Uncategorized

اذان: د مسلمانانو د رابللو غوره لاره

موذن په خپل خواږه غږ د خلکو کيفيتونه بدل کړل، لمر د لويديځ په لور د ډوبېدو په حال کې و، د جوماتونو له منارو څخه د الله اکبر غږونه را پورته شول، زه د خپلو کاري توکو له ځاى پرځاى کول سره سم د جومات پر لور روان شوم تر څو د الله (جل جلاله) هغه فرايض چې پر موږ لازم دي پوره ادا کړاى شم او خپل مهربان ذات ته دا دعا وکړم چې يا الله موږ مسلمانانو ته د لمنځونو د ادا کولو پوره توفيق راکړې. (آمين).

د خوش آوازه موذن غږ خلک د الهي عبادت لوري ته را وبلل او يو ځل بيا يي په خپل خواږه اواز سره د خلکو غوږونو ته الهي پيغام ورساوه، د دې کيفيت د اظهار لپاره اوښکو د سترګو له کونجونو څخه په راوتلو پېل وکړ. په حکمتونو ډک اسلامي تعليم د اذان يو څه موخې او ځانګړي مقاصد بيانوي، موږ به په دې ليکنه کې د اذان پر اهميت او ګټو نظر واچوو.

د نبي کريم صلى الله عليه وسلم مدينې منورې ته له سفر څخه وروسته دا پوښتنه پيدا شوه چې د لمانځه لپاره خلک په څه ډول راوبولو؟ پر لوړه ځمکه يا غونډۍ باندې اور بل کړو او که د لمانځه د رابللو لپاره نغاره وډنګوو. ځينو اصحابو کرامو و ويل چې پر لوړه غونډۍ نغاره ډنګول او اور بلول له يهودو او نصاراوو سره مشابهت څرګندوي.

يهود او نصارا په خپلو عبادت ځايونو کې د خلکو عبادت ته د رابللو لپاره همدا ډول کارونه تر سره کوي، اسلام د الهي عبادت لپاره اور بلول يا نغاره ډنګول نه خوښوي. د نبي کريم صلى الله عليه وسلم صحابي عبدالله بن زيد انصاري خذر رضى الله عنه ته په خوب کې د اوسني اذان توري ور زده کيږي. عمر بن خطاب (رض) هم له ورته کيفيت سره مخ کيږي چې دواړه صحابه کرام د نبي کريم صلى الله عليه وسلم کورته راغلل او خپل خوبونه يي ورته بيان کړل چې نبي کريم صلى الله عليه وسلم د دې خوبونو پر اوريدلو سره زيات خوښ شو او د هغوى د خوبونو د رښتينتولۍ تصديق يي وکړ چې وروسته دا طريقه رواج شوه. دا پېښه د نبوي مسجد له جوړيدو څخه وروسته رامنځ ته شوه.

د دې روايت صحيح بخاري کړى دى چې دا د “اذان” توري بايد حضرت بلال رضى الله عنه ته ورزده کړل شي ځکه چې د هغه غږ لوړ و.

حضرت عبدالله بن زيد خپل خوب نبي کريم صلی الله عليه وسلم ته پدې ډول بيانوي: ماته په خوب کې يو کس راغى چې په لاس کې يې يو زنګ و او ما ورڅخه دا پوښتنه وکړه چې اې د الله (جل جلاله) نيکبخته دا زنګ نه خرڅوې؟ هغه په ځواب کې راته و ويل چې ته د دې زنګ په اخيستلو څه کوې؟ ما په ځواب کې ورته و ويل چې موږ له دې زنګ څخه د خلکو لمانځه ته د رابللو کار اخلو، نو هغه راته و ويل چې آيا زه له دې څخه غوره څيز در ونه ښيم؟ ما ورته و ويل چې ولي نه نو هغه و ويل: (الله اکبر الله اکبر، الله اکبر الله اکبر، اشهدان لااله الا الله، اشهدان لااله الا الله، اشهدان محمدا رسول الله، اشهدان محمدا رسول الله، حى على الصلواة، حى على الصلواة، حى على الفلاح، حى على الفلاح، الله اکبر الله اکبر، لا اله الا الله).

د حديث روايت دى چې صحابي دا خوب په سهار کې نبي کريم صلى الله عليه وسلم ته بيان کړ، بيا نبي کريم صلى الله عليه وسلم و فرمايل چې دا خوب رښتيا دى او دا د (اذان) توري حضرت بلال (رض) ته ور زده کړئ، ځکه چې د هغه اواز لوړ دى. کله چې حضرت عمر بن خطاب (رض) دا خبرې وا وريدې نو د نبي کريم صلى الله عليه وسلم مبارک حضور ته حاضر شو او ويي ويل: چې اې د الله (جل جلاله) رسوله، صلى الله عليه وسلم زما دې پر هغه ذات قسم وي چې تاسو ته يي مبارک ژوند درکړ او تاسو يي په پيغمبرۍ مبعوث کړئ، ما هم همدا ډول خوب ليدلى دى چې نبي کريم صلى الله عليه وسلم وويل الحمد لله ( ټول ثنا او صفات الله لره دي). (سنن ابوداود ٤٩٩، ٤٩٧).

اذان له مدني دور څخه پېل شوى دى او دا د اسلامي امت لپاره يو فضيلت حساب شوى چې الله (جل جلاله) له ټولو امتونو څخه غوره ګڼلى. له هغو احاديثو څخه دا لکه د لمر په څېر څرګنده ده، چې د اذان تر ټولو لومړى مقصد دا دى چې اذان اسلامي امت لمانځه ته د رابللو لپاره خبروي. حضرت علامه شوکاني (رض) وايي چې د اذان توري لږ دي خو په دې کې د عقايدو زيات مسائل راغلي دي.

د اذان تر ټولو ستر مقصد د اسلامي امت لمانځه ته رابلل دى
په فتح البارى کې حافظ ابن حجر عسقلاني (رض) په صحيح بخاري کې له قرطبی څخه رانقلوي چې خاص پکې دا دې چې د “اذان” توري پر بنيادي عقايدو او شعارونو باندي ولاړ دي، تر ټولو لومړى تورى يانې (الله اکبر) مسلمانانو ته د دې درس ورکوي چې الله (جل جلاله) حاضر دى او تر ټولو لوى لفظ ‘الله’ د الله (جل جلاله) په لوى والي او عظمت دلالت کوي.

(اشهدان لا اله الا الله) په خپله يوه عقيده او د شهادت د کلمې يوه برخه ده دا توري داسي څه را زده کوي چې الله (جل جلاله) يو او تنها دى او هغه (جل جلاله) د حق معبود دى. د شهادت د کلمې دويېمه برخه (اشهدان محمدا رسول الله) ده چې د محمد صلى الله عليه وسلم پر رسالت او نبوت باندي شاهدي وايي. (حى على لصلواة) ټولو انسانانو ته د يو الله (جل جلاله) د وحدانيت او رسالت شاهدي ورکوي، او هغوى د لمانځه لپاره را بولي تر څو لمنځونه ادا کړي.

د دې لمونځ د راوړلو او په خپلو خبرو او کړنو د دې د طريقو ور ښوونکى رسول الله صلى الله عليه وسلم و. پر همدې خاطر د نبي کريم صلى الله عليه وسلم رسالت له شهادت څخه وروسته سمدستي راځي او خلکو ته بلنه ورکوي، او که مو لمونځ وکړ نو دا د دې خبرې ضمانت ورکوي چې تاسو فلاح حاصله کړه. (حى على الفلاح) يعنې د لمانځه لپاره راشئ چې تاسوفلاح او د ټول عمر لپاره ګټه او د اخروي ژوند ضمانت تر لاسه کړئ. راشئ چې له الله (جل جلاله) څخه پرته د عبادت لايق بل هيڅوک نشته. د الله (جل جلاله) د عظمت او لوى والي تر سيوري لاندې تاسو د دنيا او اخرت له شر او افتونو څخه خوندي پاتې کيږئ. الله (جل جلاله) هم اول دى او هم اخر. د هر څه خالق او د عبادت لايق دى، نو د هغه له ضمانت څخه لوى ضمانت بل کوم کيداى شي ( تفهيم البخاري).

له نبوي احاديثو څخه صحيح بخاري دا هم نقلوي چې کله شيطان د “اذان” اواز وا وري نو د دې کوښښ کوي تر څو دومره لري وتښتي چې د اذان الفاظ بلکل وانه وري.

ډېر د افسوس ځای دی چې داسې مسلمانان هم شته کله چې اذان واوري خو بيا هم په مسجد کې حاضر نه وي، کله چې الله (جل جلاله) شيطان ته ادم عليه السلام ته د سجدې کولو امر وکړ نو شيطان هم د الله (جل جلاله) له حکم څخه باغي شو.اې مسلمانانو کله مو هم د دې فکر کړى چې موږ هم د الله (جل جلاله) له حکم څخه خپل کارونه غوره نه ګڼو. شيطان له يوې سجدې څخه په منکريدو سره د الله (جل جلاله) له دربار څخه وشړل شو، په بل عبارت مسلمانان په ورځنۍ توګه له څومره سجدو څخه انکار کوي.

امام بخاري د اذان د اهميت په اړه په خپل صحيح کتاب کې يو باب ليکلى چې په هغه کې ليکل شوي دي چې د نبي کريم صلى الله عليه وسلم يو صحابي حضرت انس (رض) وايي کله چې به موږ د نبي کريم صلى الله عليه وسلم سره د جهاد پرلوري و خوځيدو نو سمدستي به مو حمله نه کوله. کله به چې سهار شو نو نبي کريم صلى الله عليه وسلم به انتظار کاوه او چې کله به مو د اذان اواز تر غوږ شو د حملې اراده به مو نه کوله او که به مو د اذان اواز تر غوږ نه شو نو حمله به مو وکړه.

حضرت امام خطابي (رض) فرمايي چې اذان د اسلام يوه ستره نښانه ده. په همدې خاطر د هغه ترک کول جايز نه دي، له کومې ډلې څخه چې د اذان اواز اوريدل کيږي د هغې ډلې د سر او مال د حفاظت مسوليت اسلام پر غاړه اخلي.

ليكنه: مولانا محمد عاطف
ژباړه:فضل الرحمن مظهري

صافی بنسټ خبرتیا Safi Foundation Ads Donation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
وسیع ویب
error: