ادیبان، لیکوالان، شاعران

ادم خویشکی اوشعري دېوان ئې

د ۲۰۱۲ع کال په پسرلي کي کندهارته تللی وم. هورې زماگران دوست ښاغلي حمدالله صحاف د ادم نومي شاعرخطي دېوان راکړاوراڅخه وئې غوښتل چی چاپ ته ئې تیار کړم. پخواموهم دتیلفون له لاري ددې نسخې په باب خبري کړي وې. نسخه مي سرسري وکتله . دپاڼود سر برخي ئې کنډوسوی وې. صحاف صاحب راته وویل پردې نسخه باندي دکابل په تنظیمي جگړوکي گولۍ نښتې اوتربېخ ئې پوري ووري وتلې وه چي دهغې له اسیته ئې دټولوپاڼودسریویادوه بیته کنډوسوي وه. ډېرافسوس راته ودرېداودزړه ئې خواشینی کړم. له ځانه سره مي ټینگ عزم وکړچي همداکنډومتن به که دخدای رضاوه، هرومروچاپ ته آماده کوم. نسخه مي له ځان سره کاناډاته راوړه. دلته چي مي دسفرستړیا واچوله، اول کارمي پرهمدې نسخه پیل کړ. دکتلو په وخت کي راته څرگنده سوه چي دادهماغه ادم شاعر د دېوان نسخه ده چي ښاغلي حبیب الله رفیع په ادبي ستوري دوهم ټوک (۱ ــ ۲۴ مخونو)کي معرفي کړې ده،دشاعرپرشعراو ژوند ئې دکار وړ خبري کړي دي اوداشاعرئې داول وارله پاره ادبي نړۍ ته ورپېژندلی دئ.

ددې نسخې پرخپرولومي ځکه تلواروکړچي ماویل نه گانه،کومه بله ړنده گولۍ پرما،یاپرهمدې نسخه ونه نښلي اوپښتني ادبي دنیاددغه عارف شاعردکلام له فیض څخه بې برخي پاته نه سي.ددیوان ټایپ سوی اوسم سوی متن مي صحاف صاحب ته لېږلی دئ اوامیددئ چي ژربه چاپ سي.
دادم دژونداوشعرپه باب اودغه رازددغي خطي نسخې دپېژندني په باب دښاغلي رفیع صاحب لیکنه هراړخیزه اومستوفاده. زمالیکنه به ددوی دلیکني یوه تکمِله غوندي وي. خوځیني نوي خبري به له دې اسیته ولري چي رفیع صاحب دانسخه دخپل کتاب ادبي ستوري له پاره کتلې وه اوطبیعي ده چي پرځینوبرخوبه ئې یوازي مرورکړی وي. څرنگه چي نسخه دصحافت په لحاظ هم گډه وډه ده اوبیائې دمنځ او پای برخه نیمگړې هم ده، نوځکه ئې هومره قدرمطالب ځني اخیستي دي چي دیوه ناپېژندلي شاعردمعرفۍ اودیوې منحصربفردنسخې د پېژندگلوۍ له پاره لازم دي. ماچي نسخه دچاپ په نیامت وکتله او بیا مي ټوله رانقل هم کړه اوچاپ ته مي تیاره کړه، نوپرځینوداسي خبرو پېښ سوم، چي دښاغلي رفیع صاحب په څېړنه کي نه دي راغلي.دخطي نسخې بشپړه معرفي ښاغلي رفیع کښلې ده اوزه به دنسخې د پېژندگلوۍ په باب ځیني لازمي خبري ددغه دیوان دچاپ وخت ته ځکه پرېږدم چي پردې نسخه باندي درفیع صاحب ترلیکني وروسته نوري دیدنۍ او شواخونونه راغلي دي، هم ټپي سوې ده اوهم مهاجره سوې. لاس په لستوڼي به دنسخې پرشاعرباندي وږغېږم.

ادم څوک دئ؟
ښاغلی رفیع دادم په باب دومره لیکي چي ” دآدم ددیوان په موجوده نسخه کی هغه څوبیتونه چې دده دپېژندگلوی په برخه کې څه ناڅه مرسته راسره کوي اوموږداموضوعات داسي رالنډولای شو
چې :
آدم دظریف زوی اودبټک دکورنۍ ؤ چي له خپل نامه سره یې دخپلې تصوفي لارې دوړتیاله مخي د”شیخ” او”فقیر” کلمې زیاتې کړې اود خپلې لیونې مینې سره دوړتیاله امله یې له خپل نامه سره کله ــ کله د دیوانه کلمه راوړې ده،استوگنځۍ یې داشنغردجیندی دسیندغاړې وې … اورنگ زیب په داسي صیغه یادوي چي دده دوخت ژوندی واکمن دی اومیرزاخان انصاری دده دادبي تبارزپه وخت کې له دنیاتېردی، دخوشال خان مړی اوژوندی دده له بیت څخه نه ښکاري خوترې راوروسته بیت یې : (که دسرای خټکان واړه شاعران شي) ښیي چې آدم داویناهغه وخت کړې چې خوشال خان خټک ویلي وو:
دخوشال سره چې کیني یوڅوکاله
دادغره خټک به واړه شاعران شي
اوهم دده ویناپه داسې وخت کې وه چې دخټکوپه سرای کې ډېرشاعران پیداشوي وو اودخوشال خان کورنۍ په زړه پورې ادبي تبارزکړی ؤ. داورنگ زیب پاچایی له ( ۱۰۶۸ کال تر۱۱۱۸هق کال) پورې وه، میرزا خان په ۱۰۴۰ هق وفات شوی ؤ اوخوشال خان تر۱۱۰۰ هق پورې ژوندکاوه چي ددې نېټوله مخې موږدآدم دژوندزمانه د۱۰۴۰ هق او۱۱۱۸هق کلونو ترمنځ اټکلولای شواوهم ده دیوې بریالۍ مینې په نتیجه کې الوادونه (اولادونه ــ م . هـ) درلودل.”
