افغان سید جمال الدین، د معاصر نړیوال اسلامي خوځښت مؤسس

د افغان سید مبارزه او زیار د اسلامي دعوت د ځنځیر څلورمه کړۍ ده، چې د اسلامي امت د هغه وخت د چاپیریال او شاوخوا حالاتو په پیژندلو او نظر کې نیولو سره ېې سرته رسولې او امت ته د ورپیښو ستونزو درغولو په هکله یې لومړیتوبونو ته پاملرنه کړې او د خپل خورا ځواکمن فکري استعداد، دیني پوهې او سیاسي ځیرکتیا څخه په ګټه اخیستلو یې د ټول امت په ټپونو د پټۍ ایښولو، نه ستومانه کیدونکي کوښښونه کړي.

د نوموړي زیار داسلام دراتلونکو بلونکو لپاره سرخط جوړ شوی اوترنن ورځې پورې داسلامي خوځښت سپاهیان، په مستقیمه یاغیر مستقیمه توګه دده له حکیمانه لارښوونو څخه الهام اخلي اودده په رسم کړې نقشه روان دي.
اسلامي دعوت په لومړۍ کړۍ کې چې د نبوت، راشده خلافت او د امویانو د دورې لومړۍ برخه وه، دخپلو ریښتینو، عادلانه او آزادي بښونکو رڼاګانو په خورولو بوخت وو، د خالق او مخلوق په هکله ېې د بشر د پوهولو موخه په مخ کې اچولې وه، د ظلم په تیارو ېې، چې په ټوله نړۍ راخورې وې، د عدل لمر را وخیژاوو او د آسماني وحې زده کړې ېې د نړۍ ګوټ ګوټ ته ورسولې.

د امویانو د زمانې په وروستو او د عباسیانو د خلافت په دوره کې، د اسلامي دعوت لارویو د همت واږې د شرقي او یوناني فلسفې د اعتراضونو د جواب په لور کږې کړې او د اسلامي دعوت د خورولو له هر اړخیزو هلو ځلو سره سره ېې د زیار تر ټولو ارزښتمنه نقطه له اسلامي عقایدو څخه دفاع وه، چې د معتزله، خوارجو، جبریه، قدریه او نورو ګمراه ډلو په خلاف ېې سرته رسولې، د دې په څنګ کې د اسلامي دعوت لارویو، دیني علومو ته پراختیا ورکړه او په دې هکله د تفسیر، حدی‍ثو او فقهې د امامانو کړنې هرچا ته څرګندې دي.
د اومې هجري پېړۍ له نیمایي وروسته، کله چې بغداد د اسلامي خلافت مرکز د مغولو تر تیري لاندې راغی، د اسلامي زیار د ثقل محور په بهر کې د خارجي تیري تمبول وګرځول شول او د اسلامي ټولنو په داخل کې، د هغه انحراف له مینځه وړل، کوم چې د باطنیو او افراطي صوفیانو له خوا د وحدةالوجود، حلول او نورو خرافاتي عقایدو په ډول مینځ ته راغلي وو، د هغو په خلاف مبارزه سرته ورسیده، چې د دې وخت د اسلامي دعاتو سرلښکر امام ابن تیمیه (رحمه الله) ؤ، او صلیبي جنګونه هم د دې کړۍ یوه برخه ګڼل کیږي.

په نولسمه میلادي پېړۍ کې، کله چه اسلامي نړۍ له یو لوري د مستبدو واکدارانو له خوا د بې اتفاقۍ او استبداد له ربړو سره مخ وه، له بل لوري له خرافاتي دودونو او متحجرو دیني مدعیانو له لاسه، له هر راز نوښت څخه بې برخې وه د وهن له امله ېې د بهرنیو یرغلګرو لپاره د پخې مړۍ حیثیت غوره کړی وو او د وخت داړه مارانو (روسېې او اروپا) په هغه کې د سترې برخې غوښتنه کوله، افغان سید، د پورتنو څلورو واړو ناخوالو د له منځه وړلو لپاره ملا وتړله او په یو  وخت یې د یرغلګرو استعمارچیانو سره د جهاد غږ پورته کړ، د دین د مفاهیمو د تجدید غوښتنه یې وکړه، له زمان او مکان سره د هغو په مطابقت تفسیر یې زور واچاوو، د خرافاتو د له مینځه وړلو لپاره یې امت د اسلام لومړنویو مراجعو (قرآن اوسنتو) ته په ورګرځیدو وهڅاوو او د مستبدو واکدارانو په خلاف یې د خلکو په مینځ کې ویده شعور را ویښ کړ او د اتفاق او یووالي بلنه یې ورکړه.

څرنګه چې اسلامي امت ته متوجه خطرونه د سید له وخت څخه تر نن ورځې پورې له نسبي مد او جزر سره سره دوام لري، نو له ده څخه وروسته د اسلامي دعوت لارویانو د ده اصول خپل کړي، او نن ورځ د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د اسلامي خوځښت اصیل بچیان د افغان سید په لارښوونو باور لري د هغه مشري مني او نویو حالاتو ته له پاملرنې سره سره د ده په پله پل ږدي.

افغان سید د خپل ژوند تر ټولو ستره موخه د یرغلګرو استعمارچیانو په خلاف مبارزه ګرځولې وه.په خپلو لیکنو او خطابو کې به یې خلک د آزادي د نعمت قدر ته رابلل او له غلامي څخه به یې په هغوی کې د کرکې روحیه روزله، د انګلیس استعماري قدرت ده ته کمزوری ښکارېده او باور یې لاره که خلک په هر اقلیم کې سره یو شي انګریزانو ته ماته ورکولی شي،
او د افغان انګلیس جګړې به یې په بیلګو کې یادولې، تر څو چې په خلکو کې د مقاومت او آزادي احساس په خوځیدو راولي.

د افغان سید له استعمار سره دښمني هغه پټه نه ساتله، کله چې دی په اروپا کې وو، په دې هکله به یې ویناوې کولې او مقالې به یې نشرولې او له همدې امله د ده ځای په نړۍ کې نه وو، هر چیرته به چې ولاړ، هلته به خوځښت پیل شو او د اوښتون مقدمات به هم هلته ورسره وو.

یو ځل په انګلستان کې د مستر پلانت په بلنه د سیر جمال الدین او لارد سالسبوري د انګریزانو د مشر او لارد چرچل تر مینځ غونډه وشوه، او په سوډان کې د انګریزانو په خلاف د اړو دوړ په هکله د نظرونو تبادله پکې وشوه، لارد سالسبوري جمال الدین ته وویل (بریتانیا ستا استعداد او ځواک ښه پیژني او ستا نظر او فکر ته مطلق احترام لري او مونږ داغوره ګڼو چې له اسلامي دولتو سره د دوستۍ لاره خپله کړو، البته په دې هکله به ظروفو او حالاتو ته پاملرنه کوو او مونږ دې پایلې ته رسېدلي یو چې تاسو سوډان ته د پاچا او سلطان په توګه ولیږو، تر څوهلته د مهدي فتنه له جرړو سره ورکه کړی او د بریتانیا د اصلاحاتو لپاره لیاره هواره کړې.

جمال الدین په ځواب کې وویل: (…عجیبه او نا آشنا دنده ده چې ماته راکول کېږي، دا یو داسې احمقانه سیاست دی چې له هغه بد نور په تصور کې نه راځي، ښاغلی لارد، اجازه راکړﺉ له تاسو وپوښتم: آیا سوډان ستاسو مال او ملک دی او حق لرﺉ چې څوک وغواړﺉ په هغه یې پاچا او حاکم مقرر کړي؟)

بیا یې د ایرلیند مسأله په مخ کې ورته کیښوده چې هغوﺉ بریتانیا ته د غاړې له رګ څخه هم نژدې دي او استقلال لپاره بې دریغه هلې ځلې کوي، هر ډول زحمتونه ګالي، ولې بریتانیا دوﺉ ته آزادي نه ورکوي، ترڅو په خپل ملک کې اصلاحات راولي؟
لارد هک پک پاته شو، ځکه ده اټکل کاوو چې سید به دا منصب د لارد پیرزوینه وګڼي او د شکر لپاره به سر په ځمکه ورته کېږدي، هیڅکله یې د داسې ستغ ځواب تصور هم نه وو کړی.(۱)

د دین د لارښوونو څخه د خطا تعبیرونو، په بې ګټې بحثونو کې د لویدلو، له دین څخه د دوکان جوړولو ردول، په دې هکله د خلکو د نظراصلاح او د زمان او مکان مطابق د دین د لارښوونو تفسیرول، سید د خپل رسالت په سرخط کې ګرځولي وو.
سید دسني او شیعه د اختلاف په هکله وایي: که ټول سني مسلمانان په دې باور شي چې علي (رضی الله تعالی عنه) ترنورو په خلافت اولی اوغوره وو، نو آیا دا به شیعه ګانو ته څه ګټه ورسوي، آیا هغوﺉ به له ذلت څخه خلاص کړي ؟ او که ددې په عکس ټول شیعه مسلمانان د ابوبکر (رضی الله تعالی عنه)په لوړتوب قایل شي او دی دخلافت لپاره تر علي غوره وګڼي، آیا دابه سني مسلمانان د استعمار له ذلت څخه خلاص کړي اوکومه ګټه به ورته ورسوي؟
په بل ځای کې وایي: څرنګه به افسوس نه کوو، کله چې یو څوک دقرآن دتفسیر اراده کوې او غواړې چې د قرآن مانا جوته کړي، خپله ټوله پاملرنه دبسم الله (با) ته را اړوي اوپه هغه کې عمیق ځي، څېړنې پکې کوي، دتفسیر محور ېې دصاد اوضاد په مخرجونو راڅرخېږي اوله دې محدودې دباندې نه وزي، سره له دې چې قرآن ددنیا او آخرت په څومره سترو ګټو مشتمل کتاب دی.

د علمي حقایقو نه منل او دقرآن له علم سره په مقابل قطب کې ګڼل یې داسې رد کړي: علم دځمکې کرویت ثابت کړی اود هغې څرخیدل ېې هم منلي او دا حقیقتونه له قرآن سره هیڅ تضاد نه لري، بلکې د قرآن مرتبه تر دې ډېره پورته ده چې هغه دې له علمي حقیقتونو سره مخالفت وکړي.
ده هغه کسان چې قرآن له علمي حقیقتونو سره منافي ګڼي متحجر او په فکري جمود اخته خلک ګڼلي،که څه هم دعالم جامې یې په تن کې وي.(۲)
د افغان سید خوځښت که څه هم په ظاهره کې سیاسي ښکارېده، خوپه حقیقت کې هغه یواځې اویواځې اسلامي خوځښت وو.

د مسلمانانو دیووالي په هکله به ېې په دې وینا زور اچاوو چې دوﺉ ټول باید د اسلام په لارښوونو عمل وکړي.
د غربي مدنیت په هکله ېې نظر په حقیقت بناوو او ټول هغه مدنیت او علمي پرمختګ چې هغوﺉ لاس ته راوړی، په یوو شرط سره دده په نزد د ګتې اخیستو او لاسته راوړو وړ دی او هغه دا چې له اسلام سره په تضاد کې نه وي.
که د غرب د استعمار ظلم به ېې بیاناوو او یا به د استانې په خلیفه، دایران په شاه او یا هم د مصر په خدیو څه نیوکې کولې، د هغو ټولو په هکله به ېې استدلال له قرآن او سنتو څخه سر ته رساوو، استعماېې د مسلمانانو دښمن ګاڼه اونورېې دمسلمانانو دحقونو غاصبان، ځکه دهغوﺉ پهچاد کې له هغوﺉ سره مشوره نه کوي نو مستبدان دي.
په همدې توګه افغان سید په اسلامي هېوادونو کې دمسلمانو او غیر مسلمانو میشتو خلکو تر مینځ د ښو او ټینګو اړیکو غوښتونکی وو اوله همدر کبله دده هلوځلو ته ځینو لیکوالو د شرق یاوطن غوښتنز رنګ ورکړی، خودی په دې کار کې هم داسلام پ اصولو روان دی او دا کار ېې داسلام دغوښتنو پلې کول دي، ځکه په دې هکله نوموړي له اسلامي مصادرو څخه اخیستنه کوي او د پخوانو کسلمانانو په کړووړو تکیه کوي.(۳)

افغان سید له دهري فکر سر ه مقابله وکړه، په ځانګړې توګه هغه دهریت چې د استعمار کچوپړ لپاره په هند کې دنولسمې پیړۍ په اویایمو او اتیایمو کلونو کې راټوکیدلی وو، په غښتلي استدلال ېې کره کدې چې دانساني ټولنې لپاره دین ته اړتنا ده، که هر ډول دین وي له بې دینۍڅخه غوره، بیاېې داسلام غوره والی په ځانګړې توګه په نورودینونو ثابت کړی.(۴)
دنړۍ ددهریانو دفساد بیلګې ېې یادې کړې او په هر ملت کې ېې ددهري فلسفې ناوړه اغیزې په تفصیل سره بیان کړې، پ دې هکله دده کتاب (په دهریانو رد) دنوموړي په پراخه مطالعه او غښتلي فکري ځواک ښه ګواهي ورکوي.
د افغان سید په (العروة الوثقی) کې له پنځه ویشتو نشر شویو مقالو څخه پنځلس د قرآني آیتونو تر لړلیک لاندې پیل شوې، دا ددې ښکارندوی دی چې دده دعوت په بنسټیزه توګه اسلامي وو او که وطنیت او سیاست پکې راڅرګندیږې هغه د اسلام په چوکاټ کې دننه او د هغه دیوې برخې په توګه دی، نه مستقل اوله اسلام څخه بهر.
افغان سید د اسلامي امت دخلاصون، ځواکمنتوب، دخپل پخواني حیثیت د بیرته ګټلو اود نړۍ دقومونو دسردارۍ توغ په لاس کې داخیستلو لپاره یواځینۍ نسخه قرآن ته ورګرځیدل ګڼلي، دهغه په وینا: په دې توګه دوۍ د غورځیدو له ټولو لاملونو څخه خلاصون موندلی شي، له اختلافوڅخه پرې راوزي، د هغو ناوړه بدعتونو اوخرافاتو څخه به نجات ومومي، کوم چې ددین په نوم داسلام له اصولو سره یوځای شوي او د جبر دعقیدې په شکل کې د همتونو په ماتولو دغشو غوندې لږېدلي او وګړي له هڅو او زیار څخه راګرځوي، چې د قضا او قدر تحریف شوی شکل ترسیموي.

دحدیثو د درواغجنو واضعینو له دسیسو څخه باید ځان وژغوري، چې په رسول الله (صلی الله علیه وسلم) پورې ېې داسې کمزورې ویناوې تړلې چې ددین له موخو سره مخالفې دي اود سالم عقل لپاره دحیرت او بې باورۍ سبب جوړیږي، که څه هم دحق لارویو د حدیثو په هکله څیړنې کړې او صحیح حدیثونه ېې له نورو څخه راچاڼ کړي، خو دحدیثو د صحیحو او ضعیفو او وضعي ډولونو تر مینځ بیلتون یواځې د ګوتو په شمار خلک سره کولی شي، عام خلک د امت په سطحه دې مصیبت زیات متضرر کړي.(۵)

افغان سید وایي:  (زمونږ د علومو تهذیب اړین کار دی، اوزمونږ په کتابتون کې باید ګوتې ووهل شي، داسې تصنیفونه باید ولیکل شي، چې آسانه اوپوهې ته نژدې وي، ترڅو د هغو په واسطه دپرمختګ اوبریا ډګر ته ورسېږو).(۶)
دافغان سید له کړنو څخه څرګندیږي چې نوموړي د اسلامي امت وروسته پاته توب اوبې اتفاقي چې دهغوﺉ دکمزوري دوه ستر لاملونه ګڼل کېږي، دواکدارانو د استبداد زېږنده ګڼل، ده به له یوه پلوه چارواکوته په دې هکله پلانونه وړاندې کول اونصیحتونه به ېې ورته کول اوله بله پلوه به ېې خلکوکې داپوهه راټوکله، چې چارواکي ستاسې په توګه وګړي دي، ستاسو دخدمت لپاره دي، اوستاسو په مالونو اوسېږي، یواځې اویواځې ستاسې خیر ښېږڼه باید وغواړي، نه داچې په تاسو باداري وکړي، سپک مو وګڼي او ستاسو له مالونو څخه یواځې خپل هوسونه ماړه کړي.

امام محمد عبده په مصر کې د افغان سید د اغیز په هکله وایي:  (د مصر خلکو د ژوند ځانګړې او عامې چارې د پاچا ملکیت ګڼلې، باوري وو چې ددوﺉ ښېرازي اوبدبختي دپاچا په امانتداري، عدالت او انصاف او یا هم دهغه په خیانت او ظلم پورې تړلې ده، پاچا یا دهغه استازي کولی شي ددوﺉ په چارو کې په خپله خوښه کړنې وکړي.

خلک په دې نه پوهیدل چې ددوﺉ او حکومت تر مینځ څنګه اړیکه شتون لري، یواځې دومره پوهیدل چې دوﺉ محکوم، تابع او دچارواکو د امر او نهی لاندې دي، هیچا ځان ته دا حق نه ورکاوو، څو آزادې خبرې وکړي، دهېواد په اداره اود ملت په اصلاح کې څه ووایي، که له چاڅخه به داراز وینا واورېدل شوه، دهر لفظ په مقابل کې به یا له وطنه شړل کېده، یابه په مرګ محکومېده او یابه یې مالونه اودارایي ګانې ضبطیدلې…تر دې چې جمال الدین مصر ته راغی، اوله ده سره د مصر دخلکو له مختلفو طبقو څخه خلک آشنا شول، همغه وو چې د خلکو په رګونو کې د مسؤلیت پېژندلو روحیه راوټوکیده، عقلونه یې سرونو ته راغلل او د هیواد په لویه برخه کې له غوږونو څخه د غفلت پردې لرې کړی شوې).۷

د امام محمد عبده له پورتنۍ وینا سره د شرق اوغرب ډیر څېړونکي یوشان نظر لري، استاد محمد امین په مصري ادب کې د سید جمال الدین د اغیز په هکله لیکي:  (ادبیات د ارستوکراتانو مریونه وو، دچارواکو له توصیف څخه پرته یې نور هیڅ درلوده، شعرونه یواځې دحاکمانو په توصیف کې ویل کیدل، که څه هم هغوﺉ به ظالمان او فاسقان وو، هر حاکم په خپله زمانه کې په هر څه حکومت کاوو، چې څه به یي کول، حساب نه ورسره کېده، دخلکو مالونه به یې په زور غصبول، غاصب ته سزا نه ورکېده، خو که هغه غصب شوی مال به یې لګاوو، نو دده ستاینه به پرې کېدله، هرڅوک یې چې غوښته هغه به یې واژه، له حاکم څخه پوښتنه نه وه، خو که څوک به یې له مرګ څخه خوشې کړ، نو توصیف به یې کېده اود پاچا مهرباني ګڼل کېده…شاعران اوهنرمندان یواځې او یواځې دپاچا د ستاینې او دهغه دساعت تیرۍ لپاره وو، د پاچا دتسل او باوري کېدو لپاره به له هغه سره پهلوانان وو، دفاع به ترې کوله، او پاچا ددښمنانو دسینو دڅیرولو لپاره به مریونه وو، چې په همدې چاره به ګمارل شوي وو، وړوکي ادیب به د واړه بډا توصیف کاوو اوستر ادیب به د ستر بډا په ستاینه کې شعرونه ویل، سید جمال الدین مصر ته راغی، ادبیات یې د خلکو خدمت ته واړول او ادبیات نور دظلم او ظالم په مقابل کې دمظلوم په لوري ودریدل، خلک یې له بد حالت څخه د ځان ژغورنې ته وهڅول، هغوﺉ یې د دوﺉ د بد حالت په لاملونو پوه کړل، له تیارې څخه یې رڼا ته راوویستل، چې دوﺉ باید د حاکم له سزا څخه ونه ویریږي، د خپلو پایمال حقوقو د راژوندي کولو لپاره دې ملا وتړي، په دې توګه ادب دځان لپاره نوې لیاره غوره کړه، ادیب دحاکم په ځای له خپلو خلکو سره ودرېده، د خلکو د حقونو او دچارواکو د مسؤولیتونو په هکله ویل او لیکل پیل شول…) ۸

افغان سید به هر چیرته چې ولاړ، هلته یې له خلکو سره اړیکې ټینګې کړې، دنوموړي زړه راښکونکی سیرت اوصورت ددې لامل وو چې په لږ وخت کې به د خلکو داسې مینه ورسره پیدا شوه، چې پاچاهانو به له ده سره حسادت پیل کړ او په خلکو کې دده د رسوخ له کبله به یې بیا هم له هغه سره له درناوي ډک چلښت کاوو.
افغان سید دراتلونکې لپاره شاګردان روزل، له هغوﺉ سره به په ډیر ساده او دبې تکلفي په حالت کې په زده کړو بوخت وو.
د قاهرې په قهوه خانو کې به شاګردان ورنه چارپیر وو، علمي اوسیاسي مجلسونه به ګرم وو، د استاد احمد بهاؤالدین وینا ده: له یوې خوا به سامي بارودي له خپلوغټو غټو بریتو سره ناست وو، چې بیا وروسته یې د عرابي په انقلاب کې ستره ونډه درلوده، له بلې خوا به دا د لنډ قامت خاوند محمد عبده ناست وو، له بل لوري به هغه لوړ دنګ سړی سعد زغلول وو، چې څه موده وروسته د انقلاب رهبر شو او د مصر لومړنی انتخابي صدر اعظم وټاکل شو، په مینځ کې به یې دا افغانی سړی ناست وو چې په لیدو به یې انسان د تعجب په سمندر کې لاهو شو، او پرلپسې به یې چلم څکاوو اود هغه له لوګي سره به یې یوځای وینا دتندر په توګه راخوشې کړه، چې وینه به یې په رګونو کې په جوش راوسته او د بدن رګونه به یې وخوځول.(۹)

افغان سید د ځواکمنې فکري غښتلتیا، قانع کوونکي استدلال، په قرآن او سنتوپوهه اود خپلې زمانې د غوښتنو له پوهې سره سره له دوو ځانګړو صفتونو څخه هم برخه من وو، لومړی: سیادت (درسول الله صلی الله علیه وسلم له اولادې څخه وو) دوهم: افغانیت، او زما په آند، په نورو کمالونو برسیره همدا دوه صفتونه وو، چې دده سره مینه دامت په زړونو کې لاډیره وه، هر لور ته به چې ولاړ، دده استقبال به کیده، پاچاهانو به په خوښه اوناخوښه د هغه درناوی کاوو، ځکه دده رضا او قهر د خلکو له رضا او قهر سره تړلی وو.

د نوموړي دسیادت د صفت درناوی خو د هر مسلمان د عقیدې برخه وه، اما دافغان لقب هم په نړۍ کې دغیرت او سرښندنې له ځانګړتیاوو سره مرادف دی، ځکه د غوریانو، سوریانو، غزنویانو، ابدالیانو او په هغه نژدې وخت کې د افغانانو له انګریزانو سره سرښندنې دهند، عربو او ترکې خلکو ته ښکاره وې، نو سید هر چاته د آزادي او مړانې سمبول ښکاریده.
د افغان سید افکار له ډه وروسته داسلامي دعوت لارویو دځان لپاره سر خط ګرځولی، دا ځکه چې داسلامي امت هغه کړاوونه چې دسید په وخت کې موجود وو، لا تر اوسه دوام لري، استعمار خپلې غاصبانه منګولې په اسلامي نړۍ په یوډول اوبل ډول تر اوسه پورې خښې کړې، مسلمانان ددین د سوچه لارښوونو له پوهې څخه تر ډیره حده بې برخې دي، عالم نما وګړي چې مسلمانان یي ددین دزدکړې مرجع ګڼي، په پراخه پیمانه په تحجر، جمود اوبې ځایه تحزب او ډلبندۍ اخته دي، او مستبد واکداران نن هم د خلکو خبره نه اورې او د اسلامې نړۍ په زیاته برخه کې دزور حکومتونه دوام لري، چې په اسلامي نړۍ کې له دې امله د ځانځاني او اختلاف ټغرونه غوړیدلي، مسلمانان له پرمختګ څخه رااړوي.
هو ! په نړۍ کې اسلامي اصیل خوځښتونه چې د اسلامي امت په رنځ پوه شوي او د هغه د علاج لپاره یې بډې رانغښتې، هغوﺉ د افغان سید لارې ته دوام ورکوي، او دهغه په پله پل ږدي، دکتور محمد البهي په دې هکله وایي:« جمال الدین په استانبول کې وفات شو خو ددعوت اغیزې یې په مصر کې دمحمد عبده او دهغه دشاګردانو په صورت کې راوټوکېدې.
په الجزایر کې د الجزایر د علماوو جمعیت چې عبدالحمید بن بادیس تأسیس کړ د افغان سید د افکارو زیږنده دی.
په هند کې د اهل حدیثو جماعت، ندوة العلما اوددیوبند دارلعلوم د افغان سید د افکارو تر اغیز لاندې دي.
په اندونزیا کې د نوښت خوځښت د المنار په نوم دسید افکار راوټوکیدل.»  (۱۰)
علامه اقبال هم افغان سید داسلام په تاریخ کې د ژورې پوهې خاوند ګڼي.(۱۱)
د ده په هکله د شرق اوغرب زیاتو پوهانو لیکنې کړې چې دهغه د شخصیت له لوړوالي، د لهجې له صراحت،  دپیاوړي شخصیت له در لودلو او مسلمانانو ته له بې سارې پاملرنې څخه حکایت کوي.

مأخ‍ذونه:
(۱)قدري قلعچي، حکیم مشرق زمین سید جمال الدین افغان، مترجم: عبدالواحد نهضت فراهی، بنګاه انتشارات میوند، کتابخانه سبا ـ پیښور ۸۲ مخ.
(۲)پورتنی مأخذ ۱۶ـ۱۸مخونه.
(۳)محمد البهي، الفکر الاسلامي الحدیث وصلته بالاستعمار الغربی، مکتبة وهبة، دوهم چاپ، القاهره ـ مصر
(۴)مجموعة العروة الوثقی، ۴۷۱ـ۴۷۷مخونه.همداراز سید جمال الدین افغان، کتاب الرد علی الدهریین ۷۱ـ۸۰مخونه.
(۵)العروة الوثقی، ۵۸ـ۵۹مخونه.
(۶)الفکر الاسلامي الحدیث، ۸۱مخ.
(۷)حکیم مشرق زمین، ۴۶مخ.
(۸)احمد امین، زندګینامه جمال الدین، دده په کتاب (فیض الخاطر) کې، ۵ ج ۲۴۳مخ.
(۹)ایام لها تاریخ، ۱۴ـ۱۵ مخونه، (له قدری قلعچی څخه په نقل).
(۱۰)الفکرالاسلامي الحدیث، ۹۰مخ.
(۱۱)پورتنی مأخذ، ۸۷ مخ.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب