آیا په قرآن کې هر څه نغښتي دي؟

پوښتنه

زه یوه هندوه یم او د اسلام په هکله مطالعه کوم او ستاسې نه یوه پوښتنه لرم چې شاید تاسې ته به آسانه وي، هغه دا چې آیا په قرآن کې هرڅه نغښتي دي؟ آيا په قرآن كې د هر څه په هكله معلومات شته
مننه – کریستا- له هند څخه

ځواب:

احمد سعد

آغلې كريستا!
له پوښتنې څخه مو ډیره مننه. پوښتنه مو ساده بریښي خو له مانا څخه ډکه او ارزښتناکه ده.
مسلمانان په دې ګروهه دي چې سپیڅلی قرآن د الله تعالی وروستی کتاب دی چې د بشریت د لارښوونې په موخه استول شوی دی تر څو انسانان خپل خالق ته د نږدې کیدو لاره وپیژنی، او په هغه څه عمل وکړي چې ورڅخه غوښتل شوی دي او د مځکې پر مخ د نورو په مقابل کې خپل رسالت ترسره او بشپړکړي.
قرآن داسې یو مشال دی چې پر مټ یې انسانیت د خپل خالق لوري ته لاره مومي، او بشریت ته د ژوندانه له غمونو او کړاونو څخه د خلاصۍ لاره ښیي او انسانیت ته دا ورښیي چې څرنګه په دنیا او آخرت کې د الله جل جلاله د خوښۍ او رضا څخه خوند واخلي.
د اسلام له نظره د قرآن کریم یوه ستره او بې ساری ځانګړتیا دا ده چې قرآن کریم د هرې زمانې او هر ځای کتاب دی، دا په دې مانا چې د قرآن لارښوونی او قانون په کوم ځانګړي ځای یا وخت پورې تړلى نه دی بلکه دا یوه ابدي او نړیواله لارښونه او قانون دی. دغه هدایات او لارښوونې به د قیامت تر ورځې پورې لکه څرنګه چې په اوسنۍ زمانه کې پلې کیږي او ۱۴۰۰ کاله د مخه پلې کیدې، د پلي کیدو وړ دي او عملي کیږی به.
قرآن د ځان په اړه په خپله داسې ذکرکوي چې دا یو جامع او هر اړخیز کتاب دی. او الله جل جلاله په همدې کتاب کې فرمایي:
مَّا فَرَّطْنَا فِي الكِتَابِ مِن شَيْءٍ – الانعام سوره ایت ۳۸
(مونږ هیڅ یو څیز په قرآن کې له نظره نه دي غورځولي)
د قرآن هراړخیزتوب په خپله خلک دې ته هڅوي تر څو خپلې ورځنۍ چارې د قرآن د لارښوونو سره سم سمبال کړي. او دا لارښوونې د خپل ژوند په ډګر کې پلې کړي. قرآن د دې لپاره نازل شوی تر څو بشریت د هغې د لارښوونو په رڼا کې داسی یو ژوند ته لاره ومومي چې موخه یې د الله تعالی خوښي او رضا وي. دغه موخې ته د رسیدو لپاره قرآن باید یو هر اړخیزه کتاب وي او او د ژوندانه ټولې چارې پکښې نعښتې وي.

ولې په قران كې د هر څه په هكله مالومات نشته؟

مګر د هر اړخیز توب مانا څه ده؟ آیا دا په دې مانا ده چې قرآن باید د ژوندانه ټول واړه او کوچني جزیات راونغاړي؟
نه داسې نه ده. ځکه چې که داسې وای نو قرآن کریم به د ضخامت له مخې تر ټولو ستر کتاب وای او هر چا به دې کتاب ته لاس رسی نه درلودای او په لیدلو به یې خلک حیرانیدلای او هیڅ څوک به یې د لوستلو او پر هغې باندی د پوهیدلو جوګه نه وو. او که داسې وای او په قران کې د ژوند په هر کوچنی څیز بحث شوی وای او د هرې کوچنۍ مسئلې په اړه پکښې معلومات وای نو بیا به خلک تنبل عادت شوي وای او د هرې کوچنۍ ستونزی لپاره به یې دغه ستر او درانه کتاب ته مراجعه کوله، خلکو به پلټنه نه کوله د تحقیق، علمی پلټنې، اختراع او څارنې دروازې به د خلکو پر مخ تړلې واى او د انسانیت هغې موخې ته د رسیدو لاره به ډپ شوې وه د کومې لپاره چې بشریت په دې نړۍ کې خلق شوی دی او هغه د نړۍ آبادي، او د ټولو نه په غوره طریقه د الله تعالی عبادت دی.
نو مونږ ویلای شو چې قرآن یو جامع او هر اړخیز کتاب دی، او دا په دې مانا چې قرآن بشریت ته د ورپیښو ستونزو د حل لپاره او پر مځکه باندې د ښه ژوند د ترسره کولو لپاره جامع او عمومی هدایات او لارښوونی لري. او خلکو ته دا درس ورکوي چې څرنګه د خپل ژوند چارې په ښه طریقه سنبال کړي او د مځکې پر مخ یو هدفمند، موثر او الله جل جلاله ته خوښ ژوند ولري.

قران د خلكو لپاره څه لري

قرآن انسانیت ته د خوشاله ژوند د تیرولو او الله جل جلاله ته نږدیوالي یوه بشپړه کړنلاره ور پیژني او په ټولیز ډول بشریت ته دا ورپه ګوته کوي چې باید کوم کارونه تر سره کړي او د کومو کړنو د تر سره کولو څخه ډډه وکړي.
همدا راز بشریت ته د ستونزو د حل لارې چارې ښیي او د ژوندانه د پرمختګ هغه رازونه رابرسیره کوي چې د الله جل جلاله د رضا او د مرګ څخه وروسته د انسانیت د خوښۍ او هوسایۍ لاملونه پکښې نعښتي دي.
الله جل جلاله په خپل کتاب قرآن کریم کې فرمایي:
مَنْ عَمِلَ صَالِحًا مِّن ذَكَرٍ أَوْ أُنثَى وَهُوَ مُؤْمِنٌ فَلَنُحْيِيَنَّهُ حَيَاةً طَيِّبَةً وَلَنَجْزِيَنَّهُمْ أَجْرَهُم بِأَحْسَنِ مَا كَانُواْ يَعْمَلُونَ- النحل ۹۷
هر هغه څوک نر یا ښځه چې کوم ښه عمل تر سره کړي او مومن وی نو قطعا به هغه ته مونږ خوشحاله حقیقي ژوند ور وبښو او هغه ته به د دې ښه کار په بدل کې تر ټولو ښه او غوره اجر او پاداش ورکړو.
که د قرآن لارښوونو ته ځیر شو نو دا به جوته شي چې قرآن د دې لپاره ندى را لیږل شوی چې یواځې تلاوت شي او په الماریو کې وساتل شي بلکه دا باید د هر هغه څه لپاره چې مونږ یي تر سره کوو د لارښونو او هدایاتو سرچینه وي.
قرآن د ټولو شخصي، کورنیو او ټولینزو ستونزو د حل لارې چارې په ګوته کړې، ټول سیاسي، اقتصادي او ټولنیز مسایل یې رانغاړلي او د روحې ناروغیو د علاج او د ستونزو د حل په باب هر اړخیزه لارښونې او کړنلارې وړاندې کوي.
البته دا نه وایو چې قرآن د به د ټولو روحي ستونزو او ناروغیو د علاج نسخه وړاندې کړې وي ځکه دا د قران کریم د نزول موخه نه ده، مګر په ټولیز ډول د قرآن آیتونه په دې هکله ګټورې لارښونې لري او مونږ ته د ناروغیو لپاره د علاج او درملنې، او د یو هوسا او سالم ژوند د درلودلو کوم چې د الله جل جلاله لپاره خوښ وي، سپارښتنه کوي.
په دې ترتیب قرآن زمونږ د ژوند په هره برخه او هر کار کې دخیل، هر اړخیزتوب یې جوت او له رڼا څخه یی برخمن یو.
الله جل جلاله دې مونږ ته توفیق راکړي تر څو د قرآن ګټورې لارښونې په خپل ژوند کې پلې کړو، په هر کار او د هرې ستونزې په حل کې ورڅخه ګټه واخلو او د ژوند یوه ګړۍ او یوه لحظه هم پرته د قرآن د درسونو، هدایاتو او لارښوونو څخه تیره نه کړو.
هیله ده پوښتنه مو ځواب شوې وي او زمونږ سره اړیکې وساتئ.

سرچينه: اسلام آنلاين


د پوهنتون چینل نوې ویدیو


پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe

Editorial

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
واسع ویب