اسلام ټول ومنئ يا يې پريږدﺉ

ليكنه: سيد قطب-

ژباړه: عبدالرحمن فرقاني-

هر قانون او نظام د ژوندانه لپاره خپله فلسفه او خپل عام فكر لري, اود هر قانون او نظام دتطبيق له كبله په ټولنه كې  ستونزي راپيدا كيږي , چې  په هغه قانون پوري تړلي وي , او هر قانون خپلي مسئلي لري چې د هغه له طبيعت او څرنګوالي سره سمون لري, او هر نظام خپل اثر د واقعت په نړۍ كې ښيي , اوهرقانون  خپلي د حل لاري لري د هغو ستونزو او مشكلاتو لپاره كومې چې د دي قانون او نظام د تطبيق او نافذېدو له كبله په ټولنه كې راولاړي شوې وي.

د منطق او انصاف څخه لرې خبره ده , چې له يوه نظامه څخه غوښتنه وشي , چې د هغو ستونزو او مسائلو په هكله د حل لاري وړاندي كړي , كومې چې د بل مختلف نظام له تطبيق څخه په ټولنه كې پيدا شوي وي , چې له هره لحاظه  له دې  نظام سره توپير لري .

معقول او متوازن منطق دا وايى : چې په ژوندانه كې د ستونزو او مشكلاتو د حل لپاره كه څوك غواړي دكوم معين نظام او قانون څخه رايه وا خلي , نو لومړي دې هغه نظام او قانون

په ژوندانه كې تطبيق كړي او بيا دي وګوري چې هغه ستونزي او مشكلات په ټولنه كي شته او كه نابودې شوي, او ودې كتل شي چې د هغه ستونزو اساسات او څرنګوالي بدليږي او كه نه, ورسته له دې كيدي شي چې د دې نظام او قانون به هكله قضاوت او رايه وركړل شي, او د هغو ستونزو په هكله چې د دي نظام او سيستم له كبله راولاړي شوي.

اسلام يو ټولنيز قانون دی, چې ټول اړخونه يې يو له بل سره اوبدل شوي, او يو اړخ  يى له بل اړخ سره مرسته او همكاري كوي , اسلام د ژوندانه لپاره خاص تفكير لري, اود ژوندانه لپاره خاص اسباب برابروي , اسلام داسي نظام دي چې  خپل خاص څرنګوالی د ټولنه د جوړښت لپاره لري , او د ژوندانه په ټولو اړخونو كي له غربي نظامونو او سيستمونو سره كاملا توپير لري,اوله هغو نظامونواوقانونو سره كوم چې نن زموږ په ټولنوكي تطبيقيږي, اسلام له دغو نظامونو سره كلي توپير لري.

روښانه  ده  چې هغه ستونزي كومې چې په ټولنه كې پيدا شوي اسلام په كې شريك نه دی , ځكه چې دا ستونزې هغو نظامونو زيږولي كوم چې په ټولنه كي تطبيقيږي , او د اسلام د رټلو له امله  پيدا  شوي .

ورسته له دي ټولو عجيبه دا ده , چې د اسلام په هكله د موجودو ستونزو په رابطه  پوښتنه وشي , او له اسلام څخه د دغو ستونزو په هكله د حل لاره وغوښتل شي , او دهغو مسائلو په هكله د اسلام رايه واخيستل شي كوم چې اسلام نه دي زيږولي , او نه يې په زېږولو كي شريك دي .

عجيبه دا ده چې له اسلامه په هغو مسائلو كي مثلا (ښځه كار وكړي او كه نه ,  ښځه پارلمان ته ولاړه شي او كه نه , دښځه او نر د اختلاط, او د ځوانانو د جنسي مسائلو په هكله,

په هغو ملكونو كي پوښتنه وشي چې اسلام په كي نه تطبيقيږي , او د دغو ستونزو په هكله له

هغو اشخاصو څخه د اسلام په هكله رايه واخيستل شي كوم خلك چې د اسلام حكومت نه مني ,

بلكې هغه تصور يى هم خپه كوي چې په كي د اسلام حكومت ښكاري!

په دي سربيره  دهغو ديني عالمانو ځوابونه  ډير حيرانونكي دي چې د دوي سوالونو ته يى وركوي , اوله دغو كسانو سره د دي جزئياتو په هكله په بحثونو كي ننوځي ,  ڇيرته ڇې اسلام د قانون په څير نه تطبيقيږي .

نن د اسلام له دي سره څه كار دي چې ښځه دې  پارلمان ته ننوځي او كه نه ,ښځه دي كار وكړي اوكه نه,ښځه او نر دې په ټولنه كي سره ګډ (اختلاط) شي او كه نه , او له هغو ستونزو او مشكلاتو سره يى څه كار دي چې په هغه ټولنه كي زيږيدلي كومه ټولنه چې اسلام لكه قانون نه تطبيقوي , او د اسلام حكم نه مني .

ددي ستونزو او جزئياتو له اسلام سره څه كار دي چې له اسلامه څخه غواړي تر څو داسلام په دايره كي  شتون ولري , ڇيرته چې اسلام له حكم څخه رټل شوي وي او يا لري شوي وي ,  ڇيرته چې اسلام له ټولنيز نظام څخه ايستل شوی وي ,  ڇيرته چې اسلام د دولت  او حكومت دارۍ له نظامه لري شوي وي, ڇيرته چې اسلام د خلكوله ژوندانه څخه رټل شوي وي.

اسلام ټوتي كيژي نه ,  يا به ټول منل كيږي , او يا به ټول پريښودل كيږي, دا ڇې اسلام د ژوندانه په وړو  وړو ستونزو كي وپوښتل شي , او د ژوندانه او ټولنې په اساسي جوړښت كي هېر شى , دا اسلام ته په  سپكه سترګه كتل دي , ڇې بايد مسلمانانو ته د منلو وړ نه وي , او خصوصا ديني عالمانو ته په كار ده چې دا راز كتل اسلام ته هيڅ كله هم ونه مني .

دهغو ټولنو او وګړو د ستونزو په هكله د اسلام ځواب ڇې اسلام خپل دين نه كڼي او په شريعت يى اعتراف نه كوي دا دي , ڇې اول اسلام په خپل ژوندانه او ټولنه كي تطبيق كړي, وروسته له هغه د اسلام رايه د هغو  ستونزو په هكله وغواړي , كومي چې داسلام د تطبيق له كبله پيدا شوي وي , نه دا چې  د هغو ستونزو په هكله له اسلامه څخه پوښتنه وشي كومي چې د بل قانون دتطبيق له كبله پيدا شوي وي , چې له اسلام سره كاملا متفاوت وي…….

اسلام خلك په خاص ډول روزي ,  او د خاص شريعت په اساس ورباندي حكومت كوي,

دخلكو راكړه وركړه په خاص ډول تنظيموي,او په ټولنه كي خاص اجتماعي ,اقتصادي,شعوري

اساسات زيږوي, لمړي اسلام ټول تطبيق كړﺉ, د حكومت داري په سيستم كي , دقانون ايښودو په تهداب كي , او د روزنې په اړخ كي , بيا وګورﺉ چې دا ستونزي چې تاسويى په هكله پوښتنه كوﺉ پاتې كيږي او كه له ځانه سره وركيږي او له منځه ځي .

اما له دي وړاندي د اسلام له دي ستونزو سره څه كار دي , هغه ستونزي چې اسلامي ټولنه يى نه پيژني ؟  لومړي اسلامي ټولنه جوړه كړﺉ , هغه ټولنه چې په اساساتو او ليد لورو يي اسلامي شريعت حاكم وي , او ښځي او نر ته په  ټولنه او كورنۍ كي اسلامي تربيه او روزنه وركړي , او هغه ضمانتونه په ټولنه كي پيدا كړي چې اسلام يې ټولنې ته وركوي , او د اسلام عدالت قايم كړي , چې اسلام ټولو ته  راوړي دي.

بيا ښځه وپوښتئ چې : غواړي پارلمان ته ولاړه شي , او كه هغه دتګ اړتيا د هغو ضمانتونو په رڼا كي نه ويني كوم چې اسلام يى دې ته وركوي ؟  او پوښتنه ور څخه وكړﺉ:

چې ايا غواړې په دولتي ارګانونو كي كار وكړې ؟ او كه هغه نه غواړي چې كار وكړي , ځكه چې  د دي د ژوندانه ضرورتونه  دي ته اړه نه لري چې كار وكړي, او پوښتنه ور څخه وكړﺉ چې : ايا غواړې چې له نرانو سره اختلاط وكړي , سينګار وكړې , او ځان لوڅ كړې؟           او كه   اسلامي تربيت او روزني  له حيواني او شهواني غوښتنو څخه پاكه كړي ده , او احساسات يي دي ته رابولي چې له الله (ج) څخه حيا وكړي او خپل ستر وساتي.

له همدې كبله بعضي كسان پوښتنه كوي : د اسلامي شريعت سره سم د زرګونو خلكو لاسونه د غلا له امله غوڅوو خو بيا هم خلك غلا كوي .هغه كسان چې دوي ته د اسلامي فقې په اساس ځواب وايي دوي تيروځي .

دا په زرګونو غله  د اسلامي ټولنې زيږنده نه دي , او نه هم داسلامي نظام,بلكه دوي ديوه بلې ټولنه زيږنده دي , چې اسلام يي رټلي دي ,او كوم بل اجتماعي نظام يې خپل كړي دي ,چې اسلام يي نه پيژني, دوي د هغې ټولنې زيږنده دي كومه چې وږي او محتاج وګري پيدا كوي , او د دوي د ستونزو لپاره دحل لاري نه وړاندي كوي, هغه ټولنه چې ميلونونو انسانانو ته خواړه نه برابروي, او د انسان نفس نه روزي , او ژوند ټول په الله (ج) او د الله په شريعت پوري نه تړي.

خو اسلامي ټولنه ځانته ټولنه ده : هغه ټولنه چې د فرد او وگړي رزق په كي مضمون دي  كه كار ولري او كه نه ,توانا او قادر وي او كه نا توانه او عاجز, جوړ وي او كه مريض .

په اسلام كي حكومت د ټولنې مسوليت په غاړه لري , له راس المال څخه د ټولنې د افاتو د علاج لپاره  دوه نيم په سلو كې اخيستل كيږي, تر څو بيت المال د ټولنې ستونزي ورباندي حل كړي, او اسلام دا كار د ټولنې د حمايت او ساتنې لپاره كوي .

دا قانون تطبيق كړﺉ , او بيا وګورﺉ چې څو كسه محتاج  او بيوزله  په ټولنه  كې پيدا كيږي ,اوڅوكسه په غلا لاس پوري كوي چې خيټي يي په خوړو ډكې او زړونه يې په ايمان روښانه وي!

همدا رنګه دوي د ځوانانو د جنسي  ستونزو په هكله پوښتنه كوي ايا دوي اسلامي تعاليم منلي دي ؟

په اسلامي ټولنه كي لوڅي او بربنډي پيغلي نه وې , چې هري خوا ته خورې ورې د شيطان لپاره فسق او فساد خپروي, په اسلامي ټولنه كي لوڅ او ڇټل فلمونه  نه خپريږي, په اسلامي ټولنه كي بدلي نه خپريږي, په اسلامي ټولنه كي مطبوعات لوڅ  انځورونه  او لوڅي ټوكي او لطيفي نه خپروي………….

په اسلامي ټولنه كي شراب نه وي چې له ڇا څخه خپله اراده او تفكير واخلي او فسق او فساد ورته مزين كړي…..اسلامي ټولنه ځوانانو ته په مناسب وخت كي واده برابروي , ځكه چې بيت المال په اسلامي ټولنه كي مكلف دي , ترڅو د ځوانانو سره مرسته وكړي څوك چې غواړي واده وكړي.

که داسلام رايه د ځوانانو د جنسي  ستونزو په هكله غواړي, نو لومړي اسلامي نظام ټول تطبيق كړﺉ, وروسته له تطبيقه  بيا و ګورﺉ چې آيا ځوانان ستونزې لري؟

زه هرهغه  پوښتنه  او ګرويږنه  د هغو ستونزو په هكله چې له  اسلامي نظام له تطبيق څخه نه دي پيدا شوي د اسلام سپكاوي ګڼم, ڇيرته چې اسلام له ټول ژوندانه څخه رټل شوي  وي , همدا رنګه  دا  راز  پوښتنو ته ځواب  وركول  د  اسلام  تمسخر ګڼم.

هغه كسان چې نن ڇغې وهي او د اسلام په نامه  ښځه له  ټاكنو منع كوي, او يا د اسلام په نامه ښځه له كاره  څخه منع كوي , او يا د اسلام په نامه  د ښځي په هكله  دا  راز  سوالونه مطرحوي ,  ماته دي اجازه راكړي چې دوي ته ووايم : چې دوي په اسلام پوري سپكاوي كوي , او دوي ټولي ستونزي په جزئياتو كي راسپڼي.

د دوي قوت او طاقت  بايد  ټول د اسلامي  نظام  تطبيق لوري ته  را وګرځول شي , او د اسلامي شريعت تطبيق د ژوند په ټولو اړخونو كي بايد  دوي  ومني , تر څو اسلام د ټولني او دولت په سيستم كي حاكم او نافذ شي  ,  او اسلامي  روزنه  بايد  په كورنۍ  او ټولنه كي تطبيق شي , اواسلام بايد ټول ومنل شي , ترڅو په ټول  ژوندانه  كي  كار وكړي ,  دا د اسلام له كرامته سره سمون خوري , او د اسلام له دعاتو سره برابريږي ، كه ڇيري دوي په خپل كار كي ريښتيني وي , او په دعوت كي مخلص وي.

او كه ڇيري غرض د غوغا او شورش را پارول وي , چې د خلكو پام ځانته راوګرځوي , نو بيا بيله خبره ده , چې زه غواړم على الاقل  له  دي څخه بعضي ټولنيزي ډلي او هيئتونه پاك شي .

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب