افغانستان تاریختاریخ

اعلیحضرت محمد نادرشاه

محمد نادر شاه څوک و؟

اعلیحضرت محمد نادر شاه د سردار محمد یوسف خان زوی او د سردارغلام یحیی خان لمسی، د ۱۲۶۲ هجري شمسي( ۱۸۸۳) د حمل د میاشتي په یوویشتمه د هند په دېره دون کي زېږېدلی دی. خپلي زده کړي یې په هند کي بشپړي کړي او په ۱۹۰۱ میلادي کال کي د امیر حبیب الله خان په غوښتنه د خپل پلار سردارمحمد یوسف خان، کاکا سردارمحمدآصف خان او څلورو وروڼو سردارمحمدهاشم خان، سردارشاه محمود خان، سردار شاه ولي خان او سردار محمدعزیز خان سره یو ځای کابل ته ستون سو. هیواد ته له رسېدلو سره سم یې په پوځ کي په خدمت کولو بنا وکړه او په ډېر لږ وخت کي د خپل شخصي لیاقت، پوهي او استعداد په برکت د نایب سالاری او سپه سالاری درجو ته ورسېدی.

سردارمحمدنادرخان د خپلي لومړنی ځوانۍ څخه د پوځي خدمت ترڅنګ له سیاسي فعالیتونو سره مینه درلوده او د حزب جوانان افغان، چي شهزاده امان الله خان او د هیواد تکړه منورینو برخه پکښي درلوده، فعال غړی وو. نادر خان په پوځي فعالیتونو او عملیاتو کي دونه فعاله او فوق العاده برخه واخیستله چي په ډېر لږ وخت کي د ډګروالی رتبې ته ورسېدی او په ۱۹۱۲ کال کي د منګلو د ښورښ د ځپلو څخه وروسته نایب سالار او په ۱۹۱۴ کال کي سپه سالار سو. نادرخان، که څه هم چي افغانستان ته د راتللو سره سم په پوځي او سیاسي برخو کي فعال وو خو د ۱۹۱۹ کال د فبروري په میاشت کي، په لغمان کي، د امیرحبیب الله خان د وژل کېدلو څخه وروسته په سیاسي میدان کي ډېر زیات مطرح سو. شهرت یې ډېر ژر تر لندن، برلین او ماسکو پوري ورسېدی او دا اهمیت یې په ۱۹۳۴ کال کي د کابل په ارګ کي تر ویشتل کېدلو او وژل کېدلو پوري وساتی.

نادرخان د افغانستان په منور قشر کي چنداني ښه نوم نه لري او چي نوم یې اخیستل کېږي نو معمولا د غدار کلمه ورسره ملګرې وي. د دې یو علت دا دی چي وايی هغه د افغانستان له محبوب پاچا او د استقلال د ګټونکي اعلیحضرت امان الله خان څخه قدرت غصب کړی دی. په داسي حال کي چي د اعلیحضرت امان الله خان څخه قدرت حبیب الله کلکاني اخیستی وو او دا مسله له نادرخان سره هیڅ اړه نه لري. اعلیحضرت امان الله خان د ۱۹۲۹ کال د جنوري په میاشت کي له پاچهی څخه استعفی وکړه او قدرت یې خپل مشر ورور عنایت الله خان ته وسپاره او د هماغه کال د مې د میاشتي په وروستیو شپو ورځو کي په غزني کي د حبیب الله کلکاني او مخالفو غلجیو قبایلو د حملو په مقابل کي له ماتي وروسته، د زابل له لاري، له افغانستان څخه ووت او ډېر ژر ایټالیې ته ولاړ. ډېر کسان داسي استدلال کوي چي نادرخان له پښتنو قبایلو سره ژمنه کړې وه چي پاچهي د  امیرامان الله خان لپاره نیسی، خو کله چي قدرت ته ورسېدی، نو پر خپله ژمنه پښېمان سو. ځکه یې نو ګواکي غداري وکړه. البته د بشر په سیاسي تاریخ کي هیڅ وخت داسي نه ده پېښه سوې چي یوه جنرال دي د توري په زور قدرت نیولی او په لوی لاس یې خپل حریف ته تسلیم کړی وي. هر ډول منطق چي دا خبره مني، سیاسي منطق او تاریخي سوابق یې نه مني.

مشهور لیکوال او ژورنالیسټ، عبدالحمید مبارز د محمدعلم فیاض د جرګه های بزرګ افغانستان د کتاب په حواله لیکي چي ځینو کسانو داسي آوازه خپره کړې وه چي ګواکي محمدنادرخان خلکو ته ویلي وه چي هغه د امان الله خان لپاره کار کوي. په داسي حال کي چي دا یوازي آوازه ده ځکه چي که نادرخان دا ویلي وای نو د جنوبي قبایل، چي د امان الله خان د اصلاحاتو مخالف ول او له هغه سره جنګېدلي ول، په هیڅ صورت د نادرخان په ملاتړ نه درېدل. حضرت فضل عمر مجددي به، چي په غه وخت کي په بمبيي کي په تبعید کي ژوند کاوه، د نادرخان شاته نه وای درېدلی او دغه راز به انګرېزانو، چي د روسانو سره د امان الله خان د اړېکو سره مخالف ول، نادرخان ته اجازه نه وای ورکړې چي د هغوی په قلمرو کي تېر سي او د سقاو له زوی سره وجنګېږي.  مبارز ص ۵۰

زموږ ډېر زیات لیکوالان او مورخین د نادرخان په باب ځکه منفي نظر لري چي وايي هغه د انګرېزانو په ملاتړ قدرت ته رسېدلی او حتی د هغوی لاسکوڅی وو ځیني خو  دونه افراط کوي چي وايي نادرخان ان د وړوکوالي څخه انګرېزانو روزلی، افغانستان ته لېږلی، په دولت کي لویو مقامونو ته رسولی، د امیرامان الله خان په مقابل کي د حبیب الله کلکاني تر بري وروسته یې بیرته صحنې ته رابللی او قدرت ته رسولی دی. حتی مرحوم غبار خو په خوست، لوګر او مشرقي کي، د وطن د نجات په جنګونو کي، د نادرخان، شاه ولي خان او سردارمحمدهاشم  خان د قواوو پرله پسې ماتي او شکستونه هم د انګرېزانو دسیسې او پلانونه بولي او په دې عقیده دی چي انګرېزان یوه وروستي فرصت ته منتظر ول. غبار   ص ۱۵ د دې مورخینو په نظر، افغانستان د انګرېزانو لپاره د سطرنج تخته وه او چي هر ډول یې زړه غوښت هغسي لوبه یې کوله. سړی له دوی څخه پوښتنه وکړي چي که انګرېزانو د افغانستان په سرنوشت کي دونه عمده او قاطع رول درلودی نو اعلیحضرت امان الله خان څرنګه قدرت ته ورڅخه ورسېدی، څرنګه یې استقلال ورڅخه واخیست او څرنګه یې لس کاله خپل قدرت او له انګرېز سره دښمنۍ ته دوام ورکړ؟ ځیني دغه منورین په دې عقیده دي،او حتی ما پخپله ورڅخه اورېدلي دي، چي انګرېزانو ، د استقلال په جنګ کي، تل او وانه پوځي مرکزونه قصداً نادرخان ته خوشي کړل؛ څو له هغه څخه قهرمان جوړ کړي او په راتلونکو پېښو کي، په لازم فرصت کي، کار ورڅخه واخلی. دوی حتی استدلال کوي چي انګرېزانو کولای سوای اعلیحضرت امان الله خان د نادر خان په وسیله را وپرزوی، مګر څرنګه چي امان الله خان په اولس کي محبوبیت درلود او په هغه صورت کي به نادرخان د خپلو خلکو له قهر اوغوسې سره مخامخ سوی وای ځکه یې نو یوځل امان الله خان د بچه سقاو په واسطه، چي هغه هم د دوی خپل سړی وو، را وپرزاوه او په هیواد کي یې بې قانوني او بې امني پیل کړه او بیا یې نو وروسته د سقاو زوی ته په نادرخان ماته ورکړه . که خبره داسي وي نو موږ د استقلال په ګټلو ولي افتخار کوو؟ ځکه چي دا ټولي پېښي انګرېزانو مخکي له مخکي سنجولي او نقشې یې د خپلو غوښتنو سره سمي عملي کړي دي. په زړه پوري خبره دا ده چي انګرېزانو دا کار ولي وختي نه کاوه چي پوره لس کاله یې خپل دښمن د کابل پر تخت پرې ایښی وو. او هغه پوره لس کاله د صوبه سرحد په پښتني قبایلو او د هند په خاوره کي د انګرېزي استعمار پر ضد لمسوني کولې.

بله خبره دا ده چي که نادرخان د انګرېزانو په ملاتړ، چي چنداني ثبوت او سند یې هم نسته، قدرت ته رسېدلی وي نو هغه په خپله لنډه څلور کلنه دوره کي له انګرېزانو سره کوم داسي تړون لاسلیک کړ چي هغه یا د افغانستان د خاوري تمامیت او استقلال ته خطر پېښ کړی او یا یې لږترلږه افغانستان ته اقتصادي او سیاسي تاوان رسولی وي.

د ۱۹۴۰ په لسیزه کي، په کابل کي د برټانیې سفیرفریزر ټیټلر په خپل کتاب افغانستان کي، له برټانیې سره د نادرخان د څرګندي دښمنی د سابقې په باب  لیکي« د ۱۹۳۰ کال د جون په میاشت کي، نادرخان د برټانیې سفیر ته وویل چي د سرحد په برخه کي د افغانستان د حکومت د پالیسی اساس د پولي پر دواړو خواوو باندي د سولي ټینګېدل او د برټانیې د پاچا له حکومت سره ریښتونې دوستي ده.

دا ډېري خوږې خبري وې، مګر خو یوازي کلمات وه او بله هیڅ معنی یې نه درلوده. په هند کي ډېری په دې عقیده وه چي د پړانګ لپاره د خپل پوست د رنګ بدلول غیر ممکن دي. نادرشاه د سرحد د پالیسی په برخه کي د برټانیې ضد وو. خپل دښمنان یې د برټانیې په دوستی تورنول او د ژوند تر پایه پوري د برټانیې دښمن پاته سو. د دې ادعا د ثبوت لپاره شواهد کم نه ول » فریزر ټیټلر ص ۲۳۵

بل ځای لیکي« د ۱۹۳۱ کال په پای کي په صوبه سرحد کي داسي آوازې خپرې سوې چي نادرشاه له برټانیې څخه وسلې او پیسې تر لاسه کړي دي. په دې توګه هغه برټانیې ته په ګټه رسولو او چاپلوسي کولو تورن سو. پر هغه باندي دا احمقانه او غیر عادلانه تور ډېر ژر په صوبه سرحد کي خپور سو او د امان الله طرفدارانو د هغه پر ضد د پروپاګنډ د اصلي وسلې په توګه کار واخیست » هغه کتاب ص ۲۳۶

شوروي منابع، چي چنداني له نادرخان څخه ښه زړه نه لري، بیا هم هغه د انګرېزانو دښمن او مخالف بولي او وايي چي مولوی عبیدالله سیندهي د سپه سالار محمدنادرخان سره، چي په صوبه سرحد کي د برټانیې پر ضد د پښتني قبایلو د مبارزو طرفدار وو، نیژدې اړیکي لرلې. نادرخان د پولي د قبایلو په مشرانو کي ډېر زیات نفوذ درلود او د هند او افغانستان په پولو کي په اوضاع ډېر ښه پوهېدی. تیخانوف     ص ۱۲۲

تیخانوف لیکي چي  سپه سالار نادرخان د برټانوي هند د پښتنو سره په خپلو ټولو امکاناتو مرستي وکړې. هغه په دې باور وو چي د آزادو قبایلو پښتانه د انګرېزانو د بل یرغل په مقابل کي د یوه ټینګ دېوال حیثیت لري. په کابل کي د انګلستان سفیر همفریس ځکه په دې عقیده وو چي د افغانستان حکومت ښايي ډېر ژر د ۱۹۲۱ کال تړون لغو کړي. هغه کتاب ۱۶۰

په کابل کي د شوروی اتحاد سفیر راسکلینکوف، خارجه وزیر چیچیرین ته  په یوه لیک کي وايي چي د اولسي جرګې ریس شېراحمد خان، چي د انګرېزانو طرفدار دی په مجلس کي د برټانیې سره د افغانستان د دفاعي تړون د لاسلیک کېدلو ملاتړ وکړ او د حربیې وزیر نادر خان د هغه د وینا په مقابل کي سخت عکس العمل وښود. هغه وویل چي برټانیه د لومړي نړی وال جنګ، او په هند کي د ناکراریو له امله اوس هغه پخوانی زور نه لري چي بیا به له افغانستان سره جنګ وکړای سي. افغانستان له برټانیې سره د دفاعي تړون د لاسلیک کولو له امله نه یوازي خپل استقلال له لاسه ورکوي بلکه د اسلام له ګټو سره خیانت کوي؛ او د خپل حق تر لاسه کول ځنډوي. نادرخان وویل یوازینی لاره چي د ده په نظر معقوله ښکاري هغه د برټانیې د پېشنهادونو ردول او له روسیې سره د قرارداد منظورول دي. هغه کتاب ص ۵۹۹

یو مهم ټکی چي موږ یې باید په نظر کي ولرو هغه دا دی چي د نادرخان نظام د امان الله خان پر ځای نه دی راغلی چي موږ یې یو له بله سره مقایسه کوو، بلکه د سقاوي نظام د وحشت او بربریت پر ځای، چي له نېکه مرغه د تاریخ لیکونکو او ژورنالیسټانو د سترګو لیدلي حالات په لیکلي او چاپي بڼه موجود دي، منځته راغلی دی. دا وخت، اعلیحضرت امان الله خان له ملکه وتلی او ایټالیې ته رسېدلی دی؛ والی علی احمدخان، چي د تخت د نیولو بل مدعي وو، د سقاوي رژیم له خوا اعدام سوی دی؛ غلام نبي خان چرخي، د خپلو ورسره شوروي پوځونو سره بیرته د آمو تر سیند اوښتی او د شوروي اتحاد خاوري ته ننوتلی دی او د سقاوي رژیم په مقابل کي یوازي نادرخان پاته دی. که نادرخان هم میدان پرې ایښی او ماته یې کړې وای نو، د سقاوي رژیم وحشت ته په کتلو سره، موږ د افغانستان د سرنوشت او تاریخ په باب تصور کولای سو.

په دې کي شک نسته چي  نادرخان یو مستبد سړی وو او د خپلو سیاسی رقیبانو په ځپلو کي یې له زبردستی څخه کار واخیست او د هغه ورور سردارهاشم خان  استبداد ته نور هم زور او دوام ورکړ او څوارلس کاله یې په بشپړه زبردستي حکومت وچلاوه؛ خو موږ باید دونه انصاف ولرو چي یو ځل د اعلیحضرت امان الله خان څخه مخکي د امیرحبیب الله خان او د هغه د پلار امیر عبدالرحمن خان استبداد او ظلمونه وګورو، بیا د اعلیحضرت امان الله خان له سقوط څخه وروسته د سقاوي نظام وحشت او بربریت په باره کي د مورخینو او ژورنالیسټانو د سترګو لیدلي حالات تر نظر تېرکړو، بیا نو د شهید داوود خان له سقوط څخه وروسته د خلقیانو، پرچمیانو، مجاهدینو، طالبانو حکومتونه او، د امریکا او ناټو ترمستقیمي حمایې لاندي، اوسنی نظام را په زړه کړو. په دوی کي کوم یو د استبداد، بې قانونیو، وحشت، تېریو، بې امنیتیو او اداري فساد له پلوه د اعلیحضرت نادرشاه له زمانې سره مقایسه کولای سو؟ که د پردیو تر مستقیمي اغېزې لاندي حکومت کول او د خپلو اولسونو ګټي تر پردیو قربانول، چي د نادرخان په باره کي یې لږترلږه یو مثال هم نه دی موجود، عیب او ملي خیانت وي نو دا وروستي نظامونه یې، هر یو، جلا جلا، ښه مثالونه دي. دا نظامونه به موږ ته دښمنو ګاونډیانو او بهرنیانو راجوړ کړي وي خو عاملین یې زموږ  خپل وطنوال دي.

ځینو لیکوالانو او مورخینو خو د نادرشاه په باب له دونه تنګ نظرۍ او تعصب څخه کار اخیستی دی چي د خپلو کتابونو یو مخ یې له بل سره ضد او مخالف وي. فرهنګ خو دونه افراط کوي چي د نادرشاه په مقابل کي د سقاوي رژیم صفت کوي. په داسي حال کي چي د سقاوي نظام بې امنیتی به یې په خپلو سترګو لیدلي وې.فرهنګ لیکي چي د نادرخان سره قبایلي خلک کابل ته داخل سول او په چور او تالان یې پیل وکړ خو د کابل خلکو چي څو میاشتي مخکي یې کابل ته د سقاويانو د ننوتلو په وخت کي د هغوی نظم ونسق او د خلکو پر شته منیو باندي له تېري کولو څخه پرهېز لیدلی وو، نو له نوي نظام څخه یې ښه انتباه وانه خیستله. فرهنګ ص ۶۰۲

همدغه لیکوال څو پاڼي مخکي، چي ښايي وروسته به یې خپله لیکنه هېره وه، د سقاو او د هغه د نظام په باب  لیکي« دې ټکي ته باید توجه وسي چي یوه ډله خلک یې په حق یا ناحقه، او په هر حال کي، له تحقیق او شرعي محاکمې پرته اعدام کړل او وې نه غوښتل یا یې نه سو کولای چي د خپلو یارانو او انډیوالانو د ستمګریو مخه ونیسي، بلکه برعکس، هغوی ته یې اجازه ورکړه چي د خلکو پر سر اومال باندي په خلاصو لاسونو تېری وکړي. خپلو همکارانو ته یې د کرنیل خومختار او جرنیل خومختار خندونکي القاب ورکړل او خپل حکومت یې د خلکو مسخره کړ…» هغه کتاب ص ۵۹۶

نادرخان د سیاست په میدان کي:

امیرحبیب الله خان د ۱۹۱۹ کال د فبروري پر شلمه د لغمان د کله ګوش په علاقه کي، چي د هغه د ښکار او سات تېري سیمه وه، په نیمه شپه کي، په خپله خېمه کي ووژل سو. دا چي امیر د خپل پوځ او محافظینو په منځ کي ووژل سو او قاتل معلوم نه سو، څرګنده خبره ده چي د دربار تر ټولو عالي رتبه مقاماتو د هغه په وژلو کي لاس درلود. حتی مشهور مورخ فیض محمد کاتب، چي په هغه وخت کي حاضر وو، لیکي چي د امیر کشر ورور نایب السلطنه سردارنصرالله خان، په لوی لاس، خپل پوځیان او پولیس د قاتل له تعقیبولو او نیولو څخه منع کړل. سپه سالار محمدنادر خان او د هغه وروڼه ټول حاضر ول او فیض محمد کاتب لیکي چي عسکرو غوښتل هغوی د امیر د قتلېدلو له امله ووژني، خو د امیر مشر زوی معین السلطنه سردار عنایت الله خان د عسکرو مخنیوی وکړ. سپه سالار محمد نادرخان او د هغه وروڼه کابل ته بندیان راوستل سول او ډېر ژر بیرته خوشي سول. سردارنصرالله خان، چي په جلال آباد کي یې ځان پاچا اعلان کړی وو، لږ وخت وروسته د ارګ په بندیخانه کي ساه ورکړه او جګړن علی شاه رضا، چي ویل کېږي د امیر د قتل په شپه، نوکریوال وو، په وظیفه کي د غفلت او د امیر په قتل کي د لاس لرلو په ګناه اعدام سو. د امیر قاتل او د قتلولو محرک، په دقیق ډول، تر اوسه هم معلوم نه دی؛ حتی د قتل د علت په باب یې هم د نظر اتفاق نه دی موجود.

اعلیحضرت امان الله خان، چي د تنکی ځوانی څخه یې له انګرېزانو سره مخالفت د نفرت سرحد ته رسېدلی وو، ډېر ژر له برټانیې څخه د خپلواکی اعلان وکړ او د مشرقي، پکتیا او کندهار په جبهو کي یې د انکرېزانو پر پولو او قواوو باندي یرغلونه پیل کړل. په دریو واړو جبهو کي یوازي سپه سالار محمدنادرخان توره وکړه او د انګرېزانو څخه یې د تل او وانه ښارګوټي او پوځي مرکزونه ونیول. او شاه محمود خان، چي په همدغه جبهه کي جنګېدی، له انګرېزانو څخه د پیوار کوتل ونیوی. سپه سالار د اوربند تر اعلانېدلو پوري د انګرېزانو په خاوره کي پاته سو او کابل ته فاتح راستون سو. سردار محمد نادرخان د استقلال د جنګ د ختمېدلو څخه وروسته، د خپلو خدماتو او په جنګ کي د زړه ورتیا او تدبیر ښودلو په بدل کي، سمدستي د وزیر حربیه په حیث وټاکل سو.

اعلیحضرت امان الله خان د هیواد له ترقۍ سره د لېونۍ میني درلودلو په اساس ډېر ژر په هره ساحه کي په انقلابي اصلاحاتو لاس پوري کړ. اصلاحاتو ډېر خلک خوشاله او ډېر خلک د وسله وال عکس العمل ښودلو تر پولي خوابدي کړل. په دې ضمن کي د خوست ښورښ، چي زیات وکم لس میاشتي( د ۱۹۲۴ کال د مارچ له نیمایی څخه تر ۱۹۲۵ کال د جنوري تر وروستیو شپو ورځو پوري)  یې دوام وکړ او دولت او خلکو ته یې د سر اومال ډېر دروند تاوان ورساوه د یادوني وړ دی. دا ښورښ د ملاعبدالله، چي په دولتي مطبوعاتو کي ملای لنګ بلل کېدی، او د هغه ملګري ملا عبدالرشید پیل او ښورښ هغه وخت خطرناک زور واخیست چي د امیر محمدیعقوب خان زوی عبدالکریم له برټانوي هند څخه افغانستان ته ننووت او د ښورښیانو سره ملګری سو.

د پوځ ډېرو زیاتو افسرانو ځکه د دې ښورښ په ځپلو کي برخي اخیستلو ته زړونه نه ښه کول چي ډېر زیات عسکر د جنوبي د خلکو اولادونه ول. سپه سالار نادرخان، چي له لومړي سره د اعلیحضرت امان الله د اصلاحاتو له سرعت سره مخالف وو، د خوست د ښورښ د ځپلو د عملیاتو قومانداني ونه منله او په عوض کي یې په پاریس کي د افغانستان سفارت، چي یو ډول تبعید بلل کېدی، ومانه. تیخانوف  ص ۱۶۸

په زړه پوري خبره دا ده چي د دې ښورښ په ځپلو کي دواړو دښمنو قدرتونو، شوروی اتحاد او برټانیې، د افغانستان له حکومت سره مالي او پوځي مرستي وکړې. د ۱۹۲۵ کال د مې پرپنځه ویشتمه سټالین، ټروټسکي او چیچیرین د کمونیسټ ګوند د مرکزي کمېټې سیاسی دفتر ته پېشنهاد وکړ چي افغانستان ته سمدستي دوه سوه پنځوس زره روبله ولېږي. دغه راز د همدغه کال د آګسټ په میاشت کي د شوروي خارجه وزیر پېشنهاد وکړ چي افغانستان ته پنځه زره میله توپکونه او مرمۍ، له پنځوس څخه تر سلو پوري ماشیندار  او درې د راډیو دستګاه وي ولېږي او هغه هیواد ته دي د جنګي الوتکو د لېږلو پروګرام چټک کړي او دغه راز دي شوروي پیلوټان ور ولېږل سي.  هغه کتاب  ص ۱۷۳

د همدغه کال د اګسټ په میاشت کي برټانیې افغانستان ته دوې جنګي الوتکي ورکړې او ښورښیانو ته یې درانه تلفات ورسول. هغه کتاب ص ۱۷۴

د خوست د ښورښ ځپل کېدل، چي ډېر زیات وخت یې ونیوی، د دولت او خلکو دواړو لپاره ډېر ګران تمام سو. یاغیانو ته ډېر زیات مالي او ځاني تلفات ورسېدل. تقریبا درې زره پنځه سوه کورونه تباه او وسوځول سول؛ پنځه لس سوه پنځه اویا یاغیان مړه او ټپیان سول؛ او ځلوره سوه پنځوس ښځي او ماشومان له یخنیه او لوږي تلف سول. د حکومتي قواوو ځاني تلفات هم تر دې کم نه ول. په دې ښورښ کي دولت ته پنځه میلیونه سټرلینګ پونډه، چي د افغانستان دوه کلن ملی عاید کېدی، تاوان ورسېدی. ګریګوریان ص ۲۵۵

