ادبیات

ادبي دورې| د پښتو ادبي دورې

ادبي دورود وېش تاريخي شاليد:

د نړۍ د ډېرو ژبو د دورو د وېش تاريخي پس منظر ته که نظر وکړو، اختلافات په کې ډېر ليدل کېږي او پښتو ژبې کې هم دا ډول متضاد نظرونه شته دي.

د ادبي دورو په ټاکلو کې بايد يوازې  کرونولوژي په نظر کې ونه نيسو، بلکې د منظومواو منثورواثارو، منځپانګه، شکلي جوړښت او موضوع باندې بايد فکر وکړو.

د مثال په ډول که چېرې لرغونې (لومړۍ) دوره په نظر کې ونيسو، د دې دورې نه مخکې دويمې دورې څرکونه ليدل کېږي، يعنې د لرغونې دورې پيدايښت، انکشاف او زوال نه مخکې دويمه دوره پيل شوې ده.

پښتو ژبې کې ادبي دورې په لاندې ډول مشرانو عالمانو، پوهانو، ليکوالانو او څېړونکیو ويشلي دي او د هر يوه ټاکنه د اوسني وخت او شرايطو په نظر کې نيولو سره ځينې نيمګړتياوې لري، چې په لاندې ډول دي:

لوى استاد پوهاند عبدالحى حبيبي:  پښتو ادبي دورې پر څلورو برخو ويشلي دي:

لومړۍ دوره: په لومړۍ  دورې کې دا کوښښ شوى دى، چې تر اسلام دمخه د پښتو ژبې د موجوديت او د نورو اريايي ژبو ترمنځ د پښتو ژبې موقيعت تثبيت کړي.

دويمه دوره: د اسلام له ابتدا څخه پیل کېږي او تر (١٠٠٠) هـ ق کاله پورې رارسېږي.

درېيمه دوره: درېيمه دوره له (١٠٠٠) هـ ق کاله څخه پيلېږي اوپه (١٣٠٠) هـ ق کې پاى ته رسېږي.

څلورمه دوره:  څلورمه دومره له (١٣٠٠) هـ ق کاله څخه پیل کېږي.

پوهاند صديق الله رښتين:  صديق الله رښتين پښتو ادبي دورې پر پنځو دورو ويشلي دي:

لومړۍ دوره: (١٠٠) هـ ق کال نه تر (٨٠٠) هـ ق پورې.

دويمه دوره : (٩٠٠) هـ ق کال نه تر (١١٠٠) هـ ق پورې.

درېيمه دوره: (١١٠٠)هـ ق کال نه تر (١٢٥٠) هـ ق پورې.

څلورمه دوره: (١٢٥٠) هـ ق کال نه تر (١٣٥٠) هـ ق پورې.

پنځمه دوره: (١٣٥٠) هـ ق کال نه تر اوسه پورې.

سر څېړونکی دوست شينوارى:  دوست شينواري په خپل اثر (د ادب د تيورۍ اساسونه) کې پښتو ادب تاريخ پر درېيو پړاوونو ويشلى دى:

لومړى پړاو:  په لومړي پړاو کې د (ملنډه پنهو) مذاکرې او د سره کوتل ډبرليک ته هم د پښتو پانګې په توګه نغوته شوې ده، د لومړي پړاو پيل يې له امير کروړ څخه بللى دى.

دويم پړاو: د دويم پړاو پيلامه له بايزيد روښانه بولي، دويم پړاو دا فرعي سرليکونه لري. روښاني مکتب، د رحمان بابا سبک، هندي سبک، د هوتکيانو دوره او نورې دورې.

د ادب نوى پړاو:  نوى پړاو د امير شيرعلي خان له پيره پيل بولي دا پړاو د (د انتقادي رياليزم پيدايښت) په نامه يو فرعي سرليک لري.

کانديد اکاډمېسين محمد انور نوميال: محمد انور نوميال د ادب تاريخ دورې پر درېيو دورانونو وېشلي دي:

١.  د شفاهي ادبياتو دوران.

٢. د خوشحال د کتبي ادبياتو دوران.

٣. د معاصرو کتبي ادبياتو دوران.

په پورتني طرحه کې د (ادبي دورې) د اصطلاح پرځاى د (ادبي دوران) اصطلاح غوره شوې ده، د ارواښاد نوميال استدلال دا دى، چې نن ورځ تاريخپوهانو د دورې او دوران توپير تثبت کړى  نه دى. دوره هغه بولي، چې د يو بهير د پيدايښت انکشاف او زوال د دواړو مرحلې په کې بشپړې شوې وي او د وروستې نوې دورې څخه يې ټولې ځانګړنې توپير ولري؛ خو دوران داسې حالت ته وايي، چې د هغه په ترڅ کې  لا د يوې دورې ترمنځ تاريخي بېلوالى نه وي راغلى او يوازې په کې د نوې دورې مخکښه منځپانګه راڅرګندېږي او انکشاف يې د زړې دورې منځپانګه نفي کوي.

کانديد اکاډمېسن محمد صديق روهي:روهي صاحب د پښتو ادبي دورو په اړه دوه طرحې وړاندې کوي او وايي: چې په لومړۍ طرحه يې ټينګار نه کوم.

لومړۍ طرحه: ادبي دورې د ژانرونو له مخې پر اووه (٧) دورو ويشلې دي:

١.  لرغونې سندرې.

٢. د قصيدې دوره.

٣. د غزل دوره.

٤. د مثنوي دوره.

٥. د رباعي دوره.

٦. د روښانيانو پر پېر د مخمس، مسدس او نورو شعري ژانرونو دوره.

٧.  په شلمه (٢٠) زېږيديزې پېړۍ  کې د ازاد شعر، سپين شعر، ناول، لنډې کيسې او نورو ژانرونو د رامنځته کېدو دوره.

دويمه طرحه: کانديد اکاډمېسن ارواښاد روهي وايي: (زما پر اند پښتو ادب تاريخ پر درېيو عمده دورو ويشل کېږي.

١. پخوانۍ دوره: چې له امير کروړه پيل او تر پير روښانه پورې دوام کوي.

٢. منځنۍ دوره: چې له شپاړسمې زېږدې پېړۍ تر شلمې زېږدې پېړۍ پورې دوام کوي.

٣.  اوسنۍ دوره: چې له شلمې پېړۍ پيل او تر دې مهاله دوام کوي.

پوهنمل نورمحمد غمجن: غمجن صاحب د (افغان ياد) په کتاب کې د پښتو ادب تاريخ دورې پر څلوروبرخو ويشلي دي:

لومړۍ دوره:  لومړۍ دوره له دويمې پېړۍ څخه پيل او تر (٩٥٠) کال پورې رسېږي.

دويمه دوره: دويمه دوره له (٩٥٠) يا روښاني غورځنګ څخه پيل او تر (١٢٥٠)  کال پورې رسېږي.

نوې دوره: نوې دوره له (١٣٥٠) کال څخه پيل او تر (١٣٥٧) لمريز پورې رسېږي.

معاصر يا اوسنۍ دوره: د معاصرې دورې د پيل دوران د ثور کودتا بللې ده.

سر څېړونکى نعمت الله اندړ: څرنګه چې دلته د ادب سره د تاريخ موضوع هم راګډېږي، نن ورځ تاريخپوهان د دورې په اړه داسې نظر څرګندوي.

په يوه دوره کې د يو بهير پيدايښت، انکشاف او زوال درې واړه مرحلې او پړاونه بشپړ شوي دي او تر وروستۍ نوې دورې يې ټولې ځانګړنې توپير لري. همدارنګه تاريخپوهان دوران داسې حالت ته وايي چې د هغې په ترڅ کې لا د يوې دورې تر منځ تاريخي بېلوالى نه وي راغلى او يوازې د نوې دورې مخکښه منځپانګه راڅرګندېږي او انکشاف يې کولاى شي، کله ناکله د زړې دورې منځپانګې نفې کړي.

زما پر اند دلته د ادبي دورو د وېش په برخه کې تر دورې  د دوران کلمه سمه بريښي، د دورې په اړه د تاريخپوهانو نظر داسې دى، چې د يوه بهير درېواړه پړاوونه او مرحلې لکه پيلامه، انکشاف او ځوړ يا زوال په کې بشپړېږي او له راتلونکي يا وروستۍ دورې څخه يې ټولې ځانګړنې توپير پيدا کوي. په داسې حال کې چې په ادبي بهير کې دغه بېلوالى په کانکريټي او وچه بڼه نه ليدل کېږي، چې موږ ووايو د لومړۍ دورې دغه بېلوالى په دغې نېټې ختم او پاى ته ورسيد.

ښاغلي اندړ په دې اړه په خپله مقاله کې استدلال کوي، دلايل وړاندې کوي، د خپل استدلال په رڼا کې د ادبي دورو په اړه د ښاغلي نوميالي د زياترو نظرياتو پخلى کوي او بيا خپله طرح په دې ډول وړاندې کوي، چې د پښتو ادبياتو تاريخ پرپنځو دورانونو ويشي:

١.  د پښتو ادب شفاهي دوران.

٢. د کتبي اثارو د ترلاسه کېدو (د امير کروړ د وياړنې) دوران.

٣. د روښانيانو کتبي ادبي دوران.

٤. د خوشحال کتبي ادبي دوران.

٥. د معاصرو ادبياتو کتبي ادبي دوران.

زما پر اند ادبي دورې پر درېيو دورو ويشل شوي دي، خو د دې درېيو دورو نه مخکې بايد پر شفاهي، فلکوريک او ولسي ادبياتو باندې پوره بحث وشي، ځکه چې شفاهي  ادبيات تحريري ادبياتو ته لار هواروي او لارښوونه يې کوي، چې د نړۍ په نورو ژبو کې هم داسې مثالونه لرو، چې د تحريري ادبياتو موضوعات د شفاهي ادبياتو څخه اخيستل شوي دي، چې مخکې يې يادونه وشوه، اوس به پر ادبي دورو بحث وکړم او د هرې دورې پر هغو ځانګړنو غږېږم، چې پر نورو ادبي دورو کې کم يا نه وي، چې يوه دوره د مخصوصو  او منفردو ځانګړنو په اساس له بلې بېله شوې وي، لکه څنګه چې د دورو په راتګ کې منځپانګه، محتوا، پېغام، شکلي جوړښت ژبني مسايل او داسې نور مهم او اړين دي.

پښتو ادب دورې:

لرغونې (لومړۍ) دوره:

لومړۍ دوره د امير کروړ د وياړنې( ١٣٩هـ ق )کال نه پيل اود بايزيد روښان تر ظهور (٩٥٠هـ ق) کال پورې دوام کوي او د دې دورې څرکونه تر  ( ١٠٠٠هـ ق )کال پورې ترسترګوکېږي، د دې دورې عمومي ځانګړنې چې په دويمې او درېيمې دورې کې نشته اوياکم دي، په لاندې ډول دي:

١. لرغونې دورې اشعارو ته د لرغونې دورې سندرو نوم ورکړل شوى دى، چې دغو اشعارو ته نه د شرقي شاعرۍ نوم ورکولاى شو او نه د ولسي يا فلکوريکو اشعارو نوم ورکولاى شو، خو د ختيزې  شاعرۍ او ولسۍ شاعرۍ ډولونه هم لري.

٢. د دې دورې اشعار د افکارو په لحاظ ساده دي، پېچلي هنري تخيلات په کې نشته، ژبه يې سوچه او د شعروزنونه يې له وزن (اهنګ) سره عيار شوي دي.

٣. لرغونې دورې کې دوه شهکارې قصيدي لرو، چې په احتمالي ډول د قصيدې کالب د عربي يا فارسي ادبياتو نه تقليد شوى دى، دغه قصيدې د فورم له پلوه او هم د شعريت او تخيل له پلوه د لرغونو سندرو سره  توپېر لري او دغه دوې قصيدې تمهيدیه قصيدي دي، چې عربې ژبه کې داسې قصيدې رواج درلود.

٤. د لومړۍ دورې عمده موضوعګانې د لمانځنې سندرې، وياړنې، وېرنې، مينه، بېلتون او اخلاقي ښودنې دي، چې په هغو کې پېچلي تخيلات او لفظي صنايع چندانې نه ليدل کېږي.

۵.  د لرغونې دورې په اشعارو کې يو ډول سپېڅلتوب اوساده والى څرګنددى، سوچه پښتو کلمې لري،  چې ځينې کلمې او الفاظ يې تر دې مهاله هم په ځينو سيمو کې دود او ځينې يې ترک شوي دي.

۶. د لرغونې دورې اشعار ملي وزن لري، يعنې د عربي او فارسي عروضوتر اغېز لاندې نه دي راغلي اویا کم راغلي دي.

۷. د فکر له پلوه دغه شعرونه زړو اريایي سندرو ته ورته دي او د ريګويدا د کتاب د اشعارو مفکوره پکې له ورايه ځلېږي، د بيټ نيکه مناجات د دې خبرې پوره ثبوت دى.

۸.  په دې سبک کې پردۍ کلمې يا نشته او يا بېخي لږې دي او ژبه يې سوچه ده.

۹. په دې سبک کې شعرونه په يو خاص لحن او اواز سره ويل شوي دي او خاص اهنګونه لري.

دويمه دوره:

دغه دوره د بايزيد  روښان د پاڅون او ادبي هلو ځلو(٩٥٠هـ ق)کال نه پيل کېږي.

دې ادبي دورې کې دوه پړاوونه او مرحلې موجودې دي چې لومړى پړاو او د(۹۵۰هـ ق)کال نه پيل کېږي.

بايزيد په(٩٥٠ هـ ق)کال ادبي هڅې پيل کوي او د خوشحال د ادبي هڅو پوره دوام کوي،  دا چې خوشحال خان( ١٠٢٢هـ ق)کال پيدا او دې په شل کلنۍ کې يې لومړنى شعر ويلى دى، چې( ١٠٤٤هـ ق) کال سره برابرېږي.

د دې دورې دويم پړاو ته کلاسيک پړاو ويلاى شو، سره د دې چې په ډېرو ادب تاريخونو کې ټولې دورې ته کلاسيکه  دوره وايي، خو د روښان ادبي مکتب ته د کلاسيکيت د معيار په نظر کې نيولو سره د کلاسيک نوم نه شو ورکولاى.

دويمې دورې کلاسيک پړاوکې درې ادبي مکتبونه موجود دي.

د خوشحال خان خټک ملي  ادبي مکتب، د عبدالرحمن بابا عرفاني ادبي مکتب او د عبدالحميد مومندهندي ادبي مکتب، چې په سياسي لحاظ خوشحال خان خټک او په هنري لحاظ حميد مومند او کاظم خان شيدا او داسې نور دي.

د دې ادبي دورې څلورو ادبي مکتبونو ځانګړنې په لومړۍ او درېيمې  دورې کې نشته او يا کم دي.

دويمه دوره له سياسي او ايډيالوجيکي  مبارزې سره پيل کېږي خو دغه مبارزه د فيوډالي شرايطو له چوکاټ څخه د باندې نه وځي، روښان د يو مذهبي فرقې د لارښود په توګه په توره او قلم مبارزه  کوي، د روښانيانو او خټکو ادبيات په عمده توګه تبليغ او تنوير ته متوجې شوي دي، روښان او خوشحال دواړو د پښتو د خپلواکۍ او ملي حاکميت لپاره توده او سړه جګړه پر مخ بېولې ده. سړه جګړه يعنې د قلم له لارې مبارزه يوفکري سيستم ته اړتيا لري.

روښانيانو تر پردې لاندې  د خلکو د سياسي شعور د لوړولو، په هغو کې د خودۍ او پرځان متکي کېدلو احساس د وېښولو لپاره اهنګ وال ادبي اثار ايجاد کړل او په دې توګه د کتبي ادبياتو پانګه لاس ته راغله. دويمې دورې ادبيات د لرغونې  (لومړۍ) دورې سره د مضمون او شکل په لحاظ جوت توپېر لري. په دې دورې کې د لرغونو سندرو وزنونه متروک شول، کلاسيک معنوي او لفظي صنايع په پښتو ادب کې باب شول، د مفکورې په لحاظ سيستيماتيک اثار منځته راغلل، پېچلي تخيلات د پښتو ادب په بڼه راوټوکېدل، په دغه وخت پښتو ادبياتو د سيمې له ادبياتو رنګ واخيست او د انزوا له حالت نه راووتل. د افکارو ژورتيا، د تخيلاتو رنګيني او د قالبونو پراختيا او نوښت د دويمې دورې عمومي غوره ځانګړنې دي، دا څرګنده خبره ده، چې نه د روښانيانو تصوف او عرفان، نه د خوشحال افکار، نه د رحمان بابا ادبي بلاغت او نه د حميد مومند او کاظم خان شيدا نازکخيالي هېڅ يو د پخواني (لومړۍ) ادبي دورې په اشعارو کې نه ليدل کېږي.په عمومي ډول دویمې دورې خصوصیات په لاندې ډول دي: (۶)

١.  د تصوف او عرفان پېچلو مسايلو او اصطلاحاتو په پراخه پيمانه پښتو ادب ته لاره پيدا کړه يا په بله وينا عرفان د يو مسلک په ډول پښتو ادب ته راغلى دى.

۲.  په نثري ليکنو کې مسجع نثر رواج شوى دى.

۳. اخلاقي او ديني مسايل په شعر او ادب کې زيات شوي، حماسي او ملي روحيه  په کې ډېره تته او کمزورې ښکاري.

۴.  د نظم او نثر نيمګړى طرز چې پخوا موجود وو، په دغه وخت کې اصلاح شو، نثر خوږوالى پيدا کړ او له نيمه منظوم حالت څخه راووت او د محاورې (خبرو اترو) شکل يې غوره کړ او نظم هم ساده والي ته مخه کړه، خوشحال خان ويلي دي:

که د نظم که د نثر که د خط دى
په پښتو ژبه مې حق دى بې حسابه
د خوشحال خټک په ژبه برکت شه
چې ويل کړه په پښتو له هره بابه

۵.  پښتو شعر د شکل  په لحاظ هم په دې دوره کې پراختيا وموندله او يو شمېر ابتکارونه رامنځته شول، لکه خوشحال خټک چې په يوه بل ځاى کې ويلي دي:

رباعي ده که قطعه که مثنوي ده

همګي واړه ګوهر دى دُر و لال

۶.  د مضمون له پلوه  هم په دې دوره کې د ژوندانه ټول اړخونه راڅرګند شوي دي، په دې پړاو کې ډېر اثار ليکل شوي دي او د پښتو ادب نړۍ ښه رنګينه شوې ده، خلک يې د اجتماعي او د ژوند له نورو مسايلو سره اشنا کړل چې دلته له ډېرو مسايلو څخه تېرېږو:

راشه وغړوه سترګې د جهان ننداره ګوره

چې ښايست لري په ستورو د اسمان ننداره ګوره

۷. د دغه وخت په اشعارو کې طبيعي او ساده تشبه ګانې رواج او راغلي دي.

۸. د حماسي احساساتو بنسټ په خپله خوشحال خان  کېښود او پيروانو يې بيا پسې تعقيب کړ.

۹. انتقاد او هجوه په دغه وخت کې ډېره اړولې را اړول شوې ده او د مغلو د زور زياتي په هکله دغه موضوع ډېره زياته او په ډاګه څرګنده شوې ده.

۱۰.  د ادبي ارزښت له پلوه د دې پړاو سبک تر ټولو جامع او ښه دى په دې معنا چې هم يې د معنا خوا  او هم يې ادبي او شعري اړخ پوخ دى.

سید اصغر هاشمي

صافی بنسټ خبرتیا Safi Foundation Ads Donation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
وسیع ویب
error: