احمد شاه بابا شخصیت او آثار

د احمد شاه بابا ادبي او علمي شخصيت

احمد شاه بابا سربېره پر هغه چې د منځنۍ آسيا يو نوميالی پاچا او بريالی فاتح و، د تورې سره يې قلم هم درلود، او پر علم هم مين و، د علماو مجلس يې تر هر مجلس خوښ و او علماو هم دی د خپل سر سيوری گاڼه، همدا سبب و چې د هند ستر علمي او روحاني شخصيت شاه ولي الله دهلوي ده ته بلنه ورکوله چې هندوستان ته ورشي او د هندوستان مسلمانان له جور او ستمه وژغوري او ورته ليکل يې:

در اين زمان پادشاهي که صاحب اقتدار و شوکت باشد و قادر پرشکست لشکر کفار و دور اندېش، جنگ ازمايي غير از ملازمان آنحضرت موجود نيست، لاجرم بر آنحضرت فرض عين است قصد هندوستان کردن

د احمد شاه بابا آثار

احمد شاه بابا ټول خلک د یو لوی پاچا په حیث پېژني خو په دې نه پوهېږي چې یو ملي مبارز او شاعر هم وو. ده په کوچنیوالې کې دیني علوم خط او کتابت د خپل وخت د عالمانو څخه زده کړې وو, او د ښه سواد خاوند وو, او په پښتو او پارسي ژبو کې لیکنه کړې دي. لوی احمد شاه بابا د زمامدارۍ او پادشاهۍ ترڅنگه د شعر او شاعرۍ سره ډېره لېوالتیا درلودله او کله به چې د خپلو فتوحاتو او کارونو څخه فارغېده د مهمو حوادثو او واقعو یاد به یې په خپلو اشعارو کې کاوه او په دې ډول شعرونه یې لیکل. لکه چې د یوې برۍ نه راستون شوې نو دا لاندې غزل یې لیکلې:

چي بر کړې مي خدای لاس په رقیبانو
چي له یاره سره خوښ هم کناره ځم
چي د هند د ملکو فتحه مي روزي شوه
تره به زه د هند په لور په تماشه ځم
پر دا کړې داد دی خدای نشي پښېمانه
نو ایران لره په توغ په نغاره ځم
معشوقې د ایران ډېرې ترکي شوخې
تر نگين مي ایران لاندي شاهانه ځم
زه د تسخیر د ولایت د خدای په داد کړم
په مدد د حبیب هره خواه ته تازه ځم
چي زما د ولایت فتحه روزي شوه
ترو به څه د یار له نازه کناره ځم
احمد شاه دنیا فاني گڼم چي نشته
دنیا پاته له ایمان به سره ځم

احمد شاه بابا په پښتو، عربي او دري ژبه اشعار ويلي او آثار يې ليکلي دي چې دا درې اثره يې د زمانې له حوادثو او آفاتو څخه خوندي پاتې شوي دي:

  1. د احمد شاه بابا د پښتو ژبې د اشعارو بشپړ ديوان

د بابا د پښتو اشعارو دیوان چې د لومړي ځل دپاره په کال ۱۳۱۹ هجري شمسي کې په کابل کې د پښتو ټولنې لخوا د علامه عبدالحی حبیبی د يوې اوږدې سريزې په اهتمام چاپ شو.او بيا په کال ۱۹۶۳ سپوږمیز (میلادي) د نومبر په مياشت په پېښور کې د پښتو اکېډمۍ لخوا چې د دوو نورو خطي نسخو سره مقابله شوې وو، چاپ او خپور شوې دي. د بابا په اشعارو کې ملي, عشقي, تصوفي, او اخلاقي برخه لیدل کېږي.خو د دې سره سره د تصوف او اخلاقو برخه ډېره بارزه ده, اشعارو یې ډېر زیات میهني, ملي, او حماسي چې د وطن دوستۍ څخه ډکه ده په دې دیوان کې شامل دي. دا ديوان دوه نیم زره (۲۵۰۰) بیتونه لري په اشعارو کې یې غزل ،رباعي ،قطعه ،مخمساومربع برخه لیدل کېږي. دا یو بل د تصوف د کلام نمونه یې:

په آشنا به خبر نشم
څو خبر نشم له ذاته
که د خپلې خودۍ تیر شم
خود به زه شمه مراته
معرفت به مي روزي شي
که فاني شم و فنا ته
دا د یار مینه خوږه ده
چي پریکړې سر د زیاته

د حماسي اشعارو له جملې څخه دا لاندې غزل دی چې په انګرېزي, هندي او پاړسي ژبو ژباړه شوې هم دي.

هیواده//

ستا د عشق له وینو ډک شو ځیگرونه
ستا په لاره کي بایللي زلمي سرونه
تاته راشمه زړگۍ زما فارغ شي
بې له تا مي اندېښنې د زړه مارونه
که هر څو مي د دنیا ملکونه ډېر شي
زما به هیر نشي دا ستا ښکلې باغونه
د ډهلي تخت هیرومه چې رایاد کړم
زما د ښکلي پښتونخواه د غرو سرونه
د رقیب د ژوند متاع به تارتار کړم
چې زه وکاندم پر هر لوري تاختونه
د فرید او د حمید دور به بیا شي
چې په تورو پښتانه کړي گزارونه
که تمامه دنیا یو خوا ته بل خوا شې
زما خوښ دي ستا خالي تش ډگرونه
احمد شاه به دغه ستا قدر هیر نه کا
که ونسي د تمام جهان ملوکونه

  1. علم گنج

    • دا د احمد شاه بابا د بل کتاب نوم دی چې اته بابه لري او په تصوف کې يې ليکلی دی. ددې کتاب د شرح يوه قلمي نسخه د کابل د اطلاعاتو او کلتور د وزارت په خطي کتابتون کې شته چې سر او پای نلري، او د کتاب پاته برخه پنځه پنځوس پاڼې دی چې هر مخ يې ۱۱ کرښې لري او کچه يې ۱۳x۱۹ کې ده ددې کتاب په ۲۱ مخ کې لومړی باب داسې پيل کېږي:
      “باب اول قال المصنف خلدالله ملکه:آسمان شجر يعنی الف سين ميم نون ؟؟ قال الشارح عضی الله عنه: بدانکه قبل از شروع در علم واجب است تقديم چند چيزې که موجب از د ياد بصيرت ستاره گردد در آن علم که د ا ب محصلين صناعات علوم حقيقت همين است…”
      پوهاند حبيبي ليکي چې: “احمد شاه بابا په عربي ژبه ځينې کلمات لري چې محمد غوث ابن ترکمان ابن تاج خان په هندوستان کې په پارسي ژبه شرح پر ليکلې ده چې شرح الشرح نوميږي او درې سوه مخه لري، نو څرگنده نه ده چې د علم گنج دا شرح هماغه شرح الشرح ده او که دا شرح ده او پر دې شرح باندې بله شرح ليکلی شوې ده.”
  2. د احمد شاه بابا عربي اشعار

د علم گنج کتاب که څه هم د سر پاڼې نلري خو په ۲۱ مخ کې يې داسې ليکل شوي دي:
“هذا آخر الکلام في شرح ابيات الملک الدُراني والسلطان الحقاني احمد شاه الغازي خلدالله تعالی ملکه و سلطانه و جعله مالکاًللاقاليم السبعة رحم االله عبداقال امينا، و اما شرح گنج پس مرتب گشت چون هشت بهشت، بهشت باب…”
له پورته ليکنې څخه څرگندېږي چې د علم گنج د شرح تر شروع دمخه د احمد شاه بابا د عربي اشعارو شرح وه او تر ۲۱ مخ وروسته د علم گنج شرح په اتو بابو کې پيل شوې ده. او دا چې احمد شاه بابا په عربي ښه پوهېدی د مرحوم شاه فقيرالله جلال آبادي ثم شکارپوري له هغو مکتوبو څخه هم ثابتېږي چې احمد شاه بابا ته يې په عربي ژبه ليکلي دي.

[irp][irp][irp]

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب