ابوبکر ځلاند

 

شخصي معلومات
نوم ابوبکر ځلاند
پلار نوم انجینیر میاګل
ولایت کابل ولایت د کوټۀګی کلی
زده کړې حبیبیې عالي لېسه.
حقوقو پوهنځي څخه فارغ.
هند کې د عثمانیې نړېوال پوهنتون اقتصاد پوهنځي څخه فارغ.
د شخصیت جوړونې او بشري اړیکو یو کلن تخصصونه.
جرم پېژندنه
علمي او کاري فعالیتونه
ژبژغورنې غورځنک د ژبژغورنې ملي غورځنګ مشر او بنسټ‌ ایښودونکی
دندې او فعالیتونه هند کې د افغان زده کړیالانو استازی.
د ژبژغورنې ملي غورځنګ مشر (اوس).
ټولنیزو رسنیو تړوني ابوبکر ځلاند فیسبوک پېژنیال
ژبژغورنې ملي غورځنګ فیسبوک پاڼه

ښاغلی ابوبکر ځلاند د انجینیر میاګل زوی اصلا د کابل ولایت د کوټۀګی د کلي دی، او د کابل شهرنو سیمې کې په یوې تحصیلکرده او اسلامپاله کورنۍ کې زېږېدلی.

له حبیبیې عالي لېسې څخه فارغ بیا حقوقو پوهنځي کې شامل شو، چې له نېکه مرغه د هر سمسټر په ازموینو کې لومړی راغلی او د ۹۷% نمرو پر بنسټ د پوهنتون ممتاز محصل بلل شوی پس له هغې د خپل لیاقت پواسطه فوق العاده برسیې باندې هندوستان هېواد ته ولاړ، هلته عثمانیې نړېوال پوهنتون کې یې اقتصاد پوهنځی ولوست چې ترې په اعلی درجه (First Division) کې فارغ شو. او د اقتصاد پوهنځي سره سره یې هند کې دوه یو کلن تخصصي کورسونه چې یو یې د شخصیت جوړونې او بشري اړیکو یو کلن تخصص (Human Relations & Personalty Develooement) او بل یې د جرم پېژندنې تخصصي کورس و، ولوستل او ترې فارغ شو.

ځلاند صېب پخوا د محصلانو استازی پاتې شوی او دې سره یې تل مبارزه کړې د ځوانانو ستونزې یې رابرسېره کړي، تلویزیوني رسنیو کې یې د ځوانانو حق غوښتی.

اوس مهال ځلاند صېب د ژبژغورنې ملي غورځنګ عمومي مشر او بنسټ اېښودونکی دی. هېڅ سیاسي حزب پورې اړوند ندی، یو خپلواک، بېپرې، مؤحد او د پراخ آند خاوند دی. ځلاند صاحب د یو دریځ خاوند دی تر دې دمه د هېڅ ډلګۍ یا طرف نه دی نېولی، د سولې او افغاني ورورلۍ غږ یې پورته کړی.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

One Comment

  1. نرۍ مننه کوم چی د ژبژغورنۍ ملي غورځنګ غړي مو راوپېژندل له ټولو مبارزو ورونو مننه

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب