اسلامبیلابیل اسلامي لیکنې

اسلامي تمدن او پر اروپا يې اغېزې

مخکې له دې چې د اسلامې تمدن دتاثير دکيفيت اوڅرنګوالي په باب خبرې وکړو، ضرور به دا وي، چې د تمدن په مفهوم او د دې کلمې په اصلي معنى يوڅه رڼا واچوو.

تمدن په پښتو کې د “حضارة” په معنى دى، چې په اصل کې عربي کلمه ده او له “حضر” نه اخیستل شوی، د راتګ په معنى ده، چې عکس يې “بداوة” دى او معنى يې د کلي او قريې ژوند اختيارول دي.

لکه څنګه چې تمدن يا حضارة په عقيدې او نظريې پورې تړلي شيان دي، نو طبیعي خبره ده، چې مفهوم به يې هم مختلف جوانب ولري، نو ويلی شو چې د مفهوم د اختلاف او اشتراک له لحاظه تمدن درې اړخونه لري :

1- مادي اړخ :

د دې نظريې خاوندان چې زياتره يې د کمونیستي او غربي فکر خلک دي، تمدن يوازې په مادياتو پورې محدودوي او په دې عقيده دي، چې هر هغه ملموس شی، چې تا په دنيا کې خوشحاله وساتي؛ هغه که ښه کور وي يا ښه موټر وي يا ښځه وي، تمدن بللاى شي.

2- معنوي اړخ :

د دې فکر خاوندان تمدن له مادي اړخه په بشپړ ډول معنوي اړخ ته راکاږي او په دې ټينګار کوي، چې روح د انسا ن جوهر دى او هر هغه څه چې د انسان د روح مرتبه اوچتوي، انسان ته روحي سکون او خوشحالي ورکوي، تمدن دى او بس. د دې فکر خاوندان چې زياتره يې د هندو عقائدو پيروان دي، له جسم سره يې ابدي دښمني ده، چې په ژوند کې ورته سخت تعذيب ورکوي او په مړينه يې سوزوي او له دنيوي قصرونو او ملذاتو ځان بې برخې کوي، ماده د تمدن جزء نه ګڼي.

3- درېيمه ډله :

دا داسې خلک دي، چې هغه تمدن د مادي اړخ او روحي جانب مخلوط ګڼي، چې اسلام هم له همدې نظريې سره موافق دى، بلکې د اسلامي تمدن او حضارې اساس د مادي او روحي جانبينو پر مخلوط بنسټ ولاړ دى، چې نه ماده په پوره معنى له پامه غورځوي، نه روحي جانب، بلکې منځنۍ لار غوره کوي، چې دې منځلاريتوب ته په اسلامې شرائعو کې په تکرار ډول په مختلفوځايونو کې اشاره شوې ده. لکه چې الله جل جلا له په قران کريم کې فرمايي {وَكَذَلِكَ جَعَلْنَاكُمْ أُمَّةً وَسَطًا لِتَكُونُوا شُهَدَاءَ عَلَى النَّاسِ وَيَكُونَ الرَّسُولُ عَلَيْكُمْ شَهِيدًا}.

دلته د پام وړ خبره دا ده، چې اسلام له دې نظريې سره موافقه ښودلې، خو متابعت يې نه دى کړى. دا په دې معنى چې اسلام هرې نظريې او حکم ته خپل اصول او مزايا غوره کړي، چې دا مزايا او اصول اسلامي تمدن او حضارې ته يوه ځانګړې محدوده او معينه څېره وراغوندي، همداسې ځينې خلک بيا دحضارې، تمدن او ثقافت ترمنځ توپير په ګوته کوي او وايي چې تمدن او ثقافت دواړه د حضارې اجزا دي، چې تمدن يې مادي اړخ اوثقافت يې روحي او اخلاقي جانب بولي، خو بالخصوص په پښتو کې بيا تمدن مطلق د حضارې په معنى، چې دواړه جانبينو ته شامل دى استعماليږي.

د اسلامي تمدن د تاثیر، نفوذ او اروپا ته د هغې د انتقال په اړه تر خپله وسه هر چا کار کړی او موږ هم دا دی، د دې دعوې د وضاحت کولو کوښښ کوو.

اسلامي تمدن اروپا ته په مختلفو لارو انتقال شوی او هلته يې دواړه موقتي او ابدي بڼې غوره کړي دي، له دغو لارو يوه د “صقليه” جزيره ده، دا جزيره د ايټاليې په جنوبي اړخ کې په بحرالمتوسط کې- چې په بحر کې له تونس دولت سره مستقيمه لار لري- واقع ده. دا جزيره هغه وخت فتحه شوه؛ کله چې د روميانو فساد او ظلم په دې جزيره کې اوج ته ورسېده او د دې ځاى اوسېدونکو د تونس پاچا زياد الله بن اغلب ته د خلاصي لپاره د مرستې لاس اوږد کړ او هغه د خپل پوځ د قومندان اسدالله په مشرۍ لس زره کسيزه لښکر ورواستاوه، همغه و، چې مسلمانانو دا جزيره په (212)هجري کال کې فتحه کړه، چې په دغه وخت کې د اغالبو حکومت و، مرکز يې قيروان د تونس ښار و او د عباسي خلافت تابع و، خو تر ډېره حده يې مستقله بڼه درلوده، دا جزيره د اغالبو له زواله وروسته د فاطمي خلافت تابع او حصه وګرځېده، مسلمانانو له دې جزيرې يو داسې ښکلی ښار جوړ کړ، چې د هغه وخت وحشي اروپايان يې سيل ته راتلل، مسلمانان په دې جزيره کې تقريباً (273) کاله پاتې شول، خو کله چې د مسلمانانو ترمنځ اختلافات پيدا شو او د ضعف ښکار شول، نو د اروپا د دښتو او کلو وحشي انسانانو -چې په تاريخ کې د نورمانيانو په نوم ياديږې- له دې فرصته ګټه واخیسته او په دې جزيره يې حمله وکړه، چې په (485) هجري کال کې په دې وتوانېدل چې مسلمانان په دې ښار کې له حکم او اقتدار نه وغورځوي او د واک او قدرت واګې په خپل لاس کې واخلې.

په دې جزيره کې د مسلمانانو پاتې کېدل په تاريخ کې ډېر اهم رول لري، ځکه؛ په دغه څه کم درې پېړيو کې مسلمانانو اروپايانو ته ډېر داسې څه ورکړي، چې د دوى د اوسني تمدن اساس او بنسټ ګڼلى شي. اروپايانو ته د اول ځل لپاره دعلم چراغونه مسلمانانو په لاس کې ورکړي او په اول ځل يې د دوى له سترګو د جهل پردې پورته کړي، نو راځو او په دې هرڅه تر خپله وسه رڼا اچوو.

د مسلمانانو تاثير او نفوذ د دې ځاى د خلکو په اجتماعي ژوند ډېر زيات و او د دې جزيرې د خلکو عاداتو او تقاليدو د ډېرې اغېزې له کبله تغير موندلى و، خلک يې چې مسلمانان نه وو، له مسلمانانو سره به يې په لباس او د اجتماعي ژوند په راکړه ورکړه کې مشابهت کاوه، ښځو به يې لکه په اندلس کې د مسلمانانو د ښځو په شان نقاب کاوه، نرانو به يې د مسلمانانو په شان پټکي په سر کول.

سر بېره پر دې د ژبې تاثیر ډېر زيات و او د دې جزيرې د خلکو د زده کړې اوتعليم ژبه عربي وګرځېده، بلکې چا به چې دخپلې پوهې او علميت اظهار کولو، نو په عربې ژبه به يې خبرې کولې، لکه څنګه چې په ننۍ زمانه کې انګريزي ژبه ده، همداسې د مسلمانانو د اقتدار له ختمېدو وروسته د ايټاليې ښار جنوا کې د عربي ژبې د تعليم لپاره همدغې جزيرې ته رالېږل، چې مسلمانانو استاذانو تدريس کوله، له دې سربېره د حکومت په درې رسمي ژبو کې چې لاتيني، يوناني وه، عربي هم شامله وه او لکه څنګه چې په فارسي او اردو ژبو کې عربي لغات او کلمات استعماليږي او د دې ژبو جزء دى، نو همداسې په ايټالي ژبه کي هم داخل او د دې ژبې جزء وګرځېد، د تعجب خبره خو دا ده چې د ډېرې اغېزې له کبله ددې جزيرې حاکمانو چې مسلمانان نه وو، خپلو ځانونو ته د الهادي بامرالله، المعتز بالله او المعزبالله لقبونه غوره کول او په خپلو تاجونو کې به يې اسلامي کلمات لیکل. له دې اخوا د صنعت په ډګر کې هم دوی له مسلمانانو څخه ډېر داسې څه زده کړل، چې د ننۍ اروپا د قصرونو او ښارونو تاداو ګڼل کيږي، لکه د کړکيو جوړول، د معادنو او ګنډلو مختلفې طريقې او وسيلې، همداسې د قصرونو او تعميرونو جوړول، چې اثار يې په دې ښار کې تراوسه ليدل کيږي.

د ترجمې په برخه کې ډېر زيات کتابونه له عربي نه لاتيني او ايټالي ژبې ته ترجمه کړاى شول، همداسې د ابن رشد د فلسفې او ډېر زيات تعداد نور د طب کتابونه ترجمه کړاى شول، چې تر اتلسمې او نولسمې پېړۍ پورې په اروپا کې تدريس کېدل. دا د دې ثبوت دى چې اسلامي تمدن اروپايانو ته د اول ځل لپاره د علم دروازې خلاصې کړې او ددوى له سترګو نه يې د جهل پردې پورته کړې او د خپلو وطنونو د رڼا کولو لپاره يې د پوهې چراغونه ورکړي وو.

اروپا ته د اسلامي تمدن په انتقالولو کې بله لاره، د اندلس فتحه ده. مخکې له دې چې د دې د اغېزې په باب بحث وکړو، ضرور به دا وي، چې د دغه مشهور دولت د عظيمې فتحې په اړه څه ووايو.

اندلس نوم په اسلامي تاريخ کې ايبيريه جزيرې ته هغه وخت ورکړاى شو، چې کله دا جزيره-چې هسپانيې او پرتګال دواړو دولتونو ته شامله ده- په (92) هجري کال کې مسلمانانو فتحه کړه.

د دې جزيرې د فتحه کولو پلان تقريباً په (91) هجري کال کې موسى ابن نصير- چې په هغه وخت کې د مغرب دولت حاکم و- طرحه کړ، چې د اول ځل لپاره يې د طريف ابن مالک په مشرۍ يوه سريه(ډله) ولېږله، خو عملاً د دې فتحې لپاره موسى بن نصير د طارق ابن زياد په مشرۍ چې له بربري مسلمانانو څخه و، په (92) هجري کال کې له د اووه زره لښکر سره واستاوه، هلته ردريک پاچا له خپل يولک لښکر سره چې د مسلمانانو د تړلو او ژوندي نيولو لپاره يې پړي او رسۍ تيارې په لاسونو کې نيولې وې، په انتظار و، خو د طارق بن زياد د لښکر چې شمېر يې ټول دولس زره ته رسېده (اوه زره مخکې او بيا پنځه زره نور ورته موسى بن نصير استولى و) دې يو لک لښکر ته داسې تاريخې ماتې ورکړه، چې په خپلو رسيو يې وتړل او ډېر زيات يې ترې بنديان کړل.

مسلمانانو له همدې فتحې وروسته په تدريجي ډول په څلورو کلونو کې يعنې تر(96) هجري پورې ټول اندلس فتحه کړ، چې تقريباً څه د پاسه اته پېړۍ يې پر دې خاوره حکومت وکړ، د اندلس د تاريخ بحث ډېر اوږد دى، چې مختلفو کورنيو ورباندې حکومت کړی دى، خو په (897) هجري کال کې د موحدينو په دور کې د ضعف او خپلمنځي جګړو ښکار شو، چې د مسلمانانو د ټولوژنې او په زوره له خپلو کورونو د شړلو سبب شو.

خبره دا ده، چې د اندلس د دولت له برکته اروپا څه تر لاسه کړل، چې يقيناً د ننۍ اروپا يو تاداو ګڼلى  شي ؟

لکه څنګه چې په صقليه کې مسلمانانو مدرسې، ښوونځي، ښايسته قصرونه او کلاګانې جوړې کړې وې، چې د وخت اروپايانو ته ډېر نا اشنا ښکارېدل او بډای اروپايان به ورته د چکر او زده کړې لپاره راتلل. همداسې د اندلس دولت هم و، خو دا چې د اندلس دولت اروپا ته ډېر نږدې و او مسلمانان په کې ډېر زيات پاتې شوي، نو له دې امله يې د تاثير ظهور او د تمدن انتقال په ډېره پيمانه شوى.

له اسلامي تمدنه چې اروپا کومه فايده اخيستې، هغه په دوه صورتونو کې څرګندېدای شي، اول صورت چې بډايو اروپايانو خپل بچي اندلس ته رالېږل، په ځانګړې توګه د پاچایانو او وزيرانو لورګانې چې په اندلس کې د مسلمانانو په مدرسو کې تعليم او زده کړه وکړي ، دا هسې يو تاريخي افواه او کومه مبالغه نه ده، ځکه چې دا ديوې ورځې، يو شاګرد او يو ښځې رالېږنه نه وه، بلکې تر (312) هجري کال پورې د شاګردانو (نارينه او ښځينه ) شمېر(700) ته ورسېده، چې په اسلامي او نا اسلامي دواړو تاريخونو کې ليکل شوي دي.

يو ښه او د تاريخ په پاڼو کې توصيف شوى مثال يې د برتانيې پاچا دوهم جورج په امر اندلس ته د اتلس ښځو د يوې ډلګۍ رالېږنه وه، چې د پاچا خور(دوبانت) يې مشره ټاکلې وه. د هغه وخت خليفه هشام ثالث ورته د تعليم مصرف د بيت المال له خوا وټاکه. د الفاظو او ظاهري معنى له لحاظه دا يوه بسيطه او وړه خبره معلوميږي، خو په حقيقت کې اسلامي دولتونو ته د پاچایانو لورګانې او زامن لېږل د اسلامي تمدن قدر او لوړتيا ثابتوي، بلکې د ټولې اروپا د تمدن وروسته پاتې والی د اسلامي تمدن او علومو په وړاندې ثابتوي.

ځينې وخت به د ډېر تاثير او اغېزې له امله د پاچایانو لورګانې او مالدارو زامن له بېرته تګه منکرېدل او د اسلام سپېڅلي دين ته به يې غاړه کېښوده، د داسې واقعاتو واضحه مثال د اميرې ماري ګوبيه دی، چې په اسلام راوړلو سره يې له امیر حسن بن المهدې سره واده وکړ.

دوهم صورت چې د تمدن په لېږد کې مهم لامل ګڼلی شي؛ د هغو مسيحيانو رول دى، چې له اسلامي فتحې وروسته په اندلس کې پاتې شوي وو او د اسلامي حکومت تر سيوري لاندې يې شپې سبا کولې او دا خلک په تاريخ کې د مستعربينو په نوم ياديږي. دې خلکو د ترجمې له لارې د اسلامي علومو او فنونو د چينو ويالې اروپا ته تېرې کړې، ځکه چې په دواړو عربي او اروپايي ژبو ښه پوهېدل، چې په ورستيو کې د ترجمې لپاره دطليطلې په ښار کې خاصه مدرسه جوړه شوه او د ترجمې له لارې د علومو انتقال په ډېره اغېزمنه بڼه وشو.

له اذان مجلې نه په مننې

safi foundation

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error: