ادیان،فرقې او معاصرمذهبونه ۱

دین څه ته وايي؟

ادیان: د دین جمع ده،او دین په لغت کې پیروي او غاړه ایښودلو ته وایې.دین په عامه اصطلاح کې له هغه امورو څخه عبارت دی چې انسان یې په خپل ځان لازموي د حقیقت عقیده پرې کوي او عملا یې تطبیقوي چه دغه معتقدات د غیبي او مشاهدو امورو څخه عبارت دي.

اوپه اسلامي اصطلاح کې:هغه اسلامي طریقه او د توحید عقیده ده چې آدم او نوح علیهماالسلام څخه نیولې تر وروستي پيغمبر حضرت محمد صلی الله علیه وسلم پورې د ټولو پیغمرانو دین(او د ژوندانه جامع نظام او کړنلاره)ګڼل کیږي.

الله تعالی فرمایلي دي:

((إِنَّ الدِّينَ عِندَ اللَّهِ الْإِسْلَامُ ))آل عمران/۱۹

اسلام ډیر جامع نوم دی چې ټولو سماوي ادیانو ته شامیلیږي او ټول سماوي ادیان د اصولو په اعتبار یو دین دی.کله چې د اسلامي دین شریعت منځ ته راغی نو دالله تعالی په نزد د بل هیڅ دین شریعت د منلو ندی.

الله تعالی فرمایلي دي:

(وَمَن یَبْتَغِ غَیْرَ الإِسْلاَمِ دِینًا فَلَن یُقْبَلَ مِنْهُ وَهُوَ فِی الآخِرَهِ مِنَ الْخَاسِرِینَ) آل عمران/۸۵

ترجمه:اوهرڅوک چې د اسلامي څخه شریعت څخه پرته بل دین غواړي نوله سره به ورڅخه ونه منل شي اوهغه به په آخرت کې له زیانکارانو څخه وي.

همدا راز الله جل جلاله فرمایلي دي:

(( اليوم أكملت لكم دينكم وأتممت عليكم نعمتي ورضيت لكم الإسلام دينا ))

ترجمه:نن ورځ مکمل(پوره)کړما تاسي ته دین ستاسي او تمام مې کړ پرتاسي (ای مؤمنانو)نعمت خپل او غوره کړ ما تاسي ته اسلام له حیثه د دین.

او هغه ادیان چې مونږ ترې دلته بحث کوو یهودیت او  نصرانیت دي او دا دواړه آسماني ادیان دي چې پکې تحریف شوی او منسوخ شوي دي او دوه دینونه (هندو ایزم او بودائي)هم څیړوچې دواړه د بت پرستۍ دینونه دي.

راټولونکی:بلال

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
واسع ویب

واسع ویب فیسبوک پاڼه لایک کړئ

زموږ فیسبوک پاڼه لایک او له نورو سره شریکه کړئ

#مننه_چې_یاستئ