یو شی چي د خوست د ښورښ په ځپل کېدلو کي یې د افغانستان له حکومت سره ډېره مرسته وکړه او یاغیان یې تر اندازې زیات تجرید او د خلکو په نظر کي سپک کړل هغه د حکومت دا تبلیغ وو چي د خوست په ښورښ کي انګرېزان مستقیمه برخه لري. سنځل نوید په خپل کتاب کي د انګلستان د آرشیفونو په حواله لیکي چي پخپله انګرېزان هم په دې نه پوهېدل چي عبدالکریم ته مالي او پوځي مرستي له کومه رسېږي. د افغانستان حکومت هم له دې درکه سخت مایوس وو چي د خوست په ښورښ کي یې د انګرېزانو د لاس لرلو په باب هیڅ سند او مدرک تر لاسه کولای نه سو. دا خبره پخپله محمودطرزي په پېښور کي د انګرېزانو یوه عالي رتبه مامور ته کړې وه؛ شېراحمدخان، چي د محمودطرزي په غیاب کي یې د خارجه وزارت چاري پر مخ بېولې، په کابل کي د انګرېزانو د سفارت شارزدافیر مکوناچي ته اعتراف کړی وو چي د افغانستان حکومت د خوست په ښورښ کي د انګرېزانو د برخي درلودلو په باب هیڅ مدرک په لاس کي نه لري. هغه په دې ملاقات کي پر دې خبري اعتراف کړی دی چي د افغانستان حکومت د خوست په ښورښ کي د انګرېزانو د لاس لرلو موضوع د عبدالکریم او ملاعبدالله د تجریدولو او بدنامولو په خاطر راپورته کړې وه. شېراحمدخان مکوناچي ته اطمینان ورکړی وو چي د خوست د ښورښ د کرارېدلو څخه وروسته به ډېر ژر اعلان وکړي چي افغانستان د خوست په ښورښ کي د انګلستان د لاس لرلو په باب هیڅ مدرک او سند ترلاسه کړی نه دی.سنځل نوید ص ص ۱۴۷-۱۴۸

آدمک وايی چي امان الله خان د خوست د ښورښ د ځپل کېدلو څخه وروسته ۵۳ تنه اعدام کړل او نور یې په شاقه بند محکوم کړل او بېلو بېلو ولایاتو ته یې واستول.  ص ۹۹ مګر شوروي منابع وايي چي یوازي په کابل کي تقریبا سل تنه اعدام سول او په کابل او نورو سیمو کي د ښورښ د مشرانو تعقیب او آزار پیل سو. تیخانوف ص ۱۷۶

که څه هم چي شوروي منابع د حربیې له وزارت څخه د نادرخان د برطرفه کېدلو علت د خوست په ښورښ کي د برخي اخیستلو څخه د هغه انکار بولي خو ژورنالیسټ او لیکوال برهان الدین کشککي، چي د هغه وخت د زیاتو تاریخي پېښو عیني شاهد دی، لیکي چي نادرخان د خوست د ښورښ له پیل کېدلو څخه ډېرمخکي له امان الله خان سره د ځینو اختلافاتو په اساس استعفی کړې وه. نادرخان د ۱۹۲۲ کال د ډسمبر په میاشت کي، یعني د خوست له ښورښ څخه څه باندي یو کال مخکي اعلیحضرت امان الله خان ته په خپله استعفی کي لیکلي وه چي له یوې خوا ناروغ دی او له بلي خوا د هغه په حکومت کي داسي کسانو ځای نیولی دی چي دی د هغوی له افکارو او اعمالو سره نه سي جوړېدلای.  کشککي ص ۲۶۲

لیکوال د امان افغان د پنځم کال د شپږمي ګڼي د شپږم او اووم مخ په حواله لیکي چي اعلیحضرت امان الله خان د ۱۳۰۲ ( ۱۹۲۳) کال د کب د میاشتي په اته ویشتمه یوې غونډي ته په وینا کي محمدولي خان د حربیې د وزیر په حیث وټاکی او نادرخان یې په فرانسه کي د مختار وزیر په توګه مقرر کړ. هغه کتاب ص ۲۶۹

نادرخان د امان الله خان د وینا په جواب کي وویل چي بلې ما له څه وخته راهیسي ستاسي له حضور څخه غوښتي دي چي ما په بهر کي یوه ماموریت ته ولېږی. حتی که لویه وظیفه نه وي په یوه دفتر کي په سرکاتبي او کاتبي هم قانع یم. هغه کتاب ص ۲۷۱

نادرخان څو میاشتي په کابل کي د فرانسې اګریمان ته منتظر پاته سو؛ په دغه وخت کي د هغه مشر زوی محمدطاهر، چي په فرانسه کي یې زده کړي کولې، وفات سو او نادرخان فرانسې ته حرکت وکړ. فریزر ټیټلر هم د نادر خان د استعفی علت د امان الله خان د اصلاحاتو له پروګرام سره د هغه مخالفت بولي او لیکي« کله چي نادرخان په ۱۹۲۴ کال کي له کابل څخه د فرانسې پر لور حرکت کاوه نو پېش بیني یې وکړه چي د امان الله خان بېړني او بېځایه اصلاحات به ډېر ژر د ده او د ده د هیواد د بربادی سبب سي. په فرانسه کي چي یې له دوستانو او ملګرو څخه هر رپوټ تر لاسه کاوه د ده نظر او اندېښنه یې تاییدوله؛ تر څو په ۱۹۲۶ کال کي یې حوصله ختمه سوه او د سفارت له وظیفې څخه یې هم استعفی وکړه او د فرانسې جنوب ته وخوځېدی» ټیټلر ص ۲۲۵

کله چي امان الله خان په ۱۹۲۸ کال کي د اروپايي هیوادونو په سفر روان سو نو نادرخان او د هغه وروڼو سردارهاشم خان او سردار شاه ولي خان له هغه سره د ناپل په ښار کي وکتل. نادرخان د همدغي لیدني په ترڅ کي امان الله خان ته وویل چي د افغانستان اوسني اجتماعي او سیاسي حالات د هغه ژورو اصلاحاتو ته تیار نه دي او د خلکو رسوم او رواجونه د هغه بېړني او افراطي تغییرات نه سي منلای. نادرخان ونه سو کړای چي خپل نظریات په امان الله خان ومني، ځکه نو د فرانسې جنوب ته ستون سو او هیڅ ډول اعزازي او رسمي مقام یې ونه مانه؛ او وروسته یې نو وطن ته د ستنېدلو په باب د اعلیحضرت امان الله خان امر ته هم غاړه کښې نه ښوده. سنځل ص ۱۸۷

امان الله خان په دې پوهېدی چي د هغه د اصلاحاتو له پروګرام سره مخالفتونه موجود دي؛ ځکه یې نو له شوروي اتحاد، فرانسې، ایټالیې او حتی انګرېزانو څخه په زرهاوو توپکونه او توپونه، په میلیونو مرمۍ او جنګي الوتکي رانیولې. شوروي منابع لیکي امیر امان الله خان ښايي دې وسلو زړه ورکړی وو چي په هیواد کي د ښورښونو سره سره یې د اروپایی هیوادونو اوږده دوره پیل کړه؛ په داسي حال کي چي هغه، په هیواد کي د ښورښونو د کرارولو لپاره، تر عصري وسلو یوه منظم او وفادار پوځ ته اړتیا درلوده او وروستیو پېښو وښودله چي د عصري وسلو ترلاسه کولو د منظم او وفادار پوځ لرل مشکل دي. تیخانوف  ص ۱۹۷

اعلیحضرت امان الله خان خپل د اصلاحاتو پروګرام په خپل جوش او خروښ تعقیب کړ. هغه د اروپايي هیوادونو او د اسیا د پرمخ تللیو هیوادونو د لیدلو او په نوره نړۍ د خپل هیواد د پېژندلو او خپل هیواد ته د ګټورو پروژو د راوړلو لپاره د ۱۹۲۷ کال د ډسمبر په میاشت کي په داسي حال کي سفر پیل کړ چي د هیواد په بېلو بېلو، په تېره بیا مشرقي، کي د اصلاحاتو د پروګرام سره د مخالفتونو او په شمالي سیمو کي د څرګند بغاوت نښي لیدلي کېدلې او د شوربازار حضرتانو او محافظه کارو دیني عالمانو د هغه پر ضد پټي دسیسې رواني کړي وې. امان الله خان له دې نسبتا اوږده سفر څخه تقریبا اووه میاشتي وروسته هیواد ته ستون سو. امان الله خان خپل د اصلاحاتو پروګرام ته ځکه زور ورکړ چي هغه د خپل وطن له ترقۍ او پرمختګ سره بې کچه او لېونۍ مینه درلوده. هغه د اکټوبر پر پنځمه د لویی جرګې څلورمي غونډي ته په وینا کي وویل« زه انقلابي پاچا یم، او آرزو مي دا ده چي د هیواد د ژوند په هره برخه کي انقلاب راولم. هر څوک چي زما سره همکاری کولو ته تیار نه دی استعفی دي وکړي. په مجلس کي یوازي عبدالرحمن لودین پورته سو او خپله استعفی یې وړاندي کړه » آدمک ص ۱۳۷

خان عبدالغفار خان په پېښور کي د پښتنو یوې غونډي ته وویل « انقلاب د سېلاب په څېر دی. له هغه څخه ځیني قومونه ګټه اخلي او ځیني پکښي ډوب سي. هغه ملتونه چي ویښ دي؛ د ورور والي، دوستی او په ملي روحیه کار کوي، هغه له انقلاب څخه ګټه پورته کوی. هغه ملت چي دا خصوصیات نه لري د سېل اوبه یې له ځان سره وړي…. ما اورېدلي دي  چي امان الله خان به ویل زه د پښتنو انقلابي پاچا یم. په حقیقت کي هغه په موږ کي انقلابي روحیه ایجاد کړه. بې له شکه موږ د هغه له انقلاب څخه تر افغانانو زیاته ګټه واخیستله. ځکه چي افغانان ویده ول او موږ ویښ وو…» تندلکار ص ۵۸

ویده ملت د امان الله خان د اصلاحاتو او وطن پالني په چیغو را ویښ نه سو بلکه د ملت د داخلي او بهرني دښمنانو تبلیغاتو ته یې غوږ ونیوی. د هیواد په هره برخه کي اوربل سو. وطن سره تبۍ سو. امان الله خان نه د روغي جوړي د خبرو لپاره لایق او صادق ملګري درلودل او نه یې داسي غښتلی پوځ درلود چي د جنګ په میدانونو کي دفاع ورڅخه وکړي. امان الله خان د شینوارو، مومندو او ورسره قبایلو د ښورښ د ځپلو لپاره، چي په وروستیو شپو کي یې ډېر زور اخیستی وو او د حکومت د جبه خانو د لوټلو له لاري یې په زرهاوو توپک او توپونه تر لاسه کړي او د یاغي جنګیالیو شمېر یې څلوېښتو زرو تنو ته رسېدی، له هري وسیلې څخه کار واخیست. هغه په کابل کي د شوروي سفارت له پوځي آتشه څخه د ۱۹۲۸ کال د نومبر پر نهه ویشتمه وغوښتل چي شوروی اتحاد دي په عاجله توګه دوولس سوه خوشه اي بمونه، دوولس سوه اوراچونکي بمونه او شپږ سوه کیمیاوي بمونه ورباندي وپلوري. د روسیې د کمونیسټ ګوند د مرکزي کمېټې سیاسي دفتر د ډسمبر پر دریمه فیصله وکړه چي پر افغانستان دي دوه زره څلور سوه خوشه اي او اور اچوونکي بمونه وپلورل سي ، البته د کیمیاوي بمونو له ورکولو څخه یې معذرت وغوښت. تیخانوف ص ۲۰۱

دا وخت اوبه تر ورخ اوښتي وې. یوازي د شینوارو ښورښ نه وو چي حکومت یې کمزوری او بېچاره کړی وو؛ بلکه په شمال کي د حبیب الله کلکاني ښورښ دونه زور اخیستی وو چي په لږو شپو کي، کابل ته څرمه، د خیرخانې کوتل ته ورسېدي.

اعلیحضرت امان الله خان نور په ځان کي د مقاومت کولو توان ونه لیدی او بالاخره یې، د ۱۹۲۹ کال د جنوري پر څوارلسمه، استعفی وکړه او مخ پر کندهار رهي سو. د کابل تخت یې خپل مشر ورور عنایت الله خان ته وسپاره. عنایت الله خان هم درې ورځي وروسته د جنوري پر اووه لسمه استعفی وکړه او په کندهار کي له خپل ورور سره یو ځای سو. کابل د سقاوي داړه مارانو د قدرت میدان سو.

د کابل د تخت لپاره هلي ځلي:

د حبیب الله کلکاني او انډيوالانو له خوا د کابل د اشغال سره سم د تخت د نیولو لپاره له بېلو بېلو خواوو هلي ځلي پیل سوې. کابل د تقریبا نهو میاشتو لپاره یوه ورځ او شپه ارامه ونه لیده؛ او داسي ورځ نه وه چي د کابل څخه په لیري او نیژدې سیمو کي واړه او لوی جنګونه نه وي سوي. پخپله کابل د ډېرو بدو پېښو شاهد وو.

فیض محمد کاتب، چي د هغه وخت د ټولو بدمرغو پېښو شاهد دی په خپل کتاب تذکر الانقلاب کي لیکي:

« بچه سقاو او سید حسین دواړو په ظاهره د اسلام او دینداری لاپي کولې خو په عمل کي یې داسي کارونه کول چي په هیڅ شرع کي روانه دي. هره ورځ به یې جار واهه چي دوکانونه پرانیزی او که څوک د چا له دوکانه شی واخلي حکومت به هغه په ګولۍ وولي. مګر په عمل کي د بچه سقاو عسکرو او افسرانو د خلکو له دوکانونو څخه مالونه اخیستل او په توبرو کي به یې وړل. دغه راز، د توپکو او وسلو د پلټلو او پیدا کولو په پلمه، د خلکو کورونو ته ننوتل او نقد او جنس یې چورول» تذکرالانقلاب ص ۸۴

د دې بدمرغو پېښو بل عیني شاهد پروفیسر محمدعلي لیکي:

« په هغو نهو میاشتو کي چي واک د دې ډلي په لاس کي وو، پر کابل باندي داسي وحشت تېر سو چي کیسې یې د کولو نه دي. د کابل بېچاره ښاریان د دې وحشت لومړني قربانیان ول. ارګ د دې وحشیانه استبداد مرکز وو، چي هر ډول عدالت او بشري قانون یې تر پښو لاندي کاوه؛ او قدرت یې نه د خدای او نه د خلکو په زور اخیستی وو، بلکه د توري په زور یې نیولی وو.

ښوونځي او ټول ګټور موسسات وتړل سول. کتابخانې، لابراتوارونه او شاهي موزیم چور سول او نادر کتابونه یا وسوځول سول او یا په ډېر نازل قېمت خرڅ سول. یوه سړي په یوه غیران دونه کتابونه رانیولای سوای چي وړلای یې نه سوای» محمدعلي  ص ۴۳

کابل پوره نهه میاشتي د داسي جنایتونو میدان وو چي په خپل تاریخ کي یې نه وه لیدلي. د حبیب الله کلکاني کشر ورور حمیدالله، چي له سقاو څخه وروسته یې تام اختیارات په لاس کي ول، د کابل والي ملک محسن او د سقاو صدراعظم سید حسین، چي ویل کېږي په دریو میاشتو کي یې په خپل حرم کي څه باندي څلوېښت ښځي غونډي کړي وې؛ او په نامه کړو یا نامزدو ښځو حساب یې لا چاته معلوم نه وو، تر ټولو زیات په جنایتونو کي برخه درلوده. مجددي ص ۴۴۶ په دې باب زیات تفصیل موږ له موضوع څخه لیري کوي.

علي احمد خان، چي امان الله خان د شینوارو، خوګیانیو او نورو پښتنو د ښورښ د کرارولو او له خلکو سره د روغي جوړي د خبرو کولو لپاره مشرقي ته لېږلی وو، میدان خالي ولیدی او ځان یې پاچا اعلان کړ او د خلکو څخه د بیعت اخیستلو په کار لګیا سو. محمدګل خان او سید حسن کنډکمشر چي د علي احمدخان له دې عمل سره مخالفت وښود او هغه ته یې د وطن د نجات او ژغورلو توصیه کوله، دواړه وډبول او پر کابل باندي یې د حملې تیاری پیل کړ. د علي احمد خان په پوځ کي دوه لوی ملکان محمدشاه خان او ملک محمدجان له یوه بل سره سخت مخالف ول او پر کابل باندي د حملې د پیل کولو څخه مخکي یې په خپلو کي سره وویشتل او دواړه مړه سول. په دې توګه پر کابل باندي د علي احمدخان یرغل او پوځي عملیات وځنډېدل. انیس ص ۹۹

علي احمد خان د جلال آباد له حکومتي خزانې څخه لاسته راوړي پیسې او هغه پیسې چي امان الله خان په مشرقي کي د سولي د ټيګولو لپاره ورکړي وې ډېري ژر ولګولې او کله چي پوه سو چي هیڅ کار یې پر مخ نه ځي نو له انګرېزانو څخه یې د دونه زیاتو مرستو غوښتنه وکړه چي که د افغانستان پاچا وای هم به یې نه وای ترلاسه کړي.

« علي احمد خان د فبروري پر دریمه پېښور ته یو لیک واستاوه چي په الوتکه کي په کابل کي د انګرېزانو سفیر فرانسیس همفریس ته ورسېږي. هغه له همفریس څخه غوښتي وه چي د برټانیې حکومت دي یو میلیون سټرلینګ پونډه، سل لارۍ موټرونه، چي له هر موټر سره به یو موټروان او دوه میخانیکان ملګري وي،دوه زره خېمې، د دوو زرو کسانو لپاره یونیفورمونه او بالاپوښونه،شل زره توپکونه او شل میلیونه مرمۍ، دېرش غرني توپونه او له هر توپ سره زر ګولۍ،زر ځین کړي آسونه، دوولس بې سیم ټلفونونه له پرسونل سره، په ماشین ګنو سمبالي، یو شمېر پوځی الوتکي، لويي مسافر وړونکي الوتکي له برټانوي پیلوټانو او اتیازرو ګېلنو تېلو او د سون موادو سره. علي احمد خان لیکلۍ وه چي لکه څرنګه چي ما یې پېش بیني درته کړې وه امان الله ثابته کړه چي هغه د پاچهي لایق نه وو. بچه سقاو یو داړه مار دی بل څه نه دی. پر کابل باندي به ډېر ژر له هري خوا حملې پیل سي. بلشویکان غواړي په افغانستان کي داسي جمهوریت منځته راوړي چي ډېر ژر به هیواد تباه کړي. دوی د هغه خوسا سوي مڼې مثال لري چي ټول بار خرابوي. ده ځان د برټانیې د حکومت زوړ دوست معرفي کړی وو او لیکلي یې وه چي برټانیه باید له غرور څخه کار وانه خلي او دا فرصت له لاسه ورنه کړي» سټیوارټ ص ص ۴۹۷-۹۸

داچي علي احمدخان ولي له انګرېزانو څخه دونه زیاتي غوښتني کړي وې او په داسي وخت کي یې، چي تقریبا هیڅ یې په لاس کي نه لرل، څرنګه پر انګرېزانو باندي دونه زیات حساب کړی وو، سړی څه نه سي ویلای خو لکه څرنګه چي انتظار یې ایستل کېدی، همفریس د ده لیک ته جواب قدر هم ور نه کړ. خوګیاني ملک قیس، چي د علي احمدخان ټینګ ملګری وو، له سقاو سره پټ تماس ونیوی او هغه ته یې د علي احمد خان د نیولو وعده ورکړه. بچه سقاو هم له ملک قیس سره د اووه لسو زرو روپیو او نایب سالاری ژمنه وکړه. د قبایلو خانانو او ملکانو له علي احمدخان سره خیانت وکړ. پر هغه باندي یې حمله وکړه؛ د هغه درې سوه د توري قبیلې محافظین یې ټول ووژل؛ او علي احمد خان ایله په تېښته بریالی سو او په یوه جوړه جامو کي پیاده پېښور ته ورسېدی.

د شوروي اتحاد پوځي مداخله او غلام نبي خان چرخي:

انګرېزانو د افغانستان د بحران او داخلي جنګونو په جریان کي لږترلږه ظاهري بېطرفي وساتله؛ او چي هر چا به د مرستي خواست ورته وکړ نو دوی به خپله بېطرفي پلمه کوله. له پاچهی څخه د استعفی کولو او کندهار ته له تللو سره، د اعلیحضرت امان الله خان قانوني او مشروع دریځ ډېر کمزوری سو. نور نو هغه ته چا د یوه قانوني پاچا په حیث نه بلکه د کابل د تخت د نیولو د یوه دعوا ګیر په سترګه کتل. کله چي هغه له کندهار څخه له انګرېزانو څخه د وسلو غوښتنه وکړه؛ انګرېزانو حتی په نغدو پیسو د وسلو له ورکولو څخه ډډه وکړه. انګرېزانو هغه ته په ډېره سړه لهجه جواب ورکړ چي دوی د هغه د استعفي بیرته اخیستل په رسمیت نه پېژني او هغه ته د کابل د تخت د یوه بل دعواګیر په سترګه ګوري. او د برټانیې د بې طرفی پالیسي هغوی ته اجازه نه ورکوي چي د افغانستان په داخلي جنګونوکي لاس وهنه وکړي. پولادا ص ۲۵۹

خو شوروي اتحاد، که څه هم غوښتل چي له امان الله خان سره پټي مرستي وکړي، برالا نظامي مداخله وکړه. د شوروي اتحاد د کمونیسټ ګوند د مرکزي کمېټې سیاسی دفتر د مارچ پر شلمه فیصله وکړه چي قدرت ته د امان الله خان د بیرته رسولو لپاره به د افغاني قواوو سره ګډ پوځي عملیات کوي. که څه هم چي د شوروي اتحاد منابع وايی چي دا مرستي وړیا نه وې بلکه افغانستان باید، په بدل کي، شوروي اتحاد ته پنبه، څرمن، وړۍ او نور ارښتناک مواد ورکړي وای. ولادیمیر بویکو ص ص ۱۷۸-۷۹

د کمونیسټ ګوند د سیاسي دفتر په هغه غونډه کي سټالین، جنرال غلام نبي خان چرخي او په کابل کي د شوروي د سفارت نظامي آتشه پریماکوف برخه درلوده او فیصله وسوه چي د شوروي د سره پوځ عسکر دي په افغاني جامو کي د غلام نبي خان تر قوماندې لاندي حرکت وکړي او د مزار شریف ښار دي ونیسی. له دې څخه څو هفتې وروسته د شوروي جنګي الوتکو د افغانستان پر خاوره باندي یرغل وکړ او هغه عسکر یې ټول له منځه یووړل چي پر الوتکو یې ډزي کړي وکړې. په دې عملیاتو کي تقریبا دوه زره افغانان ووژل سول. د مزار شریف ښار ونیول سو او د غلام نبي خان تر قوماندې لاندي شوروي او افغاني قواوو د تاشقرغان پر لور حرکت وکړ. په دې ښار کي هم د بچه سقاو پوځ ډېر ژر ماته وکړه او تقریبا درې زره تنه یې ووژل سول، او غلام نبي خان د خان آباد پر لور حرکت وکړ. د عملیاتو په جریان کي هغه ته خبر ورسېدی چي امان الله خان له مقاومته لاس اخیستی او له هیواده وتلی دی. غلام نبي خان هم له خپلو قواوو سره پر شا سو او بیرته د شوروي اتحاد خاوري ته ننووت. د شوروي د قواوو د پر شا کېدلو یو علت دا هم ګڼل کېږي چي په بهر نیو هیوادونو او اروپا کي په افغانستان کي د شوروي د پوځي مداخلې رپوټونه خپاره سول او شوروي مجبور سو چي ډېر ژر میدان خوشي کړي.  آقابکوف ص ص ۲۰۴-۵

شوروي محقق تیخانوف لیکي: نور نو بچه سقاو او انګرېزانو کولای سوای چي د خپل بري جشن ونیسي او شورویان مجبور ول چي واقعیت ومني.

له افغانستان څخه د امان الله خان له تېښتېدلو سره په مزار شریف کي د غلام نبي خان چرخي د قواوو عملیات بې مفهومه سول. د ۱۹۲۹ کال د مې په وروستیو شپو ورځو کي دا قواوي بیرته شوروي ته وغوښتلي سوې. دا د هیچا پر زړه برابر کار نه وو. د شوروي اتحاد د مرکزي اسیا پوځي قوماندانی  په خپل اطلاعاتي رپوټ کي ولیکل چي امان الله خان چي ښورښي قبایلو محاصره کړی وو، سره له هغه چي سیاسي وضع او تر یوه ځایه په شمال کي پوځي وضع د هغه په ګټه وه، هند ته وتښتېدی.

تیخانوف وروسته لیکي خارجه وزیر چیچیرین تر دې هم سپیني خبري کولې او د ۱۹۲۹ کال د جون په میاشت کي یې سټالین ته ولیکل چي د حکومت د ځينو کسانو د قومي تنګ نظریو له امله، شوروي دا تاریخي فرصت له لاسه ورکړ، څو د شورا ګانو د هیواد او برټانوي امپراطوری تر منځ خپل دریځ ټینګ کړي. هغه د امان الله خان د تلاښونو د وروستۍ ناکامۍ په باب، په ډېره غمګینه لهجه، لیکي چي د سترګو په رپ کي هرڅه برباد سول. آخ تاریخ ( د دې قمار پر میدان، جهاني) موږ ته څه قوي پر په لاس راکړی وو. تیخانوف ص ۲۲۲

د سقاو حکومت، د شمال په جنګونو کي، پر غلام نبي خان باندي د دې ناڅاپي بري څخه وروسته، چي ښايی چنداني انتظار به یې هم نه درلود، په کابل کي د شوروي شارژدافیر ور وغوښت او له هغه څخه یې د افغانستان په شمال کي د شوروي پوځیانو او الوتکو د مستقیمي مداخلې په باره کي توضیحات وغوښتل خو د شوروي ډيپلوماټ نه یوازي په افغانستان کي پر هر ډول مداخلې باندي منکر سو بلکه افغانستان یې د شوروي په خاوره کي د باسماچیانو په ملاتړ کولو تورن کړ او ضمناً یې د کابل حکومت ته په منتهی سپین سترګي یو یادداشت هم ور وسپاره. په یادداشت کي راغلي وه:

شوروي حکومت ته نه د هغه هیواد

donate

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error: