استتار(مستتر مورفیمونه)

استتار (مستتر مورفیمونه) په دې مانا چې ځینې مورفیمونه د کلمې پای کې په یوه ځانکړي فورم کې لویږي(زیاتیږي) یا حذف (کمیږي) چې د کلمې په مانا کې کوم توپیر نه پېښږي.

مثلاً:

څوکۍ. څوکۍ ګانې.
رسۍ. رسۍ ګانې.

د درېیم نارینه مفرد شخص فعلي وروستاړي په مطلق تېر مهال کې مستتر کیږي. په هغو فعلونو کې مستتر کیږي چې په اوس او تېر مهال کې یې رېښې متفاوتې وي.
مثلاً:
احمد پورې وت.               احمد پورې وته چې سیلاب راغی.
احمد کیناست.               احمد کیناسته چې زنګ راغی.

هغه مورفیمونه چې په اوس او تېر مهال کې یوه رېښه ولري،
وروستاړي(فعلي خاتمې) یې نه مستتر کیږي.
لکه: تړل، ګنډل، غندل، خندل، څنډل، رټل، پلورل، ګالل، منل…

د جمع مورفیم(ګانې) چې له معدود سره راشي، د معدود د ګانې مورفیم مستتر کیږي.
مفرد                          جمع
څوکۍ                    څوکۍ ګانې
ډوډۍ                     ډوډۍ ګانې
رسۍ                     رسۍ ګانې
خولۍ                    خولۍ ګانې

په مجهول صیغه په ترکیبي فعلونو کې ـ یانې چې له لغوي عنصر سره(شول، کېدل، کړل…) راشي په مطلقه نږدې او لرې ماضي کې د مفرد نارینه لپاره فعلي پایله مستتر کیږي.
لرې ماضي:     خبر خپور شوی و           کمیس سپین شوی و
نږدې ماضي:   خبر خپور شوی دی         کمیس سپین شوی دی
مطلقه ماضي: خبر خپور شو                 کمیس سپین شو

ـ همدارنګه په معلومه صیغه کې، په مطلقه صیغه کې په ماضي کې د درېیم شخص لپاره فعلي پایله مستتر کیږي.

ماخذونه:
۱ـ خوشکی، محمد صابر، پښتو معاصر ګرامر،۱۴۰۱هـ کال
۲ـ انټرنېټ

لیکونکی: ادیب مصطفی شهاب

  • د نصاب کتابونه
  • د نصاب کتابونه
د نصاب کتابونه

Editorial

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
واسع ویب

واسع ویب فیسبوک پاڼه لایک کړئ

زموږ فیسبوک پاڼه لایک او له نورو سره شریکه کړئ

#مننه_چې_یاستئ