له دې اوږده اقتباس رانقلولوڅخه مي مراددادئ چي ښاغلي رفیع صاحب موږته دآدم دژوندپه باب ښه پوره معلومات راکړي دي. زه به پر همدغومعلوماتوباندي یوڅو نوري توضیحي زیاتوني هم ور سرباری کړم.
قوم اوټبرئې :
داچي وایي دادم دپلارنوم “ظریف” وو، استنادئې دشاعرپه دې بیت کړی دئ :
په جهان کښي ئې نوم لاړشه
ادم څه بلاپیداشه له ظریفَ
په موجوده نسخه کي ئې (ظریف) په سره رنگ کښلی دئ.
اوداچي وایي دبټک له کورنۍ وو. استنادئې په دې بیت کړی دئ:
خلقه ئې ښورماښورکـــــــــړه
آدم څه بلاپیداشه له بټکه
دادم دپلارپه نامه”ظریف” کي نورڅه نه سي زیاتېدلای اوپه سره رنگ لیکلوئې داخبره روښانه کړې ده چي همدائې دپلارنوم دئ، خو”دبټک کورنۍ” ته انتساب یوڅه وضاحت غواړي چي دلوستونکو پام ورته رااړوم.
“بټک زي” دسړبنیوپښتنودځمندپه اولاده کي دخېشکودقوم یوښاخ دئ. شیرمحمدگنډاپورپه تواریخ خورشیدجهان ــ ۱۹۹مخ (د۱۸۹۴ع چاپ) کي کښلي دي چي دخېشکوقوم له ارغسان اوپښین څخه ملتان ته وکوچېد اوبیائې دبابراوسلطان ابراهیم لودي په جنگ کي دبابرپه گټه دسردارسلیم خان خېشکي په مشري توري ووهلې، نودبابرپاچا تر “عنایاتو” لاندي ئې دهندوستان دپنجاب په قصورسیمه کي دوه کلي ودان کړل چي دلویدیځ خواکلی ئې”برکلی” اودختیځ خواکلی ئې”لر کلی” نومیږي. په برکلي کي دخېشکوبټک زي،حسین زي،عارف زي، شین زي،کزلاني اوسلمهاک؟ میشته سول اوپه لرکلي کي عزیززي، جنوزي اوبراهیم زي . څه موده وروسته خپلمنځي جنگونه پکښې پېښ سول اوسره ونه چلېدل،بټک زي دهیرووال پرلورځني بارسول اوهورې ئې واړول.
دتواریخ خورشیدجهان په همدې مخ کي دځمندقوم نسبي چارټ راغلی دئ، هورې ئې دځمندداولادې پنځه ښاخه ( خویشکي، کتاني، بنگي زي،محمدزي اوتوخي) راوړي دي اوبټک زي ئې په کتاني ښاخ پوري تړلي دي، چي ماته طباعتي تېروتنه معلومیږي. خودچارټ په تشریح کي ئې بیابټک زي دخویشکوڅانگه بللې ده. ظفرکاکاخېل پخپل تاریخ (پښتانه دتاریخ په رڼاکښې ــ ۱۳۲۶مخ کي) بټک زي دخېشکویوه تپه بولي اولیکي” دخویشکووالوځنې تپې لکه بټک زی،حسن زی،شهابن زی،سلماک اوکزلانی دقصورپه قبیله ابادې شوې وې ــ دوی ته ئې دبرکلی استوگن وئیل” . دارازاني خویشکي کلیات سموونکي ډاکټرپروېزمهجورخوېشکي ددغه کلیات دسریزي په ۴۲مخ کي هم بټک زي دخېشکویوښاخ بللی دئ اووایي چي دقصورپه “بره کلي” کي میشته ول. دی زیاتوي چي دغوپښتنوته ئې ” قصوریه پټهان” ویل. وایي چي دقصورخېشکواوس پښتوژبه هېره کړې ده.
قصوراوس دپاکستان په پنجاب ایالت کي شامل اودلاهورښارپه جنوب کي پروت دئ. دغه سیمه په جنوب اوختيځ کي له هندوستان سره گده پوله لري.
ډاکټرپروېزمهجورلیکلي دي : خېشکوته چي په قصورکي خپل منځي اختلافونه پېښ سول ،بټک زي ئې دټانډ اوهیرووال خواته وکوچېدل. ټانډ دپاکستان دپنجاب ایالت دگجرات په سیمه کي یوکوچنی کلی دئ. بریله شریف چي په اردوخپرونوکي ئې “بړیله شریف” کاږي، د ټانډکلي په پنځه کیلومتري واقع ده. دټانډ په نامه یوکوچنی کلی په خیبرپښتونخواکي هم سته.
زموږدبحث شاعرادم په قام بټک زی وو اوگویاخېشکی پښتون وو. ده په یوه اوږده قصیده وشمه شعرکي چي دخېشکواوخټکوترمنځ مقایسه ډوله بیان پکښې راوړی دئ، دخېشکوپه توصیف کي داسي ویلي دي :
خویشکي لـــویه ستانه دي په سړبن کي
هــــــرسړی ئې په نوبت صاحب قران شي
دوتـــــــــــودعائې سپردپټکي تـــــــــــوره
غلیمان ئې سرگشته په ځان حیران شي
چي ئې نیت دچاکرۍ [شي]توره واخلي
له بادشاهه ســـــــــــــره وصل وزیران شي
هسي لـــــــویه مرتبه ئې خدای روزي که
پرگنه ئې هندوستان، ایران، توران شي
ددنـــــــــــــــیاحساب ئې هیڅ نه وي دزرو
پښتانه مغل هندکي ئې چــــــــاکران شي
په خوراک پوشاک ئې هیڅوک په ځان نه دي
په جاموکي ښایسته ترقــــــــــجیران شي
چي دعیدپــــــــــــه ورځ راووزي له انگڼه
په زینت کښي ډېرپهورته ترحوران شي
سخاوت دخویشـــــکوبخره ده له خدایه
تل بخشش [ئې] پراسـونوپرمهران شي
څوک په کونج کښي دخلوت کښېني طاعت که
محبت ئې له حـــــــــــــــــــدیثه له قرآن شی
ښکته پورته ملک همــــــه ورڅرگندېږي
چي وکشف ته ترې سرکوزکه نگران شي
دلویي نښي ئې نه وي په خـــــــــــــاطرکي
شفقت ئې پریتیم پــــــــــــــــــرفقیران شي
ځیني کسب ددنیاواخـــــــلي روزگارکه
دُرولعل بهاکوي سوداگــــــــــــــران شي
له دې توصیفي بیان څخه پوره څرگندیږي چي شاعرپخپله دخپل قوم و قبیلې بیان راته کوي اوزه په جرئت سره ویلای سم چي ادم بټکزی خېشکی پښتون وو.
لکه رفیع صاحب چي ئې هم یادونه کړې ده، ادم د”جیندي” سیندیاسیمي په توصیف کي هم بیت لري :
آدمه راشـــــــــــــــــــه که ئې گــــــــــــــــــــورې
د”جیندي” زلمي طوطیان،نجوني بلبلي
دجیندي سیندپه اشنغرکي بهېږي. ډاکټرپروېزمهجورخوېشکی لیکي چي خېشکوپه اشنغرکي د”چارسدې خاص نه دوه دوه نیم میله قطب په قبله دخوېشکوډېرۍ په نوم کلی ابادکړو… دخېشکیوموجوده کلي په دوؤکلوخویشکي بالا(برکلی) اوخویشکي پایان(کوزکلی) کښې اباددي” (دارزاني خویشکي کلیات ــ ۴۷مخ ــ۲۰۰۵ ع چاپ). ده داشنغر دخېشکوپه برکلي کي دبټکزيو د کند اوټل وېش په یوه جدول کي راوړی دئ اودبټکزیودټل نوم ئې “ټل بحرالدین” کښلی دئ. وایي چي خېشکوته داموجوده کلي دشیخ ملې دبندوبست له قانون سره سم په وېش کي وررسېدلی دئ.
ادم یقین ته په نزدې گومان سره په اشنغرکي له همدغوبټکزیو خېشکوسره دجیندي سیندپرغاړه اوسېدلی دئ . په دېوان کي ئې دنون ردیف له یوې غزلي څخه په پنجاب کي دده داستوگني اټکل هم کېدلای سي :
حکایت کـــــــــــــړم له خندان گل [د]بوستان
له یوه حرفه روغ شـــــــــــــــــــــوي څوداستان
اندوهگین زړونه مي واړه پرې خوشال کړه
چي دعشق قــــــــــصه مي واخیسته مستان
دپنجاو(پنجاب)عالَم مي واړه پرې خبرکه
لاپه ښکته تېره شـــــــــــــــــــوه ترهندوستان
په یوبیت کي داټک کلمې راوړل ئې هم دپاملرني وړده :
دابیان چي وکویښ شکر مي وکه
لکه ستړی ســــــړی راشي له اټکه

په دې بیت کي ئې داټک کلمې له استعمالولوڅخه رفیع صاحب داسي
برداشت کړی دئ چي گویادی دهمدې سیمي اوسېدونکی وو. زه هم دغسي فکرکوم. خوکه د”ستړیا” کلمې ته غوروسي نوپه قصور (پنجاب) کي دده دمېشته والي یوه قرینه ئې څوک بللای سي.
په دېوان کي ئې مادخپل دغه اټکل له پاره نورتائیدي تاداوونه ونه موندل .خوڅرنگه چي دپنجاب په قصورکي دده سکه تربرونه پراته ول، نوئې هورې اوسېدنه دپورتنۍ یادوني له مخي مسلمه کېدلای سي. او دابیادده پرخېشکي توب یوبل دلیل هم ورزیاتوي.
دده دخېشکي توب په باب دپورتني استدلال له مخي مادآدم پردېوان
باندي (دادم خېشکي دیوان) نوم وکیښ. په دې ډول په خېشکو کي ترارزاني وروسته دادوهم شاعردئ چي تصوفي لارولیکه ئې له روښاني شاعرانوسره ظاهراٌورته ښکاري.
دژوندزمانه ئې :
ادم په یوه ځای کي دشاعرانه غټبازۍ(تصلف) تراغېزې لاندي وایي :
چي ادم رندانه شعرپښتوووې
په لړزه ښورښت که قبردمیرزا
څرگنده خبره ده چي دابیت دمیرزاخان انصاري ترمرگ وروسته ویل سوی دئ اودمیرزاخان مړینه خودده دخپل هم عقیده شاعردولت لواڼي له خولې په (۱۰۴۰هق) ددکن په جنگ کي پېښه سوې ده.
ددکن په جنگ شهیدشوخوشنوداوسه
په تاریخ دزرڅلوېښت کښي ئې گذر وو
ادم په هغه قصیدوه وشمه شعرکي چي دخېشکوپه ستاینه اودخټکوپه غندنه کي ئې ویلی دئ، دخټکوپه باب وایي :
دخټکو سوداگـــــــــــــــــرمالگې په(پر) ســرکه
درسته ورځ نارې وهي په ځــــــــــان حیران شي
نمازدیگــــــــــــرذکرپه مِکرجـــــــــــــــلي واخلي
په [پر]تمام اولس غږ،زوږ،نارې سوران شي
کله ولـــوېږي په [پر]زمکه [خپل]ځان پیرکه
لکه خــــــــــرپه ایروتک تـــــــــــــوردډېران شي
چي په ذکــــــــــــــرکي لاس پښې وهي دقصده
مسلمان په دغه چــــــــــــــــــــــــــاره کافران شي
داخلاص چــــــــــــــــــــــاري ئې نشته بې لباسه
درِیاپه بندکي تېرتـــــــــــــــــــــــــــردیگران شي
………………………………….
دخټکوترژوندون مرگ ښـــــــــــــــه دئ یارانو
که پښتون په دوی ودان دئ پرې دي وران شي
دخټکوخوی مي واړه تــــــــــــــــــــــــــمام نه که
دخوشحال ادب مي وکړ،پـــرې به گران شي
دآدم وېــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــره ځني نشي
که دسرای خټکان واړه شاعـــــــــــــــران شي
په ادبي ستوري کي راغلي دي چي” دخوشال خان مړی اوژوندی دده له بیت څخه نه ښکاري….”. هورې ئې هغه بیت چي دخوشحال خان نوم پکښې یادسوی دئ، داسي ثبت دئ :
دخټکوخـــــــــــــــــــــوی مې واړه تمام نه که
دخوشال ادب وي وکړي پرې به گران شي
په خطي نسخه کي ددغه بیت دوهم نیم بیتی په همداسي شکل راغلی دئ چي ماته ئې معناپه نظرسمه نه ښکاري. زماخیال دئ چي ددې نیم بیتي سمه بڼه” دخوشحال ادب مي وکړ،پرې به گران شي” ده. شاعر وایي چي مادخټکودخویونوټول بیان ځکه تمام نه کړ، چي دخوشحال ” ادب مي وکړ” یعني مراعت واحترام مي وکړ. دی وایي دخټکو خوی مي ټول ځکه تمام نه کړچي ماویل نه گانه پرخوشحال باندي به دروندتمام سي،” پرې به گران شي” یعني خوابدی به سي. که زمادغه رازتوجیه او برداشت سهي وي،نوادم دخوشحال معاصردئ. دده دشاعرۍ دعروج په وخت کي خوشحال خان ژوندی دئ اوپه دې حساب نوگویادروښان پیرپه تابعینوکي راځي. د میرزاخان انصاري زمانې ته ئې دژوندرسولواټکل پوخ اساس نه لري. ادم دخوشحال خان خټک معاصردئ اودشاعرۍ دعروج زمانه ئې هم همدغه زمانه ده. داچي خوشحال خان یانوروشاعرانوئې ولي یادونه نه ده کړې؟ زماسره واضح جواب نسته.
داورنگزېب یادونه دبرحاله واکمن په ټوگه کوي :
په اخلاص مي که ویل ووې رښتینی
داورنگ بادشاه داهسي سریرنشته
دغه یادونه ئې څوک اړباسي چي دژوندزمانه ئې دپښتو ادبیاتوتاریخ دلومړي ټوک (لرغونې اومنځنۍ دورې) د۱۲۸ مخ روایت ومني چي وایي :
“…دیوولسمي هجري پېړۍ ددوهمي نیمایي حدودبه ئې دژوندله زمانې سره برابر وي” ښاغلی رفیع صاحب ئې هم دژوندزمانه همدغه کلونه اټکل کړي دي.
آیاادم روښاني شاعربللای سو؟
زمالنډجواب”هو” هم دئ او”یئه” هم دئ.په دې باب غوڅي فیصلې ته نه یم رسېدلئ.تفصیلي بیان ته مي غوږونیسئ .
هغه پښتوشاعران چي زموږپه ادبي څېړنوکي د”روښاني” په نامه یاد سوي دي، معمولادروښان بایزیدپه خوځښت شامل معاصرین یادهغه نزدې مخلصین یا ئې دکورنۍ غړي دي. لکه : ارزاني خېشکی، حاجي گدای سړبنی،دفریدخان زوی دروېش دادو،ابابکرکندهاری، د نورالدین زوی اودروښان لمسی میرزاخان ، دابابکرکندهاري زوی خواجه محمد، واصل روښانی، کریم دادبنگښ، دابابکرکندهاري زوی علي محمدمخلص، دولت لواڼی،میرخان روښانی،اودروښان د کوسی قادردادنومونه زموږپه پښتوادبي تاریخ کي ثبت دي. ددغو شاعرانونومونه اوآثاریاددوی دخپلودیوانوله لاري اویادحالنامې او نوروروایتوله لاري ترموږپوري رارسېدلي دي. ددوی آثاردروښاني خوځښت دعقیدوي لاری تبلیغ ته وقف سوي دي. هنري ارزښت ئې دخوځښت زمانې ته په نزدې آثاروکي لږدئ اووچ کلک عرفاني تبلیغ پکښې دئ، خو ورو ورو ئې دهنریت خواهم پیاوړې سوې ده اوپه زماني لحاظ زموږعصرته نزدې وروستي آثارخوئې خوراډېره هنري مایه لري.
موږته معلومه ده چي دروښاني خوځښت په څنگ اودهغه په مخالفت کي یوبل مذهبي جریان هم راوټوکېدچي ادبپوهان ئې داخونددروېزه اودهغه دپیروانو په نامه یادوي. ددغه مذهبي جریان له برکته هم پښتو ادب ته خوراستره زېرمه رسېدلې ده. په دې ډله کي داخونددروېزه د خپلي کورنۍ غړي لکه داخونددروېزه ورورملااصغر،داخونددروېزه زوی کریمداد، د اخونددروېزه لمسی محمدحلیم،اوکړوسی ئې مصطفی محمد، عبدالسلام، دغه راز میرخان اوعمرخان شلماني، اخونداحمد،بابوجان بابی،میرحسین هروي، شیخ محمد سعید، اخوندقاسم پاپین خېل اونورونومونه یادولای سو.
ادبپوهان ددغودووخوځښتونوتراغېزې لاندي مگرله هغوڅخه جلاد یوې بلي تصوفي کړۍ یادونه هم کوي چي دغي کړۍ ته منسوبو کسانو دنظم اونثرپه برخه کي عرفاني اوتصوفي آثارپرې ایښي دي. دهغوپه ډله کي دمیاعلي محمد،قمردین،شیرمحمد،اخوندمصري،شیخ آدین ،آزاد،بیگ محمد،قادر، میاالهداد، نجابت اوعیسی کاکړ، دغه راز دملاالف هوتک،ملامست ځمند، جان محمد،خواجه محمد بنگښ ، صدیق،اخوندمیادادنومونه اخیستل سوي دي.
زموږپه ادبي څېړنوکي زیاتره داسي تعامل مسلط وو اواوس هم تریوې اندازې برلاسی دئ چي که دیوه شاعرپه کلام کي دپیر کامل، طریقت، وحدت،سکونت ، … اودې ته ورته نورمفاهیم کارسوي ول، عموماٌئې روښاني تحریک ته منسوبوو؟
زموږتربحث لاندي دیوان لرونکی شاعرهم دخپلي عقیدتي لاري د بیان په ترڅ کي ددغوتصوفي مسایلوپه باب ډېرږغېدلی دئ. دهمدې یادونوتراغېزې لاندي ښاغلي رفیع صاحب دده له نامه سره (روښاني) کلمه هم نښلولې ده اوپه دې باب ئې لیکلي دي :
” آدم داسي وخت ژوندکاوه چې دروښانیانووسله واله مبارزه دبیخي ختمیدوپه حال کی وه اوددوی دروښاني لارې نیول اوخوښول له خطره ډک وو، همداسبب دئ چې آدم دروښان په باب په صراحت څه نه وایي خودروښاني ادب په ژبه اواصطلاحاتوخبري کوي اوپه غیرمستقیم ډول خپل روښانی توب ثابتوی، ….”
دادم له نامه سره دروښانیتوب لقب دتړلوله پاره نوردلایل هم راوړل کېدلای سي .
ـــ دده دېوان دنوروروښاني شاعرانوپه شان دسلوک هغه اصطلاحات کاروي چي معمولائې پښتوادب ته دروښاني خوځښت دپیروانوپه وسیله لارموندلې ده. دپیرکامل، طریقت ، کثرت ووحدت مفاهیم ئې په شعرکي هرځای لیده کیږي.
ــ پرده چي کله دشاعرانه تصلف څپه راځي نودخپل ځان په سیالانوکي د”میرزا”نوم اخلي.
چي ادم رندانه شعرپښتوووې
په لړزه ښورښت که قبردمیرزا
په دغه زمانه کي چي موږدده دژوندله پاره دنسبتاپخوقرینوپربنسټ اټکل کړې ده، دپښتوژبي نورشاعران هم سته. ارزاني، واصل اودولت لواڼی خودده همفکره شاعران تېرسوي دي، خودی دمیرزاقبر پر ښورښت راولي. داولي؟ داځکه چي میرزاخان انصاري ددغي ډلي په شاعرانوکي هغه شاعردئ چي دشعرپه باب ئې اشرف خان هجري هم مثبت نظرورکړی دئ :
امیران دشعرډېردي پـــه دادور
میرزاشعرترهمه وودمیرزادئ
(دیوان هجري ــ ۲۴۰مخ)
یابل ځای :
شاعران دپښتنوگــــــــــــــــــــــویاڅهره ده
دمیرزاشعرشـــــــــــــــــمله بلکه افسردئ
تکلف په داکښي نشته باوروکـــــــــــــړه
په دافن کښي ئې گوی وړی له یوهردئ
(۲۴۷ ــ ۲۴۸مخونه)
اودعلم اوپوهي په تصدیق کي خوئې دولت لواڼی دومره وړاندي تللی دئ چي د”انامدینة العلم وعلی بابها” په اقتفاء ئې دمیرزاپه باب ویلي دي :
دمیرزادنورالدین صفت به څو کـــړم
میاروښان دپوهي ښهردی ئې ور وو
که څوک دادم اشعاروگوري نودشعري قوت اومحتوی له مخي ئې رشتیاهم ترمیرزاخان پرته بل څوک مخي ته درېدلای نه سي.

ــ دی دکن ته دخپلویارانودتلوپه ارمان ویلي بیتونه لري:
ادم به هــــــــــومبره ژوندی نه وي
چي ئې تللي یاران راشي له دکنه
بل ځای هم دې ته ورته خبره کوي :
هغه ښه یاران [لا] هم راڅخه لاړشوه
وپردیـــــــــــــــــــوته ویل نشي حالونه

دروښاني خوځښت له مطالعې څخه څرگندېږي چي ددغه خوځښت په غړو( دپیرروښان په لمسیانو)کي چي کله دشیخ عمردزوی احداد او د جلال الدین دزوی الهداد( رشیدخان) ترمنځ سخت اختلاف راغئ، نو الهدادمغولودربارته ولاړ. هورې ئې منصبونه وموندل اودجهانگیرله خوادرشیدخانی خطاب ورکول سو.رشیدخان اواحدادسربېره پردې چي داکازامن ول،سره اخښیان هم ول.درشیدخان خوربي بي علایي واحدادته ناسته وه. خولکه دپښتنوهرواکمن کهول چي پردریم پښت د خپلوبې اتفاقیوپه اورکي سوځېدلی دئ، دغه رازدروښان پیرپه لمسیانوکي هم دااوربل سو. له الهدادسره دخاندان نورغړي اوپه هغوکي میرزاخان هم دمغولودبارته ولاړل. دمیرزاخان انصاري یوه لوربي بي سلیم خاتون په خان عالیشان رشیدخان واده وه اوبله لورئې بي بي رابعه درشیدخان دزوی الهام الله ماندینه وه. الهام الله په رشیدخان ثاني سره مشهوروو(دتفصیل له پاره وگورئ : دروښان شجره ، چي ددې قلم دلیکونکي په لاس ترتیب سوې اوپه انټرنیټي سایت ” www.hotakonline.com” کي پرته ده.
دروښان بایزیدخاندان ټول یوله بله سره اخښلي پخښلي ول. خو سیاست هروخت سکه وروڼه اوتربرونه یودبل په مقابل کي درولي اوله خپل کوروکلي څخه لیري کړي دي. دادم یاران هم په دغوخلکوکي موجودول چي ده ئې پرفراق باندي ارمانونه کړي دي اودادده پر روښانیت باندي یوه قرینه شمېرل کېدلای سي.
ــ دادم دیوان دشکل له مخي هم نوروروښاني آثاروته ورته دئ. دالفبې توري ئې که سل په سلو کي روښاني الفبې ته ورته نه وي . خوبیخي ډېرمشابهت ورسره لري. دکلماتواملایي شکلونه ئې هم دخیرالبیان د موجودي نسخې لیکدودته ورته دي. (هتیاتي ،…… اونور) په مثال کي راوړل کېدلای سي.
خوله دې دلایلوسره سره دپښتوادبیاتوتاریخ په لومړي ټوک کي ښاغلي هیوادمل دی (ادم)دهغي تصوفي حلقې په شاعرانوکي راوستی دئ چي نه ئې سل په سلوکي روښاني لارپاللې ده اونه ئې هم داخونددروېزه روش. په دې حلقه کي دادم دراوستلوله پاره هم څرگنددلایل سته.
ــ داخبره سهي ده چي ادم په شعرکي دعرفان اوتصوف هغه مصطلحات راوړي چي نوروروښاني شاعرانوکارکړي دي، خوموږدده په دا موجود کلام کي دنوروروښاني شاعرانوپه شان د”پیردستگیر”،” مسکین”، “بایزیدمسکین” اونوردې ته ورته کلمات نه وینو. دده په کلام کي د طریقت، وحدت اوکثرت اوپیرکامل ومکمل اصطلاحات هغه عمومیات دي چي دپښتوصوفیانه اشعارپه ډک دي. پرشریعت باندي ډېرټینگارخوئې پرکلام باندي داخوندروېزه دروش داغېزې څرک په لاس راکولای سي.
ـــ دده دژونداوادبي عروج له پاره چي موږکومه زمانه اټکل کړې ده، په دې زمانه کي روښاني خوځښت له هغه پخواني کشش له حالته لوېدلی دئ. ترموافقینوئې دمخالفینوشمېرزیات دئ. ځکه نوڅوک ویلای سي چي ادم به دیوه نیمه خواخوځښت له پاره څرنگه خپل ټول ادبي فعالیت وقف کړی وي؟ ددې خبري سپینېدل نورواسنادوته اړتیالري.
ــ دده په کلام کي راغلي نصایح اوپندونه هم هغه مشترکات دي چي موږ ئې درحمان باباپه گډون د زیاترومتشرع شاعرانوپه کلام کي موندلای سو.
داسي ښکاري چي دده دشعردعروج زمانه اودخوشحال خان دادبي ارتقاء عصردي سره یووي. دغه وخت دروښاني لاري پیروان اوبیا داسي پیروان چي ټول دېوان دي ئې هغې لاري ته وقف کړی وي، نه لرو.
ــ ښاغلي رفیع صاحب چي دعبدالغني کاسي دبیانات افغاني په دوهم ټوک کي دفقیرآدم دیوې منظومې خبره کړې اودهغې مطلع ومقطع ئې په ادبي ستوري دوهم ټوک کي راوړې ده، دهغې له مخي خوپخپله رفیع صاحب ته هم داسي فکرورلوېدلی دئ چي که داآدم اوادم یوتن وي، نوبیاددې منظومې له مخي خو ” داسي ښکاري چي دی داخوند دروېزه له پیروانوڅخه ؤ”.
ــ دموجوددیوان د”هـ” ردیف په یوه مناظره وشمه غزله کي چي له خپلي معشوقې سره ئې لري،ځان د(شاه عیسی) مریدبولي :
دې وې غشی مي په تاکښي اثـــــــــــــــرنه که
پټ سپاهي مړنی سور(سپور)دشاه عیساه
ماوې نوري دعوې مه کوه خـــــــــــوله راکړه
که مـــــــــــــــــــــــــرید ئې لکه زه دشاه عیساه
داسي ښکاري چي دده معشوقې هم دشاه عیسی لاسنیوی کړی وو.
دشاه عیسی نوم ئې بل ځای هم راوړی دئ.
مخ دهـــــــــــــــــرڅه پکښې ویني
دآدم آئینه کړه شاه عیسی روڼه
ددغه شاه عیسی نومي تحقیق زه بل وخت ته پرېږدم، خوله دې یادوني څخه دده دروښانیت خبره دابهام ترپردولاندي کېږي.
ددغه مقایسوي استدلال پراساس زه دادم دطریقتي لاري په ټاکنه کي ترهغه وخته پوري انتظارلازم بولم چي یادده بل دېوان وموندل سي اویاهم ددغه موجوده دېوان لوېدلي پاڼي پیداسي. ترهغه وخته پوري ده ته دپښتوژبي دیوه عرفاني سالک شاعرنوم ورکولای سو.

دادم پرشعرباندي يوڅولنډي خبري :
زه به دده دشعربشپړجاج هم بل وخت ته اوغالبا ددېوان دچاپ وخت ته پرېږدم. اوس به داڅوټکي په دې نیامت له لوستونکوسره شریک کړم چي هغه دچاخبره”ترنه څه، لږڅه هم ښه دي “.
ـــ دځینو کلماتوکارول ئې دژبپوهانوله پاره په زړه پوري ده. دایودوه مثاله ئې ولولئ .
سربره :
سربره [ئې] حاصل پــــــه منگول واخله
که په ادم باندي دي شته قرض [و] رِبا
حاجي جمعه بارکزي داکلمه د”سري بُرده” (sariburda)په شکل کارکړې ده. دی په کندهارکي دخپل معاصرواکمن،سردارکهندل خان دبې عدالتیوپه باب دیوې قصیدې په ترڅ کي وایي :
په وطن کي ئې پرې نه شو
یودروم ویـــــــــــــــــودینار
سربُردې ســـــــــــــره وخوړ
لادوی وږي دي نــــــــــهار
( دیوان ــ سریزه ــ ۲ مخ)
علامه رشاددهمدې مخ په لسمه حاشیه کي ددې کلمې معنا” له یوې مخي،له څېلمي،تماماٌ” کړې ده. ددېوان په متن (۱۷۴مخ)کي “سروبر” ځني جوړسوی دئ چي ددیوان دمرتب په نظربه همداسي ورغلی وي. په لویدیځه لهجه کي اوس هم د” سربُده” په شکل ددې کلمې استعمال سته. دافغانستان په سرکاري مطبوعاتي پښتوکي ددې مفهوم له پاره اوس (یومخیزه ) لغت کارېږي.
زوږ :
داکلمه که ماسمه لوستې وي، په شننه ارزي.( زوږ) چي په لویدیځه
لهجه کي ئې (ږوږ) تلفظ کوي، د(غالمغال،چوغ وبوغ،آوازه اومجازاٌ شهرت) په معناوورواج لري. حاجي ولي محمدخان مخلص ویلي دي :
چي دي پـــــــــــروت وي دبابادسخاږوږ
هـــــــــــــــــم دډېرښه سړیتوب و حیاږوږ
تابه څه رنگ بولي زوی دهـــــــــغه پلار
چي له هیڅ بابه څوک نه اروي ستاږوږ
(وگ : دلوی مخلص په کلام کي لغوي زېرمه ــ ۷۲مخ)
ملاجانان اخندکاکړدپښتواکبرنامې په ( ۱۶۰ مخ) کي داسي وایي :
چي خانانوله شـــــوې دانکتې ترغوږ
سدئې ولاړله سره،پورته ئې شوږوږ
په ( ۱۸۰ مخ) کې ویلي دي :
پُلیتې وتوپ ته وویل په غـــوږکي
په خبروئې دی راوستئ په ږوږکي
دکندهاردناکودک کلي اوسېدونکي ستانه شاعرمیانعیم متې زي هم د(زوږ) کلمه د(شور،نارو، غوغا) په معناراوړې ده. دی وایي :
غـــــږ و زوږدبلبلانوپکښې نشته
خالي پاتې گلستان دئ دسروگلو
(۱۴۳مخ ،دپېښورپښتواکیډیمۍ چاپ ۱۹۶۴ع)
دزوږ لغت قاموسونود(کاخت،قحط،نېست،نایابه) په معناووهم ثبت کړی دئ.ارواښاددوست شینواری لیکي چي” دشینواروپه لهجه کی د(حرام،نیست ونابود)په معنا” کاریږي. دی زیاتوي چي ځینو قاموسو (ځوږ) او(زوږ) یولغت بللی دئ خووایي چي” دابیلي بیلي کلمې دي” (وگ : زړه پانگه ــ ۳۴۶ ، ۳۴۷ مخونه) ددادم په دېوان کي داکلمه د(حرام)په مفهوم کارسوې ده :
دې وې نوربه قراري دي باندي زوږ شي
که مي نه شې پــــه داسپینه خوله عادت
بل ځای :
یوساعت دخوشحالۍ راباندي زوږشو
همه عـــــــمرپه ماخدای که دزندان شپه
دابیت دارواښاددوست شینواري په زړه پانگه کي هم سته. گویاده دادم ددېوان دغه نسخه کتلې وه. زمالاس څرنگه چي په هیوادکي ټولوخپرو سوومنابعوته نه رسېږي، ځکه نودادم دیوان ددغي نسخې په باب ترادبي ستوري په هاخوابل داسي اثریالیکنه راته معلومه نه ده، چي دادم په باب دي کښل سوې وي.
دوغښ :
ادم د(دوزخ،دوږخ) لغت د(دوغښ) په شکل راوړي :
ودوغښ ته ځان څکوي ورنژدې کېږي
له جنته کـــــــــــــــــــــړپخپله بیاارمان تا

پټاڼه = پښتوژبه
هندکي مغول پرې نه پوهېږي
آدم پندوتاتــــــه وایي په پټاڼه
دالغت ماتراوسه پوري بل ځای نه دئ په سترگه سوی. قاموسوهم نه دئ اخیستی. په لغوي څېړنوکي په دردخوري.
دی دپښتوکلمه دژبي توگه کاروي
حقیقت مي دمجازپه لارکي بیاموند
ښـــــــــــــه پښتو وینا راځي په دانمط
دپټاڼه لغت که دده خپله جوړونه وي، لیري خبره نه ده. دنیولوگېزمونو په لړکي ئې څوک یادولای سي.

استوگنه :
دصفات استوگنه چري شي بې ذاته
لــــــــــویه لاروحق ته ونسه معلوف؟
استوگنه لغت په پښتودیواني ادب کي د(استوگه) په شکل هم راغلی دئ. داسي ښکاري چي استوگه به ئې لرغونی شکل وي. دهمدې تصورله مخي دپښتوژبي ځینونقادانولیکوالوپه پټه خزانه کي د(استوگني) لغت کارول، دجدیدي املاء نخښه بللې ده اوله هغې څخه ددغه کتاب دجعلیت ثابتولو؟له پاره کاراخیستی دئ. دادم په دېوان کي د(استوگنه) شکل کارول ددغونقادانوادعاورماتوي.
توانم :
که خاموش شم په زړگي کښي نه سهېږم
نه دگفت وگوی وچــــــــــــــــــاري ته توانم
په پښتوکي (توان) ویی دلومړي توري (ت) په سکون یوه څپه تلفظ کېږي اوورپسې (واو) ئې هم (semi vowel) دئ. دالغت په دري ژبه کي هم سته خوهورې ئې دسرتوری فتحه (زور) لري اودوې څپې(تَوان) تلفظ کېږي. ادم ئې دفعل په شکل (توانم) کاروي. ماته ددغه شکل رواجول دپښتوپه گټه کارایسي.
+++++++++++++
ادم په زیاترومقطع گانوکي اول نیم بیتي دهجاووپه حساب نیمگړی وي.
په غلیم ئې بری بیاموند
دآدم په مخ کښي سپرته یې حبیبَ
یا:
دادم وېره ځني نه شي
که دسرای خټکان واړه شاعران شي
یا:
دلې ښه کوه ادمه
که هورې دي وېره کېږي له گروزونه
ځای ځای ئې مقطع ته دلنډۍ شکل وسکښت ورکړی وي .
ادمه ولي غره ناست یې
[دا]ستادعمرشپې کمی که په شماردینه
ادم دلوړي سویې شاعردئ اوددغه رازشعري کمزورۍ هیله ځني کېدلای نه سي. داکارهرومرویودلیل لري. زماپه خیال ترټولوښه توجیه ئې هغه ده چي ښاغلي رفیع کړې ده. ده لیکلي دي :
” دآدم شاعري روانه اوخوږه ده،ډېرې لږنیمگړتیاوي اوادبي کمتیاوې
لري…خودزیاتروشعرونودمقطع لومړۍ مسرۍ یې آن ترڅلورو سیلابو نوپوري لنډه ده اوڅرگندېږي چې داکاریې قصداٌ کړی اوښایي دویلوپه وخت کې به ئې ځینې غږونه چې دوجداوجذب په حالت کې له خولې وزي،ورسره زیاتول اوداسیلابیزکمښت به یې پوره کاوه ….”
زه خپله څېړنه پرهمدې ځای باندي پرېږدم اوکه مي نوري دویلوخبري وموندلې، ددغه دېوان دچاپ پروخت به ئې له لوستونکوسره شریکي کړم (انشاءالله).
اوشاواــ انټاریوــ کاناډا

safi foundation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error: