اسير شوى قلم

د ورځې نهه بجې وې چې د څلورو دېوالونو ترمنځ يې يواځې پرېښود او د خپل ښکلي او سپين مخ له ليدو او له هغه څخه د ګټې اخستنې څخه يې محروم کړم، ډېر انتظار مې ورته وکړ،چې ګوندې راشي، مګر رانغى او د خپل نامعلوم سفر لړۍ يې روانه ساتله،خبره دولس او له دولسو څخه يوې بجې ته ورسېده،خو بياهم زه او زه پکې ناست کوټه دوه په دوه وو،ډېر اوازونه مې وکړل خو څلور واړو ديوالونو د نه خبرو اعتصاب کړى وو.

اخر مې د کتابونو او ديوال ترمنځ په ترک کې په ايښي بې سرپوښه قلم سترګې ولګېدې،د قلم له وضعيت څخه راته معلومه شوه چې غواړي په خپله خاموشه ژبه راته د کاغذ پرمخ څه ووايي، ماهم په بسم الله سره ګوتې ورتېرې کړې،له مرۍ مې ونيو او پکې د را ايسار کړاى شوي ځاى څخه مې د ځان په لور  راکش کړ او له اوږود اسارت څخه مې ازادي وروبخښله.

درنو لوستونکيو پوهېږئ چې قلم څه راته وويل؟

هغه راته همدا خبرې وکړې چې تاسې يې اوس پر لوستلو بوخت ياست، ويل يې پرېږده چې ستا د هغه ناځوانه ملګري د نيمي لارې په ملګرتيا ټول خلک خبر شي،چې څومره بدکار يې کړى دى چې ته يې دلته په دې يخنۍ کې يواځې پرېښودې او پخپله ولاړ.

دوستانو قلم خپلې خبرې راسره وغزولې، د هغه خبرې زما ډېرې خوښې شوې، داسې نوې نوې خبرې يې له خپلې خاموشې ژبې څخه راوېستلې چې هر يوه يې بېله بېله لکه د مرغلرو د دانو پشان شمارل کېده.

زما په اند چې ددې کوچني قلم خبرې په ستاسو هم خوښې شي،خو له هغه چا څخه چې دا کوچنى او  نرۍ قلم يې په هغه تنګ ځاى کې بندي کړى وو ،ګيله من ښکارېده،خو ترڅنګ يې په څهره کې يوڅه خوښي هم ښکاريده،ما هم له ځان نه ورته مسطنطق جوړ کړى وو،بس د پوښتنو او دده د غږولو لپاره مې پلمې لټولې،دا پوښتنه مې هم ورڅخه وکړه ،چې ته خو خوښ هم ښکارې،ددې علت څه دى؟

په موسکا سره يې راغبرګه کړه،خوښي مې ددې لپاره ده ،چې د کومو کتابونو ترمنځ زه ايسار کړاى شوى وم،دا هم زما د خپلې خاموشې ژبې توليد او ثمره ده نو ځکه ډېر زړه نه بدومه، قلم راسره خپلو خبرو ته ادامه ورکوله، بحث مو ښه ګرم روان وو،چې هغه ناځوانه ملګرى مې (برق)هم بېرته په خپله رنګينه څهره ټوله کوټه روښانه کړه، او د کاغذ پرمخ يې د قلم خبروته نوره ښکلا هم ورکړه،خو دا وخت د ماسپيښن درې بجې وې.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب