکزیی د « بهوپال» د ټولی سیمی امیر وو [نږدی دو سوه کاله هلته حکمروایی وکړه، تقریبا ټول واکمنان یی پښتنی میرمنی وی] او وروسته واک یی زوی «نذر محمد» ته انتقالیږی . «نذرمحمد» و صیت کوی چی ” که چیری ناڅاپه مړ شی نو د ده لور«سکندر بیګم» به د ټول «بهوپال»نوابه وی، ترڅو چی دا ځوانه شوی نه وی پخپله ګوهر بیګم ( قدسیه) به د دی سرپرسته او د « بهوپال» واکمنه وی، او کله چی « سکندر بیګم» ځوانه شوه، بیا به د اورکزیو په کورنی کی به ودیږی او د دی خاونده به د « بهوپال» نوابه شی”. بیا کله چی « نذرمحمد» وفات کیږی نو د وصیت نامی مطابق د « نذرمحمد» میرمنه « قدسیه بیګم» د لور«سکندر بیګم» په نیابت و « بهوپال» واکمنه کیږی.

قدسیه بیګم د ستر په ساتلو سره د بهوپال چاری ښه پرمخ بیولی،آس سپرلی، پوځی تربیت و د جنګ فن یی زده کړی وه. قدسیه بیګم په عقیده ټینګه مسلمانه میرمنه وه، او دایی نه منله چی ښځه د ریاست مشره کیدای نشی، دایی وویله چی خلکو د ښځو د مخنیوی لپاره د اسلام څخه ناوړه ګټه اخیستی ده.

د قدسیه بیګم لیور(منیر محمد) چی خپل د ورینداری واکمنی نشو زغملای، روهیله پښتانه یی د ځان سره مل کړه او و قدسیه بیګم د وژلو تابیا یی وکړه، څرنګه چی د قدسیه بیګم استخبارات ډیر قوی وو، د دغه پلان څخه خبریږی، د دوی پت مرکز محاصره کوی او جنګ پیلیږی، دا جګړه څلور ورځی دوام کوی او د دواړو خواوو څو نفره پکښی وژل کیږی. جنګ د قدسیه بیګم په ګټه پای ته رسیږی او مخالفان د « منیر محمد» په شمول نیول کیږی. « منیر محمد» لاس تړلی قدسیه بیګم ته حاضروی، منیرمحمد د هغی پښو ته پریوتل او معافی یی وغوښتل، هغی هم معاف کړ. وروسته دغه سلسله دوام کوی او په ترتیب سره لاندی میرمنی په وار سره د واکمنی چاری په لاس کی اخلی:

۱ – قدسیه بیګم

۲ – سکندر بیګم

۳ – شاجهان بیګم

۴ – سلطان جهان بیګم

د سلطان جهان بګم لور« عابده بیګم» د هندوستان لمړنی مسلمانه پیلوت ده.

لکه څرنګه چی جوته کیږی د افغانستان د تاریخ نږدی په ټولو غټو بریاوو کی اساسی برخه د یوی ښځی وه. په افغانستان د انګریزانو د ماتی اساسی لامل هم دغه وو چی د افغانستان ښځی او نارینه اوږه په اوږه هلی ځلی او مبارزی کولی. د افغان او انګریز په اکثرو جګړو کی، د افغانانو د احساساتو اصلی محرک ښځی وی. او دغه لامل وو چی یرغلګرو قوتونه او په ځانګړی ډول انګریزانو دغه د تحریک اوپیاوړتیا عوامل یی تشخیص اوپه ګوته کړه او د له منځه وړولو لپاره یی هلی ځلی پیل کړی. د دی لپاره یی دوه مهمی برنامی طرحی کړی:

۱ – د نیمگړی مذهبی مدارسو جوړول د دیوبندی مدرسو په نامه:

۲ – د چادری یا برقع رواجول

پښتانه کوچیان:

د افغانستان کوچیان څرنګه چی دوی په یوه سیمه کی میشت ندی، وتوانیدل د دغه وژونکی مرض څخه بچ شی، که څه هم د افغانستان محیط او ماحول پر دوی باندی هم کاملا بی اثره ندی پاته شوی، بیا هم په عمومی صورت دغه ټولنه خپل په طبیعی ډول پاته شوی ده. موږ ډیر په آسانی سره کولای شو چی د ښځو د آزادی او د نارینه وو سره د برابر حقوق د کوچیانو په ټولنه کی وګورو. کوچیان بیله کوم جنسی تعصبه، نر او ښّځه په ګډه سره کار کوی، په ګډه د ژوندانه د ناخوالو سره مبارزه کوی، اوعند الزوم په یو سنګر کی جنګیږی، د دوی دغه د تعصبه پاک ژوند د دی لامل شوی دی چی دوی د ډیری تجاوزاتو او تیریو څخه په امان کی پاته شی، سربیره پردی چی شپه او ورځ په دښتونو، غرونو او بیابانونو کی تیروی، څوک جرآت نشی کولای چی دوی ته آسیب ورسوی، دا د دوی د پیاوړتیا نښه ده. دوی په ټولو تولنیزو، کلتوری، او اقتصادی چارو کی په ګډه سره تصمیم نیسی، او په ګډه سره هغه د عمل په ډګر کی پلی او اجرأ کوی. که څه هم دوی د نړی د ټولو نویو آسانتیاو او تکنالوژی څخه محروم دی، او د نړی هیڅ سهولت ته لاس رسی نلری او ډیر په بدوی حال کی خپل ژوند تیروی، بیاهم ویلای شو چی د کوچیانو ژوند په افغانستان کی د پښتنو د ژوند یوه ښه بیلګه او نمونه کیدلای شی. پښتانه مخکی لدی د جندر او د ښځو د حقونو قوانین او برنامی ورباندی عملی شی، دښځو حقونو ته احترام کول او فوق العاده مقام یی په ټولنیز او اجتماعی ژوندانه کی ورته قایل شوی وه، او ټولی انسانی آزادی یی د پت او عفت په حیطه کی تامین کړی ول.

د افغانستان په تاریخ کې د پښتنو بعضې نامتو ښځې:

دا یو کامل لست ندی، په سل هاوونامتو ښځی د افغانستان په تاریخ که ثبت شوی دی او په زرهاوو تنه نوری ښځی نوم ورکی ( ګمنامی) پاتی شوی دی… دا یوه نمونه ده چی د اصیلو پښتنو عالی کلتور ښکارندویی کوی چی په نورو قومونو کی یی ساری نه لیدل کیږی.

۱ – سلطان راضیه: پورته یی معرفت شوی دی

۲ – زرغونه کاکړ: په ۷۸۴ه ق کال کی زیږیدلی ده، یوه عالم او عارفه شخصیت او یوع شاعره وه، او یوه ترټولو غټ خطاطه هم وه.

۳ – بی بی الایی: په ملی مبارزو کی یی ونډه درلوده، یوه ډیره زړوره، شجاع، او با همته اد علم او پوهی خاونده وه.

۴ – حلیمه خټک: د زیږدیدو نیټه یی ۱۰۶۵ ه.ق تخمین شوی ده، خپل د دوری د نامتو شاعرانو څخه وه چی خواږه او ساده شعرونه یی ویله.

۵ – میرمن زینب: د شاه محمود هوتک او اصفهان فاتح خور وه، په حکومت داری او دینی علومو کی دیر مهارتونه درلودله او یوه ښه شاعره او ادیبه هم وه.

۶ – عایشه درانی: د علیخان بارکزایی لور، یوه ښځینه شاعره وه خپل دیوان یی به ۱۲۳۲ ه.ق کال تکمیل کړ، چی مختلف او مهم محتویات لری. هغی په ۲۰ کلنی څخه د عمر تر آخره پوری خپل ادبی ذوق یی په ښه توګه خوندی کړه.

۷ – آمنه فدوی: په ۱۲۷۶ ه. ق په کابل کی زیږیدلی ده، یوه شاعره او عالمه وه او ډیر کامیابه او پیاوړی لیکونکی وه. د دی اشعار ډیر آرمش بخشه او د محتواو څخه ډکه ده.

۸ – میرمن عایشه: د سردار میر افضل خان لور

۹ – میرمن کرم:

۱۰ – ګل ناره انا: په یوه نیمه کوچی کورنی کی نړی ته سترګی غوړولی ده. مور یی د چکری او خورد کابل د سیمی د پښتنو د قبیلی څخه وه او پلار یی سلیمان نومیدل. د کوچنیوالی څخه یی ساده کالی اغوستل، ناترسه او زړور وه.

۱۱ – میرمن سپینه( سپین ادی): میرمن سپینه د نور محمد خان الکوزی د وزیر یار محمد خان هم عصر وو. کله چی ایرانیان پر هرات باندی یرغل کوی،او هرات یی تر محاصری لاندی راوستل، دا نامتو ښځه د جګړی، او افغانانو هلی ځلی یی د هیواد په دفاع کی په خپلو شعرونو که انځور کړی ده،

۱۲ – معصومه ترور:

۱۳ – مادر مدد خان: د امیر دوست محمد خان دریم خور، او د سردار پاینده خان بارکزی لور.

۱۴ – بی بی شمسو: د دغی نیک سیرته او صاحبدلی ښځی پلار شیخ حسن نومیدل. شیخ حسن د بایزید روښان انصاری ( اورمړ) چی په پیر روښان مشهوره وه. د دی پرتمنی کارنامی په سیاسی، اجتماعی، او کلتوری او عرفانی برخو کی یوه بیساری مقام یی د افغانستان په تاریخ کی ور بخښلی دی.

۱۵ – میرمن حره جلالی: یوه منوره، فاضله، او علم دوسته ښځه د غوریانو په دوره کی وه،د سلطان بهاولدی سام مور، او د غیاث الدین محمد سام او سلطان معز الدین خور، منهاج السراج وایی چی میرمن حره سلطانی د دواړو وروڼو څخه ښه وه.

۱۶ – میرمن نیکبخته: شیخ الله داد مموز لور، په اشنغر کی ژوند کاوه، په ۹۵۱ کال کی د شیخ قدس الله سره واده وکړه. نیکبخته یوه عارفه، او پوهه ښځه وه، دینی علوم یی زده کړی وه او په شاعری کی هم ډیر استعداد درلوده.

۱۷ – لطیفه کبیر سراج: دافغانستان د تاریخ لمړنی نطاقه

۱۸ – میرمن رابیا

۱۹ – قدسیه بیګم

۲۰ – شاجهان بیګم

۲۱ – سلطان جهان بیګم

۲۲ – د سلطان جهان بګم لور« عابده بیګم» د هندوستان لمړنی مسلمان پیلوته ده.

مآخذ:

۱ – (کبرا مظهری، پشتنی لیکوالی اوشاعرانی، ١٣٦٦، ص ۵_٦، بحوالۀ پته خزانه، ص ١٠١)

۲ – روایت اکادمیسین رشاد

۳ – (غبار، احمدشاه بابا، ص ٧١)

۴ – کتاب زندگی امیر دوست محمد خان، جلددوم ص275/مؤلف موهن لال سفیر سابق انگلیس در افغانستان).

۵ – (کبرا مظهری، پشتنی لیکوالی اوشاعرانی، ١٣٦٦،ص٢١بحوالۀ پشتنی میرمنی، از بینوا، ص ٧٤)

۶ – ( پشتانه صص ١۵١_ ١۵٢،بحواله تواریخ حافظ رحمت خانی صفحات ١١١ _١١٩، طبع پیشاور١٩٨٧)

۷ – بهوپال، د هندوستان پښتانه

Tags

wasiweb Team

لیکوونکي : د وسیع ویب لیکوالي ټیم

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error:
Close
Close