اسلام

اسلام د انسانيت (فطرت) دين دى

په دې کې شک نه شته چې مخلوق د خداى-جل جلاله-له خوا پيدا شوي، د هغه خداى تعالى له خوا چې په هر شي غالب او د پوره حکمت څښتن دى، او دا (د اسلام) دين هغه روح ده چې انسان ته د ژوند وربخښلو له پاره خداى-جل جلاله-نه يوازې را استولى؛ بلکې هغه-جل جلاله- دا هم واضح کړي چې په مځکه باندې د انسان د ژوند له پيل سره سم د هغه سعادت او نېک بختي  د رحمن خداى په وروښولې، څرګندې او پراخې لارې پورې ارتباط لري له دې کبله خداى-جل جلاله-په دې ډول خطاب کوي:
يانې: ((وويل: (خداى جل جلاله) کوز شي دواړه له دغه جنته ټول، ځينې ستاسې د ځينو نورو دښمنان يى،! که راغى تاسې ته زما له خوا هدايت (کتابونه او رسولان) پس هر چا چې متابعت وکړ زما د هدايت پس نه به ګمراه کيږي (په دنيا کې) او نه به بد بخته شي (په ﺁخرت کې)، او هر چا چې مخ وګرځاوه زما له يادولو، پس بېشکه ده ته ډېر تنګ ګذران دى (په دنيا يا سخت عذاب په قبر کې)، او پورته به يې کړو (له قبره او محشر ته به يې راولو) په ورځ د قيامت کې ړوند.))
د دا شک نه خلاص حقيقت دى چې د يوه شي جوړونکى د هغه د کار اخيستلو او هم دا رنګه د هغه د ساتنې او حفاظت ښوونه هم کوي، د مثال په ډول بايد څرګنده کړو چې د يخچال، الوتکې او موټر جوړونکو او نجينرانو د نوموړو شيانو نه د کار اخيستلو لار ښوونې هم کړي، نه شي کېداى د يو شي نه د هغه ډړل کار اخيستلو نه پرته چې جوړونکى (انجينر) يې ښوولي وي په بل ډول کار واخيستل شي.

د خداى-جل جلاله-مثال له دې نه ډېر لوړ دى، هغه-جل جلاله- د دې انسان پيدا کوونکى دى، څه شى چې د انسان د نېکبختيو، بد بختيو او شقاوت او سعادت باعث کيږي په هغو باندې ښه پوهيږي، کتابونه او حکمت يې ورته را استولى او استازي (رسولان)-صلوت الله عليهم والسلام-يې ورته را استولي، هغو د دې انسان د خلاصون له پاره خپلې هڅې په پوره ډول په کار اچولې تر څو پورې چې انسان د  خپل پيداکوونکي خداى تعالى اطاعت او مننه ونه کړي تر هغه پورې به د خپل عمل ثمره و نه ريبي، نه به د ارامۍ او راحت خوند وڅکي او نه به يې په ځمکه کې سعادت او نېکبختي په برخه شي.
څرنګه چې انسان د روح او تن نه جوړ شوى، انساني سپرلى (مرکب) د هغې لارې نه پرته په بله لاره تګ نه شي کولاى په کومه کې چې د انسان دواړه اړخه (روح او جسم) په نظر کې نه وي نيول شوي، د دې دواړو اړخونو نه هر يوه ته د نظر نه کولو او يا خپله د هغه نړول خپله د انسان نړول دي او له هم دې کبله هغه ټولنې او تمدونونه چې يوازې مادي تن (جسد) ته يې توجه درلوده له بېخه ونړېدل چې يوناني، رومي، فارسي او نننۍ نوې اروپايي تمدنونه يې ښه مثالونه دي، هم دا رنګه د انساني فطرت په غونډاري سره کليسا هم ونړېده؛ ځکه چې هغې غوښتل څو انسان د انساني مرکب يوازې په يوه اړخ (روح) باندې راوګرځوي، و يې نه شوم کولاى په دې ډول ژوند مخ په وړاندې بوزي، ژوند يې ګډ-وډ شو، او څلور سره ديوالونه يې و نړېدل چې بودايي او هندي تګلارې يې مثالونه دي، انساني تن د تشريخ، قياس او پلټنې له پاره غاړه ږدي، ټولې بشري دستګاوې کولاى شي چې دې (جسد) تن باندې کار وکړي له هم دې کبله ده چې د انساني جسد له پاره د طب اختراع ګانې وشوي، له هغوى کار اخيستل کيږي او پلټنه يې کېداى شي.

خو د دې پر خلاف روح انساني اندازې نيولو او مقياستونو ته غاړه نه ږدي، نه په کيلو ګرام باندې وزن کېداى شي، نه يې په مترونو باندې سور او اوږدوالى مالوميداى شي او نه په بارومتر باندې پېژندل کيږي، له هم دې امله انسان نه شي کولاى روح ته داسې شى وړاندې کړي چې د هغې اصلاح او جوړښت ور باندې راشي.
( ويسئلونک عن الروح قل الروح من أمر ربي و ما أوتيتم من العلم إلا قليلا)[الإسرار:٨٥].
يانې : (( او پوښتنه کوي له تا څخه (اى محمده!) له (کيفيته) د روح څخه، ووايه (اى محمده! دوى ته) چې روح له امره د رب زما دى او نه درکړى شوى تاسې ته د پوهنې څخه (برخه) مګر ډېره لږ.))

له دې کبله هغه ټولې هلې-ځلې چې د شقى او سرکښې روح د سعادت او غوره توب له پاره بې د هغې لارې نه چې خداى-جل جلاله-ښوولې ټولې هڅې له ماتې سره مخامخ شوې، په ځاى ده داسې مثال ورکړو: هغه څوک چې غواړي د روح د نېک بخته کولو له پاره د خداى-جلت عظمته-د لار ښوونې نه پرته له بلي لارې څه کار وکړي داسې ده لکه څوک چې د زړې چينايي ښځې سره په فصيح عربي ژبه خبرې کوي، څرګنده ده چې دا ډول ښځه په هېڅ ډول استفاده ورنه و نه کړا ى شي، هم دا رنګه د روح په علاج کې د شقاوت او اسرارو د پېژندلو پرته هڅه کول-نه يوازې يو بې ځايه او عبث کار ده-بلکې داسې هڅه کول يې د روح د لا شقاوت سبب کرځي.
تر هغه وخته پورې روح د خير، برکت او اصلاح څښتنه نه شي کېداى څو يې مړښت نه وي راغلى او مړښت يې يوازې د خداى-جل جلاله-له لوري په ښوول شوې لاره، د خداى-جل جلاله-په عبادت کولو، له خداى-جل جلاله-سره په پيوستون او له هغه-جل جلاله-سره په اړيکو او محبت سره کېداى شي لکه چې خداى-جل جلاله-فرمايي:
(الذين ﺁمنوا و تطمئن قلوبهم بذکر الله ألا بذکر الله تطمئن القلوب.)[الرعد:٢٨].
يانې : (( (رجوع کوونکي) هغه کسان دي چې ايمان يې راوړى دى او ﺁرام نيسي زړونه د دغو (مؤمنانو) په ذکر د خداى، واورئ، خبر دار شئ چې په ذکر د الله سره د (مؤمنانو) زړونه ډاډمن  کيږي.))

که هر څومره تعمتونه انسان ته ورکړاى شي خو چې کله يې معده وږي شوه هغه وخت د لوږې د درد نه داسې کړيکې وهي چې نه يې ډېره د سرو زرو شتمنې غلې کولاى شي او نه د خپلو خپلوانو او قومي غمخورګى، نه يې لوړې او ښايسته ماڼۍ خوله پټولاى شي او نه يې ښايسته او قيمتي نوي ماډل موټري، د يوې مړۍ(ډوډۍ) نه پرته چې معدې ته يې وراچوي بل هېڅ شى يې نه مړولاى شي او نه يې د معدې هغه درد ته تسکين ورکولاى شي چې زبېښي يې، دا له دې کبله چې د معدې د مړښت له پاره چې خداى-جل جلاله-کومه لاره غوره کړې هغه دا ده چې په يوه مړۍ(ډوډۍ) يې مړوي نه په ماڼيو، موټرو او …….

هم دا رنګه د وږې روح د مړښت له پاه که ټوله نړۍ وړاندې کړاى شي نه يې شي مړولاى ځکه چې د هغې د مړښت له پاره چې د رب له خوا کومه لاره ټاکله شوې هغه د خداى-جل جلاله-ياد (ذکر) او د هغه عبادت دى.
هغه نفسي ډاډ او راحت چې د بشري نفس له پاره يې الهي تګلاره تامينوي د توصيفولو نه ډېر لوړ دى.
خداى-جل جلاله- فرمايي:
(هو الذي أنزل السکينة في قلوب المؤمنين ليزدادوا إيمانا مع إيمانهم ولله جنود السموات والأرض و کان الله عليما حکيما.)[الفتح:٤].
يانې : (( خداى-جل جلاله-هغه ذات دى چې نازله کړې يې ده سکينه او ډاډينه د مؤمنانو په زړونو کې د دې له پاره چې زيات کړي دوى لره ايمان، سره له ايمانه د دوى، خاص الله لره دي لښکري د ﺁسمانو او مځکې (که خداى د خپل دين د نصرت اراده وکړي بې له تاسې يې هم کوي) او خداى-جل جلاله-ښه خير دار او د حکمت څښتن دى.))
داسې ده لکه چې ډاډ او تسکين د خداى تعالى د لښکريانو نه يو لښکري وي او امر ورته کوي څو زړونه ﺁباد او تعمير کړي، مؤمن زړونه د دې ﺁباديدلو له پاره اماده شي، سعادت ور په برخه شي، پراخ ډاډه ژوند ته ورسيږي او ناوړه، غلط او فاجر زړونه سر غړونه کوي، د مجاهدو علماوو نه يو تن وايي:
(( زما دښمنان به څه را باندې وکړي باغ او جنت مې په خپله سينه کې دي، هغه نه شي را نه وړلاى، وژل مې شهادت دى، شړل مې سياحت دى او بندي توب مې تنهايي او ګوښګي ده.))
نوموړى مجاهد عالم زياته کړې:
(( يقينا چې په دنيا کې يو وجنت دى، څوک چې دې جنت ته داخل نه شي د ﺁخرت جنت ته نه شي داخليداى.))
ګلبڼ د او ارامۍ ځاى يې د ننه په داخل کې دى، هغه ظالم او غوسه شوي دنيوي حاکمان د بهر نه نه شي را داخليداى نو له دې کبله هغو ته دا شان خطاب کوي:
(( بندي شوى هغه دى چې زړه يې د خپل رب نه بندي شوى وي، او تړل شوى هغه دى چې د خپلو نفسي غوښتنو تړلى وي.))
ځينو علماوو د خدى-جل جلاله-په ياد (ذکر) باندې خپل بې سارى ډاډ او تسکين، او هم دا رنګه هېچا ته نه اړتيا داسې تعبير کړى:
(( که پادشاهان زموږ په حال (ډاډ او اطمنان) باندې وپوهيږي نو د هغه په سر باندې په تورو راسره وجنګيږي.))
ستا دي قسم وي مضمون خوانه
د پاک شهيد په باب کې پورت که لاسونه

ليکنه: شهيد شيخ عبدالله عزام رحمه الله.

صافی بنسټ خبرتیا Safi Foundation Ads Donation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
وسیع ویب
error: